آنلاین د کمکيانو او ځوانانو ساتنه – د وليانو لارښود – لومړئ برخه

دا زموږ د کمکيانو، ځوانانو او پيغلو آنلاين ساتلو ليکنو دوهمه لړۍ ده، په لومړئ کې موږ ماشومانو/ځوانانو لپاره پر لارښوونو غږيدلي وو، دلته دا لړۍ د دې نجونو/ځوانانو والدينو او وليانو لپاره ده. پدې بحث کې ماشومان/ ځوانان بيلابيل ځايونه کارول شوي دي، لدې څخه هدف دواړه هلکان او نجونی دي، او چيرې چې مشخص د جنس بحث وي، هلته جنس اړونده ټکي (لکه هلکان/ نجوني) کارول شوي دي، همداسې هدف له والدينو د ماشومانو وليان، مشران (ورونه، خويندی، مور، پلار) او نور چې د ماشومانو مشري او کفالت ورپه غاړه وي، دی.

انټرنېټ ماشومانو ته ډيرې ګټې راوړې، د نړۍ نږدې له نيم ډير نفوس له انټرنېټ سره نښتی دی، سره لدې چې د دې وسيلې پر ګټه سترګې نه پټيږي، خو بدبختانه ځينې نور ناوړه عواقب او موضوعات يې زيږولي، چې په ځانګړي ډول د ماشومانو له نقطې نظره ترې انکار نشي کيدای.

person holding black smartphone playing music

د نن نسل پر ټکنالوژئ ډير سرخلاصی دی. دوی په آسانه په مغلقو پروګرامونو، کمپيوټرونو او ګرځنده وسيلو پوهيږي، او په مبتکرانه توګه يې کاروي. خو کله چې خبره مشرانو ته راشي نو اکثره دې وسيلې کارولو لپاره لارښود ته اړتيا لري، چې ځينې وخت ځوان نسل ته دا چارې ډيرې ساده ښکاري، خو مشران لارښوونو ته اړتيا لري، اما د آنلاين خوندتيا بحث مشران پر خپلو تجاربو او مهارتونو غني کوي، او دوی يې باارزښته برخه ده.

لومړی بايد پدې پوه شو چې ماشومان او ځوانان آنلاين څه کړي، اکثره وختونه مشران له ځانه دا فرضوي چې دوی انټرنېټ څه لپاره کاروي، خو راځئ وګورو چې څيړنې څه وايي. څيړنې ښيي چې ماشومان په ډيريدونکي ډول آنلاين کيږي او اکثريت یې د ګرځنده ټليفونونو، ټبليټونو او نورو لاسي وسيلو لکه آی پيډ، کتاب لوستونکي او لوبو کونسلونو (وسيلو) له لارې وصليږي، داسې هم ګڼل کيږي چې په غربي نړۍ کې نږدې شپيته فيصده له ۱۲ تر ۱۵ کلن ځيرک ټليفونونه لري، چې پدې ډله کې د ټولنيزې شبکو کارولو لپاره تر ټولو منلې وسيله ده.

د والدينو يو تر ټولو مهمه موضوع د دې فکر بدلول دي چې ماشومان آنلاين خوندي دي، دا فکر پدې له خطره ډک دی چې انټرنېټ ماشومان د نړۍ هرې څنډې ته بيولای شي، او چې پدې مزل کې کیدای شي له خطري موادو سره مخ شي، او همداسې څرنګه چې ګرځنده وسيلې له انټرنېټ سره نښليدل ډير آسانه او د والدينو له څارنی ليرې کړي دي، نو ځکه مهمه ده چې والدين دې خطر ته متوجه وي.

closeup of white Sony PS4 controller

د ليکنو د دې لړۍ هدف والدينو/ وليانو ته د ماشومان آنلاين ساتنې اصولو په رڼا کې لارښوونی او توصيې برابرول دي، تر څو دوی وکولای شي تر خپل نظارت او کفالت لاندې ماشومانو ته له انټرنېټ او اړونده وسيلو څخه د ښې ګټې اخيستنې امکانات او چاپيریال برابر کړي. دا لارښونی سره لدې چې عمومي شکل لري، او ټکنالوژي هم نړيوالې اغېزې لري، خو بيا هم موږ د افغانستان او سيمې له حالاتو سره عيارې کړي دي، ورسره په عمومي توګه له اتلس کلنو کوچنيو ځوانانو لپاره په پام کې نيول شوي، خو هره ډلې خپلې اړتياوې لري. 

لدې ټول بحث سره لدې ټکي صرفنظر ونه شي، چې: هر ماشوم خاص دی، او ځانګړی پاملرنی ته اړتيا لري.

دا لارښودونه د ملګري ملتونو د ټليکام (مخابراتو) نړيوالې اتحاديې لخوا د غړيو هېوادونو او متخصصينو په مرسته برابر او لیکل شوي دي.

د ماشومانو حقوقو لپاره د ماشومانو کنوانسيون ماشوم هر هغه څوک دی چې عمر يې له ۱۸ کالو کم وي. دا لارښونې د نړۍ هر له اتلس کالو کم عمر شخص لپاره دي، خو له اووه کالو کم عمره ماشوم اړتياوې طبعاً له دولس کلن يا هغې څخه لوړ عمر ماشوم سره يا د ځوانۍ پر څنډه ولاړ ۱۷ کلن ماشوم سره فرق کوي. د دې لیکنو په بیلابيلو برخو کې د هر عمر ماشومانو لپاره لارښونې اختصاصي شوي دي خو بیا هم د عمومي اصولو په رڼا کې وي. 

سره لدې چې عمومي لارښونې اساسات برابروي، خو هر ماشوم خاص دی، اړتياوې يې مختلفې دي، نو ځکه هر مشر بايد ځانګړی پاملرنه ولري. همداسې بیلابيل محلي او ملي کلتوري فکتورونه وي چې پر دې بحث اغېزه لري، نو ځکه کله چې تاسې غواړئ دا لارښونې پياده کړئ د ماشوم اړتياوو او محلي کلتوري ارزښتونو ته پاملرنه ولرئ.

child building an four boxes

موږ د ټولې ليکنې عمومي لارښونې په لنډه توګه دلته وړاندې کوو، او وروسته تشريحي بحث ته راستنيږو:

۱. د شخصی کمپيوټر او ګرځنده ټليفون خوندتيا او امنيت لپاره، دا ټکي په پام کې ونيسئ:

الف: کمپيوټر په عمومي خونه کې کيږدئ.

ب: فاير وال او انټي وايرس پکې انسټال (ځای په ځای) کړئ. فايروال د بې ځايه اړيکو مخه نيسي، او انټي وايرس په خوندتيا کې مرسته کړي.

ج: په ګرځنده ټليفون کې د والدينو لخوا د کنټرول پروګرامونه ځای په ځای کړئ، دا ډول پروګرامونه د هغه محتوياتو او موادو مخه نيسي چې ځانګړي عمر خلکو لپاره نامناسب وي.

۲. د استعمال لپاره دا اصول په پام کې ونيسئ:

الف: د انټرنېټ او شخصي وسايلو استعمال لپاره اصول وټاکئ، په ځانګړي ډول د محرميت، عمر سره مناسب ځايونه/ محتويات، آزار او د پرديو تهديداتو ته اصول يا لارښونې وټاکئ.

ب: د ګرځنده او لاسي وسايلو استعمال اصول وټاکئ.

۳. والدينو، وليانو او ښوونکو پوهنه

الف: والدين، وليان او ښوونکي بايد پر هغه ویبپاڼو، پروګرامونو او سايټونو خبر وي چې ماشومان يې کاروي او هم بايد پر دې ښه پوه شي چې د دوی تر کفالت لاندې ماشومان خپل آنلاين وخت څرنګه تيروي.

ب: والدين، ولیان او ښوونکي بايد پر دې هم پوه شي چې د دوی ماشومان له ګرځنده وسيلو، لوبو وسايلو، موزيک وسيلو او نورو څرنګه کار اخلي.

۴. د ماشومانو پوهول

الف: خپل ماشومان د شخصي معلوماتو شریکولو، له پرديو سره مخامخ يا آنلاين لیدلو، آنلاين عکسونو نشرولو، ويب کمرې (ويبکيم) کارولو او نورو له ناوړه اغېزو او خطرو څخه خبر او پرې يې پوه کړئ.

۵. غږيدنه او پر درناوي ولاړ افهام او تفهيم

الف: له خپلو ماشومانو له تهدید او ويرولو پرته وغږيږئ، ويې هڅوئ  تر څو خپل آنلاين او د دې وسيلو استعمال تجارب له تاسې سره شريک کړي.



ټولي:Technology ټکنالوژي, مديريت Management

ټگونه:, , ,

2 replies

Trackbacks

  1. آنلاین د کمکيانو او ځوانانو ساتنه – د وليانو لارښود – دوهمه برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  2. آنلاین د کمکيانو او ځوانانو ساتنه – د والدينو لارښود – اخيري برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: