ژباړنه: عبدالواحد سهاک
موږ د پروژی د مدیریت له مسلکيانو څخه پوښتنه وکړه: تاسو څرنګه دا پریکړه کوئ چی د پروژی د پياده کولو لپاره له کومی کړنلارې/ میتودولوژئ کار واخلئ؟
دا بحث د پروژې مديريت رواجي کړنلارې يا واټرفال (Waterfall) او نوې کړنلارې اجایل (Agile) تر منځ دی. د دې دواړو کړنلارو تر ټولو لوی توپير د بدلون منل دي، داسې ګڼل کيږي چې د پروژې رواجي مديريتي پروسه د بدلون په منلو کې سسته ده او عموماً داسې صنعتونو او پروژو لپاره ښه نتیجه ورکوي چې له لومړني پلان څخه د پروژې تر پايه محدود بدلونونه مني لکه ودانيو جوړول، سرکونه، او نور داسې کارونه چې له پيل څخه يې پلانول نسبتاً آسانه وي.
د دې په وړاندې بيا اجايل د بدلون منلو لوړ ظرفيت لري، چيرې چې د پروژې له پيل څخه د پروژې نهايي نتايج نامعلوم وي يا يې ټاکل ستونزمن وي، نو هر څومره وضاحت چې موجود وي د هغې په رڼا کې کار مخکې ځي، او له پرمختګ سره نوي بدلونونه پياده او د پروژې نتايج معلوميږي، دا ډول ميتودولوژي عموماً په هغه صنعتونو کې ښه پايله ورکوي چې دوامداره بدليږي، لکه د خدمت ساحې چيرې چې د ښه خدمت تعريفول ستونزمن وي، يا د سوفټ وير جوړولو صنعت چې د اخيري نتيجې حدود ټاکل سخت وي.
دلته د هغه بحث خلاصه وړاندې کيږي چې د نړۍ بیلابیلو ساحو مسلکيانو څخه د دې دواړو ميتودولوژيو انتخاب فکټورونو باره کې پوښتل شوي دي.
د عامه فکټور یا عامل پواسطه (Alignment Factor)
د پروژی په پیل کی د میتودولوژۍ د غوره کولو او يوځايوالي ورکشاپ دايرول له موږ سره د مشتريانو پر لومړيتوبونو پوهيدلو کی مرسته کوي او معلوموي چی ایا موږ کولی شو چی هغوی سره تطابق وکړو. د بیلګی په توګه، که چیری مشتري یا شرکت د سکرم/اجايل تطبیق په لور ځي، زه به لومړی ځان پر سکرم پوه کړم او بیا به یې د کارولو فکر وکړم. زه به دا د شرکت لپاره د یوی ننګونی په توګه وړاندی کړم چې د سکرم د زده کړې په اړه پراخ ذهنه واوسي او لومړي پياده کولو کې له زغم کار واخلي، په اوږد مهال کی به دوی لپاره ډیر ښه وي.
ريسکونه وپیژنی (Identify Risks)
کله چی کړنلارې مطرح کیږی، د ټولو ړونده ريسکونه باید په مناسب ډول وارزول شی. ونډه لرونکی، ټولیز لګښت، فزیکی چاپیریال او سیاسی چاپيريال ټول کولای شی چی پر هر ډول کړنلارو اغېزه وکړي. د ريسک پیژندنی اساسات تعريفول – او د دغو ريسکونو نږدی والی څرګندولای شي چی ایا د پروژی مدیر بايد د اجايل د سپرینټ حالت تعقیب کړی یا په بشپړ ډول د پروژې مديريت له رواجي (واټرفال) طريقې کار واخلي. د دې دواړو طريقو ترکيبي حالت مستقيماً پروژې ته متوجه ريسکونو په رڼا کې ټاکل کيږي.
منځنۍ حالت (Middle Ground)
د اجايل کړنلارې انتخابول هغه وخت ښه نتيجه ورکوي که چيرې پروژه له منځني تر لوړ حالاته حل غواړي يا د پروژې کاروباري نتيجه د پوره يو واري حل په ځای په ټوټو او برخو کې لاسته راوړلو سره ښه نتيجه ورکوي. کیدای شی چی یو اټکل شوی ابشار (واټرفال) چلند هغه وخت مناسبه وي کله چې یوه پروژه محدود ابهام/ بې باوري ولري، او د پروژې نتيجې کاروباري ارزښت یوازی هغه وخت احساسیدلای شي کله چی د پروژی بشپړه نتیجه لاسته راوړل شي. زیاتره پروژی منځنی حالت لري، له همدی کبله د پروژې لپاره بشپړ واټرفال يا بشپړ اجايل حل کار نه کړي، او اکثره وختونه بايد د دواړو ښه راواخيستل شي.
مخ په شا کار کول (Working Backwards)
زه تل د نتيجې په پام کې نیولو سره پیل کوم. چی مشتري د کومې کاروباري نتیجې لاسته راوړلو تمه لري؟ د مشتریانو د اقتصادي/مالي سیسټم څنګه دی او/يا چاپیریال يې څرنګه جوړ دی؟ زه واټر فال غوره کوم که د محصول پای يا نتيجه ښه تعریف شوې وي. که چیری محصول سافټویر وي يا ونډه لرونکی نه پوهيږي چې په پای کې به خدمت څرنګه استعمالوونکي ته پياده کيږي نو زه اجایل انتخابووم. زه هغه وخت ترکيبي حالت غوره ګڼم کله چې د پروژی کاري ساحه روښانه نه وي، مګر د مشتري کاري کلتور د اجايل ارتجاعيت منلو توان ونه لري. په داسی حالت کی، زه د پروژې هر پړاو لپاره د مشتري دخالت او تيارئ په رڼا کې مشخصه کړنلاره جوړوم.
د توازن عمل (Balancing Act)
د تګلاری په اړه پریکړه ډیرو عواملو پوری اړه لری. مګر د دوو پوښتنو ځوابونه کولی شی چی د راتلونکی لارښونی په واضح کولو کی مرسته وکړی.
۱. د ريسک قبلولو لپاره اداره څومره اشتها لري؟ د اجايل ځینی تګلاری تاسې پر چټکئ بازار ته رسوي، خو لوړ ريسک لري.
۲. ایا پیرودونکی ثبات يا نرمښت غواړي؟ هغه وينا مو په ياد ده ” که چیرې له تاسو سره څټک وي، نو هر څه درته ميخ ښکاري” خپل بکس له ډیرو وسایلو ډک کړئ تر څو په آسانه وکړای شئ د پروژې اړتياوې پوره کړئ.
د پروژې پر کاري ساحه تمرکز (Focus on Scope)
دا د پروژی څرنګوالي پورې اړه لری. که چیری د پروژی کاري ساحه د پروژې پياده کولو په جریان کی بدلون ونلری، نو بیا د رواجي واټرفال میتودولوژي کاریدلی شی. که چیری کاري ساحه بی ثباته وی، له اجایل سره ولاړ شی. یوه ترکيبي کړنلاره کیدای شي ځينې وخت له واټرفال او د پروژو ځينو عملونو لپاره له اجایل کار واخلي. د بیلګی په توګه، اجراات او کیفیت تضمین کولی شی له اجایل کار واخلي تر څو اخيري استعمالوونکی پوه شي چې د پروژې په پای کې څه وررسيږي.
د انتخابونو ارزونه (Analyze Options)
زه په منظم ډول خپلی تګلاره پلانوم. ځینی وختونه، یې له دود/کلتور، سهم لرونکو، ټیکنالوژۍ، ريسکونو یا نتایجو لپاره عياروم. زه بیلابیلې لارې چارې او سناريو جوړوم چې آیا واټرفال، اجایل يا د دواړو ترکيبي شکل به ښه کار وکړي. تاسې بايد بدلون منونکي او مرتجع واوسئ تر څو د پروژې اهدافو ته ورسيږئ.
(دا مضمون د PMNetwork مجلې د فبروري ۲۰۱۸ ګڼې په رڼا کې تنظيم شوی دی)
(ورته ليکنی: خیریه ريسکونه (Charitable Risks)، څه غلطيدای شي، پروژې) ستراتيژئ دوامداره مهم ساتل)، له شخړی تر شراکت)
ټولي:مديريت Management
ځواب دلته پرېږدئ