لیکوال: عبدالمتين سمسور
د تيرو ليکنو په دوام دلته موږ د الکترونيکي حکومتدارئ طراحئ بيلابيل موډلونه څيړو، په لومړئ برخه کې موږ د موضوع پر اساساتو او د ليکنې پر ميتود، او په دوهمه برخه کې موږ بريښنايي حکومتدارئ پر سازماني، ټولنيز او ټکنالوژي خنډونو وغږيدو.
د الکترونیکی حکومت طراحئ مراحل (e-Government Maturity Levels Stages Models)
دالکترونیکی حکومت جوړونی یا پوخوالي مراحلو په هکله څیړونکي جلا نظرونه لري او مختلف موډولونه یی تعریف کړي دي، چې موږ يې دلته په لنډه توګه وړاندې کوو.
د UN–DPEPA موډل مراحل:
دا د (Division for Public Economics& Public Administration) لنډيز دی، او له لاندې مراحلو بحث کوي.
۱- (زرغونيدو) ایمرجنګ (Emerging) مرحله: دولتي اداری د انڼرنيټ سره وصلول او انلاین کول چی بریَښنا پاڼی به یی ډیر کم معلومات یا مواد لری او بریښنا پاڼی یی عموما ستاتستیک (نه بدليدونکی/ثابتی) وي.
۲- (پرمختلنی)انهنسد ((Enhanced مرحله: ددولتي ادارو بریښنا پاڼو زیاتیدل او محتویاتو تازه ساتل (Update) ، په دی مرحله کې بریښنا پانی دی ستاتستیک ((Statisticڅخه دینامک (Dynamic) (بدليدونکي) حالت ته اوړي چی محتویات یی په اسانه او دوامداره د مسؤلو مراجعو لخوا تغیر او تبدلیږي.
۳ – (متقابل) انترکتیو(Interactive) مرحله: په دی مرحله کې کارکوونکی یا د بریښنا پايو څخه ګټه اخیستونکې کولی شی چې خپلی غوښتني، مجالس د(بریښنا پاڼو) لیاری تنظیم کړي،چې په هغې کې ایمیل او نور ذرایع شامل وي.
۴- (معاملوي) ترانزیکشنل(Transactional) مرحله: استفاده کوونکی یا کارکوونکی کولای شی د انټرنېټ له لارې بریښنایزه راکړه ورکړه(پلورل او اخیستل) او خدماتو ته لاس رسی ولري.
۵- (بې خنډه) سیملیس (Seamless) مرحله: ټول الکترونیکی خدمات دیوه چتر لاندی راوړل او له هرځایه ورته لاس رسی.
ګارتنر موډل (Gartner Model) مراحل:
۱- (شتون) پریزنس (Presence) مرحله: بریښنا پاڼی چی یوازی لمړني، ساده معلومات ولری مثلا بروشرونه په بریښنا پاڼو کې.
۲- (تقابل) انترکشن (Interaction): دامرحله د حکومتونو او اتباعو ((G2C ، حکومت ا وتجارانو (G2B)، او حکومت حکومتي ادارو (G2G) تر منځ ساده اړیکه ښیي. د مثال په توګه د بریښنا پاڼو له لیاری د اړیکو مرحله کیدای شي لکه بریښنالیک اړیکو، ځینې انلاین فورمی چې د هغه له لیاری سوال او ځواب وشي او یا د معلوماتو ځوابونه وړاندې کړي.
۳- (معامله) ترانزیکشن (Transaction) مرحله: په دی مرحله کې کولای شو چې د انټرنیټ له لیاری راکړه او ورکړه وکړو، مثلا کولای شو چې پاسپورټ، لایسنس، مالیه او نورو خدماتو ته لاس رسی ولرو او ترې ګټه واخلو.
۴- (بدلون) ترانسفرمیشن (Transformation) مرحله: موجوده بریښنایز خدماتو ته کره کتنه او دیوه چتر لاندی تنظیمول.
Layne & Lee Study Model موډل مراحل:
۱- (ثبت) کتالوګینګ (Cataloguing) مرحله: ددولتی ادارو ابتدای انلاین ښودنه او یا ویلی شو چی په دی مرحله کې دولتی اداری بریښنا پاڼی لری خو یوازی لمړنی یاابتدایی معلومات لري.
۲- (معامله) ټرانزیکشن (Transaction) مرحله: په دی مرحله کې د دولتی ادارو داخلی سیستمونه یو بل سره نښتی یا وصل وی او د خپلو مراجعینو سره راکړه او ورکړه د انټرنیت له لیاری کولای شی.
۳– ویرتیکل انتیګریشن/عمودی یوځایوالی ( Vertical Integration) مرحله: په دی مرحله کې خدمات د مخلتفو ادارو د مرکزي حکومت او ولایتی حکومت بریښنا پاڼو له لیاری خلکو ته وړاندی کیږی یعنی دا مرحله کې خدمات هم د مرکزی حکومت او هم د ولایتی ادارو تر دیره حده دبریښنا پاڼو له لیاری خلک تر لاسه کولای شي.
۴– هوریزینتل انتیګریشن/افقی یوځای والی (Horizontal Integration): د مختلفو خدماتواو عمليویوځایوالی مرحلی ته ویل کیږی او په عمودي یوځایوالی کې په همغه یوه عمليه کې په مختلفو کچو سره وی.
نړیوال بانک ( World Bank Model) موډل مراحل:
1) خپرول (Publish): د امکان تر حده د بریښنا پاڼو له لیاری عامه ولس ته دحکومت معلومات خپرول چی دا لمړني معلومات او مرحله ده.
2) (غږيدنه) انترکت (Interact) مرحله: په دی مرحله کې دوه اړخیزه ارتباطات، د خلکو او دولت تر منځافهام او تفهیم مثلا ایملونه، غبرګون فورمونه او یا خلک کولی شی چی د بریښنا پاڼو له لیاری د حکومت د پالیسی او قوانینو په هکله خپل نظرونه له حکومت سره شریک کړي.
3) (معامله) ترانزیکت (Transact) مرحله: دی مرحله کې خلک کولای شي چي د انترنیت له لیاری له هرځای څخه دولتی خدماتو ته لاس رسی ولری اوهمدارنګه تجارتی راکړه ورکړه کولای شي
هووارد (Howard Model) موډل:
الف: پبلیکیشن/خپرونه (Publication) مودل: دې مرحله کې دولتی ادارو فعالیتونه انترنیت سره وصل وي او بریښنا پاڼی یی لمړنی معلومات لری.
ب: انترکشن (Interaction) مرحله: دی مرحله کې ښاریان کولی شی چی د انترنیت له لیاری د محدودو وسیلو په واسطه له دولتی ادارو سره تماس ونیسی او خپل مشکلات مطرح کړي مثلا ایمیل یا چات روم له لیاری.
ج: ترانزکشن (Transaction) مرحله: دا مرحله ښاریانو/خلکو ته بشپړ آنلاین لیږد یا راکړې ورکړی اسانتیاوې چمتوکوي، یعنی په دی مرحله کې خلک کولای شی چی بشپړه راکړه ورکړه د انترنیت له لیاری وکړی لکه خدماتوته غوښتنلیکونه،جوازاخیستل،اجازه لیکونه او داسی نور .
چاندلر او ایمانول (Chandler and Emanuel Model) مودل مراحل:
۱. انفارمیشن/معلومات (Information) مرحله: دې مرحله کې ارتباطات یوطرفه وي،په دی معنی یوازی ښاریان کولی شی چی ساده معلومات تر بریښناپانو تر لاسه کړی او یایی ولولي، په لنډه توګه ویلی شو چی د حکومت او ښاریانو ترمینځ یوطرفه ارتباطات وی.
۲. انترکشن (Interaction STAGE) مرحله: په دی مرحله کې د حکومت او ښاریانو ترمینځ لمړنی راکړه ورکړه کیږی یعنی د خلکو اوښاریانو ترمینځ روابط او راکړه ورکړه ډیره ساده او کمه وي.
۳. ترانزیکشن (Transaction Stage) مرحله: دی مرحله کې خلک کولای شی چی د انترنیت له لیاری راکړه ورکړه وکړی هغه کیدای شی د بريښنابیلونه، دخدماتوانلاین اخیستنه او داسی نور… وي.
۴. انتیګریشن (Integration Stage) مرحله: په دی مرحله کې د دولت ټول خدمات په ټولو اداروکې یوله بل سره نښتی وی او له هرځایه خلک کولای شی چی ترلاسه یی کړی.
ډیلویتیس (Deloitt’s Model) مودل:
I. دمعلوماتو خپرول/انفارمیشن پبلیشنګ (Information Publishing) مرحله: پدې مرحله کې خلک له دولت سره او یا دولت له خلکو سره یواړخیزه اړیکی لری اواکثره اداری بریښنا پاڼی لری خو معلومات متحرک اومکمل نه وي.
II. دوه اړخیزه رسمی راکړه ورکړه (Official Two Way Transaction Stage) مرحله: دی مرحله کې خلک کولای شي چی خدماتو ته د انټرنيټ له لیاری لاس رسی ولري او هم راکړه ورکړه وکړي مثلا د موټر چلونی اجازې اخیستل، پارکنینګ تیکت اخیستل او داسی نور.
III. د څو اړخیزه اهدافو پورتال (Multi-purpose Portal Stage) مرحله: دی مرحله کې خلک/ښاریان کولای شي چې ټول خدمات له یوه چتریا ځایه تر لاسه کړي.
IV. د پورتال ځانګړی کول (Portal Personalization Stage) مرحله: په دی مرحله کې ښاریان کولای چی پورتالونه (خدماتو ويبپاڼې) د خپل ضرورت په اساس عیاراو استفاده ترینه وکړی.
V. د (Clustering of common services stage) مرحله: دی مرحله کې خدمات د پورتلونو (انترنیت )لیاری ښاریانو ته وړاندی کیږی او هغه ستونزی یا خنډونه چی ددولتی ادارو ترمینځ وی د عامه او ښاریانوګټو په خاطر له مینځه ځی یعنی ښاریان بی له کومې ستونزې د انترنیت په مرسته خدماتو ته لاس رسی لري.
VI. د (Full Integration and Enterprise transformation stage) مرحله: دی مرحله کې خدمات دومره له یوبل سره تړلي او دیوه چترلاندی وی چی هیڅوک دا احساس نه کوي چی دا خدمات کومه اداره وړاندی کوی یعنی د ادارو ترمینځ هیڅ سرحد نه پیژندل کیږی او نه وی.
OECD (Organization for Economic Cooperation and Development) Model:
د دي مودل مراحل عبارت دی له:
Information – Interaction – Transaction- Transformation
UNDESA Model: د دې موډل مراحل عبارت دي له:
Emerging – Enhanced – Interactive – Transactional – Networked
نتیجه:
پورتنی د الکترونیکی حکومت جوړونی/طراحۍ مودلونه چې په نړیواله سطحه مختلفو منل شوو ادارو او څیړونکو د الکترونیکی حکومت د پوخوالی ( e-Government maturity ) لپاره وړاندیز کړی. دولتونه، حکومتونه او یا اداری د الکترونیکی حکومت پوخوالی مراحل او اندازه خپل کاری چاپریال ته په کتو معلوموی او ترینه استفاده کوی. زما په اند د افغانستان په شان جنګ ځپلی او وروسته پاتی هیودادو لپاره د الکترونیکي حکومت جوړونی او د الکترونیکی حکومت پوخوالی اندازی مالومولو لپاره د (ګارتنر موډل (Gartner Model)، نړیوال بانک ( World Bank Model) موډلونو څخه ګټه اخیستنه کفايت کوی.
ليکوال: عبدالمتين سمسور، ایمیلی اړیکه: (mateen.samsor@gmail.com)
(ورته ليکنی: د ماشومانو/ځوانانو آنلاين ساتنه: ماشومانو/ځوانانو لارښود – دوهمه برخه، په افغانستان کې دبریښنایی یا الکترونیکی حکومتدارئ پياده کول: ننګونی او فرصتونه – دوهمه برخه، فرصتونه او نتیجه – تذکره که د نفوسو احوال، پر الکترونيکي تذکرې مقايسوي او تحليلي کتنه – اخيري برخه، هوښياريدونکی ماشين – اخلاقي او سلوکي اړخ)
ټولي:Technology ټکنالوژي
ځواب دلته پرېږدئ