شخصي پوهنتونونه پر پرزينټشنونو فارغين ورکوي، شخصي ښوونځي چې څومره انګليسي په نصاب کې تخته کړي همدومره ځان ښه ښيي، او پر دې نازيږي چې غربي تعليم ورکوي ورسره مدرسې پر دې نازيږي چې نيمګړی ديني درس ورکوي چې په پای کې د دواړو ادارو فارغين له ټولنې ليرې او پرې فارغيږي او په کلونو دنده نشي موندلی، لومړی يې له ټولنې نه وي خبر او دوهم داسې څه نه وي زده چې پر کار يې واچوي. سمه ده چې د ژوند او دندې مهارتونه په ښوونځيو او پوهنتونو کې نه ښودل کيږي خو زموږ دا بدبخته بچي يې چيرې زده کړي، د نړيوالې ټولنې له راتګ سره د کمپيوټر او انګليسي بازار ګرم شو خو دا دواړه نه پوهه ده او نه مهارت، يوازې مرستندوی وسيلې دي که څوک پوهه ولري نو په انګليسي يې بيانولی شي يا له کمپيوټره ګټه اخيستلای شي.
ښوونې او روزنې وزارت ټلويزون چې وګوري ټوله ورځ پکې يا د حساب ټولګی وي او يا د بهر مستند فلمونه ښيي، تر اوسه موږ خپلو زده کوونکو ته د فکر آزادي ور نه کړه، تر اوسه هغوی ته دا احساس نه ورکول کيږي چې راتلونکی د دوی دی، يا د پلار څپيړه وي او يا د ښوونکي، ټوله تربيه په زور روانه ده، ځکه زموږ د دليل او منطق برخه ضعيفه ده، همدا د ښوونځي زور او څيپيړې دي چې هر چا سره بحث وکړې له يو څه وخت وروسته خبره جګړې ته وځي، د ملت په حيث موږ د خپل تاريخ ډيرې ترخې او تورې پاڼې له سترګو غورځولي دي، هغه ټکي چې موږ ته بد ښکاري سترګې پرې د تعصب، ملي يووالي، تفرقې او نورو نامو پټوو، خو که غواړو له خپلو غلطيو زده کړو يا خپل راتلونکی خوندي کړو بايد د تاريخ له دې تورو پيښو پاڼه پورته کړو نن دا اروپا او امريکا چې موږ ته د ښځې د حقوقو او مساواتو پړپړې راکوي تر شپيته کاله وړاندې يې نه د ښځې حق مانه او نه ورته تور پوستی انسان ښکاريده او د ملت په حيث موږ چې تر څو دا ډول سختو پوښتنو ته ځواب ونه مومو نو له يوې مودې وروسته به په دوامداره توګه له اوسنيو ننګونو سره مخ کيږو.
زموږ ښوونکي ثابته تنخوا اخلي که ښه کار کوي يا بد هماغه معاش دی پرمختګ پر پيژندنه او رشوتونو کيږي پداسې صورت کې لدوی د ځان په عذابولو تمه بې ځايه ده، ورسره هغوی چې پر دې ملت يې زړه خوږيږي هغوی لپاره هغه امکانات نشته چې خپلې ازادې څيړنې وکړي حکومت به تل پر دې وياړي چې له لومړي ټولګي نيولې تر دوکتورا وړيا تعليم برابروي خو آیا موږ کله له ځان پوښتلي چې د دې فارغينو سويه څه ده، دلته د څرنګوالي ارزولو معيار څه دی. دا وړيا ښوونه موږ ته د څومره څيړنو، پرمختګونو، ابتکاراتو او آزادو څيړنو پر بيه تماميږي.
د نوي نظام له راتګ سره حکومت تعليم او روغتيا هم کاروباري کړه، د دې سکتورونو وړيا او کاروباري کيدل دواړه خپل تاوانونه او ګټې لري، خو کله چې تعليم خصوصي شي نو دولت ډېر غښتلي څارنيزه ميکانيزم ته اړتيا لري چې بدبختانه موږ يې نه لرو، د څارنيزه اداره مامورين پخپله پدې شخصي ښوونځيو يا پوهنتونونو کې استادان دي يا ورسره برخه لري، د دې ټولو زور له زده کوونکي وځي، چې پخوا ورته وړيا ناقص تعليم ورکول کيده نن دوی پر هماغه ناقص تعليم پيسه هم ورکوي.
زموږ ښوونکی، پوهاند، ليکوال او مفکر د پوليس او عسکر په څير يوځای شهيديږي، ښوونځي، پوهنتونونه او د پوهې مراکز د نظامي مراکزو په څېر الوزول کيږي، زموږ دښمن پوهيږي چې د فزيکي ځواک په څېر زموږ د پوهې او فکر ځواک هم مهم دی خو له دومره خطرونو سره آيا دولتي چارواکي په ځانګړي ډول د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونه هم ورته ځوابونه لري، ټول يې شمېر ته راغونډ کړي دي کله چې ښوونکی شهيديږي نو تر يوه يا دوو کالو خو حکومت ځان په کڼو وهلی وي او ورپسې هماغه ډول يو بل ښوونکی شهادت ته استوي، موږ د معيار او وسيلو ښه والي ته اړتيا لرو، ټکنالوژي بايد دخيله او د پوهې رسولو امکانات، وسايل، طريقې او کړنلارې متنوع کړو.
که يو څوک د بدخشان غره په څوکه اوسيږي يا د هلمند په ډاګونو کې، پدې دليل چې هلته امنيت نشته، کافي زده کوونکي نشته يا نور اړونده وسايل نه لرو تر څو دې ماشومانو ته زده کړه برابره شي د قبلولو وړ نه ده، د نن ټکنالوژئ په زمانه کې د فزيکې فاصلو او نورو زيرمو ستونزې د حل لارې لري، که زده کوونکي کم وي له ټکنالوژي بايد کار واخيستل شي، د دې ملت هر بچې پر دولت حق لري چې هغې ته د تعليم مناسب امکانات برابر کړي، که دولت يې نشي کولای نو بايد خپله پړه ومني، که امنيت نشته، ښوونکي نشته يا نور داسې دلايل دا ټول د دولت نيمګړتياوې ښيي ځکه دلته د هرې تورې سپينې مالک دولتي چارواکی دی.
د اقتصاد وزارت راپور وايي چې په هېواد کې د بيکارو نيمه فيصدي يې له وسطي تر لوړو زده کړې لري، يعنې يو څوک چې تر دولس کالو يا هغې ډير درس ووايي ځان لپاره کار نه شي پیدا کولای، دلته يو ډول روزل شوو خلکو لپاره په بازار کې د کار محدودو فرصتونو سره دا پوښتنه هم ده چې آیا زموږ تعليمي نظام کار نتیجه ورکوي؟
په نړيواله توګه پر رسمي تعليم، د هغې پر تدريس او طراحئ انتقادونه مخ په ډيریدو دي، د اقتصاد نړيوال فورم يو څيړنه ښيي چې د نن ماشومانو ۶۵٪ به په ځوانۍ يا د کار په عمر کې پر داسې دندو او مسلکونو کې مشغول وي چې آن نن د دې مسلکونو هیڅ وجود نشته، داسې مسلکونو لپاره د نوي نسل تيارول له ټولګې اخوا نور ډيرو زحمتونو او فکر ته اړتيا لري.
د ناوړه تعليمي نظام او تعليم تاوانونه راتلونکي نسلونه ګالي، او دوی لږ تر لږه پر موږ دا حق لري چې هر څه مو له وسه پوره وي د دوی روزنې لپاره يې وکاروو، تعليم ته بايد د ملت د آبادئ او زيربنا په توګه فکر وشي، تعليم تنوع غواړي او بايد د تنوع وسايل او فکر ورته برابر شي، او تر ټولو مهمه هر ماشوم او ځوان که هلک وي يا جنۍ خاص وي، بايد ځانګړې پاملرنه ورته وشي، او دا فکر چې ټولو لپاره يو ډول حل او تعليم کار کړي بايد بدل شي.
ټولي:مديريت Management
ځواب دلته پرېږدئ