موږ د ماشومانو آنلاين خوندي ساتلو او بهتره استعمال په اړه د ليکنو لړۍ پيل کړې ده، دا د دې لړۍ پنځمه ليکنه ده، دا ليکنې په اساسي توګه د ملګرو ملتونو د مخابراتو نړيوالې اتحاديې او نورو اړونده لارښودونو او بهتره استعمال لارو چارو په رڼا کې ليکل شوي دي، چې کولای شي له استعمالوونکي سره د دې وسيلو په بهتره استعمال کې مرسته وکړي.
پدې برخه کې موږ د ماشين (کمپيوټري وسيلې) خوندي ساتل، انلاین چېټ اصول، د نېټ آداب، آنلاين لوبیدلو او آنلاين تهدید/ډارولو سره مخ کيدو په صورت کې پر ځينې مشورو غږيږو.
(پخوانئ برخې دلته ولولئ، لومړئ برخه، دوهمه برخه، درېيمه برخه او څلورمه برخه)
د خپل ماشين خوندي استعمال زده کړئ
۱. په خپل ماشين (کمپيوټري وسيلی) کې د انټي وايرس او فايروال پروګرامونو پر انسټالولو (ځای پر ځای کولو) او نوي (اپډيټ) ساتلو ځان پوه کړئ.
۲. د خپل کمپيوټر پر آپريټنګ سیسټم (لکه وينډوز، لاینکس، او ايس، او نور) ځان پوه کړئ، او په ځانګړي ډول چې څرنګه يې دوامداره نوي او ثابت وساتئ.
۳. که چيرې مو په کمپيوټر کې والدينو د کنټرول وسيلې فعالی کړې وي، له هغوی سره وغږيږئ تر څو ستاسې له عمر او اړتياوو سره سم اجازې درکړي. د هغو وسيلو د ماتولو يا ناکامولو هڅه مه کوئ.
۴. که چيرې کوم فايل ترلاسه کوئ خو نه پوهيږئ چې چا راليږلی دی، مه يې پرانيزئ. لدې لارو عموماً کمپيوټرونه پر وايرسو/ ټروجان او نورو جنجالونو اخته کيږي.
۵. کمپيوټر په عادي حالاتو کې وڅارئ، ځان پرې پوه کړئ، تر څو که چيرې پر وايرس اخته شي يا بله ستونزه پيدا کړي، نو تاسې يې درک کړئ.
۶. ځان پوه کړئ چې له چا سره په اړيکه کې ياست، او تر ټولو مهمه ځان مطمئن کړئ چې ستاسې والدين ستاسې له آنلاين حضور سره موافق دي، تر څو دا باور ولري چې آنلاين مناسب عمل کوئ، او که چيرې له کومی ستونزې يا انديښنی سره مخ شئ، وکولای شئ له هغوی سره وغږيږئ.
۵ تر ۷ کلنو لپاره لارښوونی
د دې عمر اکثره ماشومان پر دې ته ورته لارښوونو نه پوهيږي، نو ځکه والدين يې بايد دوامداره وڅاري. څارلو پروګرامونه يا نورې تخنيکي وسيلې کولای شي مرستندویه واقع شي، همداسې بهتره به وي چې د مناسبو ویبپاڼو يو لیسټ جوړ شي او يوازې همدغو ویبپاڼو ته ماشوم لاسرسی ولري. دلته هدف دې ماشومانو ته د انټرنېټ د خوندتيا، اخلاقو او پوهې اساسات ورښودل دي، او دا پر والدينو او وليانو ده چې د دې عمر ماشومانو آنلاين ژوند تسهيل او آسانه کړي.
۸ نه ۱۲ کلنو لپاره لارښوونی
ډير څه دي چې تاسې يې آنلاين کولای شئ. سره لدې چې اکثره وختونه هر څه ښه وي، خو ځينې وخت يو څه ورانيږي يا له خوښې سره سم نه وي او نه پوهيږئ چې څه وکړئ. پدې برخه کې موږ پر ځينې ګټورو مشورو غږيږو چې کولای شي له تاسې په آنلاين خوندتيا کې مرسته وکړي.
د مسنجرو او ټولنيزو شبکو سايټونو له لارې له ملګرو سره چټنګ او هم آنلاین ملګري لرل ښه ساعتيري ده. تاسې آنلاین د خپلې خوښې خلک موندلی شئ چې ستاسې د خوښې لوبی يا فلمونه خوښوي. سره لدې چې آنلاین ملګري لرل او وخت تيرول ډير ښه راوړي، خو ځينې داسې خطرونه او تهدیدونه شته چې ممکن تاسې ورسره مخ شئ، په ځانګړي ډول په داسې حالاتو کې چې هغه شخص په ريښتوني ژوند کې ونه پيژنئ.
د آنلاين چيټ خوندتيا لپاره، دې ټکو ته پام وکړئ:
۱. پر آنلاین ملګري باور کې احتياط وکړئ، يو څوک کولای شي ځان چې هر ډول وغواړي وښيي.
۲. خپل ملګري وټاکئ. د ډيرو ملګرو لرل ممکن ښه وي، خو له شمېره ډيرو لرل دا ستونزمنوي تر څو پوه شئ ستاسې آنلاين مواد څوک ويني. له ناپيژندلو يا بې اعتباره خلکو د ملګرتوب غوښتنی/ريکويسټ مه منئ.
۳. شخصي معلومات مو محرم وساتئ. که چيرې په داسې ویبپاڼه يا لوبه کې یاست چې ډير پردي پکې وي د خپل نوم پرځای بدل نوم وکاروئ. مخکې لدې چې پر انټرنېټ چا ته خپل نوم، آدرس، ټليفون شمېره يا نور معلومات ورکړئ، له خپلو والدينو وپوښتئ.
۴. خپل پروفايل محرم/شخصي وساتئ، او که نه پوهيږئ له خپلو والدينو يا بل اعتباري مشر وپوښتئ، دا ډيره مهمه چاره ده.
۵. خپل پټ نوم/ پسورډ پټ وساتئ، آن خپلو ملګرو سره يې هم مه شريکوئ.
۶. که چيرې له کوم آنلاين ملګري سره غواړئ مخامخ وګورئ، نو له خپلو والدينو اجازه واخلئ، يا ورڅخه وغواړئ له تاسې سره ولاړ شي. تل په عامه ځای کې وګورئ يا په داسې ځای کې چې نور ډير خلک هم وي، او هڅه وکړئ د ورځې سره ووينئ.
۷. که چيرې څوک تاسې ته رډ، ويروونکي يا نامناسب څه ووايي، چې خوښ مو نه شو نو خپل والدين يا بل اعتباري مشر خبر کړئ.
د نېټ آداب
د نېټ له ادابو مو هدف آنلاین باید نورو خلکو سره څرنګه سلوک وکړئ. ځينې وخت خلک دا هيروي چې ستاسې مقابل لورې ته هم يو اصل شخص ناست دی، چې تاسې ورسره آنلاین غږيږئ، کمنټ پرې ورکوئ يا ورسره لوبيږئ. دا آسانه وي چې آنلاين داسې څه وواياست يا وکړئ چې ممکن په اصل ژوند کې يې ونه واياست يا وکړئ، چې ممکن د مقابل شخص د نارامئ يا سرڅوړئ/خجالتئ سبب شي. مهمه ده چې آنلاین له نورو سره مهربانه او باآدبه واوسئ – له ځان سره فکر وکړئ چې ستاسې سلوک به پر هغوی څه اغېزه وکړي.
مشوری
– له نورو سره داسې سلوک کوئ لکه څرنګه چې غواړئ له تاسې سره سلوک وکړي. د بدې ژبې او داسې ټکو له کارولو چې د هغوی د عذاب سبب شي، څخه ډډه وکړئ.
– “نېټ آداب” زده کړئ. څه مناسب او څه نامناسب دي. څرنګه چې ډيره اړيکه په ليکلې بڼه وي، هغوی ستاسې څيره او احساسات نه ويني نو ځکه د دې امکان ډير وي چې پيغام به مو نامناسب معنا شي، له خپلو کړو وړو سره احتياط وکړئ.
– که چيرې يو څوک تاسې ته نامناسب څه يا داسې څه ووايي چې بد احساس درکړي، ځواب مه ورکوئ. د چیټ له خونی یا بحث څخه سمدستي پاڅيږئ/ ووځئ.
– که چيرې بد څه وواياست يا خراب عکسونه يا نور ويروونکي څه ووينئ، نو خپل والدين يا بل باوري څوک خبر کړئ.
آنلاين لوبیدل
آنلاين لوبی خوندوری وي، خو باید دې ته پام وکړئ چې څومره او له چا سره لوبيږئ. که چيرې له نورو لوبغاړو سره غږيږئ هڅه وکړئ چې خپل شخصي او محرم معلومات سره شريک نه کړئ. که نه پوهيږئ چې لوبه ستاسې لپاره مناسبه ده يا نه، له خپلو والدينو يا بل اعتباري مشر څخه يې وپوښتئ.
مشوری
– که چيرې بل لوبغاړی نامناسب عمل کوي يا تاسې نارامه کوي، د لوبغاړو له ډلې يې وباسئ/ بلاک يې کړئ. تاسې کولای شئ د لوبی اداره کوونکی پاڼې مسؤلينو ته يې هم په ګوته کړئ.
– د خپلو لوبو وخت مناسب وساتئ، تر څو د ښوونځي کار، کورنيو چارو کې مرسته او ملګرو سره لوبو لپاره هم وخت ولرئ.
– شخصي معلومات مو محرم وساتئ
– ياد مو وي، چې خپلو آفلاین/ ريښتونو ملګرو، لوبو او نورو فعاليتونو لپاره کافي وخت ولرئ، بيلابيلې څيړنې ښيی له کمپيوټر يا بريښنايي وسيلې سره له ضرورته ډير وخت تيرول د شخص پر فزيکي او رواني روغتيا ناوړه اغېزی لري.
تهدیدول/ ډارول
لکه څرنګه چې مخکې مو يادونه وکړه، د فزيکي/آفلاین او آنلاین نړۍ سلوکونه دومره توپير نه لري، خو ځينې خلک بيا آنلاین مناسب عمل نه کوي او تاسې يا ممکن کوم ملګری مو ځان تر بريد لاندی احساس کړي. تاسې ممکن آزار شئ يا ستاسې په اړه ناوړه افواهات خپاره شي يا نامناسب پيغامونه واخلئ يا آن تهدید شئ. دا په ښوونځي يا بهر، د ورځې، د شپې، له بلدو يا نابلدو اشخاصو لخوا پيښيدلای شي چې تاسې ته ښايي د خپګان يا يوازيوالي احساس درکړي. هیڅوک د بل د تهدید يا ويرولو حق نه لري، او په ډيرو جدي حالاتو کې دا يو جرم او عدلي څيړل کيږي.
مشوری
– ځان پرې غلی کړئ. که هغوی ځواب ترلاسه نه کړي نو زړه تنګي او په خپله لاره ځي.
– شخص بلاک کړئ. لدې لارې به تاسې د هغوی پيغامونه يا متنونه نه وينئ.
– چا ته يې وواياست. مور پلار يا بل اعتباري مشر خبر کړئ. ثبتونه يې وساتئ، لدې لارې د تهدیدوونکي لټول آسانيږي، متن، بريښناليک، آنلاين بحث يا غږ او نور د ثبوت په توګه وساتئ.
– راپور ورکړئ: خپل ښوونځي، انټرنېټ خدمت برابروونکي يا پوليس ته.
(پخوانئ برخې دلته ولولئ، لومړئ برخه، دوهمه برخه، درېيمه برخه او څلورمه برخه)
(ورته ليکنی: پر ذهن د ټولنيزه رسنیو (سوشل ميډيا) استعمال اغیزې – څيړنی څه وايي، خپل موبايل له بايسکلي غلاوو وساتئ، پر ټولنيزې ميډيا قيودات – که د ځان تير ايستل، پر خپل ځيرک ټليفون روږدي ياست – راځئ چې معلومه يې کړو)
ټولي:Social, Technology ټکنالوژي
ځواب دلته پرېږدئ