ډیر ناوخته نه ده، څرنګه خپل مسلک ته راوګرځئ

ژباړه: عبدالواحد سهاک

تاسې کولای شئ د معلوماتی ټکنالوژۍ پروژو ته راستانه شئ، مګر هڅه غواړي. همداسې څرنګه د پوهنتون تجارت څانګی فارغین کولای شی چی د پروژی د مدیریت دندې حاصلی کړي.

زه هڅه کوم چی خپل مسلک بدل کړم زه غواړم بیرته راشم او وکولای شم د معلوماتي ټکنالوژۍ ډيرې پروژې اداره کړم. خواحساس کوم له پنځو کلونو وروسته چې په بیلابيلو سکتورونو کې مې پروژې اداره کولی، ويره لرم ممکن بیرته راستنیدلو کې مې ځنډ کړیدی؟څه مشوره راکوئ؟

زه فکر کوم چی تاسې به پوهیږئ چی له پنځو کلونو وروسته، ستاسې د معلوماتی ټکنالوژۍ ډیره کاري تجربه به زړه او بې ګټی وي.

د پروژی اکثره مدیران پدې باور لری چی دوی کولی شی هر ډول پروژه په هر مسلک کې اداره کړي او د پروژی تخصصي موضوع په اړه ځان پوهولو ته اړتیا نه لریکه هغه د پروسو بهتري وي، یا د نوی بانګداری سیستم وي، د دفتر لیږد یا سوداګریز بدلون وي. دوی استدلال کوی چی دا د دوی د پروژې مدیریت مهارتونه دی چی دوی بریالي کوی، نه دا چی د پروژی پر تخصصي موضوع ځان پوه کړي.

خو پدې دليل کې ستونزه داده هغه اداری چی غواړی د پروژی مدیر وګماري هغه اکثره د دې مخالف فکر کوي او پر تخصصي موضوع پوه د پروژې مدير غواړي. د استخدام مدیر شاید داسی فکر وکړی چی د پروژی د مدیرانو لپاره اړین دی چی د پروژې د کار او اړونده مسلکی ټیمونو چې دی يې اداره کوي، پر تخنيکي موضوع پوه وي.

نو دلته تاسې چيرې ياست؟ ځینی اختیارونه/امکانات لرئ. ستاسو لپاره ساده داده چی د هغو سازمانونو په لټه کی شئ چی د ځانګړو تخنیکی پوهی او مهارتونو په پرتله د پروژي د مدیریت تجربه باندی ډیر ټینګار کوی. داسې سازمانونه شتهدا پر تاسو ده چې دا څيړنه وکړئ او پيدا يې کړئ.

بله لاره داده چی په تیرو پنځو کلونو کی د معلوماتی ټیکنالوژۍ او نورو بدلونونو کی پر چټکه توګه ځان ورسوئ او د خپلې پوهی تشو په ډکولو پیل وکړئ. که چیری تاسې د دندی کوم اعلان وينئ، خوښيږي مو او فکر کوئ چې لاسته راوړلو امکان يې هم شته، وګورئ چی کوم مهارتونه غواړي، دا ډول کولای شئ خپل د مطالعې ساحه مشخصه او له وړاندې ځان تيار کړئ.

بله لار، له خپلی شبکی څخه کار واخلئ. ځکه دا خلک تاسې پيژني او پوهيږي چې څه وړتياوی لرئ پرته لدې نظره چې په ټکنالوژئ کې څومره معاصر ياست. د خپل مسلک هر اړخ بدلول ستونزمن وي، نو ځکه له ملګرتوبه کار واخلئ: ایا ستاسې په اړيکه کې داسې څوک شته چې سپارښتنه مو وکړي يا مو چا ته وروپيژني؟

بله لاره وړاندې تګ لپاره، وروسته ګام اخيستل دي. د داسې يوې وظیفې يا مقام خپلول دي چې ستاسې اوسنئ وظيفې څخه ټيټ ښکاري خو کولای شي د معلوماتي ټکنالوژئ اړونده مهارتونه درکړي او خلاوې مو ډکی کړي.

د وروستي اختیار په توګه، د هغه احتمالی فرصتونو مخه مه نيسئ چې د کار په اوسني ځای کې ورسره ممکن مخ شئ. ایا داسی یو فرصت شته،  چی د نوی ټیکنالوجۍ اړوند پروژه تاسو ته درکړل شی؟ مخکې لدې چې د اوسني استخداموونکي پريښودو پريکړه وکړئ، ځان ټولو اړونده فرصتونو په اړه ډاډمن کړئ.

زه له تجارت پوهنځي فارغ یم او د پروژي له مدیریت سره مینه لریم، زما لپاره څه مسلکي مشوره لرئ؟

څو اختياره لرلای شئ، په بيلابيلو صنعتونو او کاروبارونو کې چيرې چې پروژې پر مخ وړل کيږي، بيلابيل ډول دندی او موقفونه شته دي. همدارنګه د پروژی په مدیریت کی هم مختلفی دندی شته. څرنګه چې دا ډيري وختونه د مسلک مستقيمه لاره نه وي نو ځکه څرنګه چې په خپل مسلک کې وړاندې درومئ، بيلابیل فرصتونه ځان راڅرګندوي.

د پروژي د مدیریت مسلک پيل بايد له ځان ارزونی سره مل وي: په دی باندی پوهیدل چی تاسو څوک یاست، څه مو خوښيږي او څه دیته هڅولي یاست؟ له ځان څخه پوښتنه وکړئ: څه مواحساساتي کوي؟ د خپلې زده کړې کومی ساحې ډيرې جالبی يا ستونزمنی وی؟په څه ډول کار کې به وده وکړئ؟ څه چې تحليل غواړي؟ داسې څه چې ډيرې اړيکې او له خلکو سره راشه درشه غواړي؟

په بيلابیلو صنعتونو کې د ټيټ او د داخلی د کچی موقفونه لکه د پروژی مدیرانو مرستندویان، د پروژي همغږی کوونکی، د پروژی پلان جوړونکی، سوداګریز شنونکی او کنټرولوونکي. خپلې خوښې موقف موندل يو څه څيړنه او دا پوهه غواړي چې دا موقف د پروژې مديريت په جوړښت کې چيرې برابريږي او څرنګه کولای شي ستاسو اوږد مهاله اهدافو ته د یو ګام په توګه عمل وکړی.

هڅه وکړی د امکان تر حده له ډيرو داسې خلکو سره چې د پروژې په موقف کې کار کوي، وغږيږئ. دوی به تاسې سره داسې تجارب شريک کړي چې ستاسې انتخابونه به ډير څرګند او روښانه کړی.

زه غواړم خپل خلص سوانح/ ریزومی بهتره کړم، چیری خپلی هڅی متمرکزی کړم؟ کومی برخی مهمی دي؟

که تاسو پر ریزومی یا سي وي لیکلو د ۲۰/۸۰ اصول عملي کړیله لږ زحمت سره ډير نتایج حاصلوئپر لومړي مخ تمرکز وکړئ، په ځانګړي ډول پر خپل اوسنئ يا اخيري دنده. کله چی خبره دندو لټولو ته راشي نو دا برخه تر ټولو ډير اغېز لرونکي وي.

د هغه ځای په اړه چی تاسو په کی کار کاوه څرګنده وغږيږئ، په ځانګړی توګه که اداري جوړښت کې دخيل وئ، څرګنده يادونه وکړئ: ګمارونکی غواړي پوه شي تاسې هلته څه کول، د يوې کرښې تشریح شاملولو په اړه وغږئ او کومې پروژې مو اداره کړی وی.

ځکه چی ګومارونکي غواړي د پروژی د مدیريت په کچه پوه شي، بهتره ده ځينې حقایق/شميری وړاندې کړئ: ، څومره پروژی مو اداره کړی، څومره خلک، د بودیجی اندازه او پایلی مو لاسته راوړی. اداری/کاروبارتهموڅهګټیراوړی؟

د یو مهم اړخ یادونه: هڅه وکړئ ځان ډاډمن کړئ چې ستاسې له صنعت/ مسلک بهر يو څوک ستاسې پر ريزومي پوه شي. لنډيزونه مه کاروئ، او د ځانګړو پروژو په اړه ډیر څه مه لیکئبلکه د پروژو او خلکو پر مديريت تمرکز وکړئ. ګومارونکی غواړي پوه شي چې آیا تاسې به په اداره بریالي اوسئ يا نهنو ځکه باید د پروژې په ژوند کې د اړتيا وړ مهارتونو او توانونو پر څرګندولو تمرکز وکړئ.

(د PMNetwork اګست ۲۰۱۷ له ګڼې څخه ژباړل شوی دی)

(ورته ليکنی: پروژې) ستراتيژئ دوامداره مهم ساتل)، له شخړی تر شراکت، د ځان اداره او پيژندل – اخيري برخه، د زهري کارځای/ دفتري چاپیريال – لس نښی)



ټولي:مديريت Management

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Google photo

You are commenting using your Google account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: