د مديريت يو اصل دی، هر هغه څه چې نه اندازه کيږي، لاسته نه راوړل کيږي، د يو څه لاسته راوړلو لپاره مهمه ده د هغې د اندازه کولو واحد واوسي، دلته اوس پر دې غږيږو چې آیا د اندازه کولو دا اصل پر برياليتوب عملي کيږي؟
که د انسان د ژوند ته فکر وکړئ، نو کله چې وزيږيږي، نور والدين، ډاکټران، ښوونکي ورته لاسته راوړنی او د برياليتوب اصلونه ټاکي، څه وخت بايد قدم واخلئ، څه وخت بايد وغږيږئ، څه وخت بايد يو څه ونيولی شئ، او نور. کله چې ښوونځي ته ولاړ شي نو هلته هم د برياليتوب اصول روښانه وي کورنی کار مو وکړئ، ښوونځي ته پر وخت راشئ، د ښوونکي خبره ومنئ، او هڅه وکړئ چې له نورو مخکې واوسئ که ښوونه او روزنه وي يا سپورت له ټولو مخکې له ټولو بريالی دی، چې دا فکر ممکن په لنډه کې د بریاليتوب سبب شي خو په اوږده کې نورې ستونزې زيږوي چې وروسته ورته راستنيږو.
کله چې دا شخص پوهنتون ته ولاړ شي نو هلته هم همدا فکر وي، سره لدې چې هغه ځای نسبت ښوونځي ته له محدودو قیوداتو برخورداره وي خو بيا هم د ښوونکي نازولی بریالی دی، او کله چې مو پوهنتون خلاص شي، نو بيا د برياليتوب لپاره هغه څرګنده معيارونه نه وي، نو ځکه سړی لار ورکی شي
د برياليتوب لپاره تعریف وټاکئ، پيسه، شهرت، مقام، دا بریاليتوب نه دئ، ځکه دا تاسې ته د لوړوالي مصنوعي احساس درکوي، يعنې داسې څه لرئ چې نور يې نه لري، پيسه، شهرت يا مقام په خپل ذات کې څه نه دي، تر څو چې مقايسوي اړخ ونه لري، بل څوک يا يوه ټولنه بايد واوسي چې په هغې کې تاسې بايد پيسه داره واوسئ يا مشهوره يا د لوړ مقام ولرئ، که چيرې ټولنه نه وي، نو ستاسې دا هر څه هیڅ مفهوم نه لري، نو ځکه دلته دا پوښتنه پيدا کيږي چې تاسې د ټولنې لپاره دا هر څه غواړئ نه دا چې ستاسې د قناعت او خوښئ سبب شي.
هر څه چې په پيل کې تعريف نه شي، هغه پر لاسته راوړل کيدونکو واحدونو نه ويشل کيږي، کله چې ونه ویشل شي نو تاسې ورته ګام په ګام ورتللای نه شئ، وخت يوازينی شی دی چې انسان ورسره له اوله اندازه شوی اندازې سره راځي، او تر ډيره بریالي هغوی دي چې له دې وخت بهتره ګټه واخلي، په يوه وخت کې يو کار کولای شئ، نو که چيرې خپل برياليتوب وويشئ او پوه شئ چې اوږدمهاله هدف مې دا دئ، چې دا کوچني قدمونه کولای شي له ما سره مرسته وکړي هغې هدف ته ورسيږم نو کولای شئ نتیجه حاصله کړئ.
دلته موږ په لنډه توګه له هغو څلور خاصيتونو يادونه کوو، چې بيلابيلی څيړنی يې له برياليو خلکو سره تړي:
ځان لپاره يې تعريف کړئ:
کله چې موږ واړه وو نو د مور او پلار خوښي راته تر ټولو تيره وه، يا هغوی چې لدې نعمته بې برخې وو، د مشرانو خوښي او قبوليت ورته مهم وو، نو له همدې فکر سره راغټ شو چې په لومړي کې هغه څه بریاليتوب دئ چې مور/پلار او ټولنی ته د منلو وړ وي، ښوونکي، مذهبي مشران او نور ټول د همدې ټولنې برخه دي، نو هر څومره چې موږ لويږو همدا معيار د برياليتوب راسره وي، خو د ژوند يو پړاو کې بايد انسان پوه شي چې ستاسې برياليتوب ستاسې پر تعريف بايد وي، او هغوی چې تاسې ورته واقعاً ګران ياست (مور/پلار/ملګري/کورنئ او نور) هغوی ستاسې پر خوښئ خوښ وي، نو ځان لپاره يې تعريف کړئ.
برياليتوب دا نه دئ، چې ټولنی ته د منلو وړ وی، او نه ممکن دا وي چې مشران درڅخه خوښ وي، ځکه که يو څه په ټولنه کې بد وي یا مشران مو بدو ته هڅوي نو تاسې ممکن د هغوی خوښئ لپاره ځان ته جنجالونه ګورئ. ځينې څيړونکي خوښي له برياليتوب سره تړي، خو بيلابيلې څيړنی ښيي هغوی چې ځان ورته بریالی ښکاري، خوښ او قانع وي.
حوصله وکړئ:
حوصله دوه اړخه لري، يو ځان ته حوصله ده او دوهمه بل ته حوصله ده، لومړی بايد شخص ځان د حوصلی توان ولري، ډير خلک دي په پخوا کې ژوند کوي، نيکونه مې بهادران وو، که پلار مې داسې کړای وای، بيا ځان ته هم په قهر وي که چيرې په پوهنتون کې مې دا مضمون لوستلای وای يا کاشکی مې هغه دنده قبوله کړای وای، پدې فکر کې خو لومړی دا نیمګړتيا ده چې هغه وخت تاسې دومره هوښيار نه وئ لکه نن چې ياست يا هاغه وخت د نن له ننګونی سره نه وئ مخ شوي، او دوهمه هماغه وخت چې تاسې څه بهتره ښکاريده هماغه مو وکړل، نو د نن په تله پرون مه تلئ، ځان ته حوصلی ټول بحث د ځان بښل دي، هر څوک غلطي کوي خو د هغې تکرارول او دوامداره پښيماني تاسې راتلونکي پرمختګ څخه ساتي.
بل ته له حوصلی هدف د هغوی د اعمالو له کبله د بې ځايه غبرګون ښودل دي، فکر وکړئ چې يو څوک تاسې ته سپکاوی وکړي نو نقص په هغه سپکاوي کې نه دی بلکه نقص دا دی چې د هغوی يو عمل ستاسې د ناوړه غبرګون سبب ګرځي، او تاسې د هغې پر سترګو خپل ارزښت ټاکئ، د واکدارئ يو اصل دی چې بريالي واکداره خلک خپل سلوکونه پخپله ټاکي، نه دا چې د نورو په وړاندې خپل سلوکونه سم کړي، که چيرې حالات سم وو دا سم دی که چيرې حالات خراب شو نو دا هم خراب دی.
هر څوک ځان لپاره اصول لري، او اصول په سخته کې امتحانيږي، يو څوک به ځان ته ډير ښه مسلمان وايي، له درواغو، منافقت، رشوت او نورو په اړه به يو کتاب خبرې کوي، خو چې لږه سخته پرې راشي يا پوه شي چې د فیسبوک د رسوايي ويره نه شته نو آن د خپل ملګرو او کاروبار رازونه خرڅوي، له بيت الماله غلا کوي، د يتيمانو او کونډو حقوق خوړل ورته پلار راوړی ميراث ښکاري.
د ځان بهترئ يو اصل دی، هغوی چې ځان لپاره اصول ولري، مهمه نه ده چې ښه وي يا بد، د شخصيت ثبات لري، او دا ثبات د شخصي او مسلکي حوصلی او پرمختګ سبب ګرځي.
د حوصلې درېيم اړخ وخت اخيستل دي، هر هغه څه چې په زحمت ارزي لاسته راوړل يې وخت نيسي، حوصله وکړئ اهدافو ته رسيږئ، ځينې څيړونکي پدې فکر دي چې د برياليتوب او اهدافو ته رسيدو لپاره يوازې ثبات (دوامداره هڅه) او حوصله کفايت کوي.
بدلون ومنئ او وده وکړئ:
برياليتوب بايد ستاسې له ودی سره هم وده وکړي، نن بايد تاسې ته د ژاوولی يا چاکليټو يا آیسکريم لاسته راوړل بریاليتوب نه وي، بدلون د ژوند منل شوی اصل دی، څرنګه چې تاسې وده کوئ همداسې ورسره بايد ستاسې د لاسته راوړنو تعريف هم بدل شي، د مشرئ په مهارتونو کې د بدلون منل يو تر ټولو مهم مهارت ګڼل کيږي، او هغوی چې د بدلون منلو بهتره توان ولري کولای شي له بدليدونکو حالاتو او تمو سره بهتره عيار شي.
هغوی چې په پخوا کې بند پاتې وي، له هغوی راتلونکی ورک وي، بدلون نه دريږي، بریالي هغوی دي چې بدلون بهتره اداره او ورسره وده وکړي، او داسې ګڼل کيږي بریالي هغوی دي چې د ودی لپاره ځان بدلولو ته تيار وي.
له بدلون څخه هدف سلوکي، مسلکي او شخصي عادتونه دي، څيړنی ښيي چې نور غواړي له شخص سره د فرد په توګه کار وکړي، نه دا چې هغه د څومره لوړ مقام، شهرت يا پيسو خاوند وي، يعنې خلک غواړي له داسې چا سره واوسي چې سلوکونه يې اعتباري وي، په کاروبار يا نورو مسلکي چارو کې صادقه وي او شخصاً ځان او نورو ته درناوی ولري.
ستاسې برياليتوب تر ډيره دې پورې اړه لري چې تاسې څرنګه شخص ياست او هغه حالت چې تاسې ته برياليتوب ښکاري، هغې لپاره څومره زحمت او بدلون ته تيار ياست، نه دا چې څومره پيسه، شهرت، مقام يا ميراث لرئ.
معنوي اړخ ورکړئ:
وايي انسان هڅه کوي چې احسانونه پرې کړي، زموږ په څير ټولنه کې چيرې چې د مور پلار اغېزه پر اولادونو ډيره څرګنده وي، هلته اولاد تر ډيره هڅه کوي چې د مور او پلار احسان پرې کړي، هغوی پرې فخر وکړي، داسې څه ونه کړي چې دوی پرې ناراضه وي يا آن د ژوند ډيرې مهمی پريکړې هغوی ته پريږدي، دلته بحث د بې احترامئ او سرغړونی نه دی، خو د انسان په برياليتوب کې د هغې حوصله، د زړه مينه او دوامداره هڅه کلیدي رول لري، او انسان پر هغه څه هڅه کوي چې له زړه يې غواړي، که چيرې تاسې د بل چا خوښئ او فخر لپاره پريکړو ته غاړه ږدئ نو د دې امکان هم ډير دی چې په ډيرو محدودو حالاتو کې به د زړه له اخلاصه هڅه هم وکړئ.
معنوي اړخ د مذهبي بحث پر معنا نه ده، ځکه موږ ځان ته مذهب ډير آسانه کړی دی، او هرې خبرې سره دا تړو چې الله (ج) مهربانه ذات دی وبه مو بښي، خو ژوند پدې دنيا کې کيږي، او الله د بنده حق نه بښي، معنوي اړخ بل سره مرسته ده، د بل ژوند آسانول دي.
که هر ژوندي ځناور ته وګورئ، ټول د ځان او خپل اولاد لپاره هڅه کوي، د انسان کمال پدې کې نه دی چې له ځانه او کورنئ راتاوو وي، کمال دا دی چې ستاسې له توانه پردي ګټه واخلي، او نورو ته دا ګټه رسونه له ژبی، مذهب، هېواد او نورو پورې مه تړئ، ټول د الله مخلوق دی، په دې دنيا کې له هر بشر سره ښه، ښه دي، که اسلام ته يې راواړوئ نو دې دين کې خو آن بوټو سره نيکي هم ثواب لري.
هر شخص د بریالیتوب بيل معيار لري، او دا معيار د ارزښت پر اساس ټاکل کيږي، د انسان ژوند باارزښته دی او هر څوک يې پر هغه څه مصرفوي چې ارزښت ورته ولري، نو ځکه هر څوک د ځان لپاره د بريالیتوب معيار ټاکي او بيا د خپل ژوند باارزښته شیبی د هغه برياليتوب لاسته راوړلو لپاره مصرفوي.
تل بايد په ياده مو وي چې ستاسې برياليتوب تاسې لپاره مهم دی، نو ځکه ځان له نورو سره مه پرتله کوئ، هیڅوک نه پوهيږي چې بل شخص له څه ستونزو تيريږي، يا نن که دې ځای ته رسيدلی دی مزل يې څنګه وو، لکه څرنګه چې د يو رزق بل څوک نه خوري، همداسې تاسې ته ستاسې د زحمت برياليتوب درسيږي، د بل ناکامي یا رسوايي د خپل برياليتوب او پرمختګ په توګه مه اخلس.
دلته دا هم مهمه ده چې شخص بايد پوه شي چې هر څه لپاره کار وکړي، زحمت وباسي هغې ته رسيږي، نو ځکه پدې سفر کې هدف او مزل دواړه مهم دي، دې بايد پام وکړي چې بریاليتوب ته خو به ورسيږي، مګر آیا کله چې نورو سره د برياليتوب دا کيسه شريکوي، داسې څه خو به نه وي چې پر ويلو يا تکرارولو يې شرميږي.
(ورته ليکنی پوهه: پر کومه بيه، د ځان اداره او پيژندل – اخيري برخه، د ځان اداره او پيژندل – دوهمه برخه، د ځان اداره او پيژندل – لومړئ برخه، هوښياريدونکی ماشين – اخلاقي او سلوکي اړخ)
ټولي:مديريت Management
ځواب دلته پرېږدئ