مشر له څه جوړ وي؟ دوهمه برخه

(دا د مشر له څه جوړ وي ليکنې دوهمه برخه دی، لومړئ برخه دلته ولولئ)

۱. پر ځان پوهيدل (Self Awareness)

پر ځان پوهیدل د احساساتي ځيرکتيا لومړی توکی دی، هغه پخوانی متل دی چې هوښيار له عمل وړاندې فکر کوي او کم عقل وروسته پر ځان له پوهيدلو هدف پر خپلو احساساتو، غښتلتیاوو، ضعفونو، اړتياوو او هڅوونکو پوهیدل دي. هغوی چې ځان ښه پيژني نه له ځانه تنګ او نه بې ځايه خوشبينه وي، بلکه له ځان او نورو سره ريښتوني وي.

هغوی چې د ځان پيژندنی سطحه يې لوړه وي پوهيږي کوم احساسات پر دوی، پر نورو او د دوی پر وظيفه اغېزه کړي. نو ځکه، که چيرې له ځانه خبر شخص پوهيږي چې لنډ ضرب الاجل پر ده بده اغېزه کړي، نو خپل کار له ضرب الاجله ډير وخته خلاصوي. بل پر ځان پوه شخص پوهيږي چې د مشتري بې ځايه غوښتنې پر ده ناوړه اغېزه کوي، نو ځکه پوهيږي چې دا کوچنئ غوښتنې موږ له اصل کار ليرې بيايي، او مشتري قانع کوي چې پر څه بايد تمرکز وشي او خپل قهر پر خپله ګټه کاروي.

پر ځان پوهيدنه کې خپلو ارزښتونو او هدفونو پيژندل هم شامل وي. هغوی چې ځان ښه پيژني پوهيږي چې چيرې روان دي او ولی، نو که دوی ته نوې وظيفه پيدا شي پوهيږي چې ښه معاش لري خو په اوږده کې د دې له اهدافو سره سمون نه خوري. هغوی چې ځان نه پيژني د موضوع لنډې ته ګوري لکه معاش يې ښه وو، وظيفه مې قبوله کړه خو دوه کاله وروسته له وظيفې تنګ وي او دوامداره ځان ستړی احساسوي. له ځان خبر وګړو پریکړې د هغوی له ارزښتونو سره سمون خوري او عموماً داسې وظيفې مومي چې دوی ته انرژي ورکوي.

ځان څوک څرنګه پيژني؟ لومړی او له هر څه وړاندې دا د ځان ريښتوني ارزولو توان دی. هغوی چې ځان ښه پيژني خپلو احساساتو او پر کار د هغوی اغېزې په اړه څرګنده او واضحه غږيږي. لکه د لويو مغازو شرکتونو يوه مدير د خپل شرکت نوي خدمت پيلولو پر مهال خپلو همکارانو او آمر ته وويل: زه د دې خدمت پيل ته دومره لیواله نه يم، ځکه ما فکر کاوه چې د دې پروژې مسؤليت به ما ته راوسپارل شي، خو بل چا ته پروژه ورکړل شوه، هيله مند يم ما ته يو څه وخت راکړئ تر څو خپل احساسات په سمه توګه ارزیابي کړم. مدير خپل احساسات ارزیابي کړل، او هفته وروسته د پروژې پوره ملاتړی وه.

د ځان پيژندنی دا ډول مهارتونه د استخدام په پروسه کې هم ښکاري. له نوماند وپوښتئ داسې وخت را په ياد کړي چې احساساتي شوي وي او وروسته پر خپل کار پښيمانه وي. له ځانه خبر نوماندان د ناکامئ په منلو کې ريښتوني وي او عموماً په آسانئ/ خندا سره د خپلو ناکاميو کيسه کوي. د ځان پيژندنی يو تر ټولو ښه نښه پر ځان خندل دي.

د ځان پيژندنی مهارت د کار ارزونی پر مهال هم معلوميدلای شي. له ځانه خبر خلک خپل محدودیتونو او توانونه پيژني او جامع ګټور انتقاد په لټه کې وي. خو د دې په مقابل کې هغوی چې له ځان نه وي خبر، انتقاد ته د تهدید يا ناکامئ په توګه ګوري.

له ځان خبر خلک د هغوی پر ځان باور له لارې هم پيژندل کيږي. هغوی پر خپلو توانونو حاکمیت لري او ځان ناکامئ ته نه پريږدي، لکه بې ځايه سختو چارو ته لاس نه اچوي يا داسې کار نه کړي چې په يوازې يې ختم نشي کړای، او همداسې پوهيږي کله مرسته وغواړي، او له دندې سره تړلې ننګونی يې حساب شوي وي، هیڅکله داسې ننګونی ته لاس نه اچوي چې پخپله يې سرته ونشي رسولای، دا ټول د دوی توانمن کیدو سبب ګرځي.

داسې فکر وکړئ يو ټيټ رتبه مامور د ادارې له مشرانو سره د ستراتيژئ په غونډه کې ناست وي، هغه پوهيږي چې دلته د يو څه لپاره راغوښتل شوی، او پوهيږي چې کولای شي له بامنطقه او څرګنده دلایلو سره خپل نظر وړاندې کړي، او په هغه څه چې پوهيږي په هغې کې نظر ورکړي، خو ورسره په دې هم پوهيږي چې ډير داسې څه شته چې سر يې پرې نه خلاصيږي، نو ځکه پر هغه څه نه غږيږي چې ضعف پکې احساسوي.

سره لدې چې پر ځان پوهيدل خپلې ګټې لري، خو ادارې چې کله د مشرانو په لټه کې وي نو عموماً د ځان پيژندنی مهارت ته هغه ارزښت نه ورکول کيږي چې باید ورکړل شي. اکثره اداري مشران خپلو احساساتو باره کې څرګنده غږيدل د ضعف په توګه اخلي او کارکوونکي ته چې له خپلو نيمګړتياوو خبر وي اړونده درناوی نه ورکوي. دا ډول خلک په آسانه پدې دليل مسترديږي چې د نورو مشرئ لپاره اړونده تريخی نه لري

خو په واقعیت کې، رښتيا په دا بل ډول دي. خلک صراحت خوښوي او قدر يې کوي. همداسې مشران په دوامداره توګه بايد د توانونو ريښتينی ارزونه وکړي، چې هغې کې د دوی خپل او نورو توانونه شامل وي. همداسې هغوی چې د ځان په اړه ريښتوني وي او د ځان په ارزولو کې له صداقته کار اخلي، هغوی د خپلو ادارو په اړه هم ريښتوني وي او خپلې مشرئ لاندې ادارې په سمه توګه ارزوي.

۲. پر ځان واک لرل (Self Regulation)

بيالوژيکي غبرګونونه زموږ پر احساساتو اغېزه کړي. موږ له هغې پرته چاره نه لرو او نه يې په آسانه اداره کولای شو. پر ځان واک درلودل يوه دوامداره پروسه ده، او د احساساتو ځيرکتيا برخه ده چې موږ سره له خپلو احساساتو څخه په آزاديدو کې مرسته کوي. هغوی چې پر ځان واک لري، د نورو په څير احساسات لري، له هماغو بدو او ښو تيريږي، خو پوهيږي چې څرنګه يې په واک کې ولري، او کولای شي په ښه لورې يې رهنمايی کړي.

د داسې يوه چا باره کې فکر وکړئ، چې کارکوونکو يې مشتري ته يو ډير مهم پريزنټشن خراب کړ، خو د دې پر ځای چې پر هغوی په قهر شي، چيغې ووهي، کولای شي ټول سره راوغواړي خپل اشتباهات سره معلوم کړي پوه شي چې د شخص اشتباه وه، د تيارئ کمی وو يا غلط سړی د کار لپاره ټاکل شوی وو او يا کولای شي خپلو لومړنيو احساساتو په رڼا کې عمل وکړي، راپاڅيږي چيغې ووهي، ټولو ته بې احترامي او سپکاوی وکړي، ممکن خپل احساسات قانع کړي خو د يو مسلکي په توګه ممکن ځان ته يې لوی زیان رسولی وي.

د مشرانو لپاره پر ځان واک لرل ولې مهم دي؟ لومړی هغوی چې پر خپلو احساساتو او غبرګونونو واک لري، هغوی چې منطقي عمل کړي، کولای شي د باور او انصاف چاپيريال رامنځ ته کړي. پداسې يوه چاپيريال کې سياستونه او داخلي پښې وهل ډير راکميږي او ښه کار کيږي. بااستعداده خلک غواړي پداسې اداره کې کار وکړي او پريښودو ته يې زړه نه ښه کوي، همداسې پر ځان واک لرلو توان نورو ته په ځانګړي ډول لاس لاندې خلکو ته د خپريدو توان لري. هیڅوک نه غواړي چې د مرچو په سټه سپور وي، پداسې حال کې چې مشر د حوصلې او زغم لپاره مشهور وي. په لوړه سطحه محدود احساساتي کيدل په ټوله اداره کې د محدودو احساساتي کیدو پر معنا ده.

دوهم، پر ځان واک لرل د سيالئ لپاره هم مهم دي. ټول پوهيږي چې د نن مسلکي ژوند او کاروبار پر ابهام او بدلون ولاړ دی. شرکتونه سره يوځای کيږي يا بيليږي، ټکنالوژي په ګړنديوالي وده کوي، بدليږي، هغوی چې پر خپلو احساساتو واک ولري، د بدلون د بهتره مديريت توان لري. کله چې نوی پروګرام اعلانيږي نو دوی نه وارخطا کيږي، بلکه زغم کړي او خپله پريکړه وروسته ته پريږدي، معلومات راغونډوي، مشرانو ته غوږ نيسي چې نوی پروګرام تشريح کړي. څرنګه چې دا نوې چاره مخکې ځي، دوی هم ورسره وړاندې درومي.

پر ځان واک لرل همداسې د ريښتينولئ هم سبب ګرځي چې نه يوازې د شخص بلکه د ادارې د غښتلتيا لپاره هم مهم دي. اکثره بد چې په ادارو کې پيښيږي د بې اختياره سلوک پايله وي. خلک استثناً بد سلوک له وړاندې پلانوي لکه له ضرورته لوړې ګټې ښودل، د مصارفو حساب پړسول، خپلو شخصي ګټو لپاره له اختياره ناوړه ګټه اخيستل، درواغ ويل، غيبت او نور، اکثراً هغوی چې په ځان واک نه لري، کله چې له فشار سره مخ شي، نو عموماً د فشار لاندې ماتيږي او ناوړه چارو سره همغږي کيږي.

پر احساساتو د واک لرلو نښی کولای شو وڅارو: د انعکاس او فکر توان؛ له ابهام او بدلون سره آرامي او ريښتينولي او بې اختياره/ناڅاپي احساساتو/غبرګونو پر وړاندې مقاومت.

د ځان پيژندنی په څير پر ځان واک لرل هم خپل اړونده قدر نه لري. هغوی چې پر خپلو احساساتو واک لري عموماً ساړه او بې احساسه ګڼل کيږي، د هغوی غبرګون بې مينې احساسيږي. هغوی چې احساساتي غبرګون ښيي په رواجي توګه ښه مشران ګڼل کيږي بې اختياره يا تند غبرګون يې د مشرئ او واک جذابیت ګڼل کيږي وايي تريخ سړی دی، خلک ترې ډډه کوي. خو کله چې همدا خلک لوړې ته ورسيږي، همدا بې اختياره غبرګونونه د دوی په تاوان تماميږي. څيړنو ښودلې چې د منفي سلوکونو افراطي ښودنه هیڅکله د ښې مشرئ د يوه اصل په توګه ندي منل شوي.

۳. هڅونه (Motivation)

که چيرې داسې يو مهارت وي چې ټول اغېزمن مشران يې لري، هغه هڅونه ده. دوی له توقعاتو اخوا د يو څه لاسته راوړلو په لټه کې وي، چې دا د ځان او نورو دواړو لپاره لټوي. دلته کلیدی ټکی لاسته راوړل دي. ډير خلک بهرنيو فکتورو په لټه کې وي لکه لوړ معاش يا موقف چې له مقام يا مشهور شرکت څخه لاسته راځي. خو د دې برخلاف هغوی چې د مشرئ توان لري هغه برياليتوب/ لاسته راوړنې په بهرنيو تپل شوو معيارونو نه اندازه کوي.

که چيرې مشرانو پسې ګرځئ، څرنګه داسې يو څوک پيژندلی شئ چې لاسته راوړنو پسې ګرځي نه چې بهرني جوايز ولټوي؟ لومړئ نښه له کار سره د مينې لټه ده داسې خلک مبتکرې ننګونی لټوي، زده کړې پسې ګرځي او پر ښه کار وياړي. هغوی د کار ښې اجرا لپاره نه ختميدونکی انرژي لري. داسې خلک عموماً شته حالت ته حوصله نه لري او تل يې د بدلون په لټه کې وي. دوی تل د کار اوسنئ اجرا طريقه پوښتي او وايي چې ولې بل ډول نه اجرا کيږي، هغوی د خپل کار اجرا نوو او بهتره طريقو په لټه کې وي.

هڅيدلي خلک تل د کار بهترئ په لټه کې وي، او حساب ساتي. لومړی خپل کار ارزوي، هڅيدلي خلک غواړی چې ځان وننګوي، له ځانه خبر خلک خپل محدوديتونه پيژني، خو نه غواړي چې په آسانه اهدافو او لاسته راوړنو ځان تير باسي.

او دوی غواړي چې پرمختګ حساب کړي، که خپل وي، د خپلې ډلې يا د شرکت وي. هغوی چې ټيټې لاسته راوړنې لري يا هڅيدلې نه وي، د پايلو باره کې روښانه نه وي، هغوی چې هڅيدلې وي خپل ځان پيژني، پوهيږي چې چيرته ولاړ شي او پوهيږي چې بازار کې څومره ارزښت لري.

په زړه پورې توګه، هڅيدلي خلک تل خوشبينه وي، آن په بدترينه حالاتو کې هم خپله خوشبيني له لاسه نه ورکوي. پداسې حالاتو کې، پر ځان واک د لاسته راوړنې هڅې سره يوځای د خنډ يا ناکامئ ستړيا او ډيپريشن (خپګان/ناهيلي) لاندې کوي، هرې ناکامئ وروسته برياليتوب او هرې بريا وروسته ناکامي وي، هڅيدلي او پر ځان واک لرونکي خلک دا اصل مني او پوهيږي چې څرنګه ثابته او روان پاتې شي.

هغوی چې په خپلو خلکو کې د برياليتوب هڅونه لټوي، نو د اخيري ټکي په توګه دوی ادارې ته وفاداري هم ګوري. کله چې خلک له خپل کار سره مينه لري هغوی عموماً ادارې ته وفاداري احساسوي. ژمن کارکوونکي ادارې سره پاتيږي آن که چيرې له ادارې بهر د کار ښه فرصتونه هم ورته منتظر وي.

دا هم دومره سخته نه ده چې څوک دې پر دې پوه شي چې د برياليتوب هڅه ولې د غښتلی مشرئ سبب ګرځي. که چيرې تاسې ځان لپاره د ښو او بهترئ معيار لوړ وټاکئ، نو ډير امکان لري هغه اداره چې تاسې ته يې مشري درپه غاړه وي، هغې لپاره به هم دا معيار لوړ وټاکئ. همداسې له اهدافو اخوا هڅه او د حساب ساتلو مينه ساري وي. د داسې مشخصاتو مشران عموماً داسې ډله رامنځ ته کوي چې له خپل مشر پيروي کوي او ځان لپاره هم لوړ معیارونه ټاکي. او په پای کې، خوشبيني او اداری ته وفاداري د مشرئ لپاره بنسټي ارزښت لري، که نه يې منئ، لدوی پرته د ادارې مشرئ ته فکر وکړئ.

(دا زموږ مشر له څه جوړ وي ليکنو دوهمه برخه وه، په لومړئ برخه کې موږ پر پيژندنه وغږيدو، په درېيمه/اخيري برخه کې به پر پاتې دوو مشخصاتو او هم پر دې پوښتنه چې آیا د احساساتو ځيرکتيا زده کيدای شيبحث وکړو.)

(ورته ليکنی: پروژې) ستراتيژئ دوامداره مهم ساتل)، د برياليتوب تعريف که معیار، د ځان اداره او پيژندل – اخيري برخه، د زهري کارځای/ دفتري چاپیريال – لس نښی)



ټولي:Leadership, مديريت Management

ټگونه:, , ,

1 reply

Trackbacks

  1. مشر له څه جوړ وي؟ اخيري برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Google photo

You are commenting using your Google account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: