(دا لیکنه پنځه برخی لري، او دا يې لومړئ برخه ده، چې د دا ډول پروګرامونو پر پيژندنه او ارزښت غږيږي)
“بې سواده شخص خپل نوم، او بې سواده دولت د خپلو اتباعو نوم، نشي ليکلای” د سند نه لرلو په وړاندې د پيرو ملي پلان
په افغانستان کې د الکترونيکي تذکرې بازار بيا په ګرميدو دی، نه يوازې دلته بلکه په نړيواله توګه، ډير پرمختلونکي هېوادونه د خپلې پيژندنی پر سيسټمونو پانګونی کوي، غواړي داسې يو اساس رامنځ ته کړي چې وکولای شي پرمختيايي پاليسيو او پروګرامونو له پاره مؤثقه او بااعتباره معلومات برابر کړای شي. که چيرې د داسې پروګرامونو برياليو نمونو ته وګورو نو هغوی په ملي سطحه له يوه ستراتيژيکې کړنلاری سره عمل کړی تر څو آرازانه، ټول شموله سیسټم رامنځ ته چې د بريښنايي دولتدارئ او پرمختللي اقتصاد سبب شي.
همداسې د هېواد دننه او هېواد بهر له ګاونډيانو سره بهتره کاري ميکانيزمونه کولای شي د بهتره تجارت، کار موندنی او آسانه سفر سبب شي، ورسره د داسې پروګرامونو رامنځ ته کول د غښتلی قانوني ميکانيزمونو او لاروچارو غوښتونکی وي، چې اکثره هېوادونه لومړی پروګرامونه عملي بيا وروسته قانوني چوکاټ پسې ګرځي، چې دا پخپله دا سیسټمونه له ننګونو او قانوني قبوليت له پوښتنی سره مخ کوي.
ولې د پيژندنې سيسټم
پدې ليکنه کې موږ هڅه کوو چې د نړيوالو ورته پروګرامونو ته پر کتو د افغانستان الکترونيکي تذکرې پر پروګرام هم وغږيږو، او وګورو چې د افغانستان په څېر غريب او محروم هېواد کې له سياسي مداريتوبه او حکومتي اعلانونو اخوا څه ګټی راوړلای شي، موږ د دا ډول پروګرامونو پر ارزښت، ننګونو او فرصتونو وغږيږو، او د بحث په جريان کې يو څه نړیوالې بيلګی هم رااخلو.
په رسمي توګه د ځان معرفي کول ډيرو ملکي خدمتونو ته د لاسرسئ او برخه اخيستنی کليدي برخه ګرځيدلی ده، همداسې د پيژندنی مديريت رسمي سيسټم د دولت او ولس تر منځ ستراتيژيک همکارئ سبب ګرځي. د پيژندنی باوري سیسټم نه درلودل پر شخص او دولت دواړو منفی اغېزه لري، همداسې د ولس بهتره پيژندنی او خدمت لپاره، هېوادونه مخ په ډيريدونکي ډول د ملي پيژندنی سيسټمونه پياده کوي چې په سياسي، اقتصادي او ټولنيز پرمختګ کې کلیدي ونډه لرلای شي.
د ملګري ملتونو د مخابراتو نړيوالې اتحاديې د افغانستان په شمول د ۴۸ هېوادونو د پيژندنې سیسټمونو ارزولو په اړه په ۲۰۱۶ کال کې راپور لیکلې، او د دې راپور پر اساس د پيژندنی سيسټمونه په لاتيني امريکا، جنوب او جنوب ختيځ آسیا، او افريقا کې مخ پر ډيريدو دي. د پيژندنی لدې ۴۸ پروګرامونو څخه، ۲۹ يې په تيره لسیزه کې پيل شوي، او ۱۴ يې په تيرو پنځو کلونو کې پيل شوي دي، د دې پروګرامونو د پيل دلایل هېواد تر هېواد فرق کوي. مالدار هېوادونه د پيژندنی د سیسټم د څارنی او امنيت لپاره د کارونی نسبتاً اوږده تاريخچه لري. د پرمختلونکو هېوادونو لپاره، څارنه، شفافې او ولسي ټاکنی او ملي يووالي رامنځ ته کول ټول د پيژندنی دی سيسټمونو رامنځ ته کولو د دلایلو په توګه ياد شوي دي.
په ننئ نړۍ کې د دولتدارئ هغه پخواني معيارونه او اساسات له منځه تللي يا د هوښياريدونکي ولس لخوا په دوامداره توګه ننګول کيږي، دلته اکثره هېوادونه د پيژندنی پخواني سیسټمونه لري خو معلوماتو ته د ګړندئ لاسرسئ په دې زمانه کې دا سيسټمونه ځوابده نه دي، همداسې د بهتره، مؤثره خدمتونو او د شخصي سکتور په مرسته په مالي چارو کې د ولس دخليول د اشخاصو او اتباعو د پيژندنی بااعتباره سيسټم غواړي. همداسې دولتي سيسټمونه بايد له څو ډيټابيسو سره د کار او هغې د څخه د معلوماتو راخيستلو توان ولري، دا رواج هم په ډيريدو دی چې تاسې يوې دولتي ادارې ته معلومات ورکړل، نو دولت په عمومي سطحه بايد هماغه معلومات آن په بله اداره کې هم ونه غواړي، دولت بايد دا توان ولري چې هغه معلومات د اړتيا پر مهال راوسپړي او حاصل يې کړي.
څرنګه چې ټکنالوژي وده کوي، همداسې ورسره د پيژندنی سيسټمونه هم پرمختګ کوي، پخوانيو سيسټمونو تر ډيره له ځان سره د بايوميټريک (د شخص ګوتو يا نورو فزيکي برخو نښانونو) مشخصات نه درلودل، خو اوس نږدې د هر مشهور سیسټم برخه ده، او داسې ګڼل کيږي چې پرمختلونکي هېوادونو د خپل يو ميليارد نفوس بايوميټريک نښانونه په يوه يا بله نامه له ځان سره ثبت کړي دي. داسې ګڼل کيږي چې د بايوميټريک نښانونو راغونډول د بریښنايي دولتدارئ خدمتونو ته لاسرسئ لپاره ښه وي، او همداسې په اوږده کې ارزانه او د بشري خطاوو مخنيوي سبب ګرځي.
د پيژندنی بريښنايي او بايوميټريک سیسټمونه د څو خدمتونو يو بل سره تړلو توان لري. د پيژندنی بريښنايي پروګرام په مرسته بیلابیل خدمتونه د کمپيوټر يا موبایل له لارې وړاندې کيدای شي. د اعتبار لپاره د ګوتو له نښانونو سره يوځای د شمېرو او/یا لاسليکونو يا ورته ميکانيزمونو کارول تجارتي او ټولنيز خدمتونو ته لاسرسی آسانوي، همداسې بهتره ډیجيټل بايوميټريک له “ګرځنده پيسو” سره يوځای تجارتي او ټولنيز خدمتونو ته له فزيکي پيسو پرته لاسرسئ لپاره کاريدلي دي.
د نړيوال بانک يوې څيړنې له مخې تر ۲۰۲۰ کال به په نړيواله توګه د ډيجټلي دولتدارئ/ولسي معاملو بازار تر ۶۷ میلیارده امريکايي ډالرو پراخه شي. داسې ګڼل کيږي چې د پيژندنی پروګرامونو او مالي خدمتونو تر منځ د اړيکې له کبله دولتونه کولای شي مالي خدمتونو ته لاسرسی اسان او مالي چارو کې شموليت وهڅوي، چې په اوږده کې د مال بهتره تقسیم او غربت کمښت سبب ګرځيدای شي.
د نن په زمانه کې، اقتصاد، بنسټيزه حقوقو او عامه خدمتونو ته لاسرسي لپاره د پيژندنی رسمي سند لرل ضرور دي. دا خلکو ته د رايې ورکولو، حقوقو ته لاسرسي لکه لوړې زده کړی، تر يوه حده روغتيا، بانکي حساب پرانيستل او سفر امکان برابروي. د پيژندنی بهتره سيسټمونه همداسې دولتونو ته واک ورکوي تر څو په بهتره او آسانه توګه خپل ولس له ځان سره دخيل کړي. په نړيواله توګه نږدې له ۱۵۰ زياتو هېوادونو کې د پيژندنی ملي سيسټمونه پیاده يا د جوړيدو په حال کې دي، او دا مزل په دې وروستيو کلونو کې د امنيتي ننګونو له کبله نور هم ګړندی شوی دی.
همداسې، د ملګرو ملتونو د دوامداره پرمختګ اهدافو (SDGs) يوه برخه تر ۲۰۳۰ پورې ولس ته د پيژندنی يوه اعتباري سند برابرول دي، لدې دواړو سره درېيم هدف ارزانيدونکی ټکنالوژي او ډيجيټال وسيلو څخه د بهتره پريکړې اخيستنی او پيژندنې لپاره کار اخيستل دي.
د پيژندنی سيسټمونه د مشخصو اهدافو او معلوماتو تنظيم په صورت کې له دولت سره په بهتره پرېکړه کولو او له اوله محدودو عامه زيرمو په ښه مصرف کې مرسته کولای شي، همداسې د ټکنالوژئ د ودې په رڼا کې کولای شي چې بيلابيل خدمتونه سره وتړي او نفوس ته له يوې مرجع څخه بيلابیل خدمتونه په سرعت او ښه کيفیت سره وړاندې شي.
د پيژندنې ډيجيټل سيستمونه کولای شي غريبو او طبعي آفاتو په صورت کې د اړونده کورنيو او اشخاصو په پيژندنه کې مرسته وکړي. په پاکستان کې د بی نظيرې د مرستې پروګرام د ګوتې نښانونو او کورنيو آدرسونو په مرسته غريبی کورنئ پيژني او مياشتنئ مرستې ورته برابروي، د افريقايي مالاوي هېواد د ګوتو نښانونو په مرسته د موبايل له لارې اړونده کورنيو سره مرسته کيږي. همداسې د ۲۰۱۰ کال سيلابونو کې پاکستان د نادرا په مرسته ځپلې سيمې او ولس وپيژندل او د سيمو نخچو او کورونو آدرسونو په مرسته يې فرصت طلبه خلک له منځه وویستل.
د پيژندنی غښتلی سيسټم همداسې کولای شي چې مالي خدمتونو ته لاسرسی آسانه کړي. په کينيا کې د کوچنيو قرضونو او مالي خدمتونو ګډون کوونکي د هغوی د تذکرو په مرسته پيژندل کيږي. همداسې هند غريبو کورنيو ته د هغوی د ملي پيژندنی نومری آدهار په مرسته بانکي حسابونو ته مرستی ليږي، او لدې لارې يې له سيسټم څخه نږدې ۴۰ ميليونه بې ځايه حسابونه پاک کړل، چې په مجموعي ډول د يو ميليارد ډالرو سپما سبب شو.
د پيژندنی غښتلی سيسټم د نيمګړتياوو او فساد پر ليرې کولو دولت ته ميليونونو ډالر ګټه رسولای شي. په نايجيريا کې د ملکی اصلاحاتو په لړ کې هغه هېواد په ۲۰۱۱ کې د خپلو ټولو ملکي مامورینو عمومي تفتيش وکړ او د ګوتو نښانونو په مرسته يې له خپل ملکي نظام څخه ۴۳۰۰۰ تخيلي کارکوونکي چې په نظام کې ثبت وو، امتيازات يې اخيستل، خو په فزيکي ډول يې حضور نه درلود، له منځه يوړل چې هېواد ته يې ۶۰ ميليونه ډالر ګټه وکړه.
د پيژندنې غښتلی نظام کولای شي د هېوادونو تر منځ تګ راتګ آسانه کړي، ښه مثال يې اروپايي هېوادونو تر منځ د ملی پيژندنې سند پر اساس سفر دی، همداسې په ختيځه افريقا کې د کينيا، يوګانډا او روانډا تر منځ د دې هېواد وګړي د پيژندنی ملی سند پر بنسټ سفر کولای شي.
(په راتلونکي برخه کې به موږ د دا ډول پروژو پر پياده کولو وغږيږو، په ليکنه کې پروژه او پروګرام د يو بل پر ځای کارول شوي دي، چې لوی دليل يې ځينې هېوادونه ورته پروژه او ځينې يې د پروګرام په نامه يادوي)
(ورته ليکنی: په افغانستان کې د بریښنایی حکومتدارئ پياده کول: ننګونی او فرصتونه، لومړئ برخه، د اساسي قانون ۳۷ مه ماده او د مخابراتي اړيکو محرميت، د ټکنالوژي پروژو ستونزې او ځينې د حل لارې)
ځواب دلته پرېږدئ