دا ليکنه د همدې موضوع لړۍ څلورمه برخه ده، په لومړئ برخه کې موږ پر ادبي ارزونه او آساساتو، په دوهمه برخه کې پر سازماني، ټولنيز او ټکنالوژئ خنډونو او په درېيمه برخه کې د الکترونيکي حکومتدارۍ د طراحئ پر موډلونو غږيدلي وو.
ليکوال: عبدالمتين سمسور
د څیړنی تګلاره (Method of Study):
ددی لپاره چې په افغانستان کې د بریښنایی یا الکترونیکي حکومتدارئ د پلی کولو پر وړاندی ننګونی او خنډونه وپيژندل شې، ددی هدف تر لاسه کولو لپاره مو هر اړخیزه نظري (Theoretical study) او هم څارنيزه مطالعه (Empirical Study) وکړه او د معلوماتو د راغونډولو یا راټولو لپاره مو کيفي سروی (Qualitative Survey) او کمي سروی (Quantitative Survey) وکړه او معلومات مو تنظيم کړل.
د نظري څیړنی تر چتر لاندی مو په ادبی څیړنه (Literature review) کې بیلابیل علمی اثار ولوستل او اړونده معلومات، د لیکوالانو نظرونه او چاڼ تجزیه او تحلیل کړ. همدارنګه مو څارنيژه څیړنی یا (Empirical study) په برخه کې کمي او کیفي انلاین او افلاین سروی وکړه او لومړنی معلومات مو د معلوماتی ټکنالوجی دسکتور اومنجمنت (اداره) کچه متخصیصینو څخه تر لاسه کړل، نتایج د سروری تحلیل، تجزیه شول او نهای راپوریی برابر شو.
نظریاتی چارچوب (چوکاټ) یا فریمورک (Conceptual Framework):
د لیکوال په اند الکترونیکی حکومت پلي کول یو خورا اغیزمن اساس، تهداب او یا پلیټ فورم دی چې مخ پر ودې هیوادونه کولای شي یو اغیزمن، ځواب ورکوونکي، شفاف او حساب ورکونکي حکومت بنسټ ایز کړي. د ادبياتو کتنې څخه، دا جوته شوه چې مخ پر ودي او جنګ ځپلي هېوادونه ډیری ننګونې لري چې د الکترونیکی حکومتداري (E-Government ) بریالي تطبیق مخه نیسي. دا څیړنه په دریو ګروپونو کې دا ډول ننګونې په ګوته کوي: ۱. اداري خنډونه، ۲. ټولنیز خنډونه او ۳. د معلوماتی او مخابراتی ټکنالوجی یا ای سی ټی خنډونه لکه څنګه چې په نظریاتی چوکاټ کې لاندی ښودل شوي.
د څیړنی موخه او پوښتنې:
د دې څیړنی یا مطالعې موخه دا ده چې الکترونیکی حکومتداري E-Government تطبیق پر وړاندی عامه خنډونه او مشکلات په مخ پر ودی او جګړې ځپلو هیوداونو کې وکتل شی. هغه عوامل یا خنډونه کیدای شی سازماني وی، معلوماتی تکنالوجی یاICT وی اویا ټولنیزوی او د افغانستان په څیرهیواد کې دالکترونیکی حکومتداري( E-government ) پلي کیدو پر وړاندی واقع کیږی. د دې څیړنې نتایج یا موندنې او سپارښتنې مخ پر ودی اویا جګړیزه هیوداو لپاره او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزرات MCIT سره کومک کوی تر څو د ممکنه الکترونیکی حکومتداری خنډونوپر وړاندی تدابیر ولری او د پلی کولو په وخت کې یی په نظر کی ولری. د څیړنی ځانګړي اهداف په لاندې ډول دي:
- په افغانستان کې د الکترونیکی حکومتداری(E-Government) تطبیق یا پلی کیدو پر وړاندی د ننګونو پیژندنه
- مخ پر ودی او جګړیز هیوادونو کې د الکترونیکی حکومت د تطبیق یا پلی کیدو پر وړاندی ننګونی او خنډونه پیداکول.
- د افغانستان حکوت او خاصتأ د دمخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت سره دڅیړنی پیلی او سپارښتنی شریکول
د څیړنی یو ه موخه دا وه چی هغه چنلجونه په نښه کړی چی د الکترونیکی حکومتداری پر وړاندی په افغانستان کې موجود دی او همدارنګه د نورو هیودادونو له تجربو چی د دی چلنجونو پر وړاندی یی لرل زدکړه وکړی نو په دی موخه لاندی تحقیقاتی سوالونه د څیړنی لپاره انتخاب شول. تر ډیره حده ټکنالوجیکی ، سازمانی، سیاسی، اجتماعی ، داخلی، او خارجی عوامل څیړی.
دڅیړنی اهمیت او ساحه (Scope):
د څیړنی موخه دا ده چی په افغانستان کې د الکترونیکی حکومتداری موجوده حالت او پرمختګ معلوم کړی اوهمدارنګه هغه کلیدی خنډونه معلوم شی چی د الکترونیکی حکومتداری پلی کول ننګوی؟.
نړیوالو تجاربو ته په کتو د حل لیاری او سپارښنتی څه دی؟
څیړنه به مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت سره په سمه پلان جوړونه کی مرسته وکړی ترڅو هغه خنډونه چی الکترونیکی حکومتداری پر وړاندی پیښیږی مخینوی وکړی او همدارنګه به د ا څیړنه د موثره الکترونیکی حکومتداری پلی کیدلو پالیسی سپارښتنی د نورو ممالکو لپاره ولری.
څیړنه تر ډیره نړیواله نه ده خو بیاه هم هغه خنډونه چی مخ پر ودی هیوداونه ورسره مخ شوی له بحث لاندی نیسی او د دوی له تجاربو چی څنګه یی د الکترونیکی حکومتداری پر وړاندی خڼدونه ځواب کړی زدکړه ده. د ا څیړنه د ادبی څیړنی او نظریاتی څیړنو پایلی ارزوی او په نتیجه کې یی مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ له وزارت سره د حل لاری او چاری شریکوی تر څو وزارت وکړای شی چی په ښه توګه الکترونیکی حکومتداری پروګرام پلی کړی.
د معلوماتو یا دیټا غونډولو تګلاره (Data Collection Procedures):
د څیړنی د اهدافو ترلاسه کیدو په موخه لمړنی او د دوهمی معلومات یا ډیتا ترلاسه شول. دوهمی اړونده معلومات له مختلفو برښنا پاڼو، ژورنالو، دولتی او بین المللی چاپی اثارو، کتابونو څخه ترلاسه کړل اوهمدارنګه مو لمړنی معلومات د دولتی او خصوصی ادارو اړونده مسلکی متخصیصونو څخه د انلاین او افلاین سروی او انترویو له لیاری ترلاسه کړل.
هدف دا وو تر څو کره معلومات له بیلابیلو دولتي او غیر دولتي ادارو او اړونده متخصیصونو ترلاسه کړو چی کوم خنډونه دی چی د الکترونیکی حکومتداری د بریالیتوب مخه نیسي او مونږ یی دی ډیټا د راټولولوپه موخه پرابیبلیتی سمپلنګ (امکاناتو نمونوي) میتود غوره کړی ، ددی څیړنی د سیمپل اندازه (سایز) ۱۵۰ تنه د مختلفو بخشونو لکه سی ای او(CIO)، د معلوماتی ټکنالوجی، منجمنت اونور بخشونو متخصیصینو څخه هدف وو تر څو سروی ځواب کړی.
دسروی پایلی یا نتایج:
د کمیتې سروې پایلې: پوښتنلیکونه په دوو محلي ژبو (پښتو او دري) ژباړل شوي وواو انګلیسی نسخه یا ورژن هم د کنټرول شاخص یا اندیکیتر په توګه کارول کیده. د پوښتنلیک ساختار د ليکرټ پیمانه یا لیکرت سکیل (Likert scale) پر اساس ټولی ۳۷ پوښتنې شاملې وې. پوښتنلیکونه ۱۵۰ متخصصینو دعامه او خصوصي سکيټور څخه (منجمنت، د معلوماتي تکنالوژۍ مسلکي او عادي افسران) ته استول شوي وو چې له دی جملی یی یوازی ۱۳۱متخصیصینو سروې کې برخه اخیستې وه. د ځواب ورکوونکو پيژندونکي معلومات او ارقام په لاندې چارت کي لیدل کیږي.
پورتنی چارت (۳.۴) بیلابیلو برخو څخه د ځواب ورکوونکو فیصدی ښیی لکه (د جندر په اساس ځواب، وظیفی په اساس، د اداری او مسلکیتوب په اساس د ځوابونو فیصدی).
د سروی د تجزیه اوتحلیل پایلی یا نتایج:
لاندی جدول د سروی ځواب ورکوونکو تشريحي تجزیه او تحلیل یا دیسکریپتیو انلایزس((Descriptive analysis نتیجه بیانوی. اکثره ځواب ورکوونکې پر دی همفکره دي چی له شروع نه د ونډه لرونکو یا ستیکهولدر برخه اخیستنه (involvement Stakeholder)، د ادارو ترمینځ هماهنګی، مالی مسایل کمبود یا نشتون، د معلوماتی ټکنالوجی څرګنده او روښانه پالیسیواو قوانینو نشتوالی، د ښه مشرئ نشتوالی، د معلوماتو خوندیتوب اندیښنه، د معلوماتی ټکنالوجی د کلتور نشتون یا کمزوري او دیجیتل فاصله ( معلوماتي ټکنالوژئ ته د خلکو لاس رسی او نه لاس رسی) دی مهمو خنډونو څخه دی چې په لاندی جدول یا ټیبل کې یی لیدل کیږی.
د څيړنې پايلو ته په کتو د څیړنی کاری چوکات یا ساحه (Framework) داکثره شاخصونو ترمینځ روابط یا اړیکې مثبتی ښودل شوي په ترتیب سره اول تر ټوله لوړه اړیکه د هماهنګی او د معلوماتی ټکنالوجۍ د کلتور ترمینځ ده، د معلوماتي ټکنالوجۍ زیربنا او سواد زده کړه، د معلوماتی ټکنالوجۍ کلتور او سواد زدکړه، دمعلوماتی ټکنالوجۍ کلتور او شفافیت. همدارنګه منفی اړیکه د شاخصونو ترمینځ هم لیدل کیږی لکه پالیسی او له تغیر سره مقاومت ترمینځ، قوانین او شفافیت (-۰.۰۱۹) او دی دیجتل تقسیم یا (Digital divide) او عامه پوهاوی awareness)) ترمنځ.
سروی د کیفیت له لحاظه (Qualitative Survey): د کیفیتی سروی یا کوالیتیتیوه سروی په موخه د ۴ ادارو دمعلوماتی ټکنالوجۍ ریسانو او له یوی شخصی ای ټی کمپنی سره دالکترونیکی حکومتداری د پلی کیدو پر وړاندی خنډونه یا چلنجونه بحث شول او تفصیلا لاندی ذکر کیږی.
کیفیتی یا کوالیتیتیو(Qualitative Survey) سروی پایلی:
دقوی مشرتابه کردارپه الکترونیکی حکومتداری کې د پوښتنی په ځواب کې: ټولو ځواب ويونکو موافقه وکړه چې قوی مشرتابه یا لیدرشیپ پرته د الکترونیکی حکومتداری پلی کول ډیر ستونزمن دي. مرکه کونکو همدارنګه زیاته کړه د هغه پروګرام لیدلوری چې سیاسي او اداري مسایل پکی په نظر کې ونیول شي د الکترونیکی حکومتداری په ډیزاین او پلي کیدو کې مرکزي رول لوبوي. ټول هغه مشکلات، خطرات او سیاسی ناندری یا خنډونه چی د الکترونیکی حکومتداری پروژو پلی کولو کې یی د پیښیدو امکانات وی، یوازی یو پیاوړې مشرتابه کولای شی په خپل پلان کې یی د حل لارو وړاندوینه وکړی او الکترونیکی حکومتداری په بریالی توګه پلي کړی.
د بدلون سره مقاومت: په دی اړه زیاتره مرکه کوونکو ویلی چی تغییریا بدلون مقابل کې مقاومت عامل کومه خاص ستونزه نده خو له پامه هم باید اونه غورزول شې او کله چې د الکترونیکی حکومتداری او معلوماتی ټکنالوجۍ لپاره یو ه قوی او درست میکانیزم موجود وي نو د الکترونیکی حکومتداری په پلی کولو کې به کومه ننګونه نه وی.
د معلوماتو شریکول: مرکه کوونی په دی اند دی چی الکترونیکی حکومتداری پلی کیدو لپاره معلوماتو شریکول یوه حیاتی مسله ده او بغیر د معلوماتو له شریکولو د ستیکهولدرو(Stakeholders ) ترمینځ هیڅکله هم الکترونیکی حکومتداری ښی او یا کامیابه پایلی نلری. مرکه کوونکی زیاتوی چی فعلا په دولتی ادارو کې دمعلوماتو شریکولو کچه هیڅ یا ډیره کمزوری ده او کفایت نکوی او همدارنګه د ادارو ترمینځ اعتماد ډیر کم دی، ددی لپاره چی دالکترونکی حکومتداری پلی کیدو پر وړاندی ننګونی لری شي نو اړینه ده چې اړین معلومات پر وخت شریک شې، د مرکه کوونکو په اند د معلوماتو شریکه کول په جنګ ځپلو هیوادو لکه افغانستان یو له کلیدی ننګونو څخه ده او ددی لپاره جدی هڅی پکار دی.
سواد یا (Literacy ): سواد یا (Literacy) هم د ټکنالوجۍ دپرمختګ یوله مهمو عاملونو څخه دی او اکثره مرکه کوونکی په دی اند دی چی بغیر له دی الکترونیکی حکومتداری له امکانه لری ده او خاصتاً د معلوماتی ټکنالوجی علم یا سواد د الکترونیکی حکومتداری په پلی کولو کې اساسی رول لری او باید خاصه توجه ورته وشي.
پوهاوی یا (awareness): د پوهاوی پوښتنی په ځواب کې مرکه کوونکی په دی عقیده دی چی د خلکو ترمیځ پوهاوی د الکترونیکی حکومتداری په باره کې کمزوری دی او دا د الکترونیکی حکومتداری د بریا مخه نیسي. څرنګه چی ددولتی ادارو ساختار پیچلی او مختلفو اهدافو لرونکی دی نو په دی موخه اړینه ده چی د الکترونیکی حکومتداری د پلی کیدو ترڅنګ او یا مخکی د الکترونیکی پروژو څخه پوهاوی پروګرامونه شروع شی ترڅو عامه اذهان د الکترونیکی حکومتداری پروژو منلو یا قبلولوته تیار شي.
ونډه لرونکې یا ستیکهولدر: د مرکه کوونکو په اند د الکترونیکی حکومتداری پروژو کې د ونډه لرونکو یا سټیکهولدرو له شروع څخه نه دخالت یوه ستره ننګونه ده او اکثراً هغه وخت کې ونډه لرونکی دخليږي کله چی پروژه د عملی کیدو په حال کې وي، دا هغه وخت وی چې پروژه له سوال لاندی نیول کیږی او پرمخ یی ننګونی راټوکيږي. د دی لپاره چی د الکترونیکی حکومتداری پروژی په بریالی توګه عملی شي نو اړینه ده چي پروژو مدیر خپل ونډه لرونکې یا ستکهولدر و پیژنی، وخت نا وخت د پروژی حالت ورسره شریک کړی،عملی کیدو نه مخکې ننګونی ختمی او په بریالی توګه خپلی پروژی عملی کړي.
مالی مسایل یا امکانات: مرکه کوونکی په دی عقیده ول چې د الکترونیکی حکومتداری په بریالی پلی کولو کې مالی امکانات باید موجود وی او حتی ددی لپاره باید ځانګړی بودیجه وي. مالی امکاناتو موجودیت نه یواځی ابتدایی مسایلو لپاره لکه وسایل او پوستکالی یا سافټویرونو رانیولو لپاره اړین دی بلکه دومداره ځانګړی بودیجه دی کارمندانو روزنی یا تریننګونو، د سیستمونو منتینینس (پالنې) لپاره هم اړینه ده.
دیجیتل واټن/ د یجیتل تقسیم (معلوماتی ټکنالوجۍ ته د خلکو رسی او نه رسی واټن): مرکه کوونکې په دی اند دی چې د الکترونیکی حکومتداری پر وړاندی دیجیتل واټن یوه ستره ننګونه ده او ددی لپاره باید د معلوماتی ټکنالوجۍ لاس رسی پراخه شی او له هر ځایه خلک معلوماتی ټکنالوجۍ ته لاس رسی ولری او بغیر له دینه به د خلکو ونډه د الکترونکی حکومتداری پلی کیدو او پرمختګ کې کم رنګه وی. ددی لپاره چی دا ننګونه تر یوه حده ځواب شي اړینه ده چې د معلوماتی ټکنالوجۍ علم د افغانستان ګوټ ګوټ ته ورسیږی.
د معلوماتی ټکنالوجۍ کلتور: د معلوماتی ټکنالوجۍ کلتورنشتوالی د الکترونیکی حکومتداری پلی کیدو پر وړاندی یوه ننګونه ده. معلوماتی ټکنالوجۍ له ګرځنده ټليفون پرته د خلکو ترمنځ په ورځني ژوند کې دومره زیاته نه کاریږی. زیاتره مرکه کوونکی په دی اند دی چی الکترونیکی حکومتداری په افغانستان کې په اولنیو مراحلو کې ده او وخت نیسی ترڅو چې معلوماتی ټکنالوجۍ د افغانستان د خلکود کلتور یوه برخه شي.
د قانون نشتون: د قانون شتون دالکترونیکې حکومتداری په تطبیق کې مهم رول لوبوي. ډیره ځواب ويونکي پدې باور دي چې د الکترونیکې حکومتداری تطبیق د قانون له پروسې څخه پیل کیږي او د معلوماتی ټکنالوجۍ قانون نشتون په افغانستان کې یوه ننګونه ده. د معلومالوماتی ټکنالوجۍ او الکترونیکی حکومتداری قانون منظوریدو په حال کې ده چی د الکترونیکی حکومتداری پلی کیدو لپاره دا یو ښه زیری دی او هیله ده چې دا قانون ژر نهای او منظور شي.
همغږي یا کواردینیشن: مرکه کوونکی په دی اند دی چې د الکترونیکی حکومتداری پلی کیدو لپاره هماهنکی ډیره اړینه ده او د الکترونیکی حکومتداری یا معلوماتی ټکنالوجۍ پروژو د ونډه لرونکو یا سټکهولدرو ترمینځ هماهنګی او معلوماتو شریکول په وخت د معلوماتی ټکنالوجۍ د پروژو په کامیابی کې حیاتی ارزښت لری او باید دی ته خاصه توجه وشې. مرکه کوونکې په دی اند دي چې خاص او سمارت میکانیزم د هماهنګی د الکترونیکی یا معلوماتی ټکنالوجۍ کامیابوي.
پالیسی: د الکترونیکی حکومتداری په وړاندی د پالیسی نشتون هم یو له ننګونو څخه دی. اکثره مرکه کوونکی په دی باور دي چی د الکترونیکی حکومتداری تر پلی کید وړاندی اړینه ده چې روښانه پالیسی او قوانین موجود وی او بی غیر د قانونی چارچوب یا چوکات او اجتماغی ضروروتونو لمړیتوبونو په نظر کې نه نیول د الکترونیکی حکومتداری پروژی پلی کیدل ستونزمنوی.
زیربنا یا (Infrastructure): د مرکه کوونکو په اند د الکترونیکی حکومتداری پلی کیدو په وړاندی زیربنا مهمه ده خو په افغانستان کې د الکترونیکی حکومتداری پلی کیدو په اړه کومه ستونزه ندی او زیربنا تر ډیره حده شته او کفایت کوي.
محرميت او روڼوالی (Privacy & Transparency): ددی لپاره چی الکترونیکی حکومتداری بی له کومی ستونزی پلی کړو، معلومات یا دیتا محرمیت باید یقینی شی. مرکه کوونکی په دی باور دی چی دیو چا معلومات ساتل او ورته ته د محرم کس نه لاس رسی نه دی یقینی او خلک په دی اړه تشویش لری نو ځکه خو په الکترونیکی حکومتداری خلک هم بی باوره دی او دی موخی لپاره باید سیستمونه خوندی او دیتا یا معلوماتو ته نه لاس رسی باید یقینی او خوندي شي
خوندتيا: د اپلیکیشنونو (کمپيوټري پروګرامونو)، دیتابیسو امنیت او د معلوماتو خوندیتوب د اکثره مرکه کوونکو په اند یوه ستونزه ده. د الکترونیکی حکومتداری سیستمونه یا پروګرامونه چی مختلیفو لیرونو یا طبقو کې ساتل کیږی باید خوندی وی او لاس رسی ورته ونشي.
د کیفیتی او کمیتی (کوالیتیتیو او کوانتیتیو) سروی پایلی:
د کیفیتی او کمیتی سروی (کوالیتیتیو او کوانتیتیو سروی) هدف دا وو چی موږ د دولتی او خصوصی سکتور د مسلک پوهانو څخه واورو او پیدا کړو چی کوم خنډونه یاستونزی د الکتروینکی حکومتداری پلی کیدو مخه نیسی. د خصوصی او دولتی سکتور د اړونده متخصیصیونو د سروی (کیفیتی او کمیتی سروی) پایلی تحلیل او تجزیې څخه جوته شوه چې ۱۵ چنلجونه څخه یی ۵ عمده خنډونه د الکترونیکی حکومتداری په وړاندی موجود دی چی ستاتستیک انلایزس (تجزیه او تحیلیل یی) لاندی چاټ کې لیدل کیږي.
((عبدالمتين سمسور د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت کې د څیړنی ،نوښت او صنعت پراختیا امر او په بريښنايي حکومتدارئ کې له جنوبي کوريا څخه ماسټري لري، دا ليکنه یې د ماسټرئ سند د تيزس لنډيز لومړئ برخه ده، موږ به نوری برخی په دوامداره توګه دلته خپروو، ليکوال سره کولای شئ لدې لارې اړيکی ونيسئ:mateen.samsor@gmail.com)
(ورته ليکنی د ماشومانو/ځوانانو آنلاين ساتنه: ماشومانو/ځوانانو لارښود – شپږمه برخه، آیا ټولنيزې شبکې پر ټاکنو اغېزه کړي؟، پر ذهن د ټولنيزه رسنیو (سوشل ميډيا) استعمال اغیزې – څيړنی څه وايي)
وروره که د بریښنایی حکومتولی تاریخچه په افغانستان کی
که ددی موضوع په اړه کوم معلومات لری نو
ده هیله راته یی واستوه
واتساپ نمبر 0773190921
LikeLike