خیریه ريسکونه (Charitable Risks)

ژباړه: عبدالواحد سهاک

څرنګه په غیر انتفاعي پروژو کی پر څلورو عامو ريسکونو بریالي شو.

مهمه نده چی تاسو چیرته کار کوی پروژه یوه پروژه ده. مګر په غیر انتفاعی نړۍ کی د پروژي مدیریت کولی شی بی ساري خنډونو سره مخ شي. ځینی ننګونی د ټولو غیر انتفاعی ادارو تر منځ عام دی، په داسی حال کی چی نورو يې عموماً د ډیرو کوچنیو سازمانونو لپاره ستونزه وي. ټول يې د ابتکار او ستراتیژیک پلانولو له لارې حل کيدای شي.

دلته موږ په غیر انتفاعي چوکاټکې د پروژو تر څلورو ستونزو يادونه کوو، او څرنګه يې کولای شئ حل کړئ.

محدودوی سرچینی (Limited Resources)

په غیر انتفاعی پروژو کی ډیری وختونه کارکوونکي، ټکنالوژۍ، وخت او فنډ (پیسې) محدود وي. له ډیرو غیر انتفاعی ادارو غوښتل کيږي چې پر اداري چارو او اداره پانګونه راکمه کړي. ډيری سرچینی باید په مستقیم ډول پر ماموریت ولګول شی. دا په دی معنی چی د پروژی ټیمونه باید مبتکر يا پر کمه ګوزاره وکړي. په هغه غیر انتفاعي اداره کې زه کار کوم، مونږ د کارکوونکو له محدوديت سره مخ یو تر څو پروسې بهتره کړو، د حل لپاره يې موږ د نږدی کالج د تجارت څانګی د یو ټولګی زده کوونکو سره ملګرتیا کوو تر څو په یوه پروژه باندی راسره کار وکړي. د محدودو سرچینو د حل بله لاره د کار راکمول دي، یا د بودجی د تامین لپاره خاص هممهاله تاکتیکونه په نظر کی ونیسئ: د یوی اداری د تمویلونکو ډله ممکن په ځانګړي وخت کې د ځانګړو پروژو کمپاین لپاره تيار وي.

محدودی لارښوونی (Limited Guidance)

زما په تجربه کی، په غیر انتفاعی پروژې ښايي د مشرتابه له نشتوالي وځوريږي، لکه بې توجه تمويلوونکی. د محدودو لارښوونو په رڼا کې د پروژې فعاله ساتلو لپاره، کولای شئ د ټیم غړو ته نور مالکیت او د پریکړه کولو وړتیا ورکړئ.

د ویب پاڼی د بیا رغونی پر پروژه چې په دې نږدې کې پرې ما کار وکړ، د مهمو پریکړو لپاره مصروفه اسپانسر ډیری وختونه نه وو. که څه هم، د تیرو پروژو د بریالیتوب له امله، هغی هم د پروژې پر مشرانو پوره باور درلود چې د هغې پر استازیتوب به سمې پريکړې به وکړي. د بیلګی په توګه، د ضرب الاجل پوره کولو لپاره، د ویب پاڼی فونټ (لیک ډول) پريکړه بايد سمدستي شوی وای. که څه هم سپانسر نه وو، د پروژی مشر اجازه لرله چی د دی پریکړی ملکیت واخلی او د لیک ډول انتخاب کړي.

په بله وینا، د وخت له محدوديت سره مخ غیر انتفاعي مشران باید د پروژی فعاليت او پر وخت خلاصيدو لپاره کار او اختيار سپارلو ته ډاډمن واوسي.

رضاکاران/داوطلب (Volunteers)

د غیر انتفاعی پروژی ټیمونه کله نا کله یو څه يا په بشپړه توګه له رضاکارانو جوړ وي. د کاري ډلې دا ډول غړو هڅونه د بامعاشه ټيم غړو له هڅونې سره فرق لري. د پروژی مدیران نشی کولی چی په رضاکارانو باندی ډير فشار راوړی، نه چې هغوی کار پریږدی. د ښکیلتیا د ساتلو لپاره، د پروژي مدیران باید دا لومړی ځان پدې پوه کړي چی ولی رضاکار خلک دلته شته؟ د اداری پر ماموريت باور لري او په دوامداره توګه ورته ووايي چې ولې دا ماموريت مهم دی او د څرنګه د بریاليتوب لپاره د هغوی مرستی ته اړتیا لری.

هغه انتفاعي اداره کې چې زه کار کوم، زموږ ماموريت پر جدي ناروغيو اخته ماشومانو ارمانونه پوره کول دي، موږ په دوامداره توګه د ماموريت لحظې غونډې لرو، چيرې چې کارکوونکي او رضاکاران خپل ورځنئ چارې پريږدي او پر دې غږيږي چې د ادارې ماموريت پر ماشومانو، کورنيو او ټولنو څه اغېزه لري. د سازمان ټولی کچی مامورين له مشرتابه څخه د پروژی تر ټیمونو او اداری کارکوونکو پورې ټول په دغه غونډو کې برخه اخلي. دا د انفرادی رضاکارانو او کارمندانو د اړتیاوو پر ځای، زموږ تمرکز پر ماشومانو ساتي، چی زموږ له ماموریت څخه ګټه اخلي.

د کاري تاريخچې نشتوالی (Lack of track record)

د پروژی د مدیریت نظم او دسیپلین ارزښت په ځينو غیر انتفاعی ادارو کې ښه نه پیژندل کیږی، چې د پروژې کاري ډلو او تمويلوونکو قناعت حاصلول ستونزمنیدو لامل ګرځي. په هر صورت، ښايي د ادارې عمومي رئيس یا بل اجرایوی مشر په ملاتړ ستونزه حل کړئ، چې د پروژی مدیریت د سازمان کلتور د یوی برخی په توګه وپيژني.

زما سازمان پنځه کاله وړاندی د پروژی د مدیر رول یو ځل بیا د رغونی لپاره واخیست، دا رول د يو څه وخت لپاره منحل شوی وو. د ادارې مشرانو قانع کولو يو څه وخت ونيو، خو يو ځل چې قانع شول، نو مسؤليتونه په چټکۍ سره لوړ شو. د بیلګی په توګه، زموږ اجرایوی رییس په اداره کې د پروژې مديريت او د هغې له وسيلو څخه پراخه ګټې اخيستنې رسمی کولو ته ژمن شو. د لوړ مدیریت دا ډول څرګنده ملاتړ د ټیمونو لخوا د پروژې مديريت نوو پروسو قبلولو لپاره او همداسې د ادارې لخوا د پروژې مدير دندې جدي اخيستلو لپاره ضرور دی.

د پروژې مديران هغوی لپاره چې د خپلو ټولنو خدمت کوي، دا فرصت برابروي تر څو ډير وخت پر اصل کار تير کړي. که چيرې پر ماموريت ولاړ ادارو کې د پروژې مديريت ښه تمرينونه پياده شي، نو کولای شي ټول ذیدخلو اړونده اشخاصو د ټولنې له غړو نيولې د پروژې تر کاري ډلې او تر تمويلوونکو د ټولو د قناعت سبب شي، چې له ادارې غواړي: پر اصل ماموريت ډير تمرکز وکړي.

(د PMNetwork د می ۲۰۱۸ له ګڼې څخه ژباړل شوی دی)

(ورته ليکنی: څه غلطيدای شي، پروژې) ستراتيژئ دوامداره مهم ساتل)، له شخړی تر شراکت، د پروژې په ډله کې د اعتبار رامنځ ته کول)



ټولي:Management, Social, مديريت Management

ټگونه:,

3 replies

Trackbacks

  1. سمې تګلارې ټاکل | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  2. ګړندئ اغېزه | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  3. په کاري ډله کې مسؤليت رواجول | مشري || ټکنالوژي || مديريت

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: