ژباړه: عبدالواحد سهاک
له پرانیستي ذهن او بې طرفه تحلیل سره د پروژی شخړی حل کړئ
له هغو ټولو ننګونو څخه چی د پروژی مدیران ورسره مخ کيږي، ښایي خپل منځي شخړی تر ټولو ستونزمنی وي. که دا د ښکیلو اړخونو تر منځ د نظر توپیر وي، د اداری د څانګو تر منځ بی باورۍ یا د رئيس ځان غوښتنی او کبر لوی احساس وي، شخړی آن تر ټولو ښی او منظمی پلان شوی پروژی هم ناکامولای شي.
نو د یوی پروژی مدیر څه کولی شي؟ ډیرو يې لوستي دي چې د شخړی د حل تخنیکونه (ډډه کول، تسهيلول، جوړجاړی يا ټکر) له شته وضعيت سره عيار کړي. خو ما وموندل چی یو مخلوط چلند ښه کار کوي. دا د پروژی د شخړو د حل لپاره دری بهتره ګامونه دي.
۱ . غوږ ونیسئ
د پروژی مسؤل باید د دواړو خواوو واوري تر څو د شخړی پر اصل پوه شي. د دواړو خواوو پر نظر قبلولو او شخړې ته بېطرفه شخص په توګه کتل په آسانه مو د شخړی اصل ته رسوي. د طرف پر نه اخیستلو، تاسو د دواړو خواوو باور تر لاسه کوئ او په پای کی د حل د شخړې د خبرو اترو په لور پرمختګ کوئ.
څو کاله مخکی می یوه پروژه اداره کوله چی د لوی بیمی شرکت د مالي څانګی لخوا پر مخ وړل کیده. دغه شرکت غوښتل چی د معلوماتي تکنالوجۍ پروسو پر پلي کولو د مشتريانو له يوه حساب څخه بل ته اوړيدلو سره د داخلي پیسو او حساب لیږد رالیږد تنظيم او اتومات کړي. سپانسر ددی اداری د مالي چارو مشر وو، هغه د پخوانیو دوه ورته هڅو ناکامیو ستړی کړې وه. کله چی ما وپوښتل چی پخوانۍ پروژی ولی ناکامه شوی، هغی وویل د عملیاتو ریاست کار کوونکي نشی کولای پروسه پر سمه توګه عملي کړي. مګر عملیاتي ریسانو ما ته یو بل څه ویل: دوی د بدلون د منلو لپاره خوښ وو، مګر مالي څانګې همکاري نه کوله.
ما له ملامتيو اخوا څيړنه وکړه، پوه شوم چې د مالي چارو مشری نوی پروسې کار لباره بايد د آی ټي سيسټم نور توانونه هم ولري، چې د اړتياوو راغونډولو په سند کې نه وو ثبت شوي، او ورڅخه پاتې وو.
۲ . څیړنه او پلان
کله چې مو یو ځل د شخړی جریان وپیژانده، نو اوس يې د حل معلومولو وخت دی. ددی لپاره داسې میتودونه شته چی د پروژی له ډلې څخه نظرونه راغونډ کړئ، (که چيرې وي) د پروژی د مدیریت له دفتر سره مشوره وکړئ، او د ادارې اړونده سازماني سیاست او مشرئ جوړښتونه وارزوئ.
زما په پروژه کی، د مالی چارو مشری او د عملیاتي ریاست تر منځ شخړه د څانګو تر منځ د باور د نشتوالي تاريخچې له کبله وه. هغه رییس چی د مالي چارو مشرې ورته د پروژی ډیرو برخو واکمني ورکړې وه د پروژې مديريت لپاره د معلوماتي تکنالوژئ څانګې د پیاوړتیا پر اهمیت پوه نه وو. هغه احساس کاوه چی د عملیاتو څانګه نه د مالي څانګی په لګښت غواړي خپل د معلوماتي تکنالوژۍ سیسټم په غیر ضروري توګه بدل کړي، چې له کبله يې د پروژې اړونده اړتیاوې نه تصویبولی. د مسئلې نورې خرابولو لپاره، سپانسر د پروژی له پریکړو نا خبره وه، او فکر يې کاوه د عملياتو څانګه د ستراتيژي عملي کولو لپاره نااهله ده.
د حل لاره ما ته اوس روښانه وه. ما باید سپانسر (سره لدې چې د هغې واکمن استازی د هغې په حق کې نه وو) او د عملياتو څانګی اړونده مامورين دخيل کړی وای.
۳ . بېطرفي او دخيلیدل
د پروژی مدیران باید د خبرو اترو له تسهيلوونکو اخوا ډير څه وي. دوی باید د بدلون رامنځ ته کوونکي وي، باید د خپل نفوذ او تاکتیکی مهارتونو پر مرسته ښکیل اړخونه سره رانږدې کړي. د پخواني پړاوو د اوريدنې او څيړنې زحمت نتيجه به نوره هم روښانه شي، که چیری د پروژی مدیر د احساساتو پر ځای پر حقایقو او ارقامو خبری اتری پر مخ بوځي. د پروژی مدیر کولای شي د شخړی پر بيه تاکيد وکړي يا پردې ټينګار وکړي چې که چيرې پروژه بریالئ شي نو اداری ته به څه ګټه راوړي.
زما د کاري ډلې کړنلاره دا وه چې اوسنی حالات ټولو ته روښانه کړي بيا پر هغه فرق وغږيږي چې د مالي مشرې راتلونکي لپاره پيشبيني شوي حالت او اوسنيو حالاتو کې موجود دی او څرنګه دا فرق بايد له منځه يوسو. موږ سپانسر (مالي مشری) لپاره ورکشاپونه داير کړل او ومو ښودل چې د دوی په مالي او حسابي پروسو کې څه نيمګړتیاوی شته. ما په اساسي ډول له مالي چارواکو وغوښتل تر څو د پروژی د کاري ساحی ته پراختیا ورکړي تر څو د عملیاتو څانګی اړتیاوی هم په پروژه کې شاملی شي، تر څو پروژه خپلو اهدافو ته ورسيږي. په پای کې شخصي او بې طرفه استازيتوب د مالي چارو مشری قانع کولو سبب شوه. د هر يوه آنا پرځای پاتې شو خو پروژه په بریالیتوب سره پای ته ورسیده.
پر پاملرنه او بې طرفئ سره د شخړې اصل معلومول او د هغې حل لټول پروژوه او د هغې ډله برياليتوب ته رسولای شي.
(د PMI-Network له سپټمبر ۲۰۱۷ ګڼی څخه ژباړل شوی دی)
(ورته ليکنی: د پروژې په ډله کې د اعتبار رامنځ ته کول، اداری حاکميت او پروژو مديريت، د پروژو د توقعاتو او کيفیت ستونزې، (Project Constraints) پروژې محدوديتونه، (Project Management) پروژې مديريت)
ټولي:Management, مديريت Management
ځواب دلته پرېږدئ