د ماشومانو/ځوانانو آنلاين ساتنه: ماشومانو/ځوانانو لارښود – دوهمه برخه

موږ د ماشومانو آنلاين خوندي ساتلو او بهتره استعمال په اړه د ليکنو لړۍ پیله کړې ده، دا د دې لړۍ دوهمه ليکنه ده، دا ليکنې په اساسي توګه د ملګرو ملتونو د مخابراتو نړيوالې اتحاديې او نورو اړونده  لارښودو او بهتره استعمال لارو چارو په رڼا کې ليکل شوي دي، چې کولای شي له استعمالوونکي سره د دی وسيلو په بهتره استعمال کې مرسته وکړي.

دې لړۍ کې ماشومانو، د هغوی والدینو او نورو اړونده ادارو لپاره لارښوونی او وړانديزونه شته چې څرنګه ماشومان/ځوانان او زلمکيان آنلاين وساتي او وکولای شي له انټرنېټ او اړونده وسيلو څخه زده کړه ييزه، صحي او بهتره ګټه واخلي.

د دې لړۍ کې دا دوهمه ليکنه د لومړئ ليکنې پر دوام ليکل شوې ده، لومړئ ليکنه دلته ولولئ.

دا لیکنی په عمومي توګه نړيوالو لارښوونو او بهتره استعمال په رڼا کې ليکل شوي، د هغو هېوادونو له تجاربو درس اخيستل شوی چې ټکنالوژي يې د ښوونی او روزنی، تجارت، ټولنيز ژوند، ساعتيرئ، لوبو او نورو برخه ده، او په افغانستان کې د ټکنالوژئ پراخيدونکي استعمال له کبله موږ هم په هماغه لور روان يو، بهتره ده چې زموږ ماشومان او د هغوی وليان د دې وسيلې پر بهتره او ښه استعمال پوه شي.Children Protection online - 5

دا ليکنی يوازې د ماشومانو او ځوانانو لپاره نه دي، زموږ په هېواد کې چيرې چې حکومت يوازې شمېرو پسې منډې وهي، دلته د مشتري د خوندتيا ميکانيزمونه او د خدمت عمومي زيربناوی ډيرې ضعیفه دي، دا لارښود او کړنلارې د استعمالوونکي، کورنيو، ملګرو او نورو اړونده سره مرسته کوي، تر څو څرنګه ځان وساتي او که چيرې له يوه ناغوښتي حالت سره مخ شو، څه بايد وکړي.

معلومات

ماشومانو او ژڼکيو لپاره د کورني کار پر مهال معلوماتو ته لاسرسی مهم وي. څيړنی ښيي چې په انګلستان کې ۸ او ۱۱ کلونو تر عمر ماشومانو ۷۵٪ او ۱۲ او ۱۵ عمرونو تر منځ ژڼکيو ۸۴٪ د کورني کار پر مهال انټرنېټ کاروي، پداسې حال کې چې په برازيل کې ۹ او ۱۷ کلونو تر منځ ۸۷٪ خلک کورني کار لپاره انټرنېټ کاروي. تر ډيره کتابتونونه او معلومات آنلاين شوي دي چې په نړيواله توګه ځوان نسل د خپلو چارو لپاره په ډيريدونکي ډول له همدې آنلاین وسيلو کار اخلي، او د محتوياتو محلي کيدو سره دا شميره په غير انګليسي هېوادونو کې هم مخ پر لوړه روانه ده.

ټولنيزې شبکی

د ټولنيزو شبکو رامنځ ته کیدل د انټرنېټ برياليو کيسو څخه يوه ده. د هر عمر لپاره دا ډول شبکی شته، پر دا شبکو د حساب او پروفایل درلودل د ننني نسل د ژوند نه بيليدونکي برخه ده. له ښوونځيو څخه له راتګ سره سم ټولنيزو شبکو له لارې خپل بحث ته دوام ورکول، په يوه وخت کې سندرو ته غوږ نيول، لوبی کول، ملګرو سره اړيکی، خبرونه، او خپل نظر بیانول په ځوانانو کې د ټولنيزو شبکو تر ټولو عام استعمال دی.Children Protection online - 7

ټولنيزې شبکو کارول يو تر ټولو عام فعاليت دی چې ماشومان يې هره ورځ اجرا کوي، او هغه ماشومان چې ځيرک ټليفون يا ټبليټ لري د نورو په پرتله ډير هره ورځ ټولنيزې شبکی کاروي. په اروپا کې په عمومي توګه ۷۰٪ ماشومان ټولنيزی شبکو حساب لري، همداسې د ۹ او ۱۷ کالو تر منځ عمرونو ۸۰٪ ځوانان په برازيل کې ټولنيزې ميډيا حساب لري. پدې څيړنو کې فيسبوک د ټولنيزې ميډيا تر ټولو عامه وسيله ده چې دا ځوانان يې کاروي، خو نوی څيړنې ښيي چې د دې عمر ځوانان په ډيريدونکي ډول فيسبوک پريږدي، او نورو وسيلو لکه سنيپ چيټ او نورو ته د هغوی د محرميت غښتليو ميکانيزمونو له کبله وردرومي. همداسې څيړنې ښيي چې په ماشومانو کې د ټويټر، يوټيوب، انسټاګرام يا فليکر استعمال هم عام دی.

ستاسې آنلاین پروفايل څه دی

د Habbo Hotel (ځوانانو لپاره ځانګړی ټولنيزه شبکه) يوې زړه پوری څيړنی پر اساس چې په ۱۳ کلنو او هغوی څخه مشرانو کې شوی، د دوی آنلاين پروفایلونه يې پر دا کټګوريو ویشلي دي:

لاسته راوړونکي: جاه طلب، غښتلي ذهن درلودونکي او مادياتي. دوی مادي برياليتوب او ډيرو ملګرو لرلو ته ارزښت ورکوي، او د نورو کتګوريو په پرتله د خلکو له احساساتو بې پرواه وي.

سرغړوونکي: په ژوند کې ډيرو تجاربو او خوندونو پسې ګرځي. د لاسته راړونکو په څير دوی غواړي چې ژر مالداره او مشهور شي، خو نه غواړي په دې مزل کې حوصله او ساعتيري ولري.

رواجي: عادي ژوند ته ارزښت ورکوي او ځان ورته ريښتوني، مهذبه او منونکي ښکاري. غواړي چې نورو سره مرسته وکړي خو د نورو په پرتله لږ جاه طلبه او خوندونو پسې نه ګرځي.

مبتکر: رواجي ته ورته مثبت مشخصات لري، خو پر ابتکار متمرکز وي. دوی پر ښه تعليم او پر اغیزمن ژوند قانع وي، خو ورسره فعاله، ټولنيز او سفرونو سره مینه لري.

يوازی: يوازې او د شخصیت نورو کتګوريو سره اړخ نه لګوي. دوی استثناً ځان فعاله يا باوري ويني، خو د رواجي يا لاسته راوړونکو په پرتله له پراخه ذهن او فکر برخمن وي.

ماشومان او ځوانان آنلاين پروفايل لري چې د يو بل پر پروفایل نظر ورکوي يا سره غږيږي. د ډيرو آنلاین ملګرو درلودل د نورو په منځ کې شخص ته یو لوړوالی او پيژندنه ورکوي، خو دا پخپله يوه اساسي پوښتنه ده چې آیا د ډيرو ملګرو درلودل يو هدف دی چې خلک باید ورلپاره کار وکړي؟ په امریکا کې يو څيړنه ښيي چې په عادي ډول يو زلمی ۳۰۰ فیسبوک ملګري او ۷۹ ټويټر فالورز لري.

اکثره ټولنيزې شبکی د کوچنيو فرعي ګروپونو او ډلو جوړول هم آسانوي، چيرې چې د خپلې خوښې پر اساس آنلاين ګروپونه يا پاڼې جوړيږي او ځانګړي خلک ورته لاسرسی لري، ممکن تاسې د هغو برخه ونه اوسئ، دلته يو ځل بيا معلوماتي ټکنالوژي داسې څه ته لاسرسی آسانوي چې ممکن په ريښتوني او فزيکي ژوند کې هغه نه وي. د آنلاین ټولنو مثبته اغېزه او فکر کولای شي يوه ښه تجربه واوسي او خلک وهڅوي تر څو له نورو سره په اړيکه کې واوسي او نوي څه زده کړي.

لوبی

پخوانئ د تختی او نوری لوبی هم آنلاين شوي دي، چې کولای شئ له نورو سره يې يوځای ولوبوئ دا لوبی چې اوس د Massively  Multiplayer Online Role Playing Games (MMORPGs) په نامه ياديږي، ښه مثالونه يې World of Warcraft يا Clash to Clans او نور کیدای شي. د ټولنيزی شبکو په څير لوبی هم کولای شي د نړۍ بیلابیل خلک سره ونښلوي. ۷۰٪ لوبغاړي له خپلو ملګرو سره لوبيږي او په ميلیونونو نور په نړيواله توګه په دې لوبو کې برخه اخلي. څيړنی ښيي چې په ډيريدونکي ډول ماشومان آنلاین لوبيږي او همداسې په هرو څلورو لوبغاړو کې درې يې له نورو سره د ویب چيټ، غږ او کمری له لارې هم غږيږي/ په اړيکه کې وي.

آنلاين لوبيدل يو ټولنيز فعاليت دی، چې د ډيرو کوچنيو لاسي وسيلو له لارې هم اجرا کيدای شي.

له آنلاين لوبغاړي يا لوبیدونکي څخه هدف يوازې هغه ماشوم نه دی چې د خونی په یوه ګوډکې ناست آنلاين لوبيږي، په سويلي کوريا کې ځوانان د کمپيوټري لوبو دوکانونو ته ځي، پدې هېواد کې دا ټولنيز احساس خپله د دې لوبو د ودې او شهرت يو دليل دی، خو د هغه بیشمیره ساعتونو په رڼا کې چې ماشومان او ځوانان يې پر دې لوبو مصرفوي، دې هېواد په ۲۰۱۱ کې په ټاکلي ساعتونو کې د لوبو ممانعت قانون وضع کړ، چې د هغې پر اساس له ۱۶ کالو کم عمره ځوانان نشي کولای له نيمی شپې د سهار تر ۶ آنلاین لوبی وکړي، خو د رامنځ ته شوو بحثونو په رڼا کې اوس دا ماشومان کولای شي د وليانو تر څارنی لاندې ولوبيږي.

آنلاین لوبی لدې کبله هم له خطره ډکی دي چې مخامخ نه لوبيږي، نو ځکه ماشومان يا ځوانان نه پوهيږي له چا سره لوبيږي او د هغوی اهداف څه دي. دوی ممکن له نامناسب عمر خلکو سره لوبيږي. د Get Safe Online يوه څيړنه ښيي چې نږدې ۲۵٪ ماشومانو آنلاين لوبو پر مهال شخصي معلومات له نورو سره شريک کړي دي، ۳۵٪ يې له داسې چا سره غږيدلي چې دوی يې نه پيژني او ۱۵٪ ماشومان آنلاين لوبو پر مهال شفاهي تهدید یا توهين شوي دي.Children Protection online - 4

ډيجيټل ښاري

د نوی ټکنالوژئ معرفي تل له ځان سره د هغې د ښه استعمال او پرې د پوهيدو غوښتنه لري. موږ، د ماشومانو او ځوانانو په شمول، د هغې له جوړوونکو څخه د دې غوښتنی حق لرو چې څومره امکان ولري باید د خوندتيا او ښه استعمال وسيلې پکې شاملې کړي، لکه څرنګه د شخصي معلوماتو له سپړلو مخه ونيسو. په ۲۰۱۵ کې يوې نړیوالې څيړنی وښودله چې په دريو کې دوه ويبپاڼې د ماشومانو شخصی معلومات راغونډوي، او پدې کې نیمې ويبپاڼې او ايپس (پروګرامونه) دا معلومات له نورو ادارو سره شريکوي، او په ۷۰٪ ویبپاڼو او ايپس کې د خپلو شخصي معلوماتو پاکول ستونزمن وو.

په داسې يوه حالت کې دوی ټول مسؤليت پر ماشومانو وراچوي چې څرنګه آنلاین بامسؤليته او بااحترامه عمل وکړي.

د ډيجيټل ښاري اصطلاح په دې اخيرو کې رواج شوې ده، لدې څخه هدف آنلاین تهدیدونو سره معامله نه ده، بلکه د خوندي ساحو او ټولنو رامنځ ته کول، د شخصي معلوماتو بهتره مديريت زده کول او له انټرنېټ څخه د خوندي، مبتکره او آزاده آنلاين ژوند وسیلې په توګه ګټه اخيستل دي.

(په راتلونکي ليکنه کې موږ پر آنلاین ساتنه غږيږو)

(ورته ليکنی: د ماشومانو/ځوانانو آنلاين ساتنه: ماشومانو/ځوانانو لارښود – لومړئ برخه، ګوګل او بيړا – آیا انټرنيټ موږ د ذهني سستوالي په لور بيايي، پر ماشومانو د ټکنالوژئ استعمال اغېزې، آنلاين: د ځان او معلوماتو ساتنې نهه عملي لارې چاری)



ټولي:Technology ټکنالوژي

ټگونه:, , ,

7 replies

Trackbacks

  1. په افغانستان کې د بریښنایی یا الکترونیکی حکومتداری پیاده کول: ننګونی او فرصتونه – درېیمه برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  2. پر ذهن د ټولنيزه رسنیو (سوشل ميډيا) استعمال اغیزې – څيړنی څه وايي | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  3. د ماشومانو/ځوانانو آنلاين ساتنه: ماشومانو/ځوانانو لارښود – درېيمه برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  4. د ماشومانو/ځوانانو آنلاين ساتنه: ماشومانو/ځوانانو لارښود – څلورمه برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  5. د ماشومانو/ځوانانو آنلاين ساتنه: ماشومانو/ځوانانو لارښود – پنځمه برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  6. د ماشومانو/ځوانانو آنلاين ساتنه: ماشومانو/ځوانانو لارښود – شپږمه برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  7. د ماشومانو/ځوانانو آنلاين ساتنه: ماشومانو/ځوانانو لارښود – اخيري برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: