مشر له څه جوړ وي؟ – لومړئ برخه

ښه مشران له عادي څه توپير لري؟ موږ دلته پر دې موضوع بحث کوو، دا توپير پر پوهه يا تخنيکي مهارتونو اساس نه دی. دا د احساساتو پر هوښيارتيا/ځيرکتيا (Emotional Intelligence) بنا دی: د پنځه مهارتونو ټولګه چې مشر ته د خپل او خپلو پيروانانو کار بهترولو توان ورکوي. کله چې په يوه شرکت کې د يوه مشر مدير څانګی د احساساتو ځيرکتيا توانونه ټاکلی اندازې ته ورسيږي نو دوی له نورو څانګو شل فيصده بهتره کار کوي.

دلته موږ د احساساتو د ځيرکتيا له دې مهارتونو يادونه کوو:

۱. پر ځان پوهيدل (Self Awareness) د خپلو توانونو، ضعفونو، تحريکوونکو، ارزښتونو او پر نورو اغېزې پيژندل.

نښی: پر ځان باور، د ځان ريښتونی ارزونه، پر ځان د خندلو توان، جامع/تعميري انتقاد تنده؛ مثلاً: يو مدير پوهيږي چې لنډ ضرب الاجل  پر هغې بده اغېزه کوي، نو ځکه تل هڅه کوي چې کار له ضرب الاجل او اخيري نيټې ډير وخته خلاص کړي.

۲. پر ځان واک لرل (Self Regulation)هیجانوونکي او اخلالوونکو تحريکوونکو او مزاجونو تنظيم او بل لورې ته برابرول

نښی: اعتباري، ريښتونی، له ابهام او بدلون سره آرامه؛ مثلاً: کله چې کاري ډله پريزنټشن خراب کړي، مشر هڅه کوي چې چيغې ونه وهي. بلکه، د ناکامئ پر دلايلو فکر کوي، پايلې يې خپلې ډلې ته بيانوي او له هغوی سره يوځای پر حل کار کوي.

۳. هڅونی (Motivation) له لاسته راوړنو خوند اخيستل

نښی: له کار او نوو ننګونو سره مينه، د بهترئ له پاره نه ستړي کيدونکی هڅه، د ناکامئ په صورت کې خوشبيني؛ مثلاً: د يوې لويې څانګی مشر ويني چې دريو مسلسلو ربعو کې يې ګټه کمه شوې ده. لويو مشتريانو اداره پريښوده. د بهرني چاپيريال ملامتولو پر ځای، هغه له دې تجربې څخه د زده کړې هڅه کوي او حل يې لټوي.

۴. خواخوږي (Empathy) د نورو پر احساساتو پوهيدل

نښی: د استعدادونو په جذبولو او ساتلو کې مهارت، نورو ته د ودې ورکولو توان، کلتوري توپيرونو ته حساسيت. مثلاً: امريکايي مشاور په جاپان کې ممکنه مشتري ته پروژه وړاندې کوي. د هغې ډله د مشتري خاموشي د انکار په توګه اخلي او روانيدو ته تياريږي. مشاور د مشتري وجود ژبه لولي او له پروژې سره د هغې مينه احساسوي. غونډې ته دوام ورکوي او پروژه ګټي.

۵. ټولنيز مهارت (Social Skills)ټاکلي لور ته له نورو سره باور پخول

نښی: د بدلون اغېزمنه مشري، قانع کول، پراخی اړيکي، د ډلو په پرمختګ او مشرئ کې تجربه. مثلاً: يو مدير غواړي چې اداره يې د انټرنېټ د مديريت بهتره ستراتيژي خپله کړي. هغه د نومونوي ويبپاڼې جوړولو لپاره کاري ډله جوړوي. هغه د ادارې نورو څانګو همکاران هڅوي تر څو پدې کار کې مرسته وکړي. د هغې شرکت د انټرنېټ څانګه جوړوي او ده ته يې مشري ورسپاري.

د تجارت هر مشر له ورته کيسې سره بلد وي چې تکړه، هوښيار او ماهره مدير د مشرئ چوکئ ته پورته کړي خو هلته په بده توګه ناکاميږي، خو همداسې بلې ورته کيسې سره هم بلد وي چې يو بل څوک چې نه تر ټولو هوښيار او نه ماهر وو، د مشرئ ورته چوکئ ته وده کوي خو هلته کاميابيږي.

دا ډول کيسې دا فکر نور هم تقويه کوي چې مشرئ لپاره د سمو خلکو موندل له ساينس اخوا هنر دی. که چيرې د تکړه مشرانو طريقو ته وکتل شي نو هغه هم له يو بل سره فرق کوي: ځينې مشران خاموشه او ارزوونکي وي؛ نور له ټولو په لوړ غږ د چيغو توان لري. همداسې بل مهم ټکی بیلابیل حالات بیلابیل ډول مشري غواړي.

خو دا ټول مشران په يوه ساحه کې سره ډير ورته وي: دوی ټول په لوړه اندازه د احساساتو ځيرکه وي. دا پدې معنا نه ده چې هوښياري او تخنيکي مهارتونه مهم نه دي، دا دواړو يوازې د مديره مشرئ مقام ته رسيدو لپاره مهم وي، خو په مشرئ کې برياليتوب لپاره له تخنيکي مهارتونو اخوا ډير څه ته اړتيا وي. نوې څيړنې ښيي چې احساساتي ځيرکتيا د مشرئ يو تر ټولو کليدي ټکی دی. لدې پرته يو څوک به د نړۍ تر ټولو ښه روزنه، تيز فکر، هوښيار ماغزه او د ښو مفکورو دوامداره لړۍ ته لاسرسی ولري، خو ښه مشر به نه شي.

احساساتي ځيرکتيا څرنګه کار کوي، څرنګه په ځانګړي ډول د مشرانو پر کار اغيزه لري. څرنګه پوهيږو چې يو څوک په احساساتي توګه ځيرکه دی، دلته به هڅه وکړو همدې پوښتنو ته د پورته يادو شوو پنځو خواصو په رڼا کې ځواب پيدا کړو.

د احساساتو ځيرکتيا ارزول

نن ډيرو لويو شرکتونو اروا (رواني) پوهان استخدام کړي دي تر څو د دوی د ارزونې موډل/تلې پر اساس د سبا د مشرئ موقفونو لپاره نوماندان ولټوي. همداسې د ارزونې موډلونه ټيټ موقفونو لپاره هم شته.

د هغه څيړنې پر اساس چې په يوه اداره کې څه د يو چا د پرمختګ سبب ګرځي، د شخص توانونه پر دې برخو وویشل شو: تخنيکي مهارتونه لکه محاسبه يا د کاروبار پلانول، فکري مهارتونه لکه تحليلي منطق او د احساساتي ځيرکتيا ښودونکي مهارتونه لکه نورو سره کار کول او د بدلون اغېزمنه مشري.

د لياقت اندازه کولو ځينې موډلونو/تلو جوړولو لپاره اروا پوهانو له مشر مديرانو وغوښتل چې هغه مهارتونه په ګوته کړي چې د ادارې غښتلي مشران يې لري. د نورو موډلونو جوړولو لپاره، ارواپوهانو نور اندازه کيدونکي واحدونه لکه د غښتليو کارکوونکو دفتر ته راوړلې ګټه يا کاروبار، هم له نورو عادي کارکوونکو سره پرتله کړ. د څيړنې لپاره دا اشخاص څيړلې او وغږول شول، چې په نتيجه کې يې د اغېزمنو مشرانو له اوو تر پنځلسه توکو يو ليسټ جوړ شو.

وروسته کله چې دا معلومات نور هم وڅيړل شول، معلومه شوه چې هوښيارتيا د وړاندې تګ هڅوونکی ده، فکري مهارتونه لکه لوړ فکر او اوږدمهاله لید په ځانګړي توګه مهم دي، خو کله چې تخنيکي مهارتونه، هوښیارتيا او احساساتي ځيرکتيا د يو بل په پرتله په نسبي ډول ارزيابي شوه، نو معلومه شوه چې احساساتي ځيرکتيا له نورو مهارتونو دوه چنده مهمه ده.

همداسې، هر څومره چې يو څوک په اداره کې پورته ځي همدومره د احساساتو ځيرکتيا ارزښت لوړيږي، پداسې حال کې چې تخنيکي پوهې توپير نه اندازه کيدونکي حد ته راټيټيږي. يا په بله وينا، هر څومره چې يو شخص موقف لوړ وو، همدومره د هغې اغېزمنتيا لپاره د احساساتو له ځيرکتيا ډيره يادونه وشوه، همداسې کله چې ښه مشر له نورو سره په ورته موقف کې پرتله شو، نو په ۹۰٪ ځوابونو کې د احساساتو ځيرکتيا له فکري مهارتونو ډيره ياده شوه.

نورو څيړنو هم ښودلې چې احساساتو ځيرکتيا نه يوازې چې ښه کارکوونکي له نورو بيلوي بلکه له ښه کار سره هم مستقيمه اړيکه لري. په ۱۹۹۶ کې د ډيويډ میکليلانډ د يوه نړيوال خوراکي شرکت څيړنه ښيي، د هغو څانګو مشران چې په احساساتي ځيرکتيا نسبتاً خپلو نورو همکارانو ته بهتره سمبال وو، د دوی څانګې له هغوی ۲۰٪ بهتره نتایج لرل، همداسې هغوی چې دا ځيرکتيا يې نه لرله په همدې اندازه وروسته پاتې وو، په زړه پورې توګه د دې څيړنې پايلې آسيايي او اروپايي شرکتونو دواړه لپاره صدق کوي.

په لنډه کې، څيړنې په دوامداره توګه ښيي چې د بهترې مشرئ او برياليتوب لپاره، د احساساتو ځيرکتيا مهمه ده، موږ به همداسې دلته پر دې هم وغږيږو چې که چيرې ښه کړنلاره او سلوکونه يوځای شي، خلک کولای شي د احساساتو ځيرکتيا زده کړي.

(په راتلونکي برخو کې به موږ د احساساتو ځيرکتيا پر پنځه مشخصاتو او پر دې چې آیا د احساساتو ځيرکتيا زده کيدلای شي بحث وکړو)

ورته ليکنی: د ځان اداره او پيژندل – اخيري برخه، بهتره آمرين: شپږ خواص، د ګوګل څيړنه، د ځان بندي – تجار او بت جوړوونکی، مدير که مشر)



ټولي:Leadership, مديريت Management

ټگونه:, , , ,

2 replies

Trackbacks

  1. مشر له څه جوړ وي؟ دوهمه برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  2. مشر له څه جوړ وي؟ اخيري برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: