کله چې استخداموئ، لومړی ازموینه واخلئ بیا مرکه وکړئ

ژباړه: عبدالواحد سهاک

زیاتره خدمتي شرکتونه مشتريانو ته قناعت لپاره پر ماهر او شخصیتی کارکوونکو متکي دي، مګر د دوی موندل ګران دي، په ځینو صنعتونو کی د د کار پريښودنی اندازه له ۵۰٪ څخه زیاته ده. کمزوری کاري بازارونه او په آسانه د انلاین کليکولو له لارې دندې ته عريضو ميکانيزمونو پر شرکتونو بوج زیات کړی دی، چې ښايي د یوی شته وظيفی لپاره سلګونه غوښتنلیکونه ترلاسه کړي. د بيلګې په ډول، په ۲۰۱۲ کې د بریتانیي د ټلیفون صنعتي مرکز (کال سنټر) ۲۶۰۰۰۰ دندو لپاره دوی ۷ میلیونه غوښتنلیکونه ترلاسه کړل.

زیاتره شرکتونه د استخدام لپاره یو معیاري رژیم لري: استخداموونکي د ريزومي له کتنی شروع کوي، له وړ نوماندانو سره ټیلیفوني يا مخامخه مصاحبه کوي، او بیا د بیلا بیلو سلوکي ازميښتونو له لارې غوره نوماند ټاکي.

زموږ څیړنی ښيي چی دا تګلاره مخ په شا ده. ډیر خدماتي شرکتونه لکه د پرچون پلورونکو، د ټیلیفون مرکز او امنیتی شرکتونه او نور کولی شی د استخدام لومړي ګام په توګه د ویب رواني/سلوکي کوچنيو ازموینو پر کارولو خپل لګښتونه راکم کړي. دا ډول ازموینی په اغیزمنه توګه نامناسب غوښتونکي باسي، او د استخدام پروسې نسبي ګرانو پړاوونو ته د وړ غوښتونکو کوچنۍ او غوره ډله پريږدي.

لومړي ازمویل ډیرو دلیلونو له کبله ګټور دي. شواهد ښيي چې نن ورځ د پخوا په پرتله ډير خلک، نږدی ۵۰٪ خپل خلص سوانح يا CVs له ضرورته زیاته ښايسته يا پالش کوي، چې د دې غوښتنليکونو ارزولو لومړنيو وسيلو ارزښت راکموي. په عین وخت کی، ویب بنسټه رواني/ سلوکي ازموینی ارزانه او آسانه شوي دي، او بیلابیلو صنعتونو څيړنو ښودلی چې دا ازموینې د کاري صلاحیتونو او اجراتو ښه وړاندويونکي دي.

آنلاین بیلابیلې ازموينې شته چې هر صنعت يې له خپلې اړتيا سره سم کاروي، دا ازموينې د راتلونکي کارکوونکي کار، کاری اجراتو او ځيني مواردو کې آن د حاضرئ او له کار سره مينې ښه وړاندويونکي کیدای شي.

د بیلګی په توګه، د انګلستان یو لوی سوپر مارکیټ ډلې په دی وروستیو کی د وضعیتی قضاوت آنلاین ازموینو کارول پیل کړل، تر څو د غوښتنليکونکو څخه ټيټ ۲۵٪ يا تر ټولو نامناسب نوماندان ليري کړي. څرنګه چې بهتره نوماندان وروسته ګامونو لپاره پاتې شول، نو ځکه هر موقف لپاره د نوماندانو شمېر له شپږو څخه دوو ته راټيټ او اداره يې له ۷۳۰۰۰ مديريتي ساعتونو بې ځايه مصرفولو څخه وساتله.

ځینی نورو شرکتونو هم له دې ازموینو څخه دې هدف لپاره کار اخيستل پيل کړي، خو دا عمل لاهم غیر معمولی او کم رواج دی. په نړیواله توګه، شرکتونه پر دا ډول رواني/سلوکي ازموینو د کال نږدې ۷۵۰ میلیونو ډالر مصرفوي. که چیری د خدمتونو نور شرکتونه هم د استخدام پروسې په پيل کې له دا ډول ازموينو کار واخلی کولای شي بهتره کاري ځواک ولري او هغه فعاليت چې بېحده ډيرې زیرمې مصرفوي، تنظيم کړي.

(د HBR نومبر ۲۰۱۳ ګڼې مضمون پر بنسټ ليکل او ژباړل شوی دی)

(ورته ليکنی: بهتره آمرين: شپږ خواص، د ګوګل څيړنه، د زهري کارځای/ دفتري چاپیريال – لس نښی، آیا په ريزومی يا خلص سوانح کې عکس وي يا نه، د تعليم او دندې واټن)



ټولي:HR, مديريت Management

ټگونه:, , , ,

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: