د ځان اداره او پيژندل – لومړئ برخه

(د Peter F. Drucker د Managing Oneself مضمون، پر اساس ليکل شوی دی)

پر ځان حاکميت د نن زمانی يو تر ټولو مهم بحث دی، انسان په دوامداره توګه هوښياريږي او پوهيږي چې که چيرې ځان بهتره مدیریت کړي کولای شي له شتو فرصتونو بهتره ګټه واخلي، ضرور نه ده چې اوس په کوم حالت کې دی، تل دی هلته پاتی شي، که چيرې اراده، عزم او پوهه ولري کولای شي د خپل مسلک لوړی ته ورسيږي، خو دا هم باید په ياد ولري چې له فرصتونو سره مسؤليت هم راځي، او همدې فرصتونو څخه ګټی اخيستنی لپاره بايد د ځان اداره کولو مسؤليت واخلي.

که چيرې د نړئ يا دی خپل هېواد نامتو خلکو ته وګورو، يا آن د هغوی ژوند ته چې نسبي برياليتوب سره مخ شوي، نو نورو ته د هغوی ژوند يوه افسانه ښکاري، چې څرنګه يو څوک کولای شي د ژوند لوړو ته ورسيږي، خو د نړئ هر نامتو شخص که په هره برخه کې وو، نو له هر څه وړاندې يې ځان پيژانده او اداره کاوه.

نن د ميخانيکو ادارو زمانه مخ په ختميدو ده، او کارکوونکي باسواده او پوه دي، خو د اکثرو ادارو مديريت اوس هم ميخانیکي شکل لري، چې يوه نتيجه يې د ادارو لخوا د خپلو پوهو کارکوونکو ضعيفه مديريت دی، نو ځکه اوس دا تر شخص ده چې د خپل مسلک او راتلونکي مسؤلیت واخلي، او دا هم تر تاسې ده چې په نړئ کې خپل ځای وپيژنئ، لاسته يې راوړئ، او پوه شئ چې کله لاره بدله کړئ، او لدې سره دا مسؤليت هم پر تاسې دی چې خپل کاري ژوند چې نږدې څلويښت پنځوس کاله کيږي، فعاله او نتيجه لرونکي وساتئ.

د برياليتوب او همدې فعاله او نتيجه لرونکي مسلکي ژوند لپاره مهمه ده چې شخص ځان په پوره توګه وپيژني. توانونه او ضعفونه يې څه دي؟ همداسې څرنګه زده کړه او له نورو سره کار کوي؟ ارزښتونه یې څه دي؟ او په څرنګه کاري چاپيريال کې ښه نتيجه ورکولای شئ؟

نتيجه: د خپلو غښتلتياوو، توانونو او د ځان پوهې پر يوځای کولو کولای شئ بهترئ او برياليتوب ته ورسيږئ.

راځئ چې اوس دې پوښتنو ته ځوابونه ولټوو، د بهتره ژوند لپاره، له ځان دا پوښتنې وکړئ:

زما غښتلتياوی/ توانونه څه دي؟

اکثره خلک فکر کوي، چې پوهيږي په څه کې ښه دي، خو عموماً په غلطه وي، او همداسې خلک پوهيږي چې په څه کې بد دي، خو بیا هم په غلطه وي. خلک د خپلو توانونو پر کتلو او عملي کولو پرمختګ کوي، او د خپلو نيمګړتياوو په پام کې نيولو سره ډير څه ته لاس نه اچوي، نو که چيرې فکر وکړي چې يو خاصيت نه لري، هغه کار خو بیا هیڅ نه کړي.

پخوا خلکو خپلو توانونو پيژندلو ته اړتيا نه لرله، خلک کسب ته زيږيدل، د بزګر ځوی به بزګر وو، د دوکاندار به دوکانداري کوله، او خان به خان وو، خو نن خلک اختیار لري، کولای شي له بې شمېره فرصتونو ګټه واخلي. موږ بايد خپلې غښتلتياوی وپيژنو تر څو پوه شو چې چيرې بايد ولاړ شو.

د خپلو توانونو پيژندلو تر ټولو مناسبه لار، د غبرګون (Feedback) ارزونی کارول دي. هر ځل چې مهمه پریکړه کوئ، هغه نتايج چې له دې پریکړې يې تمه لرئ، وليکئ، او څو (له نهو تر دولسو) مياشتې وروسته، اصل نتایج له خپلو متوقع نتایجو سره پرتله کړئ.

د غبرګون ارزونی ميتود نوی نه دی، په څوارلسمه پيړئ کې د بې نومه جرمني مذهبي مشر لخوا لومړي ځل وکارول شو، او له هغې وروسته بيلابیلو برياليو جريانونو خپل کړی دی، که چيرې په دوامداره توګه وکارول شي، په لنډه موده (دوه درې کالو) کې تاسې ته ښيي، چې ستاسې غښتلتياوې چيرې دي چې تر ټولو مهم څه دي چې يو څوک بايد پرې پوه شي. دا میتود به تاسې ته وښايي چې چيرې پاتی راځئ او ولې خپلو اعظمي نتايجو ته نه رسيږئ. دا به هم درته وښيي چې چيرې ماهره نه ياست، او په پای کې د څه د اجرا توان نه لرئ.

د غبرګون ارزونی ميتود څو اغېزې لري، له هر څه وړاندی پر خپلو توانونو تمرکز وکړئ، هلته يې وکاروئ چې ښه نتيجه ورکوي.

دوهم، د خپلو غښتلتياوو/توانونو پر بهترولو کار وکړئ. دا ارزونه به تاسې ته وښيي چې چيرې مهارتونو بهترولو يا نوو مهارتونو حاصلولو ته اړتيا لرئ، همداسې ستاسې د پوهې خاليګاوی به درته په نښه کړي او هغه چې بايد مطرح شي.

دريېم، د پوهې کبر مو د ناپوهئ سبب ګرځي، او بايد وڅيړل شي. ډيرو خلکو، په ځانګړي ډول هغوی لپاره چې په يوه ساحه کې تخصص لري، د نورو ساحو پوهې ته ټيټ ګوري يا فکر کوي چې ذکاوت د پوهې بديل دی، لکه تخنيکي انجينران پدې فخر کوي چې د خلکو پيژندلو مهارتونه نه لري، يا اداري اصولو او کاري قوانينو څخه ځان لوړ ګڼي، د بشري منابعو مسلکيان نورو ساحو تخنيکي پوهې لکه محاسبه يا ټکنالوژئ پوهې ته ټيټ ګوري. دا ډول کبر پخپله د انسان د ناکامئ سبب ګرځي، ولاړ شئ او په خپلو نيمګړتیاوو کار وکړئ، تر څو خپل اعظمي توان ته ورسيږئ.

دا هم ورته مهمه ده چې د خپلو بدو عادتونو غم وخورئ هغه کړه وړه چې لرئ يا يې نه لرئ او ستاسې پر ښه کار او اغېزمنتيا تاثیر کوي داسې عادتونه ډير ژر د غبرګون له لارې راڅرګنديږي. لکه، ښه پلانوونکی ممکن ډير ژر پوه شي چې پلانونه يې ناکاميږي ځکه نه يې تعقيبوي، لکه د ډيرو نورو ذکي خلکو په څير دا فکر کوي چې يوازې مفکوره دنيا په بله اړولی شي، خو ماشینونه دنيا په بله اړوي مفکوره يوازې دا ورښايي چې ماشين بايد چيرې وکارول شي. دا پلانوونکی بايد پوه شي چې د پلان له پوره کيدو سره کار نه دريږي، هغه بايد د کار لپاره خلک پيدا کړي او پلان ورته تشريح کړي، بايد د بدلون سره عيار واوسي او په پای کې بايد پوه شي چې څه وخت د پلان عملی کول بس کړي.

همداسې غبرګون به پر اخلاقو هم رڼا واچوي. اخلاق/اداب د هرې ادارې غوړوونکي وي. دا د طبعيت قانون دی چې کله دوه وجوده سره يوځای سره کار کوي، اختلاف پيدا کوي، او لدې انسانان مستثنی نه دي، ساده اخلاقي ټکي لکه مننه، لطفاً، د شخص نوم ياد ساتل، د کورنيو په اړه يې پوښتل او نور د دوو خلکو يو بل سره کار آسانوي، او پدې کې مهمه نه ده چې د دې دواړو يو بل خوښيږي يا نه. خو ذکي خلک، عموماً ځوانان د دې شي پر ارزښت سترګی پټوي. که چيرې ارزونه ښيي چې د يوه تکړه شخص کار په دوامداره توګه هغه وخت ناکاميږي، کله چې له نورو سره د يوځای کار اړتيا راشي، نو دا د پيرزوينې يا اخلاقو ضعف يوه نښه ده.

د توقعاتو له نتايجو سره مقايسه کول دا هم ښيي، چې څه بايد ونه کړو. موږ ټول داسې ساحې لرو چې هلته هیڅ استعداد يا مهارت نه لرو، او هر څومره چې هڅه وکړو اوسط ته به يې هم ونه رسيږو. په دغه ساحو کې شخص، په ځانګړي توګه پوهې کارکوونکی (Knowledge worker) بايد دنده، مسؤليت يا کار وانخلي. شخص بايد د خپل ضعيف استعداد ساحو په بهترولو لږ يا هیڅ کار ونه کړي. له بې استعدادئ څخه اوسط ته راتګ، د هغې په پرتله چې يو څوک له بهتر څخه بهترين ته راشي، ډيره انرژي او حوصله غواړي. پداسې حال کې چې اکثره خلک، په ځانګړي ډول ښوونکي او اداری، هڅه کوي له بې استعدادئ څخه خلک اوسط ته راولي، خو انرژي، منابع او وخت بايد پر داسې چا مصرف شي چې له بااستعداده کارکوونکي څخه پر بهترين بدليدلو ظرفیت ولري.

(دا ليکنه د درې برخې مضمون لومړئ برخه ده، نورو برخو لپاره يې دغه لنکونه کليک کړئ: د ځان اداره او پيژندل – دوهمه برخه؛ د ځان اداره او پيژندل – اخيري برخه)



ټولي:مديريت Management

ټگونه:, , ,

8 replies

  1. که هرڅومره فکر وکړو چې بریالی شو ، شونی به وی چې لومړی خپل ځان ورسته کورنی ورسره اولسونه البته شته حالاتو ته په کتو د سیمی او نړئ دواړو په پام کې نیولو کولای شو له هری هڅی سره تر ټاکلی موخی ورسیژو. استاده ستا له هراړخیزی لیکنی یوه نړی مننه تل په پت اوسۍ سره له یارانو افغانانو په کور د ننه او بهر.

    Liked by 1 person

  2. هو همداسې ده چې يو بريالی شخص کولای شي د يوې بريالئ کورنئ او ټولنې سبب شي، له نيک نظره مو مننه افغان صيب، آباد اوسئ

    Like

Trackbacks

  1. د ځان اداره او پيژندل – دوهمه برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  2. د ځان اداره او پيژندل – اخيري برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  3. د برياليتوب تعريف که معیار | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  4. انفرادي تعصب | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  5. د باارزښته کارکوونکو اته نښې، څرنګه باارزښته کارکوونکي وپيژنئ؟ – مشري || ټکنالوژي || مديريت
  6. د باارزښته کارکوونکو اته نښې، څرنګه باارزښته کارکوونکي وپيژنئ؟ – مشري || ټکنالوژي || مديريت

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: