موږ د ماشومانو آنلاين خوندي ساتلو او بهتره استعمال په اړه د ليکنو لړۍ پیله کړې ده، دا د دې لړۍ درېيمه ليکنه ده، دا ليکنې په اساسي توګه د ملګرو ملتونو د مخابراتو نړيوالې اتحاديې او نورو اړونده لارښودو او بهتره استعمال لارو چارو په رڼا کې ليکل شوي دي، چې کولای شي له استعمالوونکي سره د دې وسيلو په بهتره استعمال کې مرسته وکړي.
دې لړۍ کې ماشومانو، د هغوی والدینو او نورو اړونده ادارو لپاره لارښوونی او وړانديزونه شته چې څرنګه ماشومان/ځوانان او زلمکيان آنلاين وساتي او وکولای شي له انټرنيټ او اړونده وسيلو څخه زده کړه ييزه، صحي او بهتره ګټه واخلي.
د دې لړۍ کې دا درېيمه ليکنه ده، چې د نورو ليکنو پر دوام ليکل شوې ده، لومړئ برخه او دوهمه برخه دلته ولولئ.
دا لیکنی په عمومي توګه نړيوالو لارښوونو او بهتره استعمال په رڼا کې ليکل شوي، د هغو هیوادونو له تجاربو درس اخيستل شوی چې ټکنالوژي يې د ښوونی او روزنی، تجارت، ټولنيز ژوند، ساعتيرئ، لوبو او نورو برخه ده، او په افغانستان کې د ټکنالوژئ پراخيدونکي استعمال له کبله موږ هم په هماغه لور روان يو. بهتره ده چې زموږ ماشومان، زلمکيان او د هغوی وليان د دې وسيلې پر بهتره او ښه استعمال پوه شي.
آنلاین د ځان ساتنی لپاره بايد پر څه پوه شئ.
د انټرنيټ د خوندتيا لارښود
د انټرنېټ د خوندتيا پيغامونه باید پر وخت، له عمر سره برابر، په کلتوري توګه مناسب او د هغې ټولنې له ارزښتونو او قوانينو سره چې ماشوم يا ځوان پکې ژوند کوي، سره برابر وي.
عموماً، د انټرنېټ ځوانو کاروونکو عمرونه پر دريو کتګوريو ويشل کيږي، دا درې ډلې په عمومي توګه د ماشوم د ودی له درې مهمو پړاوونو په رڼا کې ټاکل شوي، خو دلته ډيره مهمه ده چې پوه شو، هر ماشوم ځانګړی شخصيت لري او لدې لارښودونو هدف دا نه دی چې پر ټولو دی يو ډول عملي شي، هر ماشوم ستاسې ځانګړی او شخصي پاملرنی ته اړتيا لري، او د همدې اړتياوو او مهارتونو په رڼا کې تاسې بايد اړونده کړنلارې خپلی کړئ.
لومړئ ډله: له ۵ تر ۷ کلن
د دې عمر ماشومان ټکنالوژئ سره په لومړي ځل مخ کيږي. د دوی استعمال باید تل د والدینو یا مشرانو لخوا وڅارل شي. د چڼولو (فلترول) سوفټوير يا نور ورته تخنيکي ميکانیزمونو څخه هم ګټه اخيستل کیدای شي. دا به هم ښه وي چې ماشوم عمر په پام کې نيولو، د خوندي ویبپاڼو او پروګرامونو ليسټ ولرئ او دوی يوازې هماغه وکاروي. لدې سره ماشوم ته بايد د انټرنېټ استعمال ساده لارښودونه او اداب هم وښودل شي.
د دې عمر ماشومانو د انټرنېټ استعمال ساده وي، او په ډيرو پيچلو پيغامونو او استعمال يې سر نه خلاصيږي، موږ دلته دا وړاندیز هم کوو چې د داسې ماشومانو والدين يا وليان د دې لړئ وليانو يا والدينو لپاره لارښودونه هم يو ځل له نظره تير کړي، په راتلونکو برخو کې پر دې لارښودو غږيږو.
دوهمه ډله: له ۸ تر ۱۲ کلن
دا عمر د ماشوم/ژڼي د بدلون جنجالي وخت دی. عموماً پدې وخت کې دوی ځوانيږي او د ډيرو پوښتنو او راسپړلو توان پيدا کوي، چې له کبله يې هڅه کوي له قيوداتو ووځي او خپلو پوښتنو ته پخپله ځوابونه پيدا کړي. پدې عمر کې دوی پوهيږي چې څه آنلاين شته او غواړي چې پخپله يې ولټوي، ماشوم په خپل عمر کې د قيوداتو ازمويل زده کوي او همدې “مه کړه” “وکړه” کې خپل حدود معلوموي. دلته ممکن د چڼولو له پروګرامونو يا نورو تخنيکي وسيلو کار واخيستل شي، خو دې عمر ماشومانو لپاره مهمه ده چې پوه شي له نابلده محتوياتو او اړيکو سره څه وکړي، ځکه دا ناپوهي کولای شي دوی آنلاين تهدید او خطر ډير لوړ او ناوړه تجربو سره يې مخ کړي.
اخيري ډله: ۱۳ کلن او مشران
دا يې عمر په لحاظ تر ټولو لويه ډله ده، او ځلميان پکې شامل دي. دا ډله خلک په ګړنديوالي سره لوييږي، په يوه وخت کې له ځوانئ پر سړيو يا ميرمنو بدليږي، او ورسره خپله پيژندنه او خوښی هم مومي. دوی عموماً له ټکنالوژئ څخه د مشرانو له څارنی پرته په بهتره توګه ګټه اخيستلای شي. د چڼولو پروګرامونه ممکن خپله اغيزه له لاسه ورکړي، خو په ځينې مواردو کې لکه که چيرې ځينې ځوانان له لنډمهاله يا اوږدمهاله خطر سره مخ وي، ښايي اغېزمن واقع شي.
د هغوی د وجود د هورموني بدلونونو او فزيکي ودی په رڼا کې، ځلميان ممکن وغواړي چې د والدينو له څارنی ځان خلاص او ملګري ولټوي. له جنسي موضوعاتو سره طبعي علاقی له کبله ممکن ځينې ځلميان له ناوړه او ستونزمنو حالاتو سره مخ شي، نو له همدې کبله مهمه ده چې دوی پوه شي څرنګه له انټرنېټ بهتره ګټه واخلي او آنلاين خوندي پاتی شي.
د ماشومانو او ځوانانو لپاره د انټرنېټ خوندي استعمال اصول
پر SMART عمل وکړئ
Set your limits = S (خپل حدود وټاکئ)
Meeting Online friends offline = M (د انټرنيټ له ملګرو سره مخامخ ليدل)
Accepting invitations/ friendships = A (د بلنو/ ملګرتوبونو قبلول)
React = R (غبرګون)
Tell Someone about your concerns = T (له خپلو انديښنو يو څوک خبر کړئ)
د دې اصولو تشريح ته وروسته راګرځو، خو مخکې لدې ځيني عمومي ټکو ته هم پام وکړئ:
۱. پر انټرنيټ ډير څه کولای شئ. لوبيدلای شئ، له ملګرو سره اړيکه نيولای شئ، خپله د ماشومانو لپاره لوبی جوړولای شئ، ډير ګټور معلومات حاصلولای شئ، تاسې له دې ډيجيټلي وسيلې څخه د ګټی اخيستلو پوره حق لرئ.
۲. خو ورسره پدې هم باید پوه شئ، چې پر انټرنېټ ځينې ناوړه شيان لکه عکسونه يا کيسې هم شته چې ممکن ستاسې د انديښنو يا ويری سبب شي، په دې ډيجيټل نړئ کې يوازې ستاسې د کورنۍ غړي او اعتباري ملګري نه دي، بدبختانه دلته ډير داسې خلک شته چې ممکن ښه نه وي او غواړي چې نورو ته زیان ورسوي، ويې ويروي يا يې تهدید کړي. د انټرنېټ کارولو پر مهال بهتره ده له ځينو اساسي اصولو خبر واوسئ او د کارولو پر مهال يې په پام کې ونيسئ.
۳. د خپلو حدودو ټاکلو او انټرنېټ څخه د خوندي ګټی اخيستنی پوره حق لري. په آنلاين او همداسې په حقيقي ژوند کې هوښيار، بامسؤليته او خوندي واوسئ.
(په راتلونکي ليکنه کې موږ د SMART اصول نور څيړو)
(ورته ليکنی: پر ذهن د ټولنيزه رسنیو (سوشل ميډيا) استعمال اغیزې – څيړنی څه وايي، د ماشومانو/ځوانانو آنلاين ساتنه: ماشومانو/ځوانانو لارښود – دوهمه برخه، د ضعيفه تعليم اوږدمهاله اغیزی، پر ماشومانو د ټکنالوژئ استعمال اغېزې)
ټولي:Social, Technology ټکنالوژي
ځواب دلته پرېږدئ