څو ورځې وړاندې، افغانستان مخابراتي خدمتونو تنظيم اداری (اترا) له مخابراتي شرکتونو وغوښتل چې واټس آپ، ټليګرام خدمتونه ته لاسرسی محدود کړي، همداسې ځينې د فيسبوک او ټويټر حسابونه ته هم د لاسرسي محدودولو مکتوب ښکته پورته کيږي، خو چارواکي وايي چې هغه مکتوب جعلي دی.
“نجیب ننگیال، سخنگوی وزارت تکنالوژی و مخابرات به روزنامهی ۸صبح گفت که خدمات تلگرام و واتساپ به دلیل پایینبودن خدماتش در افغانستان بسته میشود. او در صحبتهایش افزود: «از طرف مردم شکایتهایی دریافت کردیم که کیفیت تلگرام و واتساپ خوب نیست، برای اینکه کیفیت خدمات خوب شود، حکومت تصمیم گرفت که برای ۲۰ روز فعالیت واتساپ و تلگرام را به صورت موقت قطع کند که این مشکل در آینده حل شود.»”
پر ټولنيزې ميډيا قيودات څه نوی خبره نه ده، زموږ په سيمه کې پاکستان لومړی د يوټيوب بندولو هڅه وکړه، بیا يې د ځانګړو فيسبوکي پاڼو بندولو هڅه پيل کړه، او آن دا اخطار هم وو چې ټولې پاڼې له يوه سره بند کړي، هند په کشمير کې دا هڅه وکړه چې نږدې ۲۰ پاڼې او خدمتونه يې بند کړي، چين تير کال وکولای شو د فيسبوک ټول خدمتونه او ځينې نورې مسينجری هم بندی کړي، ايران هم د دې وسيلې محدودلو کړنلارې عملي کړي دي، عرب آماراتو محدوده بندونه پرې وضع کړي، او سعودي له تير کال راهيسې ترې بندونه ليرې کړي دي.
يوه زمانه کې يوه نظام پر ټلويزونونو بنديز ولګاوه ځکه هغه څه چې پکې نشريږي له هغې سره ستونزې لري، د انجونو ښوونځي يې وتړل ځکه د هغوی لپاره يوازې انجونو ښوونځي يې نشو مديريت کولای، د نن زمانه د ټولنيزې ميډيا او د کاروونکي د محتوياتو زمانه ده، دلته هر هغه څوک چې موبايل يا د ټکنالوژئ وسيله ولري هغه خپل غږ هر چا ته رسولی شي، نن هر څوک د پرون ټلويزون په څير د وينا خپرولو توان لري.
افغانستان د مخابراتو سکتور تل د يوه بريالي سکتور په نامه خرڅيږي، چې نږدې دوه ميليارده ډالر پکې پانګونه شوې ده، نږدې د ولس هر غړی په يوه نه يوه طريقه مخابراتي وسيلې ته لاسرسی لري، د دې حکومت له راتګ سره سم دا سکتور د نااهلئ ښکار شو، لومړی يې پرې لس فيصده ماليه وتپله چې تر اوسه يې حساب ورک دی، بيا يې پخوانی وزير د فساد په تور پر کور کيناوه چې وروسته يې نوم پاک شو، خو يوه لويه بدنامي يې ورته پريښوده، اوس هم د مخابراتو سکتور د کاروونکي حقوقو ساتنی له ضعيفه ميکانيزم، اوږدمهاله ستراتيژئ له نشتون، ظرفيت، خدمتونو او ډيټا له کيفيت او ضعيفه څارنيزه ميکانيزم له ستونزو سر ټکوي.
مسينجری يو له هغو ساحو څخه دی چې بې حسابه بديلونه لري، د يوه بندول د بل بازار ښه کوي، که يو بنديږي خلک به بل ته ولاړ شي، که چيرې پدې نامه بند شوی وي چې خدمتونه يې خراب دي، نو دا ولې د دولت مسؤليت شي چې د آزاد بازار په اقتصاد کې د دوو ځانګړو شرکتونو پر خدمتونو له کوم شکايت يا اصلاح وخت پرته بنديز لږوي، که چيرې زموږ نفوس ډير وای، يا دې دوو شرکتونو دې هېواد ته په جدي سترګه کتلای نو اوس به همدا وزارت او حکومت له قانوني ستونزې سره مخ وو، چې د نړيوالو تجارتي اتحاديو غړي په توګه ړندی پرېکړې کوي. او پدې ۲۰ ورځو کې به بندوونکی اداره څه توره وکا؟
که چيرې امنيتي دليل وي، نو لدې دواړو نور مسينجرې او ټولنيزې ويبپاڼې شته چې هلته کاروونکي څو چنده ډير دي، دلته د امنيت په نامه د کوڅو او سرکونو بندول خو يو عام رواج دی، اوس همدا نااهلي آنلاين نړئ ته هم درومي، د امنيت په نامه بندول داسې وي لکه څوک چې له هېواده ټول ټوپکونه راغونډ کړي ځکه چې امنيتي تهدید زيږوي، خو پدې کې اول بايد همدا امنيتي ادارې خپلې سلاوې وسپاري، دلته ستونزه له محتوياتو سره ده نه دا چې له وسيلې سره، همدې وسيلو د ډيرو ژوند آسانه کړی دی، ډير داسې خلک به وي چې له دې وسيلو څخه سمه ګټه اخلي، خو بند پر ټولو عملي دی، له وچو سره به لامده هم سوځي.
يوازې د دوو مسينجرو بلاک کول چې د انکرپشن غښتلی میکانيزم لري، د فيسبوک او ټويټر ځانګړو پاڼو په نښه کول له امنيت زيات سياسي اړخ ته هوا ورکوي، د امنيت چارواکي ترې انکاري دي، د مخابراتو وزارت وايي چې موږ نوی خدمت وړاندې کوو، لدې صرفنظر چې ولې شته شی له سره کشفيږي يا وزارت دومره ظرفيت لري چې بل څه رامنځ ته کړي، يا د دوی خدمت ښه کړي؟ پوښتنه داده چې داسې يو امر چې پراخه اغيزې ولري ولې په تياره کې د اغېزو له ارزونی پرته اخيستل کيږي؟ د مخابراتو چارواکي ولې يوازې ړنګولو او خپل دولتي زور عملي کولو ته لومړيتوب ورکوي؟ ولې د قوانينو په رڼا کې د کارکوونکي د حقوقو دفاع ميکانيزمونه تر اوسه فلج دي؟ ولې بايد ټکنالوژي سياسي شي؟ ولې پداسې حال کې چې د دولتي فرعونانو ستونزه له محتوياتو سره ده، خو وسيله بنديږي؟ ولې بد سلوک هڅول کيږي؟ او په ټکنالوژيکي اړخه د افغانستان د انټرنېټ اوسني جوړښت ته پر کتلو څومره دا بند عملي کيدونکی دی؟ اوس هم له بنده څو ورځې وروسته يوازې څو استثناتو کې دا دواړه وسيلې کار کوي.
که د مخابراتو چارواکي هرې دوهمی خبری سره دا يادوي چې زموږ مخابراتي خدمتونه ډير پرمختللي دي او د نړئ له بهترو وسيلو کار اخلي، نو دا مسؤليت هم بايد ومني چې همدا پرمختللي مخابرات پرمختللی فکر او پرمختللي مهارتونه غواړي، نوره نړئ ډيټا، آنلاین کاروبار، آنلاين زده کړو، آنلاين دولتدارئ او نورو ورته معاصرو پديدو لپاره قوانين جوړوي، دلته تر اوسه دوی همدې ته تکړه ناست دي چې څوک يې پيغام لايک کوي او څوک پرې کمنټ ورکوي.
له ټانګی څخه د سپوږمکئ مديريت ذهنيت بايد بدل شي، د آنلاين نړئ مديريت لپاره بايد فزيکي بيوروکراسئ جنجالونو ذهنيت بدل شي، که دولت د قوانينو يوازې هغه اړخ رااخلي چې موږ حق لرو هر څه وکړو، خو د قوانينو هغه اړخ هم بايد عملي کړي چې د شخصي سکتور، کاروونکي او مشتري شکايتونو، دعوا او حقوقو ساتلو لپاره بايد رامنځ ته شي.
که د امنيت په نامه بنديږي، نو د امنيت ساتلو مسؤل هم دولت دی، دا لکه يوې سپږی لپاره د ټول پوټکي سوځول دي، که چيرې سياسي موخی ولري نو عامه دارايي بايد د سياسي ګټو قرباني نه شي، که چيرې ناوړه استفاده بلل کيږي د ښه ګټی تعريف به څوک کړي، او آیا داسې مخابراتي سکتور چې بيې په سيمه کې له ټولو ګرانی دي، تدريسي نظام يې مسلکي خلکو په روزلو کې پاتی راځي، د مخابراتو خدمت کيفيت په همدې کابل کې خراب دی، ډيرې کړنلاری يې مبهمه او ورکی دي، د کاروونکي حقوقو ميکانيزم يې ضعيفه دی، هلته هر څه سم شو، اترا ته نور هیڅ پاتی نه شو، چې اوس په لسګونو مسينجرو کې يوازې دوه بلاکوي.
سره لدی چې د مسلمانانو او افغانانو په توګه زموږ خپل قوانين، کلتور او رسم رواجونه دي، پر ټولنيزه ميډيا او فيسبوک ډير داسې مواد شته چې بايد نه وي، همداسې په نوره نړئ کې عمر، جغرافيوي محدودی، جنسيت او نورو اصولو په رڼا کې ځانګړي محتويات بلاک کيږي، خو د وسيلې بندول تل يو بد مثال دی، سره لدې موږ له ډيرو امنيتي ستونزو سره مخ يو، او دا هم امکان لري چې دا به امنيتي منطق هم ولري، خو يو څوک چې تل د قوانينو تابع وي او بل چې تل باغي وي، دولت د هغې باغي د عمل له کبله پر دې تابع هم خدمت بندوي، او که چيرې سياسي دليل وي چې ټول خان پسې بد وايي، نو دا له منطقه لوړه خبره ده.
د وسيلې بندول هيڅکله هغه محتويات له منځه نه وړي د کوم له کبله چې دا وسيله بنديږي، يوازې هغه محتويات به ځان لپاره يو بل کانال پيدا کړي چې د چارواکو او څارونکو له نظره پټ وي، دا د کوترې فکر باید هر چيرې ونه شي چې که چيرې زه سترګی پټی کړم، نو پيشو ولاړه، که څوک څه نه وايي يا څارونکي څه نه ويني، دا بايد په دې معنا وانخيستل شي چې خير خيریت دی.
ټکنالوژي د نني ژوند يوه نه بيليدونکي برخه ده، له شخصي ژونده نيولې د ټولنې په پرمختګ او د هېوادونو په اقتصادي وده کې کلیدي رول لري، آن په ځينې هېوادونو کې انټرنېټ ته لاسرسی د يوه عامه حق په توګه قبليږي، د دې وسيلې زيربناوی د عامه ولس زيربناوو په توګه منل شوي دي، د داسې وسيلې په اړه پريکړې بايد تل روښانه او څرګنده دلايل ولري، که چيرې د سياسي خوښيو قرباني کيږي، نو موږ راتلونکي لپاره يو بد مثال ږدو، او هغوی ته چې غواړي په دې سکتور کې پانګونه وکړي يا مصروف شي، دا پيغام ورسوو که چيرې د خان له مزاج سره سم وی نو ښه راغلاست، که په مزاج يې برابر نه وی نو له داسې نااهله او نه عملي کيدونکي پريکړو به سر ټکوی.
(ورته ليکنی: د انټرنېټي او مخابراتي اړيکې ړانده چڼول/ فلترول، دروغ خبرونه، انټرنېټ، فيسبوک او ټولنيزې ميډيا رول او د معلومولو يې نهه لارې چاری، آنلاين: د ځان او معلوماتو ساتنې نهه عملي لارې چاری، دولتي مامورين او فیسبوک)
ټولي:Social, Technology ټکنالوژي
ځواب دلته پرېږدئ