د پوهې مديريت

(دا مضمون د پوهی؛ او پوهې او مهارت پر دوام ليکل شوی دی)

پوهه عموماً پر دوه پراخو کتګوريو ويشل کيږي، چې يو يې روښانه/ Explicit او بل يې ضمنی/ Implicit  پوهه بلل کيږي. روښانه پوهه عموماً هغه څه وي چې په ټکو، عکسونو او شمېرو کې بيانيدلی شي، بيا ضمني پوهه د شخص پوهه وي او بيانول يې ستونزمن وي، لکه د شخص عقيده، درک، تجربه او ځيرکوالی.

کله چې موږ د پوهې له مديريته بحث کوو، نو دوه هدفه لرو، يو د اوسنئ (روښانه او ضمني) پوهې مديريت دی، او بل د نوې پوهې زيږول دي، او اساسي فعالیتونه چې د دې لپاره اجرا کيږي هغه د پوهې شريکول او په يو بل کې نغښتل او سره تړل دي، لکه يوه اداره پوه کارکوونکی لري، د هغې روښانه پوهه د هغې له اسنادو او کتابونو عبارت وي، خو د هغې پوهه پر يو څه سلوکونو هم ولاړه وي، نو که چيرې دا شخص د بازار موندنی په ساحه کې کار کوي، هغه پوهيږي چې څه وکړي، د هغه عمل لپاره ځانګړي سلوکونه عملي کوي، او د ادارې له نورو ساحو لکه پيداوار جوړونکو/ مالي او نورو برخه سره خپله پوهه شريکوي، او په اجتماعي توګه ادارې لپاره ګټور عمل اجرا کوي.

اکثره ادارو کې دا يو غلط فکر رواج دی چې د پوهې مديريت يوازې له مستند کولو (ليکلو) عبارت وي تر څو له نورو سره شريک شي. يو بل غلط فکر د پروژې په پای کې د زده کړو ليکل او سره شريکول دي، تر څو په راتلونکو پروژو کې همدا اشتباهات تکرار نه شي، خو لدې لارو يوازې روښانه پوهه لیکل کيدای او شريکيدای شي.

څرنګه چې دا پوهه ليکل کيږي، نو د چاپيريال سلوک او تجربه ورسره نه ثبتيږي، نو ځکه هر څوک ترې خپل مفهوم او معنا اخلي، او ضرور نه ده چې په سمه توګه دې عملي هم شي. په ضمني پوهه کې چاپيريال شامل وي خو د هغې مستند کول ډير ستونزمن دي. هغه د انفرادي پوهانو يا ټولنيزه ډلو په ذهن يا حالاتو کې وي، چې عموماً د بحثونو، مجلسونو او د خلکو تر منځ اړيکو له لارې سره شريکيږي، او د نن د ادارو عامه رواج د کارکوونکو او مشتريانو تر منځ د اړيکو کموالي او له يو بل څخه د ليريوالي په لور دی.

د ادارې له نقطی نظره دا مهمه ده چې مهارتونه، پوهه او تجربی له کار وړاندې، کار پر مهال او له کار وروسته استعمال شي. څرنګه چې پوهه د خلکو په ذهن کې وي، او تر څو چې هغوی ونه غواړي په زوره څوک خپله پوهه له بل سره نه شريکوي يا د بل د پوهی قدر نه کوي، نو ځکه ادارو لپاره مهمه ده داسې چاپيريال رامنځ ته کړي تر څو خلک په آسانه او باوري توګه خپله پوهه له نورو سره شريکه او له نورو يې هم زده کړي.

د ادارو لپاره مهم دي، چې د خپلو کارکوونکو او نورو تر منځ پرمفهومه اړيکی رامنځ ته کړي، د پوهې مديريت ساينسي وسيلې پياده کړي، د پوهې زيږول د کار ارزولو ميکانيزمونو برخه کړي، پوهه هم د کار د نورو چارو په توګه پر اندازه کيدونکي واحد بدله کړي، او تر ټولو مهمه د ادارې مشر خپله ځان په دوامداره توګه پوه کړي، ځکه هر څومره چې ستاسې کارکوونکي هوښياريږي، هغه له خپل مشرانو د همدومره هوښيارئ تمه لري، که چيرې تاسې پدې مزل کې وروسته پاتې شوئ، نو ممکن ډېر ښه کاروونکي له لاسه ورکړئ.

(ورته ليکنی: هوښياريدونکی ماشين – اخلاقي او سلوکي اړخ، د ضعيفه تعليم اوږدمهاله اغیزی، پوهه، ټکنالوژي او فکري آزادي، آيا تعليمي نظام زموږ ذهني وده دروي؟)



ټولي:Education, مديريت Management

ټگونه:, , ,

4 replies

Trackbacks

  1. د ځان اداره او پيژندل – اخيري برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  2. پوهه: پر کومه بيه | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  3. خپل د قوت/واک پر نقطه پوه شئ | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  4. خپل د قوت/واک پر نقطه پوه شئ - Barya Consulting Services

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: