مشري || ټکنالوژي || مديريت

Leadership || Technology || Management

په افغانستان کې د بریښنایی یا الکترونیکی حکومتداری پیاده کول: ننګونی او فرصتونه- پنځمه برخه

سپارښتنی او پايله:

ددی لپاره چې په افغانستان کې د بریښنایی یا الکترونیکي حکومتدارئ د پلی کولو پر وړاندی ننګونی او خنډونه وپيژندلی شې، د دی  هدف تر لاسه کولو لپاره مو هر اړخیزه نظري مطالعې (Theoretical study) تر چتر لاندی ادبی څیړنه (Literature review) وکړه، بیلابیل علمی اثار مو ولوستل او اړونده معلومات، د لیکوالانو نظرونه، خنډونه چاڼ یا تجزیه او تحلیل کړل. 

د ادبی څیړنی په پای کې مو ننګونی یا چلنجونه پیدا کړی چې په دریو  لویو برخو دلته تقسیم شوي 

(۱- سازمانی/اداري خنډونه ۲- د معلوماتی ټکنالوژۍ خنډونه ۳- ټولنیز خنډونه) او همدارنګه ځینی خنډونه چی د افغانستان الکترونیکی حکومتداری ستراتیژی کې ذکر شوی دي لکه د الکترونیکی حکومتداری خدمات  لری پرتو سیمو ته رسول، د معلوماتی ټکنالوجۍ بشری ځواک کمښت، همغږي، د معلوماتی ټکنالوژۍ خپلول، د معلوماتي ټکنالوژۍ بيې او معلوماتو خوندیتوب باوری کول، شامل دي.

د کیفي او کمي (Qualitative and Quantitative Survey) سروی نتایجو ته په کتو ځوابوونکې په دی موافق دی او منی چې  ښکیل اړخونه  یا ستیکهولدر(سهملرونکی) وڼده، معلوماتو شریکول، هماهنګی، د معلوماتی ټکنالوژۍ پوهه، عامه پوهاوی، د بدلون سره مقاومت، ډیجیتل ډیواید (ډيجيټلي پوهه او ناپوهي)، ای ټی کلتور، پالیسی، مالی تداوم، زیربنا، لیدرشیپ/مشري، قوانین او شفافیت د الکترونیکی حکومتداری په وړاندی ستری ننګونی یا خنډونه دي.

person attaching RJ45 cable on white laptop

څیړنیزهموندنیاوپالیسیلیول (لوړېسطحې) سپارښتنی:

نظري څیړنې موندنی په ګوته کوي چې له ۱۵ څخه یی ۵ عمد ه ننګونی دی لکه چې په هغو کې په ترتيب سره د ښکيلو اړخونو دخالت، همغږي، معلوماتو شريکول، معلوماتي ټکنالوژئ پوهه، او الکټرونيکي حکومت اړونده عامه پوهاوی، د ماهرينو لخوا اساسي خنډونه بلل شوې دي. 

د الکترونیکی حکومتداری پلی کیدو د بریا لپاره  له شروع نه  د ونډه لرونکو یا ستیکهولدرو ګډون ډیر اړین ده او اهمیت یی د افغانستان الکترونیکی حکومتداری په ستراتیژی کې هم ذکر شوی دی، د اړونده  ونډه لرونکو یا ستیکهولدرو، متخصصینو سره مشوره یا شراکت  اړینده لکه (ادارات، د صنعت نماینده ګان ، علمی بنستونه او دولتی ادارات ) د الکترونیکی حکومتداری د ستراتیژیکی پلان او د هغه په بریالی پلی کیدو کې اساسی رول لري. 

ښکیلاړخونه یا ستیکهولدر: اړینه ده چې د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت له شروع څخه د الکترونیکی حکومتداری د پروژو ګډونوال یا سټیکهولدر دخیل کړي، هغه کیدای شي د منظمو یا غیر منظمو غونډو، تماسونو، بریښنالیکونو، چات روم (سکایپ، یاهو ، ګوګل ) او یا سوشل میډیا (فیسبوک، ټویټر،واتس اپ …) څخه پر ګټه اخیستنه دخيل او له دی لیاری خلکو سره وخت په وخت د پروژو حالت شریکول دي او ګټه به یی د الکترونیکی حکومتداری په اړه عامه ذهنیت، د خلکو ترمینځ  د الکترونیکی حکومتداری په اړه عامه پوهاوی کې د وزارت سره مرسته کول وي. دلته باید یادونه وکړم چی د الکترونیکی حکومتداری په اړه عامه ذهینت جوړونه دیره مهمه او کلیدی ده او باید ورته ځانګړی پاملرنه وشي. 

همغږی یا کواردینیشن: د څیړنی پای او موندنو جوته کړه چې د الکترونیکی حکومتداری د پروژو د بریا په وړاندی  همغږی یو له لویو خنډونو څخه ده . ددی لپاره اړینه ده چی د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت یی په اولویت کې  ولری او مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت باید د معلوماتی ټکنالوژۍ د پروګرامو یو ښه همغږی اداره یا دفتروی او د دی سکتور داخلی او خارجی ونډه لرونکی یا ستیکهولدرو سره قوی همغږی او روابط وساتی. موثره همغږی کیدای شی د بریښنالیک، موبایل، رسمی اوغیر رسمی تماسونه یا افهام او تفهیم له لیاری وی اوله ټولو ونډه لرونکو یا ستیکهولدرو سره له نږدی کار کول دی.  

د معلوماتو شریکول: له تجزیې او تحلیل څخه جوته شوه چې د الکترونیکی حکومتداری د پروژو پر وړاندی  د معلوماتو شریکول دریمه لویه ستنونزه ده او د پروژو د بریا مخه یی نیولی. دالکترونیکی حکومتداری د بریا لپاره اړینه ده چی عامه او د پروژو اړونده معلومات پخپل وخت شریک شي. د معلوماتو او کړنو شریکول کیدای شی چې د یوه راپور په بڼه د مجلو یا اخبار له لیاری نشر شی یا هم د الکیکترانیک میدیا له لیاری او خا صتا د راډیو او تلویزون له لیاری چې لاس رسی او پوهاوی یی عام او اسانه ده. همدارنګه اداری کولای شی چی معلومات او پرمختګونه  دخپلو بریښنا پاڼو، سوشل میډیا (فیسبوک، تویتر، واتس اپ او داسی نور) له لیاری شریک کړی او یوه ګټه به یی دا وی چې معلومات او پوهه به له دولتی  اراکینو او عام خلکو ته ورسیږی او پخپل وخت کې به د الکترونیکی حکومتداری پروژو سره همکاری زیاته شي.  

د معلوماتی ټکنالوژۍ سواد/ پوهه: د الکترونیکی حکومتداری د پروژو د کامیابه پلی کیدو پر وړاندی څلورمه لویه ستونزه یا ننګونه ده، د معلوماتی ټکنالوژۍ علم یا سواد زدکړه د نړیوالو تجاربو او خاصتا د جنوبی کوریا د تجاربو په ګټه اخیستنی سره د افغانستان حکومت هم کولای شی چې هم دولتی سکتور او هم خصوصی سکتور پر مټ په مختلفه کچه روزنیز پروګرامونه  خلکو، دولتی کارکوونکو، تجارتي ټولنو، اجتماعی او مدنی ټولنو ته، بزګرانو، امنیتی اورګانو او هم شاګردانو ته دایر کړی. تریننګونه کیدای شی فزیکی صنفونو په شکل وی، د رادیو، تیلویزون او ویدیو کنفرانسونو له لیاری مختلفو ټولنو ته چی ذکر شوی برابر او ورکړی.

د الکترونیکی حکومتداری عامه پوهاوی : پنځمه لویه ننګونه د الکترونیکی حکومتداری د بریالی پلی کیدو پر وړاندی د الکترونیکی حکومتداری عامه پوهاوی نشتون یا کمزوی شتون دی. نړیوالو څیړنو او تجاربو(پرمختللی او مخ په وده هیوادو) ته په کتو د الکترونیکی حکومتداری د پلی کیدو لپاره د دولتی ادارو او ښاریانو ترمینځ عامه پوهاوی اړین ده. عامه پوهاوی د تقویې لپاره مختلفو چینلو څخه استفاده کیدای شی لکه رادیو، تیلویزون، اعلانات، موبایل اپلیکیشن او د سوشل میدیا څخه ګټه اخیستنه.

 څیړنیزه مطالعی یا تحقیق محدودیتونه: زیاتره څیړنیزه مطالعات خپل محدودیتونه لری او دا څیړنیزه مطالعه هم د دی څخه استثنا نده، د دی څیړنی یو له محدودیتو څخه د وخت کمښت وو او په دی خاطر د څیړنیزه مطالعه ډومین محدود او پراخه نه کړچې د مختلفو سکتورو څخه ګډون کوونکې پکې ونډه ولری، او یوازی دسروی سیمپل سایز ۱۵۰ کسان د منجمنت، معلوماتی سکتور، سی ای او ((CIOs دولتی ادارو، او یو محدود شمیر د خصوصی سکتور څخه  برخه لرله. په دی څیړنیزه مطالعه کې مو ونشو کړی چې له بانکونو، تعلیمی موسیساتو،تجارتی ادارو، مدنی ټولنو نظریات ولرو. دریم محدودیت د اړونده کره معلوماتو نشتون یوه لویه ستونزه وه او زیاتره تعلیمی لیکلی اسناد د پیسو په بدل کی ول.

(عبدالمتين سمسور د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت کې د څیړنی ،نوښت او صنعت پراختیا امر او په بريښنايي حکومتدارئ کې له جنوبي کوريا څخه ماسټري لري، دا ليکنه یې د ماسټرئ سند د تيزس لنډيز لومړئ برخه ده، موږ به نوری برخی په دوامداره توګه دلته خپروو، ليکوال سره کولای شئ لدې لارې اړيکی ونيسئ: mateen.samsor@gmail.com)

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Google photo

You are commenting using your Google account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Enter your email address to follow this blog and receive notifications of new posts by email. خپل ايميل آدرس دلته وليکئ او بلاګ څخه د ايميل له لارې خبر شئ

Join 1،324 other followers

Qudratullah Hiwadpal

q.hiwadpal@gmail.com
%d bloggers like this: