که چيرې اداره کې مو له ښکنځلو، ټيټ کتلو او پيسو پرته بله خبره نه وي، نو ممکن بهتره به وي چې بل چيرې ولاړ شئ، اداره مو زهري شوې ده. د اداری ښه چاپيريال مهم دی، پخوا به دا فکر کیده چې دفتر ته راځی د کور جنجالونه په کور او کله چې کور ته ځی نو د دفتر جنجالونه په دفتر کې پريږده، خو نن د ټکنالوژئ پرمختګونه او مامور ته څلرويشت ساعته رسيدو له کبله دا توپير له منځه تللی دی، مهمه نه ده څه وخت دی، يو ساده پيغام يا ټليفون د دفتر کار کور ته دروړلی شي.
له زهري کیدو هدف هر هغه څه دي چې د کارکوونکو پر فکر او کار منفي اغېزه لري، اداري سياستونه چې کارکوونکي ټول وخت د يو بل پر ټيټ راوستلو او پښو وهلو تيروي د ادارې د ناکامئ يو تر ټولو لوی دليل بلل کیږي. اداره نه شي کولای پر هر کارکوونکي هر وخت څارنه وکړي، خو کولای شي داسې چاپيريال برابر کړي چې هر کارکوونکی ادارې ته پر خپله خوښه راشي، له خپل کار خوند واخلي او په شريکه ادارې د برياليتوب پر لار روانه کړي.
بيلابيلو څيړنو ښودلی چې کاري کړاو او فشار د کارکوونکي پر روغتيا ناوړه اغېزه کولای شي، او همداسې ښه کاري چاپيريال د کارکوونکو د خوښئ، روغتيا او اوږد ژوند لپاره ښه دي. هر څومره چې انفرادی کارکوونکی خوښ وي همدومره کولای شي د ادارې پر عمومي خوښئ او بهترئ اغېزه وکړي.
دلته موږ له هغه لسو نښانو يادونه کوو چې د اداری پر کاري چاپيريال ناوړه اغېزه کړي، او د يوه زهري کاري چاپيريال او ناکامې مشرئ استازیتوب کوي:
۱. تهدید او اشتباهاتو تمرکز
د اداری مشري يوازې د کارکوونکو پر اشتباهاتو تمرکز کوي، يوازې یې هغه وخت يادونه کوي چې يو څه وران کړي، په ډيرو استثناتو کې له ښه کار يې درناوی کوي. يا يوازې ښه کارکوونکو ته هر څه رسيږي، يوازې همدوی نازول کيږي، نور له ټولو هير وي.
۲. بې ځايه بيوروکراسي
د يوه کار لپاره څو امضاوو ته اړتیا وي، مديران د کارکوونکو په هر څه کې کار لري، مايکرومنجمنټ يو منل شوی اصل وي، له مشرانو خپل کار پاتی وي، د ټيټ پوړو کارکوونکو هر کار څاري، چې کله به اشتباه وکړي، او دوی به يو ساعت لکچر ورکړي.
۳. له هر څه وړاندی ګټه
ضرور نه ده چې ګټه دی یوازې د پيسو او مالي نقطه نظره بيان شي، ځينې وخت له نورو ادارو وړاندې تګ، د نورو ټيټ راوستل، بې ځايه سيالي او داسې نور ټول کولای شي د بې ځايه ګټې مثال وي.
۴. د زورور بادشاهي
واکداري د هغوی وي چې چيغې ډېر وهي، د لوړ غږ، د لوړ مقام او لوړو اړيکو خاوند په هره پریکړه کې دخيل وي، هغوی چې د ځورولو دا توان ونه لري، يا د لوړ غږ خاوند نه وي، نو نه پوښتل کيږي، سره لدې چې د ادارې پريکړې او کړه وړه پر ټولو اغېزه کوي، خو يوازې محدود څو د هغې پريکړو اخيستلو توان او اختيار لري.
۵. ميخانيکي کيدل
خلکو ته هم د ماشين او وسايلو په توګه کتل کيږي، داسې يو څه چې نه احساسات او نه ارزښت لري، دا فکر چې هر شخص بديل لري، داسې يو حالت چې د شخص لخوا د احساساتو ښکاره کول د هغې نيمګړتيا او نقص بلل کيږي.
۶. پر سياستونو تمرکز
سياستونو کې قومي، سيمه ييز او ځينې وخت جنسيتي بحثونه هم راځي، هغوی چې په اداره کې له حاکم سياسي نظر څخه مختلف نظر ولري ډډې ته کيږي، ورسره د هغې مسلکي اجرات د هغې سياسي فکر او نظر په رڼا کې تلل کيږي، همداسې اداره خپل داخلی سياستونه هم لري، چې اشخاص په هغې کې کلیدي رول لري، هر کله چې د اشخاصو شخصي سياسي ګټې د ادارې له ګټو لوړې شوې، پر کاري چاپيريال ناوړه اغېزه کوي.
۷. داخلي رقابتونه
هر څوک د ځان غم خوري، ځينې وخت د ادارې د کار ارزولو سیسټم پر اشخاصو متمرکز وي چې ډله ييز کار قدر پکې کم وي، نو که چيرې غواړئ وړاندې ولاړ شئ بايد يو څوک وروسته ولاړ شي، چې پخپله د داخلی رقابتونو او سياليو سبب ګرځي. هر څوک فکر کوي چې زما ښه کار د بل د بد کار په معنا دی.
۸. وينا آزادئ مخنيوی
خلک د ځان ساتلو لپاره رښتیا نه وايي، چاپلوسي او مشرانو ته غوړی غوړی ويل د پرمختګ تضمین دی، هر څومره چې رښتيني خبری اړتيا وي خلک يې د شخصي ځان ساتنی او مسؤليت اخيستو له ويرې نه وايي.
۹. کينه، نه بښل
په اداره کې خلک د نه بښلو له ویرې له ځانه ابتکار نه ښيي، پوهيږي چې که چيرې اشتباه وکړي تر اخيره به ورته ياديږي، يا د اشتباهاتو په صورت کې به انفرادي مجازات کيږي او په راتلونکي کې يې پر پرمختګ او ښه کار اغېزه کوي.
۱۰. شخصي او کاري ژوند پر برابرئ سترګې پټول
شخصی ژوند بايد کار لپاره قرباني شي؛ ډير کار تر ناوخته کيناستل، رخصتيو کې راتلل ښه ګڼل کيږي هغوی چې نه راځي ناهله یا سست بلل کيږي؛ څلورويشت ساعته بايد ټلیفون او دفتري ارتباطاتو لپاره موجود واوسي؛ داوطلبه کار، ټولنيزو چارو کې ګډون یا داسې چارې چې د شخص خوښئ سبب ګرځي پر هغو سترګی پټول.
څرنګه اداري چاپيريال او کار ځای له خرابيدلو ساتلای شئ؟
په اداره کې ټول کار کوي، بهتره لار يې داده چې هر يو ادارې چاپيريال ته پام وکړي، او وګوري چې اداری سره د خلکو غم دی او هر کله چې خبره مخ په خرابیدو شي، نو ټول اجتماعي هڅه وکړي او د ستونزې مخه ونيسي.
که چيرې زهري/ ناوړه سلوک ووینئ، نو ممکن لدې لارو چارو کار واخلئ:
– د ادارې د روغتيا او عمومي کلتور ارزونه وکړئ، کولای شئ دا ارزونه په کلني توګه اجرا شي، چيرې چې کارکوونکي د مشرانو او لوړو پوړو مديرانو پر سلوک نظر ورکړي، که چيرې ناوړه سلوک او چاپيریال وي، د بشري منابعو څانګه يې بايد حل لپاره لاس په کار شي.
– تر څو به دې ته ناست ياست چې خلک کار پريږدي او تاسې ترې د هغوی د پريښودو دليل وپوښتئ، هڅه وکړئ يوه کاري ډله رامنځ ته کړئ چې په دوامداره توګه له کارکوونکو وپوښتی چې که غواړي په اداره کې پاتې شي نو اداره بايد څه وکړي.
– په کاري ارزونه او پلان کې سلوکي واحدات هم شامل کړئ، لکه “درناوی” “ډله ييز کار” “هڅونه” “ريښتينولي” او نور او کله چې د شخص کاري ارزونه کيږي په پام کې يې ونيسئ.
– د مديرانو او کارکوونکو پر روزنه او سلوکونو پانګونه وکړئ، ويې روزئ.
– که چيرې له زهري شخص او حالت سره مخ شئ، ګورئ چې ټول بحث پر تاويلو ماويلو راڅرخي، هڅه وکړئ دريېمګړی دخيل کړئ، او هر څه وليکئ، خلک چې پوه خبری يې لیکل کيږي، خپلې وينا سره ډير احتیاط کوي.
– حدود وټاکئ، ټول بايد پوه شي چې کوم منل شوی سلوک او کوم نه دی، خلک له بيلابيلو پس منظرونو راځي، ځينو ته به يو څه، او نورو ته به بل څه بد ښکاري، ټول بايد په روښانه توګه پوه شي، چې پدې کلتور او اداره کې څه د منلو او څه د منلو نه دي.
– روغ کلتور وهڅوئ، ښه سلوک معرفي کړئ، عمومي ارزښتونه رامنځ ته کړئ، هر څومره چې ډير خلک يو سلوک له ځانه ښيي همدومره هغه رواجيږي، نو هر هغه سلوک چې غواړئ رامنځ ته کړئ، هڅه وکړئ ډېر يې پر ځان ومني، ډير خلک مشرانو ته د نمونی پر توګه ګوري که چيرې ستاسې د اداری مشران غيبت کوي، بد وايي، بې احترامي ښيي او د خپلو مشرانو نه مني، نو له نورو تمه مه لرئ چې هغوی دې سم سلوک وښيي.
ټولي:Management
زما په فکر په افغانستان کی به ۹۹ سلنه دفترونه زهرجن شوي وي
LikeLiked by 1 person
زموږ کاري چاپيريال او دفترونو ته د پخيدو يو اوږد مزل راپاتی دی، تر اوسه کاري سلوکونه هم د کورني سلوکونو پر اساس مخ وړل کيږي، خو بايد له يوځایه يې پيل کړو، او دا د زهرجن کاري چاپيريال فيصدي بايد راټيټه کړو
LikeLike