موږ له دې فکر سره راغټيږو چې پوه له ناپوهه او باسواده له بې سواده ښه دی، خو د پوهې بهتره ګڼل په کومه بيه؟ آیا هره پوهه ښه ده؟ آیا هره پوهه يو ډول ارزښت لري؟ پوهه په خپل ذات کې څه ده؟ او د کار له نقطې نظره، د نن په زمانه کې کومه پوهه ښه ده چې د مسلک او شخص د ارزښت د ډيريدو سبب ګرځي.
انسان له ټاکلی وخت سره ژوند کوي، موږ ټول يو ډول وخت لرو، همدا شپه ورځ وي چې په يوه ساعت اندازه کيږي، خو بیا دا د هر شخص پريکړه ده چې دا وخت پر څه مصرفوي، زموږ بحث د وخت پر علم تبادله ده، يو څوک خپل وخت د خپلې پوهې پر بهترولو تيروي، پدې تبادله کې پر دې پوهیدل مهم دي چې وخت محدود خو علم نامحدود دی.
وخت د هر انسان انفرادي عمل دی، د يو شخص وخت بل ته نه انتقالیږي، خو علم اجتماعي عمل دی، لکه تاسې دا لیکنه پر کمپيوټري وسيله لولئ، نو د بشر دې حالت ته رارسيدل چې يو څوک دې کمپيوټري وسيلې ته لاسرسی ولري، باسواده دې وي (له ټاکليو ټکو دې مفهوم واخلي)، بريښنا او انټرنېټ دې ولري، دا ټول د بیشمیره انسانانو د علم مجموعی نتيجه ده، چې نن يې نورو ته ژوند آسانه کړی دی.
لدې سره بل بحث د وخت محدودوالی او د علم نامحدودي ده، هر څوک اندازه شوی وخت لري، دوامداره هيڅ يو کار نه کيږي موږ داسې جوړ يو چې بايد وخت وويشو، خوراک، خوب، لوبی، آرام او نورو لپاره بايد وخت ولرو، همداسې هر څه نشو زده کولای، د بشر اجتماعي علم د هیڅ انفرادي انسان په توان کې نه دی، هیڅوک دومره پوه او هوښياريدلی نه شي چې هر څه زده کړي، سره لدې چې د نن هوښياريدونکی ماشين له دې مفکوری سره کار کوي چې يوه زمانه کې د به د بشر ټوله پوهه پر يوه کليک نورو ته برابره وي، خو په هغه وخت کې هم ماشين د بشري پرېکړې او مفکوروي توانونو بديل نه دی، نو ځکه بايد له ځان سره دا پريکړه وکړي چې زما وخت محدود دی بايد زه هم په يوه مشخصه ساحه کې ټاکلی پوهه حاصله کړم.
پوهه په خپل ذات کې د پوهيدلو پر معنا ده، او پوهيدل له شتو معلوماتو په ټاکلي حالت کې ګټه اخيستل دي، همدا پوهه د هوښیارئ سبب ګرځي، نو دلته پوهه په خپل ذات کې مهمه نه ده، پوهه هغه ښه ده چې د شخص د هوښيارئ سبب شي، دلته د لومړي اصل په توګه دا قبوله کړئ هر هغه پوهه چې ستاسې د هوښيارئ سبب نه ګرځي، نو بهتره ده چې پر حاصلولو يې يو ځل بيا فکر وکړئ.
پوهه پر معلوماتو ولاړه وي، معلومات عمر لري، چې له سببه يې پوهه هم عمر لري، د پوهی عمر هم د شخص پورې اړه لري، لکه لس کلن پوه او هوښيار د شل کلن هوښيار په څير نه دی، ځکه زموږ توقعات له لس کلن او شل کلن څخه فرق کوي، همداسې د پرون پوه د نن پوه نه دی، تر څو چې پر خپله پوهه دوامداره کار ونه کړو، نو ځکه زموږ د نيکونو بهادري او پوهه زموږ نن نه پکاريږي، وياړونه به يې راوړي وي خو ځان لپاره شخص بايد خپل وياړونو او تاريخ ولري.
ورسره، دا هم مهمه ده چې دا پوهه د مسلک او ټولنې اړخ هم لري، تاسې په کوم مسلک او څرنګه ټولنه کې پوهه حاصلوئ.
د زمکی پوه د سپوږمئ پوه نه دی، د يوه کلتور پوه د بل کلتور پوه نه دی، همداسې د يوه مسلک پوه د بل مسلک د پوه پر معنا نه دی، که چيرې دا فرض کړو چې دوکتورا د پوهې تر ټولو لوړ معیار دی، نو د يوه مسلک پوه د بل مسلک د هماغی کچی پوه نه دی، خو لدې سره دې ته مو هم پام وي چې که چيرې د دې پوهې اساسات سم وي، نو دا شخص کولای شي له سمې او مشخصې هڅې سره بل مسلک کې هم ځان ورسوي، همداسې که د يوه کلتور پوه پر اساساتو متمرکز شي، کولای شي بل کلتور کې هم ځان ورسوي، خو هر کله چې پوهه له يوه چوکاټه يا مسلکه ووځي نو يو څه ارزښت له لاسه ورکوي خو په مکمله توګه له منځه نه ځي.
په مجموعي توګه، تاسې خپل وخت د پوهې پر حاصلولو مصرفوئ نو ځکه باید هڅه وشي پر هغه پوهه او مهارتونو هڅه وشي چې د شخص د هوښيارئ، مسلکي او شخصي ژوند د برياليتوب او بهترئ سبب شي، هره پوهه خپل عمر لري پر خپلې پوهې دوامداره کار وکړئ تر څو تل وړاندې او مطرح پاتې شئ، هیڅوک د هر څه پوه نه دی، ځان ته څوک بايد د ټلويزون يا فيسبوک پنډتانو په توګه ونه ګوري چې په هر څه پوهيږي، نو ځکه هڅه وکړئ د پوهې حاصلول طبقه بندي کړئ داسې څه وي چې نن بايد زده شي، څه وي چې سبا بايد زده شي او داسې څه وي چې هغه زموږ کار نه وي او بايد همداسې پريښودل شي.
د نن ژوند د ډير څه باره کې پر معلوماتو لرلو او په محدودو ساحو کې پر هر څه پوهيدلو را څرخي، او هر څومره چې ستاسې د پوهې ساحه مشخصه وي همدومره به وکولای شئ د خپل بریاليتوب مزل ځان ته رالنډ کړئ.
(ورته ليکنی Knowledge – پوهه، پوهه که مهارت، د پوهې مديريت، تعليم او تمی)
ټولي:مديريت Management
ځواب دلته پرېږدئ