ستاسې پر ذهني هوساينې او فکري آرامئ د فيسبوک، ټويټر يا انسټاګرام او نورو اغېزو په اړه ساينسي څيړنې څه وايي.
د نړۍ نږدې ۴۰٪ نفوس آنلاين سوشل يا ټولنيزه ميډيا/رسنۍ کاروي، فيسبوک وايي چې دوه نيم ميليارده فعاله کاروونکي لري، د نړۍ دا ولس د ورځې نږدې دوه ساعته پر لايکولو، ټويټ، عکسونو شریکولو او نورو مصرفوي، چې تقريباً په يوه دقيقه کې نیم ميليون ټويټ او د سنیپ چيټ عکسونه کيږي، همداسې ګڼل کيږي چې يوازې پر فيسبوک يوه ورځ کې نږدې ۱۰۰ ميليونه ساعته ويډيو ليدلی او شريکيږي، او پر يوټيوب تقريباً ۵ ميليارده ويډيوز ليدل کيږي.
پداسې حال کې چې ټولنيزه ميډيا زموږ د ژوند داسې مهمه برخه ګرځيدلی ده، ساينس او شواهد څه وايي چې زموږ پر ذهني روغتيا د دې اغېزه څه ده.
د انسان ذهن ارتجاعي خاصيت لري، يعنې دوامداره بدليږي، نوی اړيکی ټينګيږي، ځينې چې نه کاريږي هغه له منځه ځي، او په دوامداره توګه د انسان له چاپيريال سره ځان عياروي، سره لدې چې ټولنيزې رسنيو دا آنلاين وسايل نسبتاً نوي دي، او تر ډيره دا څيړنی په لومړنيو پړاوونو کې دي، خو بیا هم د څيړنې يو لویه ساحه ده او په دوامداره توګه د نړۍ بيلابيلې معتبره اداری او پوهنتونونه پدې ساحه کې څيړنې کوي.
تر اوسه څيړنو ښودلې ده، چې دا وسيلې د انسان پر ذهني وده لاندینئ اغېزې لري:
روحي فشار (Stress)
خلک له سوشل ميډيا څخه د قهر سړولو او زړه تشولو وسيلې په توګه کار اخلي، خو نقص يې دادی چې ستاسې فيډ يا حساب د نورو له شکايتونو ډک وي. په ۲۰۱۵ کال د ۱۸۰۰ خلکو يوې څيړنې، چې له دې پوښتنې سره عملي شوې وه چې آیا سوشل ميډيا د روحي فشار کمولو پر ځای د اضافی فشار سبب ګرځي، له مخې معلومه شوه چې ميرمنې له نارينه وو ډير فشار اخلي، ټويټر د فشار کلیدي ډيروونکی بلل شوی وو، ځکه چې تاسې د نورو له فشارونو، جنجالونو او ګيلو خبريږئ.
خو همدا ټويټر لدې فشار سره د معاملې يو ښه ميکانيزم هم وو، هر څومره ډير چې میرمنو کاروو، همدومره يې روحي فشار کم وو، خو نارينه وو دا اړیکه نه درلوده، د دوی له سوشل ميډيا سره تعلق غښتلی نه وو، په عمومي توګه څیړونکو وموندله چې سوشل ميډيا “نسبتاً د ټيټې سطحې روحي فشار” سبب ګرځي.
چرت/مزاج (Mood)
په ۲۰۱۴ کال په اتريش کې يوې څيړنې وموندله هغوی چې فيسبوک يې د ۲۰ دقيقو لپاره کارولی وو، چرت يې خراب وو نسبتاً هغوی ته چې له انټرنېټه يې عمومي ګټه اخیستی وه، د څیړنې په فکر خلکو ځکه داسې احساس کاوه، ځکه دوی د فيسبوک کارول د وخت ضیاع بلله.
مزاج هم انتقاليدونکی دی، د کليفورنيا پوهنتون يوې څيړنې چې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲ کال تر منځ يې د ۱۰۰ میليون خلکو يو ميليارد سټيټس اپډيټس وڅارل، پوه شول چې ښه او بد مزاج د خلکو تر منځ سرايت هم کوي. بد پوسټ پر خلکو او ملګرو بده اغېزه او ښه پوسټ پر خلکو ښه اغېزه کوي، خو ښه خبره داده چې د ښه پوسټ اغېزه د بد پوسټ په پرتله نږدې دوه چنده لوړه وي.
نارامي/بې قراري (Axiety)
له نارامئ څخه هدف وسوسه، د تمرکز او ويدو کیدو ستونزه ده. د کمپيوټرونو او بشري سلوک ژورنال د یوې څيړنې له مخې، هغوی چې د ټولنيزې ميډيا اووه يا ډير وسيلې کاروي نسبت هغوی ته چې دوو یا کمو وسيلو کار اخلي، د نارامئ لوړې نښې او اثار لري.
تر اوسه څيړنو د دواړو اړيکو په اړه څه نه دي ويلي، په ۲۰۱۶ کې د رومانيا يوه پوهنتون همدې هدف لپاره شته مواد وڅيړل، اړيکه يې تشريح نه کړه، او پدې نتيجه ورسيدل چې نورو څيړنو ته اړتيا ده.
خپګان (Depression)
سره لدې چې ځينې څيړنې د خپګان او ټولنيز رسنيو استعمال تر منځ اړيکه ښيي، خو داسې څيړنې هم شته چې د دې وسيلو ښه چارو لپاره استعمال ښيي.
دوو څيړنو چې نږدې ۷۰۰ زده کوونکي يې د خپګان نښو لکه غلي مزاج او د بې ارزښتئ او ناهيلئ احساس، د آنلاين اړيکو سره وتړل. څيړونکي پوه شول هغوی چې ډير منفي آنلاين اړيکې او تبادلې لري، په هغوی کې د خپګان آثار نسبت نورو ته ډير وي.
د ۲۰۱۶ کال د ۱۷۰۰ وګړو په ورته څيړنه کې هم ورته نتایج لاسته راغلل، هغوی چې خواله رسنۍ (ټولنيزه ميډيا) ډيره کاروي د خپګان او ناقرارئ لوړ آثار پکې ليدل کيږي، څيړونکي د دې دلیل آنلاين/سایبر زورول، د نورو د ژوند ناسمه انګيرنه او پر ټولنيزه رسنۍ مصرف شوي وخت ته د ضایع شوي وخت په توګه کتل شامل دي.
د مايکروسافټ څيړنکو د ۴۷۶ وګړو ټويټر پروفايلونه د خپه کوونکي ژبی، ليکنې/ژبې ډول، اړيکو او احساساتو لپاره وڅيړل، لدې څخه دوی د ارزولو يو موډل جوړ کړ چې ويې کولای شو له ۱۰ څخه په ۷ مواردو کې يې د خپګان آثار په سمه توګه وپيژندل؛ په همدې ډول د هارورډ او ویرمونټ پوهنتونو څيړونکو د ۱۶۶ خلکو انسټاګرام عکسونه همدې هدف او وسيلې لپاره وڅيړل، چې ورته نتيجې ته ورسیدل.
خوب (Sleep)
پخوا به ماښامونه له تيارو سره مل وو، خو نن مصنوعي رڼاوو د ورځې او شپې توپير ورک کړی دی. څيړنې ښيي چې دا رڼاوی د میلاټونین يا د خوب راوړلو هورمون په پيدا کولو کې ستونزې زيږوي، او آسماني رنګه رڼا چې له ځيرکو ټليفونونو او ليپ ټاپ سکرينونو تر ټولو ډيره خپريږي، د دې هورمون تر ټولو لوی دښمن ګڼل کيږي، يعنې که په پټاني ژبه يې درته ووايم، که په بالښت پراته د ليلا په غم کې فيسبوک، ټويټر یا نورې وسيلې کاروئ، نو د مجنون بې خوبي مو په نصيب ده.
تير کال، د پيټسبرګ پوهنتون، د ۱۸ او ۳۰ کالو تر منځ، ۱۷۰۰ خلکو څخه د هغوی ټولنيزې ميډيا او خوب باره کې وپوښتل، هغوی د خوب نارامئ او آسماني رڼا تر منځ اړيکه وموندله او پوه شول چې تاسې څومره ډير دې وسيلو ته داخليږئ، نه دا چې څومره وخت هلته تيروئ، د نارامه خوب مهم سبب دی، چې د “دوامداره” چک کولو يا څارلو نښه ده.
څيړونکي وايي چې دا له خوب وړاندې د رواني فعاليت سبب ګرځي او ډيره رڼا د خوب جريان خرابولو سبب ګرځي، خو تر اوسه پدې نه پوهيږي چې آیا د ټولنيزو رسنيو کارول د نارامه خوب سبب ګرځي يا هغوی چې ټولنيزه رسنۍ ډيره کاروي نارامه خوب لري. د خواله رسنيو (ټولنيزې ميډيا) کارولو تر ټولو بد وخت له خوب مخکې وخت دئ.
اعتیاد/روږدتيا (Addiction)
سره لدې چې ځينې څيړونکي پدې باور دي چې له ټويټ څخه ډډه کول له سګريټ او الکول سره له مقاومت سخته ده، خو تر اوسه دا بحث دوام لري چې پر ټولنيز رسنۍ اعتیاد/روږدتيا رواني روغتيا اختلال دی يا نه.
که چيرې پر سوشل ميډيا روږدتيا حقيقت وي، نو دا به پر انټرنېټ د اعتياد یو شکل وي – چې هغه له وړاندې منل شوی اختلال دی. په ۲۰۱۱ کې، د انګلستان د نوټینګام ټرنټ پوهنتون دوه څيړونکو پر همدې موضوع ۴۳ پخوانئ څيړنې مطالعه کړی، چې دې نتیجې ته ورسيدل، خواله رسنيو اعتياد رواني روغتيا ستونزه ده، چې “ښايي” مسلکي مرستې/درملنې ته اړتيا ولري.
دوی وموندله چې له ضرورته ډير استعمال د خپلويو/اړيکو ستونزو، خرابو تعليمي نتایجو او په آفلاین/فزیکي ټولنيزه چارو کې د ټيټ شراکت سبب ګرځي، او پر دې هم پوه شول لدې خطر سره ډير هغوی مخ دي چې پر الکولو يا نورو نشو د اعتياد امکان يې ډير وي، او د ځان ښودنې آثار ولري، او هغوی چې له خواله رسنيو څخه د ريښتوني ژوند د اړيکو بدیل په توګه کار اخلي.
د ځان ارزښت (Self Esteem)
له ډيره وخته داسې ګڼل کيږي چې د ميرمنو مجلو لخوا د کم وزنه او فوټوشاپ شوو موډلونو عکسونه په پيغلو او ځوانيدونکو نجونو کې پر ځان د باور او د ځان ارزښت ستونزې زيږوي، خو اوس د ځينو ډلو او مدني ټولنو لپاره ټولنيزه رسنۍ له بې عيبه عکسونو، رڼاوو او فوټوشاپ شوو انځورونو سره د تشويش وړ ګرځيدلې ده.
د معلوليت د يوې غیر انتفاعي ادارې د يوې څيړنې له مخې چې ۱۵۰۰ وګړو سره پکې غږيدلي وو، د ۱۸ او ۳۴ عمرونو تر منځ له نيم زيات ځواب ورکوونکو ويل چې ټولنيزه رسنۍ دوی ته د ناتوانۍ او بدرنګۍ احساس ورکوي.
د پن پوهنتون د ۲۰۱۶ يوې څيړنې له مخې د نورو خلکو سلفيانې خلکو ته د ځان د ټيټ ارزښت احساس ورکوي، ځکه خلک ځان د نورو د خوښئ له عکسونو سره پرتله کوي. د سټراټکلایډ، اوهايو او ایووا پوهنتون يوې څيړنې له مخې ميرمنې ځان د نورو ميرمنو له سلفيانو سره په منفي توګه پرتله کوي.
خو دا يوازې سلفیانې نه دي چې خلکو پر خپل ارزښت شکمن کوي. د سويډن د فيسبوک ۱۰۰۰ کاروونکو يوې څيړنې وښودله چې هغه میرمنی چې پر فيسبوک ډير وخت تيروي د خوښئ او پر ځان د باور ټیټ احساس لري. څيړنې دې نتیجې ته ورسيدل: “کله چې د فیسبوک کاروونکي خپل ژوند د نورو له خوښ ښکاريدونکي مسلکي ژوند او روغو اړيکو سره پرتله کړي، دوی ته ښايي خپل ژوند د هغوی په پرتله لږ بریالی ښکاره شي”
خو يوې بلې کوچنئ څيړنې وښودله چې يوازې د خپل پروفايل ليدل ممکن شخص پر ځان باور ډير کړي، څيړونکي وايي څرنګه چې موږ کولای شو خپل پروفايل کنټرول او کولای شو وټاکو چې څرنګه يې نړۍ ته وښايو، د دې سبب ګرځي چې د شخص پر ځان باور لوړ شي.
هوساينه (Well being)
په عمومي توګه څيړنو ښودلې هر څومره چې تاسې پر فيسبوک ډير وخت تيروئ، همدومره وروسته بد احساس او د ژوند قناعت مو ټيټيږي.
خو نورې څیړنې ښيي، چې د ځينو لپاره د ټولنيزه رسنيو کارول د هغوی هوساينه او آرامتيا لوړوي. د بازار موندنی ځينې څيړنې ښيي هغوی چې په احساساتي توګه غیر ثابت وي، د خپلو احساساتو په اړه پوسټ سره کولای شي د نورو خواخوږي ترلاسه او د منفي تجاربو مخه ونيسي.
تير کال د هالنډ څيړونکو يوې څيړنې له مخې د شخص پر هوساينه د ټولنيزه رسنيو اغېزې مبهمی دي، خو دوی وايي چې څرګنده شواهد شته چې وايي، هغوی چې په ټولنيزه توګه د تجريد ښکار او څنډې ته وي، پر هغوی د ټولنيزه رسنيو منفي اغېزه لوړه وي.
اړيکی (Relationships)
داسې به مو ډير ليدلې وي چې له يو چا سره ناست ياست، او مقابل شخص ناڅاپه ټليفون راباسي او پر فيسبوک يا انسټاګرام بوختيږي. د يوې کوچنۍ څيړنې له مخې آن يوازې د ټليفون شتون د صحبت پر کيفيت تاثیر کوي، څيړونکو د ناپيژاندو اشخاصو ۳۴ جوړې سره دوه په دوه کينولې او ترې ويې غوښتل چې د خپل ژوند په دې نږدې وختونو کې کومې مهمی پيښې په اړه وغږيږي، هغوی چې ټليفون يې پر میز او سترګو پر وړاندې پروت وو، نسبت هغوی ته چې ټليفون يې نه ليده، د دې پيښې په اړه غږيدو او یادولو کې ستونزې درلودی، له بحثه يې منفي تاثیر درلود او د نورو په پرتله چې د ټليفون پر ځای يې پر میز کتابچه ايښې وه، خپل مقابل لورې ورته ډير نږدې نه ښکاريده.
پر مينې بنا اړيکې هم لدې اغېزو مستثنا نه وي، د يوې څيړنې له مخې هغوی چې پر فيسبوک فعاله حضور لري، او وينې چې د ژوند ملګری يې د مقابل جنس کوم شخص له ځان سره ملګری کوي، دوی د حسد احساس پيدا کوي، څيړونکي دا هم وايي چې فيسبوک د حسد احساس په پیدا کولو او د اړيکو/تعلق پر کيفيت پوښتنې زيږوي.
حسد (Envy)
د ۶۰۰ کاهلانو (له اتلس کالو ډير عمر) په څيړنه کې، دريېمه برخه يې په دې نظر وو چې ټولنيزه رسنئ دوی ته منفي احساسات په ځانګړي ډول د ستړيا او حسد احساس ورکوي. د دې سبب خپل ژوند له نورو سره پرتله کول وو، چې لوی دليل يې د نورو د سفر عکسونه وو. د کينې احساس د “حسد انتقال” سبب ګرځي، چيرې چې خلک حسد ته پر ورته عمل ځواب ورکوي، او پر پروفايل داسې مواد ږدي چې په لومړي سر کې د دوی د حسد سبب ګرځيدلي وو.
ضرور نه ده چې حسد دی یوازې منفي احساس وي، د يوې څيړنې له مخې هغوی چې پر فيسبوک او ټويټر د نورو حسد زيږوونکي عکسونه يا متن وويني، نو نور هم ډير کار کوي او زحمت باسي، تر څو هغه څه حاصل کړي چې د دوی د حسد سبب ګرځيدلي وو.
يوازیتوب (Loneliness)
د يوه امريکايي طبي ژورنال د ۱۹ نه تر ۳۲ عمر ۷۰۰۰ خلکو د يوې څيړنې له مخې هغوی چې پر ټولنيزه رسنيو ډير وخت تيروي نسبت نورو ته د ټولنيزه يوازيتوب امکانات يې دوه چنده وي، چې پدې کې د ټولنيزه خپلوئ احساس، له نورو سره اړيکې او قانع کوونکي تعلقات شامل دي.
پر ټولنيزه رسنيو ډير وخت تيرول، د مخامخو اړيکو ځای نيسي او خلکو ته د پرديوالي يا بهرني احساس ورکوي. پر ټولنيزه رسنيو د نورو “تنظیم شوي” ژوند ليدل حسد او دا باور پيدا کوي، چې د نورو ژوند له خوښۍ او بریاوو ډک دی، چې دا پخپله د ټولنيزه تجرید سبب ګرځي.
نتیجه
ښه! که اوس دا بحث راټول کړو:
ممکن ځينې ووايي چې تر اوسه پریکنده شواهد نه شته او نورو څيړنو ته هم اړتیا ده، خو يو ټکی واضحه دی چې ټولنيزه رسنۍ پر هر چا د هغوی حالاتو او شخصيت په رڼا کې بیله اغېزه کړي. د خوراک، قمار، نشه او د معاصر ژوند نورو تحريکوونکو په څير ممکن ځينو لپاره د دې وسيلو له اړتيا ډير کارول ښايي ښه نه وي. خو، په عمومي توګه په مکمله توګه ورته بد ويل هم له انصاف ليرې دي.
دا وسيلې مثبت استعمال هم لري، او ډيرې داسې بيلګې شته چيرې چې مثبته او اغېزمنه ګټه ترې اخيستل شوې ده، لکه څرنګه چې وايی بهتره لار د منځ لار ده، استعمالوونکی بايد پوه شي چې د ټولنيزه رسنيو مجازي نړۍ د ريښتوني نړۍ او ريښتونو ملګرو ځایناستی نه ده، او نه بايد هڅه وکړي چې ځايناستی يې کړي.
(ورته ليکنی: د ماشومانو/ځوانانو آنلاين ساتنه: ماشومانو/ځوانانو لارښود – دوهمه برخه، پر ټولنيزې ميډيا قيودات – که د ځان تير ايستل، ګوګل او بيړا – آیا انټرنيټ موږ د ذهني سستوالي په لور بيايي، د انټرنېټي او مخابراتي اړيکې ړانده چڼول/ فلترول)
ټولي:Social, Technology ټکنالوژي
ځواب دلته پرېږدئ