تعليمي نظام – لومړئ برخه

 

د تيرو لسيزو جګړو زموږ هر څه را تباه کړل، او د نوي حکومت له راتللو سره د ورانۍ دا لړۍ يو څه سسته شوه خو بدبختانه په ټپه ونه درېده، چې په دې دوامداره لړۍ کې زموږ د تعليمي نظام تباهي هم شامله ده. تعليمي نظام د هېواد د ملا تير بيلګه لري، له دې لارې موږ په هېواد کې يو آزاد، پوه او مبتکر ولس او فکر زيږوو.

زموږ تعليمی نظام د زده کوونکي په ښوونځي کې له شاملېدو پيليږي او له پوهنتونه پر فراغت پای ته رسيږي، دلته له دې مواردو صرفنظر چې څومره افغانانو ته دا امکان برابر دی چې د تعليم دا لړۍ همداسې بې له خنډه پوره کړي، پوښتنه داده چې دا فارغيدونکي دې هېواد پرمختګ، ځان ساتنې او په ښه لور رهبري کولو ته اوږه ورکولای شي يا نه؟ آیا زموږ له دې تعليمي نظامه فارغيدونکي زده کوونکي د هېواد له تاريخه، ارزښتونو او نواميسو خبر دي؟ آیا دا فارغين په يوازې تنه کولای شي دا هېواد وچلوي؟ پدې لسو کلونو کې پوهنتونه فارغ شوو زده کوونکو څومره کشفيات کړي؟ څومره يې په نړيوالو سياليو کې بريالي شوي دي؟ هڅه به وکړو پدې لیکنه کې دې او ورته نورو پوښتنو ته يو څه پام راواړوو.

silhouette of people standing on hill د افغانستان په تاريخ کې حکومت هيڅکله هم له تعليمي نصاب او نظام څخه د ملت جوړونې او هېوادپالنې په چاره کې ګټه وانخيسته، د نظام هيڅکله هم ونشو کړای چې واحد تاريخ، منلي ملي اتلان، منلی ملي ورځې او يا يو ملت او يو نظام وزيږوي يا ترويج کړي. زموږ د پنځه زره کلن تاريخ نواميس له هر نوې پديدې سره ګواښل شوي دي، کله چې په اصطلاح روښانفکرو واک ترلاسه کړ نو اسلام پسې يې راواخيسته د پرمختګ په نامه يې پر خلکو ږيرې وخرييلې او تورې اروپايي خولۍ يې ورپه سر کړې، ورپسې اسلاميانو همدا هر څه د کفر معنا کړه ټول اسلام ږيره شو د ځينو نرانو ږيرې خو له نامه هم تيرې شوې، نن هم موږ نوروز د زردشتئ ميراث ګڼو خو ورسره يوه نهه کلن ماشوم پورې بم تړنې غندلو جرات ځان ته نه ورکوو. 

 

دې نيمګړي تعليمي نظام نه يوازې دا چې زموږ ملي تشخص زيانمن کړ بلکې ورسره يې زموږ کلتورونه، ژبې او پيژندنې تر پوښتنې لاندې راوستلی، نن موږ ټول له ترهګرئ او پردي تپل شوو جګړو او مصبيتونو ځوريږو، خو د يو ملت په توګه تر اوسه مو دا پوښتنه ځواب نه کړای شوه چې مخکې له اسلامه يا له نړيوال اسلام پرته د افغان تشخص څه دی؟

لدې پرته زموږ تاريخي وياړونه هم ټول نظامي او جګړه ييز اړخونه لري، زه د خپلو اتلانو پر تاريخونو وياړم، خو زموږ تاريخ د قلم خاوندانو سره جفا کړېده، موږ نن هم د خپلو امپراطوريو او پاچاهيو يادونې کوو، د دې وطن خاورې يا تاريخ که جمال الدين افغان وي او که ابوحنيفه او که ابن سينا او مولانا بلخي يو يې هم داسې ونه نازوه څومره چې پکار وو. او کيدای شي همدا نظامي او جګړه ييز اړخ په لور کږوالی وي چې نن موږ اتل، قهرمان، زړه ور او داسې ټول مثبت القابات له جګړې او زور سره تړو. 

silhouette of child sitting behind tree during sunset

د افغان په خاوره کې زه مسلمان يم او په دواړو وياړم، ورسره پدې خاوره کې هندو، سيک او يهود هم اوسيږي دا وياړ بايد هغوی هم ولري، زموږ تعليمي نظام بايد په لومړي سر کې ملي واوسي، ورسره اسلامي هم وي، اسلام زما د افغاني پيژندنې يوه ضمیمه ده خو خپله افغانيت نه دی، عربان موږ ته مجاهد راليږي خو له اسرايل زيات د امريکا عسکر په رياض او عربو په نورو هېوادونو کې پراته دي، زموږ د ننيو بدبختيو يو تر ټولو اساسي دليل د ملي تشخص نشتوالی دی، او د دې يو اساسي دليل ناقص تعليمي نظام دی. 

د نن په زمانه کې معلومات په آسانه موندل کيږي، هر څه چې وغواړئ د انټرنېټ يا بې شماره کتابونو له لارې موندل کيدای شي، خو دا معلومات پر پوهې بدلول لږه هڅه غواړي او هغه هم کيږي، معلومات هغه وخت علم کيږي چې يو څوک يې ارزيابي او نسبي عملي شکل ورکړي، خو بدبختي داده چې دا علم او پوهه موږ ته له بهره راروانه ده، زموږ د ښوونځي زده کوونکې له بهره راوارد شوي مواد يا د هغوی ژباړې لولي، آن اتباري تاريخونه مو د بهرنيو ماخذونو په رڼا کې ليکل کيږي، زموږ د پوهنتون زده کوونکي ګوګليان دي (له انټرنېټ يې راخلي) يا ښوونکي يې ماخذ مواد نه لري مجبور له بهرنيو منابعو ګټه واخلي او پر سکالرشيپونو تللي زده کوونکي چې کله راستانه شي نو هغوی له خپل تاريخه زيات د هغه هېواد له ارزښتونو خبر وي، زموږ د دولت له منځنيو مامورينو تر لوړ رتبه ټول بهر روزل شوي دي يا روزنې لپاره استول کيږي، پداسې حالاتو کې آزاد او پر هېواد مين فکر کې ناشونی نه وي خو ستونزمن ضرور دی. 

کله چې موږ علم ولرو او هغې ته د ټولنې حقايقو په رڼا کې عملي بڼه ورکړو، نو په هوښيارئ بدليږي او ستونزه هلته پیدا کيږي، کله چې معلومات او پوهه بهرنئ شي نو ډېر امکان لري چې عملي هوښيارتيا به هم د بهر تر اغېزې لاندې وي، چې نن يې موږ بيلګې هر چيرې وينو، که سياسي تبصرې يا خبرونه واورئ نو له ورايه بريښي چې زموږ ملي ګټې تل د بل هېواد يا قدرت له ګټو سره تړل کيږي يا د هغوی په ګټو کې خپلې ګټې لټول کيږي، که ټولنيز اړخ وګوری نو بهرنی کلتور يا ټولنه زموږ له ټولنې د بهترې يا ښې ټولنې او کلتور په توګه راپېژندل کيږي تل به په پلانکي هېواد کې داسې دي اورئ، که تعليمي برخه وګورئ نو له بهره راوارد شوې ويناوې، کتابونه، نوټونه او انګيرنې تدريسيږي، زموږ په ښوونځيو کې د مارټين لودر کينګ او ابراهم لنکن مفکورې تدريسيږي، نه چې سيد جمال الدين افغان او ابن سينا وڅيړو. دوام ورکړئ.



ټولي:مديريت Management

ټگونه:, , ,

1 reply

Trackbacks

  1. تعليمي نظام – دوهمه برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: