ژباړه: عبدالواحد سهاک
هره پروژه ستونزې رامنځته کوي. د غوره حل د موندلو لپاره، د پروژی مدیران باید دوه ډوله فکرونه وکاروی: پراخيدونکی فکر او متمرکز/راټولیدونکی فکر. د نظرونو رامنځته کول پراخيدونکی فکر دی، د دوی ارزونه او غوره کول متمرکز فکر دی. مګر لکه څرنګه چی یو موټر چلوونکی په يوه وخت کې د موټر چټکولو او درولو هڅې له لاری هیڅ نشی لاسته راوړلی، د پروژی مدیران هم نشي کولای چی په يوه وخت کې د نظرونو راټولول او د هغوی ارزول وکړي.
د بیلګی په توګه، زه یو ځل د يوه کاري ډلې وم چی د ښوونځي لپاره يې ورزشي لوبغالی جوړاوه. ښوونځي غوښتل لوبغالی لوی څراغونه ولري تر څو د شپې روښانه او لوبغالی وکاريږي، خو ټولنې او ګاونډیانو د شپې ناوخته د څراغونو روښانولو په اړه انديښنه درلوده. دا ستونزه موږ مستقيماً د دوو وړانديزونو تر منځپر مقايسه نشوه حل کولای، چې څراغونه وي يا نه؟. پر ځای یی، د متفاوت/پراخيدونکيفکرهڅولولپاره،دپروژیمدیرلهموږڅخهوپوښتل،چیدګاونډیولپارهدلوبغاليدڅراغونونورېڅهګټېکیدایشي؟
د بحث د پایلو په جریان کی، ډیری مهمی مفکوری راغلی دی: څراغونه کولای شي ساحې په خوندتيا کې مرسته وکړي، د لرې کيدونکي څراغونه يا ټرافيک څراغونو په سطحه رڼا. په پای کی، ټیم موافقه وکړه چی د بدلون وړ څراغونه به نصب کړي چې د لوبې پر مهال لوبغالی رڼا او له لوبې وروسته د کوڅو روښانولو لپاره کار وکړي.
د ننګونو پر پیژندلو سره چې “څه امکان لري؟“ “څرنګه امکان لري؟” “ټول امکانات/ لارې څه دي؟“، د پروژی مدیران کولای شي له خام متمرکز فکر څخه واړوي، بلکه نور وهڅوي د حل لپاره له نورو سره مشوره وکړي.
لومړی: نظريات شريک کړئ
کله چی ستاسې د پروژی ډله نظريات شریکوي، نو ډاډ تر لاسه کړی چی دا لارښوونی په پام کې ولري:
۱. د نظریاتو/فکرونو قضاوت (تللو معيار) معرفي کړئ.
۲. لوړې شمېرې لپاره هڅه وکړئ، هر څومره چې د نظرونو شمېره لوړيږي، همدومره د يوه ښه فکر موندلو امکان هم ډيریږي.
۳. نوری فکرونه وزيږوئ، شته نظريې بهتره کړئ، يا د څو فکرونو پر يوځای کولو نوی فکر رامنځته کړئ.
۴. لوی فکر وکړئ. د فکر کوچني کول د هغې د لويولو/ سترولو په پرتله ډير آسان دي.
د فکرونو راغونډولو يو تخنيک چې ما په اغیزمن موندلی دی Stick them up په نامه یادیږی. پدې تخنيک کې د پروژی له کاري ډلې غوښتل کيږي خپل نظر په لوړ غږ له نورو سره شريک او پر سټيکي نوټ (د کاغذ پر کوچنۍ ټوټه يې وليکي) او داسې ځای کې يې راوځړوي چی هر څوک يې وګوري. د فکر په لوړ غږ بيانول د نورو فکرونو زيږولو سبب ګرځي او پر وړاندې شوي فکر زياتولو يا ترې کمولو کې مرسته کوي.
موږ لدې تخنيک څخه د پروژې په کاري ډله کې د نوي غړي زياتولو پر مهال کار اخلو. په طبیعی ډول، هر څوک غواړی ماهر کارکوونکی وټاکي، خو دا په څه معنا؟ موږ ټولو سهم لرونکو ته بلنه ورکړه او پراخه فکر پر هڅولو مو ټول هغه مهارتونه او ځانګړتیاوې وليکلې چې نوې کارکوونکی/ نوماند يې بايد ولري. د غونډی په پای کی موږ له ۱۰۰ څخه زیات نوټونه درلودل، چې مهارتونه لکه: د کاري ډلې غړی، له کار څخه د خوند احساس، پر لوی انځور/فکر تمرکز، له لږې لارښوونی سره کار وکړي، فعاله وي او ښه ځای په ځای شي.
قضاوت
کله چې کاري ډلې نظريات/ فکرونه راټول کړ، نو د هغوی فکر تمرکز په لور ځي، څلور لارښوونی کولای شی چی دا بهیر پیاوړی کړي:
۱. د خپل ځان څخه پوښتنه وکړی، چی د دی مفکوری په اړه څه شی ښه دی؟
۲. نوښت قبلوونکي واوسئ.
۳. هدف په پام کی ونیسی. ایا هغه مفکوره چی تاسو یی ارزوئ، د ستونزې په حل کې مرسته کوي؟
۴. د مفکورو/ نظريو پر وده وخت مصرف کړئ، او ډاډ حاصل کړئ چې وده وکړي.
یو تخنیک چی د متمرکز فکر لپاره زما خوښیږی هغه مشخصول دي او درې پړاوونه لري: معلومول، طبقه بندي او بيا تکرارول. د ټیم غړي هغه نظرونه چې د دوی په فکر د ستونزې په حل کې مرسته کوي، معلوموي. بیا، دا ډله ورته نظرونه پر طبقو/کتګوريو تنظمیوی. په پای کی، له ټیم څخه غوښتنه کیږی چی پر طبقو ويشل شوي نظريات سره همغږي او نوي پراخه ننګونی د حل په اړه فکر وکړي.
موږ دا د استخدام په پروسه کې د راتلونکي ګام په توګه وکارولو. د ګروپ غړو ته پنځه سټیکرونه ورکړل شوی وو تر څو هغه نظريات پرې وليکي چې د دوی تر ټولو ډير خوښ شول. بیا، ورته سټیکرونه په ورته طبقو کې راټول شو، نو داسی نظریات لکه “له کار خوند واخلي” “ډله کې ځای په ځای شي“ او “پر لوی فکر پوه شي” “محدودې لارښونې سره کار وکړي” سره په ورته طبقو وويشل شو.
بيا د هرې طبقې/ کتګورئ لپاره يوه جمله چې د هماغې کتګورئ استازيتوب وکړای شي وليکل شوه، لکه “ډله رامنځ ته کړي” يا “پر ځان باوري وي“. زموږ د همدې کتګورئ منل شوې جملې د نوي کارکوونکي د استخدام اساسات شو. بیا مو د متمرکز او پراخيدونکي فکر پر کارولو داسې ساحې مشخصې کړې چې د استخدام په مرکه کې نوماند دا مهارتونه وښيي يا يې ښکاره کړای شي.
له ۹۰ دقیقو څخه په لږ وخت کې، موږ د متمرکز او پراخيدونکي فکر وسيلو پر کارولو، وکولای شو د کاري ډلې نوي غړي ټاکلو پر مهارتونو، پروسه او د هغې ګمارنې پر معيارونو سره جوړ راشو.
زما په تجربه دا ټول بحث يوه ټکي ته اشاره کوي: چې که چيرې د پروژې مدير د متمرکز او پراخيدونکي فکر هڅولو لپاره وخت وټاکي، کولای شي د پروژې ستونزو حل لپاره نوی، قبليدونکی او متنوع حل رامنځ ته کړي.
( د PMNetwork د فبروري ۲۰۱۸ ګڼې څخه ژباړل او اصلاح شوی دی)
(ورته ليکنی سمې تګلارې ټاکل، اته عادته چې مسلکي ژوند مو خرابوي، پروژې ستراتيژئ دوامداره مهم ساتل، زهري کارځای/ دفتري چاپيريال – لس نښی)
ټولي:مديريت Management
ځواب دلته پرېږدئ