ژباړه: عبدالواحد سهاک
مه پريږدئ چې شخړی ستاسې پروژه له ناکامئ سره مخ کړي. پر هغه څه چې د پروژې غړو له وړاندې سره شريک کړي دي، پر اساس مخ ولاړ شئ!
کلتوری شخړی کولای شي په چټکۍ سره د پروژي د پلانونو او همکاریو مخه ونیسی. زه د داسې پیښو شاهده وم، کله چې ما د خپلې پی ایچ ډی لپاره د پاناما کانال د پراختیايي پلان مطالعه کوله. د پروژی د قراردادیانو، چې تیر کال وتړل شوه، تر منځ شخړی عامی وی. لکه پانامانیان، د متحده ایالاتو، اسپانویانو، ایټالویانو او بیلجیمی ټیمونو سره یوځای کار کاوه، د کلتوری توپیرونو له کبله مقاومت او ښکیلو اړخونو تر منځ تريخوالی رامنځ ته کیده.دبیلګی په توګه، بلجمیان ډير د رواجي او شخصي پوښتنو طرفداران نه وو، په داسی حال کی چی پانامایانواوایټالویانوعموماً اصل کاروباري خبری ته له راتګ وړاندې د مقابل لوری کورنئ حال احوال په اړه پوښتل.
په لومړی سر کی یوازی توپیرونه وو. خو ډیر پر شخړو او تريخوالي واوښت، او د پروژی برخوالو د کار ساحی لپاره د “زور واده” “جګړی سیمه” او نور ورته اصطلاحات کارول. د “هسپانويانو” يا “شماليوالو” اصطلاحات کاريدل، يا زموږ او هغوی فکر د پروژې په کاري ساحه کې د باور او خوندتيا نشتوالي سبب شو، چې له کبله يې د پروژې کاري ډلو تر منځ فاصله ډيره او د ويشلی کاري ډلی رامنځ ته شوی.
غښتلی همکاري (Amplify Collaboration)
څرنګه کولای شئ د کلتوري اختلافاتو مخه ونیسئ، چې د يوې لويې زهري جګړی سبب نه شي؟ د پیل ټکی په توګه د پروژی په برخه والو کې د يووالي او شخصي ژمنتیا احساس رامنځ ته کولو کې مرسته ده. دا هڅه به د پوهی يوځایوالی، کاري ميتودونو عيارولو او د اداری نورو کلتورونو سره عياريدل وهڅوي. دا هغه څه دي چې د پرمفهومه همکارئ سبب ګرځي.
د کانال د پراختيا پروژی ونډه لرونکو له یو بل سره د پروژې لاسته راوړنو پر شریکولو ځان لپاره عمومي اساسات وموندل. دوی ټولو سترو ساختمانی پروژو لاسته راوړنو لپاره مینه او ویاړ درلود. د دی د منعکس کولو لپاره، د پروژی مشرانو د ټول سازمان لپاره دا منتر “کار اجرا غواړي” غوره کړ. د همکارۍ یو بل اندازه کيدونکي فکتور په توګه: د کانال پروګرام د کلتوري شخړو حل لپاره لنډمهاله کارکوونکي راوړل. دوی دبې طرفه ډیپلوماټانو په توګه عمل وکړ، او د پوهی او تجربو په لیږد کې يې مهم رول ولوباوه، او د پروژی د برخه والو ترمنځ یی اړیکې بهتره کړی.
په پایله کی، د ټیم غړی هڅیږی چی د يو بل کلتوري کړنو او پیچلی کاری چاپیریال سره ځانونه عيار کړي. د بیلګی په توګه، ځینی کارمندانو محلی ژبه زده کړه او یا خپلې عادي طریقی او کړنلاری اصلاح کړی. دوی څو کلتوري اړیکی رامنځ ته کړی چی د پروژی پرمخ وړلو کی يې مرسته وکړه.
دا د پروژې د مدير کار دی چې د پروژی په کاري ډله کې د همکارئ ودی لپاره کار وکړي. شخړی به او راپیدا کيږي کله چې له وړاندې ستونزمن کار ځای کې بیلابیل کلتورونه او ژبی رايوځای شي. خو په کلتوري ورته والي تمرکز د شخړو مخه نيولای شي. کله چې پرمختګ اندازه کيدونکی وي، نو د مثبت غبرګون رامنځ ته کیدو امکان ډيريږي.
(د PMNetwork د اګست ۲۰۱۷ له ګڼی څخه ژباړلی او لنډ شوی دی)
(ورته ليکنی: پروژې) ستراتيژئ دوامداره مهم ساتل)، له شخړی تر شراکت، ټولنيزه دايره، سلوکونه او برياليتوب، مخ په وړاندې)
ټولي:مديريت Management
ځواب دلته پرېږدئ