(دی لیکنی پنځه برخی لرلی، او دا يې پنځمه او اخيري برخه ده، چې د دا ډول پروګرامونو پر فرصتونو او وړانديزونو غږيږي، په لومړئ برخه کې موږ د دا ډول پروګرام پر پيژندنه او طراحئ، او دوهمه برخه کې يې پر پياده کولو وغږيدو، درېيمه او څلورمه برخه مو ننګونو ته ځانګړی کړې وه)
فرصتونه: د پيژندنی له پروګرام سره تړلي خدمتونه
د ولس ثبت شخصي او دولتي دواړو سکتورونو ته ګټی راوړي، او د مؤثريت او ځوابدهئ پر ښه کولو د خدمتونو وړاندې کول بهتروي. نو ځکه لدې پروګرامونو دا تمه وي چې څو ډوله عمليې لکه مالي، روغتيايي او زراعتي خدمتونه وړاندې کړي، همداسې د پيژندنی پروګرامونه په ټاکنو، عامه بهترئ، څارنی او امنيت لپاره هم ګټه لري، او له سرحدونو اخوا سفر آسانولو کې هم ونډه لرلای شي.
مالي خدمتونه
دا ډول پروګرام کولای شي له لاندې لارو په مالي خدمتونو کې مرستندويه واقع شي
پيژندنه: د دې کارت په مرسته مالي خدمتونو ته لاسرسئ لپاره د شخص پيژندنه او هغې تصديق آسانيږي.
په نړیواله توګه په بانکي خدمتونو کې د مشتري پيژندنه عموماً څلور قدمه لري: د اسنادو اخيستل، د مشتري له اسنادو سره مقايسه کول، د اسنادو له دولتي لیسټونو سره مقايسه او احوال ساتل. په عمومي توګه دا د پيژندنی کارت يو تر ټولو عام استعمال دی چې په بانکي نظام کې د پيژندنی لپاره کارول کيږي.
ډيجيټال بانکداري: د شخص پيژندنه له بانکي حساب سره تړل کيږي، او د پيسو انتقال آسانيږي، دلته هدف عموماً له هغه پیسو څخه دی چې د دولت له ټولنيزو خدماتو سره تړل شوي وي.
سره لدې چې دا ډول خدمت نسبتاً نوی او کم کاريږي، خو د دولتي مرستو همغږئ او آسانولو لپاره يې رواج مخ په ډيريدو دی. د هند په اندراپرديش آیالات کې د مرسته اخيستونکو د بايومیټريک نښانونو پر کارولو په دوو پروګرامونو کې ۳۵٪ د بې ځایه ويش او غلا مخه ونيول شوه. همداسې په پاکستان کې د ۲۰۱۰ کال تباه کوونکو سيلابونو چې نږدې ۲۰ ميليونه خلک يې اغېزمن کړي وو، چارواکو د بايوميټريک معلوماتو په مرسته اغېزمن خلک وپيژندل، بيا يې باوري کړل چې د اغېزمنو سيمو اوسيدونکي دي او بيا يې د الکټرونيک پريپيډ کارتونو له لارې مرستی وويشلی، يعنې پيسې يې ځانګړو کارتونو ته انتقال کړی او دا کارتونه يې يوازې د اغېزمنو سيمو پر اغېزمنو خلکو وويشل.
Mobile Money (ګرځنده پيسی): لدې څخه هدف د ګرځنده وسيلې له لارې پیسو انتقالول دي، د شخص پيژندنه له موبايل سره تړل کيږي او د هغې په مرسته مالي خدمتونه اجرا کوي.
په افغانستان کې څو مخابراتي شرکتونه دولتي قراردادونو په رڼا کې د موبايل له لارې ليرې پرتو سيمو ته پيسې انتقالوي، همدا کار په ځينو افريقايي هېوادونو کې هم کيږي، چيرې چې د شخص پيژندنه له موبايل سره تړل کيږي، او د هغې په مرسته پيسې ليږدوي راليږدوي.
ټولنيز انتقال: پيژندنه د دولت د مرستی له خدماتو سره تړل کيږي چې په هغې کې د پيسو او مرستی انتقال او لاسرسی شامل وي. دولت دا باوري کوي چې یوازې هماغه شخص مرسته ترلاسه کوي چې د دوی په احوال کې د مرستی وړ دی.
روغتيا
د تولد ثبت کارت په شمول د پيژندنی قانوني سند لرل د ملګري ملتونو د دوامداره پرمختګ اهدافو څخه يو دی، او داسې ګڼل کيږي چې په پرمختيايي اهدافو کې د دې شاملولو يو مقصد د هغو ګټو منل دي چې د ثبت بااعتباره پروګرام يې روغتيا ته راوړلای شي.
د يونيسف ۲۰۱۳ کال شمېرو له مخې په نړیواله توګه له هرو پنځه ماشومانو څخه دری يې د تولد له ثبت څخه پاتې دي، چې دا پاتې کيدنه روغتيايي خدمتونو ته د دوی لاسرسی ننګوي.
د پيژندنی کارتونه کولای شي روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی، د خدمتونو او درملنی څارنه او ځانګړو خدمتونو ته لاسرسئ حق تثبيت کړي.
کرنه او مالداري
سره لدې چې دا ډول پروګرام مخ په وده هېوادونو کې پر رواجيدو دي، خو له کرنی او مالدارئ سره د دوی تړل تر اوسه په ډير ابتدايي مراحلو کې دي، چې يو لوی دليل يې دا ډول پروګرامونه کليو او بانډو ته ډير ځل نه غځيږي او د کرنی او مالدارئ ډير مسلکيان په هماغو ساحو کې اوسيږي.
تايلنډ او نايجريا يې کیدای شي دوه نمونی واوسي چيرې چې د پيژندنی پروګرام له زراعت سره تړل شوی دی. په نايجريا کې کليوالو سره مرسته د دې پروګرام له لارې څارل کيږي، او تايلنډ کې د سپوږمکيو په مرسته د بزګرانو چاری او فصلونه څارلی او د پيژندنی سیسټم په مرسته پيژندلی شي.
ټاکنی
ټاکنی يو تر ټولو عام خدمت دی چې دا پروګرامونه ورله پياده کيږي، په ټاکنو کې د پيژندنی غښتليو اسنادو درلودل د تقلب او رڼو ټاکنو تر منځ کلیدي فرق کيدای شي. د رايې ورکوونکو تثبیت د پاکو ټاکنو اساسي برخه ده.
د پيژندنی په کارتونو کې د بايوميټریک توان شاملول په ټاکنو کې د درغليو مخنيوي يو غښتلی میکانيزم کیدای شي، همداسې د ټاکنو پر مهال د ټاکنو په ځای کې بايوميټريک له لارې د رايې ورکوونکو تصديق د درغلئ فيصدي ډيره حده پورې راکموي.
سره لدې چې د بايوميټريک له لارې تصديق د درغليو امکان راکموي، خو په ډيرو کمو ټاکنو کې ترې د لوړو مصارفو له کبله ګټه اخيستل کيږي. د ټاکنو پر مهال د لوړ شمېر خلک په محدود وخت کې فعاليږي، چې پراخه اندازه ټکنالوژئ او ارتباطاتو ته اړتیا لري، نو پداسې صورت کې د بايومیټريک ورډيرول په اقتصادي توګه ډير ګران پريوځي. که چيرې د پيژندنی کارت بااعتباره واوسي، نو رايې ورکوونکي عکس کتل، د رايې ورکوونکو له ليسټ سره د هغې پرتله کول او د نه پاکيدونکي رنګ کارول تر ډيره مفيد واقع کیږي.
څارنه او امنيت
په مقايسوي توګه پرمختللي هېوادونه د پيژندنی کارتونه تر ډيره د څارنی او امنيت لپاره کاروي، خو پرمختلونکي هېوادونه هم د پيژندنی ملي پروګرامونو لپاره له همدې دلیل يادونه کوي.
د څارنی امنيت پر نامه دا پروګرامونه عموماً د سرحداتو مديريت، قوانينو عملي کولو، سيم کارتونو ثبتولو، او پاسپورټونو ورکولو لپاره کاريږي.
مراکش له کارت څخه د مهاجرت کنټرول وسيلې په توګه هم کار اخلي، په هند کې له مجرم او شاهد دواړو څخه د هغوی د آدهار کارت شمېره غوښتل کيږي، همداسې ختيځی افريقا ټولنې پنځو هېوادونو تر منځ د هغوی تبعی اوس يوازې د خپل پيژندنی کارت پر کارولو د هېوادونو تر منځ سفرونه کولای شي، همداسې په بنګله ديش، پاکستان، ګانا، کینيا او نورو کې د سیم کارت يا ټليفون اخيستلو لپاره د پيژندپاڼې لرل مهم دي.
لدې پرته ځينو هېوادونو کې ځينې عامه خدمتونو ته لاسرسئ لپاره پيژندپاڼې غوښتل کيږي، ورسره ځينې يې د زده کوونکو ثبت او کارکوونکو حاضرئ څارنی، ماليې ورکولو او سفر لپاره يې هم کاروي.
نتيجه او وړانديزونه
په نړيواله توګه، د الکترونيکي تذکرو رواج مخ په ډيريدو دی، او اکثره هېوادونه چې موږ د دې ليکنې لپاره مطالعه کړل، هغوی د اقتصادي پرمختګ، سياسي ثبات او ولس ته د بهتره خدمتونو وړاندې کولو لپاره دا پروګرامونه پياده کوي.
د ټکنالوژيو او بايوميټريک وسايلو راټيټيدونکو بيو هم د دې پروګرامونو په وده کې کلیدي رول لرلی دی، سره لدی چې په اکثره پروګرامونو کې بايوميټریک کاريږي، خو اکثراً د شروع لومړني ثبت او تکراري ثبت مخنيوي لپاره ډير په پام کې نيول کيږي، او د خدمتونو لکه مالي خدمتونو يا رايې ورکولو پر مهال دومره ارزښت نه ورکول کيږي، چې عموماً لوړه بيه يو له مخنيونکي دليل په توګه ياديږي، خو څومره چې دا پروګرامونه پراخيږي او دا ټکنالوژي ارزانيږي ممکن موږ به د تصديق لپاره د بايوميټريک استعمال هم په راتلونکي کې ووينو.
د افغانستان د الکترونيکي تذکری پروګرام له سترو ننګونو سره مخ وو او اوس هم اکثريت ننګونی پر ځای پرتې دي، دا پروګرام له لومړئ ورځې څخه د هېواد له شرايطو سره عيار نه وو، او هغوی چې د پروګرام په طراحئ او پياده کولو کې دخيل وو، پريکنده توګه پر ټکنالوژئ متمرکز وو.
ضعيفه قانوني پوښښ، ټيټ ظرفيت، د عامه پوهاوي نشتوالی او په کلي توګه د دولتي ادارو تر منځ د همغږئ نشتون کولای شي چې دا پروګرام له نورو ننګونو سره هم مخ کړي.
د ولس د احوال بااعتباره سيسټم له ارزښت څخه سترګی نشي پټيدلای خو د افغانستان په څير غريب هېواد پرې زرګونه ميليونه افغانئ مصرف کړي او تر اوسه لاپيل هم نه ده، دا به لا ډيره ليرې خبره وي چې پر برياليتوب سره پياده او د هېواد اکثريت نفوس ته ورسيږي چې وکولای شي په اقتصادي وده او سياسي ثبات کې ونډه ولري، د دا ډول ملي او لويو پروژو يا پروګرامونو لپاره دا جنجالونه څه نوې خبره نه وي، خو دلته د اوږدمهاله ملي ستراتيژئ نشتوالي، مبهم مالکيت، نااهلئ، ټيټ ظرفيت، ضعيفه زيربناوو او قانوني پوښښ نه شتون، پراخه فساد او بې ځايه پر ټکنالوژئ تمرکز د دې پروژې ستونزې نورې هم ډيرې کړي دي.
د نړيوالو برياليو پروګرامونو په رڼا کې کولای شو ووايو چې لانديني ټکي په ټولو کې عام وو، او دلته يې د وړانديزونو په توګه په پام کې نيسو.
امتحاني/ پايليټ ويشل
لکه هر لوی کار چې له وړو ګامونو پيليږي، همداسې دا ډول پروژې هم بايد لومړی په کوچنئ سطحه وازمويل شي، اکثره وختونه دا ازمويل په کنټرول کيدونکي چاپيریال کې کيږي او د پروژې هره برخه بیله بیله د هر ممکنه ناکامئ او ستونزې لپاره امتحانيږي.
داسې پروژې د خپل پيچوالي او وسعت له کبله پراخه پلانګذارئ او امتحانولو ته اړتيا لري، له امتحانولو هدف د رئيس جمهور په کور کې هغې ته د تذکرې ويشل نه دي، بلکه د هېواد په ځينو نمونوي ليرې پرتو سيمو کې چيرې چې د انټرنېټ، بريښنا، بشري ځواک، مناسب ځای، ولس او نورې ورته ستونزې موجودې وي د داسې پروژو امتحانول دي، همداسې ځينو مواردو کې په نومونوي ډول ځانګړو خلکو ته تذکرې ورکول کيږي يا د مشخصو مهارتونو ډله استخداميږي او ورڅخه غوښتل کيږي چې د هر ممکنه ستونزې او ناکامئ لپاره ټول سيسټم امتحان کړي.
داسې ګڼل کيږي چې د دا ډول پروژو پيل تر ټولو آسانه وي، هر څومره چې معلومات راغونډيږي، ولس پکې دخليږي، او بیلابیلې ادارې دې معلوماتو ته د لاسرسئ هڅه کوي، هلته د دې فعاله او ښه ساتل ستونزمن کيږي، چې د همدې ستونزو په پام کې نيولو سره، له پيل تر پايه د سيسټم ازمويل او امتحاني ويشنه مرسته کولای شي.
ملکي او زيږيدنو ثبت غښتلي کول
په افغانستان کې د زوکړی/تولد يا له پنځه کالو کم عمره ماشومانو د مکمل ثبت فيصدي په اوسط ډول ۴۲.۵٪ ده (د نړيوال بانک/يونيسيف ۲۰۱۵ کال شميرې) چې په کليوالو سیمو کې نسبت ښاري سيمو ته نيم په نيمه ټيټه ده، دا په داسې حال کې چې په مرکزي او ختيځه اروپا کې نوو زيږيدلو ماشومانو د ثبت فيصدي ۹۸٪ په لاتيني امريکا کې ۹۲٪ او ختيځه آسیا کې له ۷۵٪ لوړه ده.
په نورو هېوادونو کې د زوکړی ثبت فيصدي د بیلابيلو تشويقي پروګرامونو او آسانتياوو له لارې لوړه شوې ده، لکه د موبايل ټکنالوژيو له لارې ثبتول يا د ثبت پروسې آسانول. جنوبي افريقا بيوزلو کورنيو سره مرسته د تولد له ثبت سره تړلې ده، يوګانډا د يونيسيف/اروپايي ټولنې په مالي مرسته موبايل ټکنالوژئ له لارې ثبت پيل کړ، چې آن په ځينو کليو او روغتونونو کې د ثبت فيصدي ۱۰۰ ته ورسيده، همداسې په کينيا کې د روغتيا ساحوي کارکوونکو لپاره ځانګړي د موبايل پروګرامونه شته چې نوی زوکړی ثبتې کړي.
هېوادونه په دوامداره توګه د پيژندنی د ثبت “له زانګو تر قبره” سيسټمونه هڅوي، چيرې چې شخص ته د زوکړې په ورځ د پيژندنی ځانګړی شمېره ورکول کيږي، او دا تر مرګه د همدې د پيژندنی لپاره کاريږي. مثلاً، په ارجنټينا کې، د زوکړې د پيژندنی ورکړل شوی ملي سند لومړی په پنځه کلنئ، بيا له عکس او ګوتی نښان سره په اته کلنئ او اخيري ځل په ۱۴ کلنئ کې نوی کيږي. د افغانستان په څير هېواد کې چيرې چې د پيژندنی اعتباري سيسټم تر اوسه نشته، په لنډ وخت کې د ثبت فيصدي لوړول ممکن يو څه ستونزمنه وي، خو که چيرې څو اړخيزه دوامداره کړنلاره ورته طرحه شي، د تولد لوړې فيصدي، ځوان نسل او په ګړنديتوب سره ښاري کيدونکي نفوس په رڼا کې ممکن ډير ژر د حساب وړ فيصدي ثبت شي.
د پيژندنی سيسټم بايد تلپاتيدو لپاره مالي امکانات ولري
د پيژندنی سيسټمونه په لومړي پيل کې ډير ګران خو دوامداره ثبت او نورو سيسټمونو سره د هغې تړل مصارف راکمولی شي، د پيژندنی سيسټمونو په طراحئ کې بايد له نورو سره کارکول تر هر څه مهم او په لومړي سر کې ونيول شي، ځکه د پيژندنی سيسټم اصل هدف نورو خدمتونو لکه موټر چلونی، بانکي خدمتونو او نورو ته د معلوماتو برابرول دي، که چيرې د پيژندنی سيسټم ونشي کړای دا معلومات سره شريک کړي، نو يوازې همدا محدوديت د ټول سیسټم ناکامئ لپاره کافي دی.
له مالي نقطې نظره، مهمه ده چې په پيل کې کاريدونکي ټکنالوژئ په ټاکنه کې احتياط وشي، که چيرې له ملکيتي ټکنالوژئ ګټه واخلي، يعنې هغه پروګرامونه او وسايل چې د بل شرکت ملکيت وي او تاسې ته د استعمال کلنئ لاينسنس او اجازه درکوي، نو د داسې ټکنالوژيو کارول سره لدې چې آسانتيا راوړي خو د سيسټمونو مالي مصرف خورا لوړوي، او هر څومره چې پدې سيسټمونو کې د معلومات ثبت ډيريږي، همدومره يې لدې ټکنالوژيو سره د ګرو پاتې کيدو امکان هم لوړيږي.
همداسې، هر څومره چې د پيژندنی دا سيسټم ډير کاريږي، همدومره يې د مالي لګښت ټيټولو او بيرته راګرځولو امکان ډيريږي، د پاکستان ملي پيژندنی اداره خپل مصارف د پيژندنی له سیسټم سره پر تړلي فرعي سيسټمونو ډير فيس ايښودو له لارې پوره کوي، همداسې روانډا هم همدا مثال پر مخ بيايي، پر تذکره ډير کم فیس اخلي خو اړونده فرعي سيسټمونه لکه موټر چلولو اجازه يا پاسپورټ قيمته پلوري.
د پيژندنی پروګرامونو بايد ټول شموله وي
د پيژندنی غښتلی سيسټم سره لدې چې ملي شموليت بهتره کوي، خو کولای شي چې د بهر پاتيدو سبب هم شي. په نړئ کې نږدې ۲۰ داسې هېوادونه شته چې هغه ماشومانو لپاره چې بهرنيو مور/پلار څخه زيږیدلي وي تابعيت اخيستو لپاره ورته روښانه کړنلاری نه لري، همداسې په ډيرو هېوادونو کې، پلرونو ته د ميندو په پرتله خپل اولاد ته د تابعيت اخيستل آسانه وي، همداسې د تابعيت اسنادو مرکزي کول دولتونو ته دا آسانولای شي چې يو څوک له هېواده وشړي يا يې سلب تابعيت کړي، سره لدې چې د افغانستان اساسي قانون له مخې هیڅوک د تابعيت په زوره اخيستو حق نه لري خو مرکزي سيسټم کولای شي د ځينو لپاره د تابعیت څخه د ګټو اخيستو امکانات کم یا له منځه يوسي.
د شخصي معلوماتو ساتل او محرميت
په نړيواله توګه د ملي پيژندنی سيسټمونه د لږو معلوماتو راغونډولو پر اصل کار کوي، هر څومره چې نور خدمتونه ورسره تړل کيږي هغوی بیا خپل اړوند معلومات د دې سيسټم له لارې راغونډوي، د دې کړنلارې تر ټولو لوی اصل د محرميت او يوې ادارې بې ځايه واکدارئ مخه نيول وي.
د افغانستان د الکترونيکي تذکرې سیسټم فورمې ډيرې بدې او لنډ فکر سره ډيزاين شوي دي، د ډيرو داسې معلوماتو غوښتنه کوي چې د ملکي ثبت اداری ورسره هیڅ کار نه وي، له ډيرو داسې پوښتنو ډکه ده چې د افغانستان په څېر هېواد کې د عملي کیدو نه ده، له همدې کبله نور هېوادونه هڅه کوي په پيل کې له ډيرو حياتي او لنډو معلوماتو څخه پيل وکړي، او هر څومره چې مخکې ځي، سيسټم پخيږي، د معلوماتو ساحه پراخوي او اړونده معلومات د نورو ادارو په مرسته راغونډيږي، لدې سره کاروونکي ته دا امکان هم برابروي چې که چيرې ځانګړی خدمت غواړي بايد دولت ته معلومات ورکړي که نه هغه خدمت نه غواړي نو دولت هم ترې معلومات نه اخلي.
د معلوماتو داسې لويو ذخيرو رامنځ ته کول د معلوماتو مصؤنیت او محرميت پوښتنې رامنځ ته کوي، تر ۲۰۱۵ پورې يوازې ۱۴ هېوادونو د ولس د معلوماتو خوندتيا مناسب قوانين درلودل، خو دا رواج مخ په وده دی، او اکثره هېوادونه د اړونده قوانينو خپلولو په لور کار کوي، خو د افغانستان په بیلګه کې اړونده ضعيفه قانوني چوکاټ يو د تشويش له لویو مواردو څخه دی.
د لیکنو پدې لړئ کې موږ په نړيواله توګه د پيژندنی پر ملي پروګرامونو وغږيدو او ومو څيړل چې څرنګه کولای شو دا ډول پروژې په برياليتوب سره عملي کړو، له عمومياتو مو پيل، پر پياده کولو او ننګونو يې وغږيدو، دا مو هم وڅيړل چې د دې پروژو له ارزښته سترګی نه پټيږي او که چيرې بهتره عملي شي، کولای شی ټولنی، ولس او دولت ته بېشمېره ګټی راوړي. پدې بحث کې مو دا هم وڅيړل چې داسې پروژې غښتلي قانوني چوکاټ، د دولت په سطحه پراخه ملاتړ، غښتلی زيربناوی، اهل او کاري ځواک او روښانه پروسو او کړنلارو ته اړتيا وي، او يوې مودی ته اړتيا لري چې وکولای شي ولس ته د دومره لګښت او پانګونی ګټه راوړي، او که چيرې غښتلي قانوني چوکاټ او څارنه ونه اوسي، نو لدې معلوماتو څخه د ناوړه ګټه اخيستلو تهدید تل موجود وي.
(د ليکنې نورې برخی: په افغانستان کې د بریښنایی حکومتدارئ پياده کول: ننګونی او فرصتونه، لومړئ برخه، طراحي او پیاده کول – تذکره که د نفوسو احوال، پر الکترونيکي تذکرې مقايسوي او تحليلي کتنه – دوهمه برخه، ننګونی او ستونزی – تذکره که د نفوسو احوال، پر الکترونيکي تذکرې مقايسوي او تحليلي کتنه – درېيمه برخه، ننګونی او ستونزی – تذکره که د نفوسو احوال، پر الکترونيکي تذکرې مقايسوي او تحليلي کتنه – څلورمه برخه)
ځواب دلته پرېږدئ