د ماشومانو/ځوانانو آنلاين ساتنه: ماشومانو/ځوانانو لارښود – څلورمه برخه

موږ د ماشومانو آنلاين خوندي ساتلو او بهتره استعمال په اړه د ليکنو لړۍ پيل کړې ده، دا د دې لړۍ څلورمه ليکنه ده، دا ليکنې په اساسي توګه د ملګرو ملتونو د مخابراتو نړيوالې اتحاديې او نورو اړونده لارښودونو او بهتره استعمال لارو چارو په رڼا کې ليکل شوي دي، چې کولای شي له استعمالوونکي سره د دې وسيلو په بهتره استعمال کې مرسته وکړي

دلته لومړئ برخه، دوهمه برخه او درېيمه برخه ولولئ.

د ماشومانو او ځوانانو لپاره د انټرنيټ خوندي استعمال اصول

پر SMART عمل وکړئ

(خپل حدود وټاکئ) Set your limits = S

Meeting Online friends offline = M (د انټرنېټ له ملګرو سره مخامخ ليدل)

Accepting invitations/ friendships = A   (د بلنو/ ملګرتوبونو قبلول)

React = R   (غبرګون)

Tell Someone about your concerns = T  (له خپلو انديښنو يو څوک خبر کړئ)

د دې اصولو تشريح ته وروسته راګرځو، خو مخکې لدې ځيني عمومي ټکو ته هم پام وکړئ:

۱. پر انټرنېټ ډير څه کولای شئ. لوبيدلای شئ، له ملګرو سره اړيکه نيولای شئ، خپله د ماشومانو لپاره لوبی جوړولای شئ، ډير ګټور معلومات حاصلولای شئ، تاسې له دې ډيجيټلي وسيلې څخه د ګټی اخيستلو پوره حق لرئ.

۲. خو ورسره پدې هم باید پوه شئ، چې پر انټرنېټ ځينې ناوړه شيان لکه عکسونه يا کيسې هم شته چې ممکن ستاسې د انديښنو يا ويری سبب شي، په دې ډيجيټل نړئ کې يوازې ستاسې د کورنۍ غړي او اعتباري ملګري نه دي، بدبختانه دلته ډير داسې خلک شته چې ممکن ښه نه وي او غواړي چې نورو ته زیان ورسوي، ويې ويروي يا يې تهدید کړي. د انټرنېټ کارولو پر مهال بهتره ده له ځينو اساسي اصولو خبر واوسئ او د کارولو پر مهال يې په پام کې ونيسئ.

۳. د خپلو حدودو ټاکلو او انټرنېټ څخه د خوندي ګټی اخيستنی پوره حق لري. په آنلاين او همداسې په حقيقي ژوند کې هوښيار، بامسؤليته او خوندي واوسئ.

children-TV

(خپل حدود وټاکئ) Set your limits = S

۱. خپل محرميت جدي واخلئ. هر کله چې ټولنيزه شبکه يا بل آنلاین خدمت کاروئ، خپل، ملګرو او کورنئ غړو محرميت ته پام وکړئ. تاسې ممکن فکر وکړئ چې آنلاین نامعلوم يا پټ ياست خو له بیلابیلو وسيلو د معلوماتو راغونډول تاسې او ستاسې کورنۍ باره کې ډير څه راسپړلی شي.

۲. که چيرې ټولنيزې شبکی پاڼه کاروئ، د محرميت له ټاکنو (Settings) کارواخلئ، تر څو ستاسې پروفايل يوازې ملګرو ته د لیدو وړ وي. د امکان په صورت کې د خپل اصل نوم پر ځای کورنی یا ملګرتوب نوم وکاروئ چې يوازې ملګري مو ترې خبر وي. نور متقابلي خدمتونه لکه مسنجری هم د محرميت وسيلې لري له هغوی ګټه واخلئ.

۳. د يو څه له آنلاين خپرولو وړاندې دوه ځل فکر وکړئ. آیا غواړئ چې له ټولو، هم ملګرو او هم پردیو، سره يې شريک کړئ؟ يو ځل چې مو يو څه معلومات، عکسونه، او نور آنلاين خپاره کړل، بيا يې نه ليرې کولای او نه نور منع کولای شئ چې هغه ونه کاروي. ممکن په پوره باور سره هیڅکله پوه نه شئ چې لدې معلوماتو به څوک څه ګټه واخلي.

۴. پام مو وي چې هر څه رښتيا نه وي. که يو څه ډير ښه يا سم ښکاري ډير امکان لري چې غلط وي يا همداسې ښودل کيږي چې سم دي. تل معلومات له يوې بلې باوري منبع سره تصديق يا پرتله کړئ.

۵. تاسې حقوق لرئ چې هم تاسې او هم نور بايد ورته درناوی وکړي. هیڅکله د نورو لخوا آزار يا تهدید ونه منئ. د ښه اخلاقو قوانين او توقعات ريښتوني ژوند سره سم پر آنلاين نړۍ هم د عملي دي.

mobile-phone-youth

(د انټرنېټ له ملګرو سره مخامخ ليدل) Meeting Online friends offline = M

۱. ځيني وخت آنلاين اړيکه پر ملګرتوب بدليږي.

۲. مخکې لدې چې آنلاين ملګری مخامخ ووينئ، څو ځله فکر وکړئ. که بیا هم غواړئ چې ورسره وګورئ، تل له ځان سره يو باوري څوک بوځئ، تر څو د ملاقات له خرابيدو يا ناوړی پيښې مخنيوی وکړي.

۳. دې ته مو هم پام وي چې ښايي ستاسې آنلاين ملګری هغه څه نه وي څه چې تاسې فکر کړی وو.

(د بلنو/ ملګرتوبونو قبلول) Accepting invitations/ friendships = A

۱. عموماً خلک آنلاين له هغوی سره غږيږي چې په ريښتوني ژوند کې يې هم ملګري وي. تاسې د خپلو ملګرو له ملګرو سره هم په اړيکه کې کیدلای شئ. سره لدی چې نوو ملګرو لرل ساعتيره وي، خو آیا چې يو څوک ونه پيژنئ غواړئ ملګری ورته وواياست يا غواړئ هغه څه چې يوازې له خپلو ښو ملګرو سره يې شريکوئ له ټولو نورو سره يې هم شريک کړئ.

۲. د آنلاین اړيکو له لارو تاسې له نابلدو سره په اړيکه کې کيږئ. ممکن تاسې له نابلدو د ملګرتوب غوښتنه ترلاسه کړئ تر څو ستاسې پروفايل وويني، خو دا به ښه نه وي چې قبول يې کړئ. د نابلدو چې تاسې پرې باوري نه ياست، بلنو په نه منلو کې هیڅ عیب نشته. په ټولنيزو شبکو کې تر ټولو ډيرو يا بېشمېره اړيکو لرل هیڅکله هدف نه وي.

Children Selfie

React = R (غبرګون)

۱. ځان له ناراموونکي يا ناوړه محتوياتو څخه وساتئ. په ناپوهئ کې داسې سايټونو ته مه ورځئ او مه يې آدرسونه سره شريکوئ. که چيرې داسې څه وينئ چې تاسې نارامه کوي، له خپلو والدينو يا باوري چا سره پرې وغږيږئ.

۲. له بد سلوک صرفنظر وکړئ او بد بحث يا د ناوړه محتوياتو سايټونه پريږدئ. لکه څرنګه چې په اصل ژوند کې ځيني خلک د بیلابیلو دلایلو له کبله د نورو په وړاندې جګړه يي يا ناوړه عمل کوی یا ناوړه محتويات شريکوي، آنلاين نړۍ هم لدې مرضه پاکه نه ده، نو ځکه بهتره ده پر داسې څه سترګی پټی کړئ يا يې بلاک کړئ (د اړيکی مخه يې ونيسئ)

۳. هغوی چې تاسې سره اړيکی لپاره بې ادبه، تحميلي يا تهدیدي ايميل يا ويناوی کاروي، بلاک يې کړئ. آن که پيغام آزاروونکی يا ناراموونکی وي نو کوم مشر ته يې مشورې لپاره وښاياست. تاسې بايد د بل چا پر وينا يا پيغام ونه شرميږئ.

۴. تل مو پام وي که څوک، په ځانګړي ډول پردي، غواړي له تاسې سره پر جنسي موضوعاتو وغږيږي. په ياد مو وي چې تاسې هیڅکله د مقابل لوري اصل هدف يا پيژندنه نشئ معلومولی. ماشوم يا ځوان شخص سره جنسي يا ورته اړيکه تل د انديښنی وړ ده او بايد باوري مشر پرې خبر کړئ.

۵. که چيرې تاسې جنسي بحث، جنسي فعاليت يا ورته جنسي کړو عکسونو شريکولو ته هڅول شوي ياست، نو باوري مشر سره د مشورې لپاره وغږيږئ. هیڅ بالغ/مشر له کشر/ماشوم/ ځوان څه د داسې څه غوښتنو حق نه لري، دا مسؤليت تل د مشر دی چې له داسې څه ډډه وکړي. ماشوم بايد ملامته نه کړئ.

Tell Someone about your concerns = T (له خپلو انديښنو يو څوک خبر کړئ)

۱. که چيرې آنلاين کومې انديښنی يا ستونزې لرئ، له باوري چا سره وغږيږئ. ستاسې والدين يا بل مشر کولای شي ښه مشوره درکړي. هیڅ ستونزه دومره لويه نه وي چې حل ونه لري! که چيرې په هېواد کې د ماشومانو د مرستې اداره/شمېره درسره وي، له هغوی سره وغږيږئ.

۲. تاسې کولای شئ اړونده ویبپاڼې ته د ناوړه محتوياتو يا فعاليتونو په اړه ايميل وکړئ.

۳. پر ناوړه محتوياتو او فعاليتونو پوليس يا نورې اړونده ادارې هم خبرولای شئ.

۴. همداسې پر ځان پام کولو سربيره، تاسې بايد پر خپل کمپيوټر يا ګرځنده وسيلې هم پام وکړئ.

د SMART اصولو په څير، د وسيلو استعمال لپاره هم ساده او ګټورې مشورې او اصول شته چې بايد په پام کې ونيول شي.

(په راتلونکې برخه کې موږ د وسيلو لپاره پر اصولو او څرنګه ځان آنلاين وساتئ غږيږو)

(ورته ليکنی: د ماشومانو/ځوانانو آنلاين ساتنه: ماشومانو/ځوانانو لارښود – درېيمه برخه، پر ذهن د ټولنيزه رسنیو (سوشل ميډيا) استعمال اغیزې – څيړنی څه وايي، د ماشومانو/ځوانانو آنلاين ساتنه: ماشومانو/ځوانانو لارښود – دوهمه برخه، دروغ خبرونه، انټرنېټ، فيسبوک او ټولنيزې ميډيا رول او د معلومولو يې نهه لارې چاری)



ټولي:Technology ټکنالوژي

ټگونه:,

3 replies

Trackbacks

  1. د ماشومانو/ځوانانو آنلاين ساتنه: ماشومانو/ځوانانو لارښود – پنځمه برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  2. د ماشومانو/ځوانانو آنلاين ساتنه: ماشومانو/ځوانانو لارښود – شپږمه برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  3. د ماشومانو/ځوانانو آنلاين ساتنه: ماشومانو/ځوانانو لارښود – اخيري برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: