ليکوال: عبدالمتين سمسور
(دوهمه برخه، په لومړئ برخه کې موږ د موضوع پر اساساتو او تعريفونو غږيدلي وو، دلته يې ولولئ)
سازماني خنډونه (Organization Obstacles)
د ليکنی په تيره برخه کې موږ د سازماني ننګونو پر لومړئ برخه غږيدلي وو، او هلته مو د مشرئ، معلوماتو شريکولو څخه ډډه، له بدلون سره مقاومت او همکاري د ننګونو په توګه ياد کړي وو، دلته همدې بحث ته دوام ورکوو.
د ذيدخلو ښکیلتیا (Stakeholder engagement)
ادبي ارزونی په ډاګه کوي چې د بریښنایی حکومتداری په پروژو کې د دخيلو يا وڼده لرونکو ښکیلتیا له شروع څخه هیڅ او یا دیره کمه وی او دا دی پروژو د ناکامی سبب کیدای شی .ددی لپاره چی الکترونیکی حکومتداری پروژی په سمه توګه پلی شي، اړینه ده چی لږ تر لږه کلیدی ونډه لرونکي (stakeholder) له پيل نه تر پایه دی پروژو په طراحئ او پلي کولو کې فعاله ونډه ولري.
قانونی اغیزی(Legal impact)
ارزونی ښیی چی روښانه قانوني چوکاټ د کامیابه الکترونیکی حکومتداری په پلی کیدو کې رغنده رول لري او باید په نظر کې ونیول شي. په زیاتره قضایایو کې لیدل کیږی چی د معلوماتی ټکنالوژۍ د قوانینو تشه یوه ننګونه ده او له معلوماتي ټکنالوژئ سره قانون جوړونو ادارو نابلدتیا دا تشه لازیاته کړی او ځيني وخت حتی اړینه وی چی بهرنی مشاورین استخدام شی، کار وکړی، مشکلات په نښه کړی، د حل لیاری پیدا او هغه اداری چی قوانین جوړه وی په دی پوه شی چی د قوانینو جوړل اړین او اجتماعی ګټی پکی نغښتی دي.
ټولنیز خنډونه (Social Obstacles):
کلتوری اغیزه (Cultural Impact):
ادبي ارزونه يا د مسلک لیکوالانو ارزونی په ګوته کوي چی د الکترونیکی حکومتداری د تطبیق یا پلی کیدو پر وړاندی عمده ننګونی یوازی تخنیکی نه بلکه پر ادارو او ټولنی د نوي ټیکنالوژۍ کلتوري اغیزې هم له ننګونو څخه دي، چې يو دلیل یې مخ پرودی هیوادونو کې اکثره پروژی اوټ سورس (Outsource) یا بهرنی خصوصی سکتور ته د چارو ورکول دي چې کیدای شی له کلتوري او ټولنيز مسایلو ښه خبر نه وي او لرلید یی له اداری سره همغږی نه وی چی پای یی د پروژی د طراحئ او تطبیق ترمینځ د خلا شتون دی او د پروژی په ناکامی تمامیږي.
ډیجیټل ډیوايډ (Digital Divide)
څیړونکی په دی باور دی چی مخ پر وده هېوادونو کې ډیجیتل ډیوایډ د الکترونیکی حکومتداری د بریالی پلی کیدو پر وړاندی یو له اساسي ننګونو څخه دی، له ډيجيټل ډيوايډ څخه هدف انټرنېټ او د هغې له لارې معلوماتي خدمتونو ته نا انډوله لاسرسی دی، چې پدې کې د خلکو معلوماتو ته نامساوي لاسرسی، معلوماتی ټکنالوژئ زده کړی، اجناسو او خدمتونو مختلفې بیې، ټرانسپورت او د اړیکو مساوي نشتوالی ټول شامل دي، چې دا کولای شي د الکټرونيکي حکومتدارئ پروژې له ننګونو سره مخ کړي.
عامه پوهاوی (Awareness)
ارزونی ښیی چې دالکترونیکی حکومتداری تطبیق نه مخکې عامه پوهاوی اړین دی او نشتون یی الکترونیکی حکومتداری پلی کولو پر وړاندی یوه ننګونه کیداشی او دلته یی د بنګلدیش او بوتسوانه هیوادونو د یوڅو ناکامه پروګرامونو مثالونه ذکر شوی چی مخکې له پلی کیدو یی کمزوری پوهاوی علت ښودل شوی. څیړونکی په دی باور دی چی مخکې له دی چی الکترونیکی حکومتداری پروګرامونه بریالی تطبیق شي جامع یا پراخه عامه پوهاوي کمپاین ته اړتیا ده.
د معلوماتی ټکنالوژی سواد/زدکړه (ICT Literacy)
څیړونکی په دی باور دی چیرته چی د معلوماتی ټکنالوژۍ د سواد کچه ټیته وی هلته د الکترونیکی حکومتداری کامیابه پلی کیدلو امکان ډیر کم او پرمخ یی یوه لویه ننګونه ده، اړینه ده چی دالکترونیکی حکومتداری پروګرامونو سره یوځای د معلوماتی ټکنالوژۍ په ظرفیت جوړونه هم کار وشي.
د معلوماتی ټکنالوژئ خنډونه (ICT Obstacles)
زیربناوی (Infrastructure)
څیړنیزه ارزونی ښیی چی د زیربناوو نشتون یو له مهمو ننګونو څخه ده چی د الکترونیکی حکومتداری پلی کیدو مخه نیسی ، ددی لپاره اړینه ده لمړی زیربناوی جوړی شی او دې خدمتونو څخه د ګټی اخيستنی لپاره خلک بريښنا، انترنیت او کمپیوټر يا کمپيوټري وسيلی ته لاس رسی ولری.
مالی ننګونی (Finance)
معلوماتی ټکنالوژۍ یا الکترونیکی حکومتداری د پلی کیدو پر وړاندی یوه ننګونه مالی امکاناتو نشتون دی، تکنالوژۍ ورځ تربلی تغیيرکوی، سیستمونو دوامداره بهترئ ((Upgrading او پالنی ((Maintenance ته ضرورت وي او همدې چاری لپاره زیاتو پیسو ته اړتيا لري. ددی لپاره چې الکترونیکي حکومتدارۍ پروژی کامیابه وي اړینه ده چی معلوماتی ټکنالوژۍ ځانګړی بودجه ولري.
پالیسی (Policy)
مخ پرودی هیوادو کې یوه بله ننګونه چې د الکترونیکی حکومتداری مخه نیسی د مناسبی پالیسی يا کړنلاری نشتون دی. څیړنیزه ارزونی په دی تینګار کوی چی روښانه، واضحه پالیسی او قانونی چوکات د الکترونیکی حکومتداری پروګرامو برياليتوب لپاره اړین او باید موجود وي.
امنیت (Security)
ارزونی ښیی چی مخ پرودی هیوادوکې د معلوماتو خوندیتوب یوه ځانګړی ننګونه ده او خلک داسی فکر کوی که چیری زموږ معلومات (لکه نوم، انځور، زیږیدنی نیټه، کارت شمیره او کریدیټ کارت مالومات) کمپیوتری او انلاین شی خوندي به نه وي او له ورڅخه ناوړه استفاده کیږی او دا هغه اندیښنی دی چې دالکترونیکی حکومتداری پروګرامونه او یا پروژی ناکامولی شي.
(عبدالمتين سمسور د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت کې د څیړنی ،نوښت او صنعت پراختیا امر او په بريښنايي حکومتدارئ کې له جنوبي کوريا څخه ماسټري لري، دا ليکنه یې د ماسټرئ سند د تيزس لنډيز لومړئ برخه ده، موږ به نوری برخی په دوامداره توګه دلته خپروو، ليکوال سره کولای شئ لدې لارې اړيکی ونيسئ:mateen.samsor@gmail.com)
(ورته ليکنی: په افغانستان کې د بریښنایی حکومتدارئ پياده کول: ننګونی او فرصتونه، لومړئ برخه، هوښياريدونکی ماشين – اخلاقي او سلوکي اړخ، آنلاين: د ځان او معلوماتو ساتنې نهه عملي لارې چاری، د دولت د نوښت او ابتکار هڅولو نیمګړې او ړندی هڅې)
ټولي:Technology ټکنالوژي
ځواب دلته پرېږدئ