دا زموږ د ماشومانو آنلاين خوندي ساتلو او بهتره استعمال په اړه د ليکنو لړۍ شپږمه برخه ده، دا ليکنې په اساسي توګه د ملګرو ملتونو د مخابراتو نړيوالې اتحاديې او نورو اړونده لارښودونو او بهتره استعمال لارو چارو په رڼا کې ليکل شوي دي، چې کولای شي له استعمالوونکي سره د دې وسيلو په بهتره استعمال کې مرسته وکړي.
په لومړۍ برخه کې موږ د ماشومانو/نجونو دې وسيلو ته پر لاسرسۍ وغږيدو، دوهمه برخه يې پر معلوماتو، ټولنيزو شبکو او آنلاين پروفايل غږيږي، درېيمه برخه يې له د انټرنېټ خوندتيا له لارښود بحث کوي، څلورمه برخه يې ځوانانو/ پيغلو لپاره د انټرنېټ خوندي استعمال پر لارښود غږيږي، او پنځمه برخه يې د خپل ماشين پر خوندي استعمال، آنلاين لوبو او نېټ پر آدابو غږيږي.
که چيرې مو ملګری آنلاين تهدیديږي
پدې په سختئ سره پوهيږو چې که آیا زموږ ملګری تهدیديږي یا نه، هغه يې ممکن له ځان سره وساتي او ونه غواړي پرې وغږيږي. که چيرې تهدیديږي نو ښايی تاسې وڅارئ چې ډير آنلاين چيټ نه کوي يا ناڅاپي بې شمېره پيغامونه تر لاسه کوي يا د خپل کمپيوټر يا ټليفون له چک/څارلو وروسته خپه کيږي، له ملګرو سره ناسته پاسته کموي يا ښوونځي او نورو ټولنيزو فعاليتونو سره يې مينه کميږي.
د تهدید/ رټلو په مخنيوي کې مرسته وکړئ:
۱. که څوک پيژنئ چې تهدیديږي د هغوی ملاتړ وکړئ او په اړه يې وغږيږئ.
۲. داسې پيغامونه يا عکسونه چې د چا د آزار یا خپګان سبب ګرځي، مه شريکوئ. سره لدې چې تاسې دا لړۍ نه ده پيل کړی، خو پر شريکولو تاسې د تهدید/ ډارولو لړۍ برخه ګرځئ.
۳. د آنلاين مفاهمې لپاره دا اصل په پام کې ولرئ: له نورو سره داسې سلوک وکړئ لکه څرنګه چې غواړئ له تاسې سره سلوک وشي.
ستاسې آنلاین شتون/ حضور
آنلاین شريکول خپل خوند لري، او دا خوند يې پدې کې دی چې په يوه وخت کې يې بې شمیره خلک ليدلې او ځواب ورته ويلای شي. پام مو وي چې دا محتويات ښايي ستاسې له ملګرو اخوا نور خلک هم وويني. دوی دا محتويات تر راتلونکو کلونو لیدلای او ساتلای شي، نو ځکه مخکې لدې چې يو څه واستوئ يا یې پوسټ کړئ، له ځان سره پرې فکر وکړئ ځکه يو ځل پوسټ شوي محتويات بیرته نه ليرې کيږي، آن که تاسې يې له خپل پروفايل ليرې هم کړئ، د هغې شواهد/ نقلونه نورو ځايونو کې پاتيږي.
نو ځکه:
۱. خپل شخصي/ محرم معلومات پټ وساتئ. خپل کارن (يوزر) نوم او پټ نوم (پسورډ) هیڅکله مه شريکوئ.
۲. د بل چا باره کې هیڅکله داسې څه مه پوسټوئ چې مخامخ يې ورته نشئ ويلای/ يا نه غواړئ ورته يې وواياست.
۳. تل مو ياد وي هغه عکسونه يا ويډيو چې تاسې يې له ملګرو يا نورو سره په شخصي توګه شريکوئ ممکن عامه ځايونو/ سايټونو ته لاره پيدا کړي، او بيلابيلو څيړنو ښودلې چې په ځانګړي ډول د نجونو عکسونه يا ويډيوګانی له اصل اخيستونکي لس ځلې اخوا نورو سره شريکيږي.
۴. د بل چا لخوا شریک شوو محتوياتو ته درناوی ولرئ. لکه، که چيرې ستاسې ملګری د خپلې ميلمستيا عکس شريکوي نو دا د هغوی عکس دی، ستاسې ملکيت نه دی، تاسې يې بايد يوازې په هغه صورت کې شريک کړئ چې که چيرې اجازه ولرئ يا دا يادونه ورسره مل کړئ چې له کومه مو راخيستی دی.
د سپکاوي يا غير قانوني محتويات
د انټرنېټ کارولو پر مهال تاسې ممکن داسې ويبپاڼی، عکسونه، متن یا نورو موادو سره مخ شئ چې ستاسې د نارامئ يا قهر سبب ګرځي. موږ د داسې حالاتو لپاره ځينې مشورې وړاندې کوو.
مشوری
۱. د داسې موادو ليدو په صورت کې له خپلو والدينو يا بل اعتباري مشر سره وغږيږئ.
۲. که چيرې داسې ويبپاڼې سره مخ شوئ، نو بنده يې کړئ يا ځان پوه کړئ چې څرنګه ترې ځان خلاص کړئ.
۳. که چيرې ويبپاڼه شکمنه ښکاري يا له داسې پيغام سره مل وي چې له ۱۸ کالو څخه ټیټ عمرو لپاره نه ده، نو بيرته راوګرځئ، ځينې مواد د ماشومانو/ځلمکيانو لپاره نه وي.
۴. له خپلو والدينو وغواړئ چې کمپيوټر يا بله وسيله ستاسې استعمال لپاره تياره کړي، او بې ځايه مواد/هغه چې ماشومانو لپاره نه وي، د لټون په ماشينونو کې بلاک کړي/ مخه يې ونيسي. ورڅخه وغواړئ د انټرنېټ فلټرولو سوفټ وير انسټال/ ځای په ځای کړي.
زيانمن او غیرقانوني محتويات
د نوو موادو او پوهې په اړه پلټنه/تشبث، مينه او احساس پوره کولو لپاره انټرنېټ بهتره وسيله ده. انټرنېټ ټولو لپاره پرانيستی دی چې هر څوک کولای شي نوي څه پکې زده کړي. دا د معلوماتو ډيره لويه ذخيره ده چې ښايي يو څوک په آسانه پکې لار ورکي شي، او داسې مواد هم پدوی کې شته چې ستاسې له اړتياوو يا عمر سره مناسب نه وي. دلته زموږ هدف لدې محتوياتو څخه هغه څه دي چې د تعصب يا جګړې، داسې پاڼې چې جنسي یا ماشومانو آزار يا داسې محتويات چې د ځان ژوبلولو يا ازارولو ته ماشومان هڅوي. دا محتويات د بريښناليک/ ايميل، پي ټو پي (ټورنټ او نور)، فورمونو، چيټ خونی، او نورو له لارې شريکیدای شي.
نو ځکه
۱. مخکې لدې چې آنلاين لټون پيل کړئ، له ځان سره وټاکئ چې څه پسې ګرځئ.
۲. د بهترو او مشخصو پايلو لپاره، خپل لټون پر کتګوريو لکه لوبی، روغتيا، ساعتيري او نورو ويشئ.
۳. د ويبپاڼې اعتبار معلوم کړئ: آیا ویبپاڼه پخپله خلاصيږي؟ آیا پوهيږئ چې ویبپاڼه د چا ملکيت دی؟ آیا مالک/خاوند يې موندلای يا ورسره اړيکه نيولای شئ؟ آیا پوهيږئ دا محتويات چې تاسې يې لولئ چا لیکلې؟ (تاسې د يو بل لټون له لارې ليکوال يا د ویبپاڼې څښتن موندلای شئ). ځان باوري کړئ چې ویبپاڼې آدرس مو سم ليکلی، ځينې ډوپه/ جعلي پاڼې د مشهورو پاڼو نومونه نقلوي او د يوه يا دوه حروفو په بدلون اصل پاڼې په څير ښکاري، او ځينې خلک لدې اشتباهاتو ګټه اخلي. آیا ویبپاڼه نيټه لري چې وښيي په دوامداره توګه نوی کيږي؟ آیا کوم قانوني يادونې شته؟ (لکه محرميت، معلوماتو استعمال او نور)
۴. ډير داسې آنلاین مواد شته چې عامه يا ځانګړي عمر خلکو لپاره مناسب نه وي، ورسره پدې هم پوه شئ چې تاسې د هر چا د وينا مخه نشئ نيولای نو ځکه که داسې څه وينئ چې تاسې نارامه کوي هغه پريږدئ، ورسره پر دې هم ځان پوه کړئ چې که چيرې آنلاين ناوړه يا جرمي مواد وينئ څرنګه کولای شئ نور پرې د خپلو والدينو پر مشوره خبر کړئ.
Grooming (وده ورکول)
انټرنېټ او ګرځنده ټليفونونه سره لدې چې ماشومانو/ځوانانو ته غښتلتيا بښونکی وسيلې دي، خو لدې سره ازاروونکي مشرانو ته دا واک هم ورکوي چې لدې ځوانو هلکانو او نجونو سره د پيغامونو، چیټ خونو، مسنجرو، خبري ډلو، فورمونو، آنلاين لوبو او نورو ټولنيزو شبکو له لارې اړيکې ونيسي.
جنسي آزاروونکي د انټرنېټ له لارې ماشومان او ځوان خلک د جنسي اهدافو لپاره لټوي، چې دا عمل عموماً د “Grooming” په نامه ياديږي. په دې چاره کې لومړی د ماشوم يا ځوان شخص باور تر لاسه کيږي، دا آزاروونکي چې ماهره تيرويستوونکي وي. دوی لومړی باور تر لاسه کوي، بيا قصداً جنسي موضوعات لکه عکس، محتويات او نور پر بحث ورګډوي تر څو مقابل لوری آزادي احساس کړي. ډالئ، پيسې او نور ورکول کيږي آن ځينې وخت د سفر مصارف ورکول کيږي تر څو هلته راوغوښتل شي چيرې چې په آسانه آزاريدلی شي.
دا هم امکان لري چې دا ملاقاتونه ويډيو يا عکسونو له لارې ثبت شي، او که چيرې دا غونډې مخامخ نه وي، نو ښايي دا آزاروونکي ماشوم/ زلمکی دې ته قانع کړي چې خپل يا د ملګرو جنسي عکس واخلي يا په جنسي فعاليت کې برخه واخلي او نورو ته يې خپاره کړي.
هغه ماشومان او ځوانان چې د دا ډول ناوړه اعمالو ښکار کيږي عموماً حسي پوخوالی نه لري یا پر ځان يې باور کم وي چې دا ډول تيرويستنې پر لوړه اغېزه لري. دوی ښايي د ملامتئ، دږلو/رټلو يا انټرنېټ پريکیدو له ويرې مشرانو څخه دا خبره پټه کړي. په ځينې مواردو کې دوی د آزاروونکو لخوا تهدیديږي تر څو دا تعلق پټ وساتي.
له همدې کبله:
– مهمه ده له دې خطر خبر واوسئ، او آنلاين هر څوک څه چې وايي هغه نه دی. آنلاين آزاروونکي ممکن ځان تاسې سره د يوه عمر وښيي، تر څو د ملګرتوب او پيژندنی يوه فضا رامنځ ته کړي.
– د شخصي معلوماتو ساتل ډير مهم دي، په ريښتوني نړۍ کې تاسې به هیڅکله خپل محرم معلومات چا ته ورنکړئ. آن که ډير ښه آنلاین ملګری ولرئ، تاسې بيا هم نه پوهيږئ چې مقابل لوري ته څوک ناست دي. له خپلو معلوماتو سره احتياط وکړئ.
– کله چې د چيټ خونی يا ټولنيزې شبکې ويبپاڼې ته داخليږئ نو بايد پروفايل جوړ کړئ، هڅه وکړئ دلته شخصي پيژندونکي معلومات لکه تخلص، آدرس يا ټليفون شمیره او نور ذکر نه کړئ. دا معلومات ټولو ته ښکاري، بهتره ده تخيلي کرکټر جوړ او شخصي معلوماتو ورکړی څخه ډډه وکړئ.
– که چيرې د خپل وجود، جنسي ودی يا محرمو احساساتو په اړه پوښتنه لرئ، انټرنېټ د ځينو پوښتنو ځوابولو لپاره بهتره وسيله ده، خو لدې هم ښه دي چې له يوه داسې باوري چا سره وغږيږئ چې دا هر څه يې له وړاندې تجربه کړې وي.
– که له داسې يوه ناوړه پيښې سره مخ شوئ، بهتره ده خپل والدين يا بل باوري څوک خبر کړئ، د خپلو خبرو اترو (بريښنالیکونو، چيټ، پيغامونو او نورو نقل واخلئ)، د انټرنېټ خدمت برابروونکي هم عموماً د داسې پيښو راپور ورکولو لپاره ميکانيزمونه لري. تل په ياد ولرئ چې په داسې پيښو کې د قرباني ملامتول هیڅکله ګټه نه لري، او دا رټل يې ممکن نور هم د آزاروونکي په لور ورټيل وهي.
Sexting (جنسي مکالمه)
له سکسټنګ هدف د ماشومانو او زلمکيانو نامناسب او جنسي متن، عکس يا ويډيو استول دي. دا عکسونه عموماً پخپله د شخص لخوا اخيستل کيږي او د موبايل ټليفونونو، مسینجرو او ټولنيزو شبکو لکه فيسبوک، ټويټر، انسټاګرام، او نورو له لارې شريکيږي. د يوې نوی سروې له مخې، ۲۰ فيصده هلکان او نجونی مني چې دا ډول پيغامونه يې استولي دي. زلمکيان يې ممکن سايبر جنس په نامه هم ياد کړي. اکثره کاروونکي ورته د ستونزې په توګه نه ګوري. اکثره نه غواړي پرې وغږيږي ځکه فکر کوي چې په اړه به يې بد فکر وشي يا به ترې ډيجيټال وسيله واخيستل شي.
سکسټنګ په خپل ذات کې ممکن بې ضرره وګڼل شي. خو، د دا ډول عکسونو اخيستل، شريکول يا ترلاسه کول، آن که پر خوښه هم وي، اوږدمهاله منفي اغېزې لرلای شي. زلمکيان ځانونه تهدید، اخطارونو، بې ځايه پاملرنی او رواني فشار خطر ته برابروي. همداسې په اکثره هېوادونو آن په افغانستان کې دا يو غیر قانوني عمل دی. د بربنډ عکس پر اخيستلو او شريکولو دا شخص د ماشوم جنسي مواد زيږوي چې ممکن د قانوني ګرويږنو سبب شي، آن که دا ټول کار په اجازه او له خوښې سره شوی وي. د عکس ليږل آسانه دي، خو وروسته لدې عکس سره څه کيږي، پر هغې لېږدوونکی هيڅ واک نه لري.
کله چې انځورونه آنلاین ساتلې يا شريکيږي هغه عامه کيږي. آن که له ټولنيزو شبکو يا سنيپ چيټ په څير پروګرامونو څخه پاک هم شي، بل څوک د هغې نقل اخيستلای شي. دا انځورونه هیڅکله په پوره ډول نه پاکيږي، او په آينده کې راويستل کيدای شي، لکه پوهنتون داخلی يا دندې عريضې پر مهال. يو څيړنه ښيي چې د زلمکيانو (نجونو په شمول) ۹۰٪ پخپله اخيستل شوي عکسونه له خپل اصل ځای څخه کاپي کيږي او نورو ځايونو کې شريکيږي.
سکسټنګ بايد بې آزاره ونه ګڼل شي، او جدي پايلی لرلی شي، کولای شئ دې ځينو لاندينيو ټکو ته پام وکړئ:
– که څوک له تاسې داسې عکسونو غوښتنه کوي، ورڅخه وغواړئ چې لدې کاره ډډه وکړي، خو که بیا هم خپلې غوښتنې ته دوام ورکوي، بلاک يې کړئ.
– که چيرې تاسې داسې عکسونه چا ته استولي وي، ورڅخه وغواړئ چې پاک يې کړي، او که چيرې تاسې داسې عکسونه ترلاسه کړئ، نو په ياد ساتئ چې د جنسي موادو په جوړولو او ويشلو کې برخه اخلئ، او ممکن له قانوني کرويږنو سره مخ شئ.
– که چيرې ستاسې عکس آنلاين پوسټ شو، ځان ترې un–tag کړئ او هغه ويبپاڼه پرې خبره کړئ چيرې چې دا عکس پوسټ شوی وي.
ځان un–tag کول پر دې معنا نه دي چې دا مواد به د ویبپاڼې لخوا پاک شي، خو اکثره ویبپاڼې اړونده موضوعاتو لپاره خپل قواعد لري، بهتره ده چې دا قواعد ولولئ او ځان پرې پوه کړئ.
که چيرې تاسې د سکسټنګ قرباني ياست له چا سره وغږيږئ. له خپلو والدينو، ښوونکو يا بل اعتباري مشر سره وغږيږئ. باوري ملګري سره غږيدل هم مرسته کوي.
(دا دې لړۍ د ماشومانو لپاره د لارښوونو دوهمه اخيري برخه ده، د دې لړۍ اخيرې برخه به ژر خپره شي، بيا موږ د والدينو او وليانو لپاره د لارښوونو لړۍ پيلوو چې څرنګه خپل کمکيان او زلمکيان د ډيجيټال وسيلو له ناوړه اغېزو وساتي)
په لومړۍ برخه کې موږ د ماشومانو/نجونو دې وسيلو ته پر لاسرسۍ وغږيدو، دوهمه برخه يې پر معلوماتو، ټولنيزو شبکو او آنلاين پروفايل غږيږي، درېيمه برخه يې له د انټرنېټ خوندتيا له لارښود بحث کوي، څلورمه برخه يې ځوانانو/ پيغلو لپاره د انټرنېټ خوندي استعمال پر لارښود غږيږي، او پنځمه برخه يې د خپل ماشين پر خوندي استعمال، آنلاين لوبو او نېټ پر آدابو غږيږي.
(ورته ليکنی: فرصتونه او نتیجه – تذکره که د نفوسو احوال، پر الکترونيکي تذکرې مقايسوي او تحليلي کتنه – اخيري برخه، ګوګل او بيړا – آیا انټرنيټ موږ د ذهني سستوالي په لور بيايي، دروغ خبرونه، انټرنېټ، فيسبوک او ټولنيزې ميډيا رول او د معلومولو يې نهه لارې چاری)
ټولي:Technology ټکنالوژي
ځواب دلته پرېږدئ