پروژې) ستراتيژئ دوامداره مهم ساتل)

ژباړه: عبدالواحد سهاک

موږ د پروژی مدیریت مسلکيانو څخه وپوښتل: چې څرنګه کولای شو د کاري ډلې غړي پدې قانع کړو چې د پروژې په ټولو پړاوونو کې ستراتيژيک فکر وکړياو کله چې احساس کړي د پروژې تجارتي/ کاروباري اړخ او ارزښت ضعیفه شوی، وغږيږي

روښانه اوسئ (Express Yourself)

په رواني توګه خوندي کلتور یو شرط د رغنده پوښتنو هڅول دي. په زیاتره موسسو یا د پروژی په ټیمونو کی، د حقیقت/رښتيا د اوریدلو لپاره یو نازړه والی وي، یا د ډلی غړو تر منځد ځان بیانولو ډار وي او هغوی ترې ډډه کوي. د خوندتيا کلتور رامنځته کولو هڅو سره، د پروژی مدیر باید دا ډاډه کړي چی د ټیم غړی د پروژی کاروباري اصل او ستراتيژيک همغږئ څخه تل خبر وي. د کاروبار څښتن یا سپانسر لخوا د دی معلوماتو دوامداره يادولو او تنظیمولو له لارې به تل د ټیم د غړو په ياد وي. همداسې د پروژی مدیر کولای شی له وقفو سره د پروژې له ګټو د ډلې په غونډو کې د نظر لپاره يادونه وکړي.

د توان ازميښت (Strength Exercise)

هر څوک باید د کار لاندې پروژی ارزښت په اړه پوښتنی وکړي. پروژه څه ارزښت راوړي؟ دا څرنګه د اداری د لید او اهدافو سره تړاو لري؟ دا د کاري ډلې لپاره مهمه ده چې لدې لارې دخيل پاتې شي تر څو پوه شي چې د دوی پوښتنی د سپانسر/ پروژې مالک لخوا اوريدل کيږي. د مفاهمی او پوښتنو توان پروژې کاري ډله غښتلې کوي، چې دا بیا د اداری د غښتلتیا سبب ګرځي

دوامداره یادداشتونه (Relentless Reminder)

مهمه ده چې پروژې په پيل او همداسې د کاري ډلې دخيلولو پر مهال، د پروژې کاروباري ارزښت روښانه شي. په دی کی د پروژي پيلولو، متوقع ګټی او څرنګه د پروژی پایلی د کاروباري پایلو سره سبب چې له ستراتیژیکو موخو سره عيار وي، پکې شامل دي. پر لويه موضوع پوهيدل د پريکړې کولو پروسې لپاره مهم دي او دې باوري کولو کی مرسته کوی چی د ټیم غړی ملکیت او مسوولیت لری چې په ورځني ډول د پروژې په ژوند کې کاروباري نتایج لاسته راوړي.

د کاروباري ګټو بحثونه د پروژي د ټیم په غونډو، چیک پوانټونو، بیا کتنی، او د ريسک د ارزونو یا په غیر رسمی خبرو اترو کی کیدای شی. دا خبری اتری د ارتباط یوه خلاصه او صادقانه کرښه هم رامینځته کوی چی د ټیم غړو ته د اندیښنو بيانولو آسانه لار برابروياو هر وخت کاروباري قضيې اړونده ستونزې او ريسکونه د بحث میز ته راوړلای شي.

درې ګاميزه همغږي (Three-Step Alignment)

زما په اند درې ګامونه دي چی د پروژی د مدیریت دفتر مديران کولای شي د پروژې د مدیرانو په مرسته د کاري ډلې په هره سطحه فعاليتونه په ستراتيژيکه توګه همغږي وساتي. لومړی، د پروژې مديرانو لپاره د پروژې ټاکلو او لومړيتوب ميکانيزم باید واوسي. دوهم، پر ستراتيژئ متمرکز د پلی کولو لارښوونی بايد واوسي چې ټیم وکولای شی د شخړې په صورت کې هغې ته مراجعه وکړي. په پای کې، د کار او نتایجو اړونده ټولو بدلونونو څارنه او ثبت. د نتایجو بدلون دا څارنه مرسته کوي تر څو د پروژې ژوند پر مهال د اداری له ستراتيژئ سره همغږي باوري کوي او همداسې په نورو پروژو، پروګرامونو يا پورټفوليو کې د بدلونونو اغېزو په ارزولو کې مرسته کوي.

Sustaining Strategy

د تګلاری جوړول (Create a Path)

لومړی د پروژی مدیران باید په روښانه توګه د پروژی پر اهدافو او اړتیاوو وغږيږي، تر څو د ټیم غړو فکر ستراتيژئ ته عيار کړي. د ټيم غړو تر منځ بايد اړیکی او همغږي هم وهڅول شي، تر څو وکولای شي د کاروباري قضيې ضعف په صورت کې وغږيږي.

هوښيار پیل وکړئ (Start Smart)

د پروژی په پیل کی د همغږئ ښه غونډه باید وکولای شي چې د پروژې ټول دخيل خلک همغږي کړي. خو، د پلي کولو پر مهال دا عادي خبره ده چې ځينې به ستراتيژيک له لاسه ورکړي. د حل لپاره، د پروژی مدیر باید ښه څارونکی وي او وکولای شي هر څوک بیرته د پروژې کاروباري ارزښت ته راستانه کړي. له کاري ډلی سره اوونيزه غونډی کولای شي په ستراتيژيکه توګه د ټولو همغږي ساتلو لپاره يوه ښه وسيله وي.

(د PMI Network اګسټ ۲۰۱۷ ګڼې پر اساس ژباړلی او خلاصه شوی دی)

(ورته ليکنی له شخړی تر شراکت، د پروژې د کاميابئ بیلابيل رنګونه، ريسک و ستراتيژیهای مديريت آن، د پروژو د توقعاتو او کيفیت ستونزې)



ټولي:مديريت Management

ټگونه:, , ,

6 replies

Trackbacks

  1. ډیر ناوخته نه ده، څرنګه خپل مسلک ته راوګرځئ | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  2. (On Common Ground) پر عمومي اساساتو | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  3. مشر له څه جوړ وي؟ دوهمه برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  4. خیریه ريسکونه (Charitable Risks) | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  5. سمې تګلارې ټاکل | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  6. په قضاوت کې عجله مه کوئ | مشري || ټکنالوژي || مديريت

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: