په افغانستان کې د بریښنایی یا الکترونیکی حکومتداری پیاده کول: ننګونی او فرصتونه- اخيري برخه

د علمی څیړنی پای او یا غورچاڼ:

په نړیواله سطحه دولتونه د نړیوالتوب یا ګلوبلایزیشن ((Globalization، اقتصادی، اجتماعی، تکنالوژیکی بدلونونو له فشار سره مخ دی ترڅو وکولای شي پر ولس متمرکز، موثر، شفاف، مثمر، یو سټاپ یا له یوه ځای خدمات هر وخت او هرځای ۲۴/۷ خپلو خلکو ته وړاندی کړي، جنګ ځپلی هیوادونه له دې څخه هم له ډير فشار سره مخ وي او اړینه ده چي ښه خدمات خپلو خلکو ته وړاندی کړي ځکه  جنګ او بدبختیو دوی لازیات ځپلی او خلکو توقعات هم دیر زیات  او ګړندي وي.

د دی لپاره اړینه ده چې ټکنالوژۍ په خصوصی او دولتی سکتور کې راخپله کړو، موثره، او حساب ورکړه، او مثمره توګه له معلوماتی ټکنالوژۍ څخه ګټه پورته کړو  او دا په مخ پر ودی او جنګ ځپلو هیوادو کې اسانه کار ندی. دا څیړنه په مخ پر ودی هیوادونو کې د الکترونیکی حکومتداری پلی کیدو پر وړاندی ننګونی څیړی او خاصتا هغه ننګونی چې په افغانستان کې د الکترونیکی حکومتداری پلی کیدو پروړاندی موجودی دی څیړی.

ادبی څیړنی ( Literature review) موندنی یا پایلی ښیی چې ډیره داسی ننګونی دی چې مخ پرودی هیوادو کې یو شان یا عامی دی لکه د معلوماتی تکنالوجۍ سواد یا زدکړی کمښت،  زیربناوو کمښت یا نشتوالی، دیجیتل دیواید، شفافیت، دیتا محرمیت او خوندی ساتلو اندښنه، د معلوماتی ټکنالوژۍ قانون او پالیسیو نشتون، د معلوماتی ټکنالوژۍ څخه د ګټی اخیستنی کلتور یا دود، سنتی اقتصادی پروسیجرونه او معلوماتي ټکنالوژۍ لپاره د ځانګړی بودجه نشتوالی، د الکترونیکی حکومتداری په اړه عامه پوهاوی نشتون یا کمښت، د  اداراتو ترمینځ د معلوماتو نه شریکولو دستور، قوی لیدرشیپ نشتون، د بدلون پروړاندی مقاومت، د ادارتو ترمینځ نه همغږی او د اړونده ښکیلو خواوو یا ستیکهولدرو کمرنګه ونډه لدې ننګونو او خنډونو څخه دي. 

زما په اند مخ پرودی هیوادونو دا درک کړی چې د الکترونیکی حکومتداری پیاده کول دیر اړین دی د اقتصادی پرمختګ، شفافیت رامینځ ته کول او د فساد یا رشوت په مخنیولو کې رغنده کردار لري. د ادبی څیړنی (لیتریچر ریویو) د پایلو ( ننګونو) په اساس سروی پوښتنلیک په محلی ژبو (پښتو او دری) تیار شو او همدارنګه یی انګلیسی ورژن یی د کنترول مودیریتر ( بهتر تفهیم لپاره ) ورسره یو ځای ترتیب شوه.  سروی پوښتنلیک په لمړی قدم کې ۱۰ کارمندانو د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت ته د ازمایښت لپاره ولیږل شو. د سروی پوښتنلیک له امتحانی دوری څخه وروسته ۱۵۰ مختلیفو کچی مسلک پوهانو یا متخصیصونو ته ولیږل شو لکه سی ای او، منجمنت یا اداری او مدیریتی  او د معلوماتی ټکنالوژۍ سکتور اړونده متخصیصین .

دسروی ټول ګډون وال یا ځواب ویونکی په دی اند دی چې دالکترونیکی حکومتداری د پلی کیدو پر وړاندی د ښکیلو خواوو یا ستیکهولدرو تماس، د اداراتو ترمینځ هماهنګی، معلوماتو شریکول، د معلوماتی ټکنالوژۍ علم یا سواد زدکړه، پوهاوی، د بدلون یا تغیر په وړاندی مقاومت، مالی مسایل، ای سی تی پالیسی، لیدرشیپ یا رهبری، دیتا محرمیت، قوانین، د معلوماتی ټکنالوژۍ کلتور او د یجیتل دیواید د الکترونیکی حکومتداری پلی کیدو په وړاندی عمده ننګونو څخه دی. 

د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت ډیری پروژی په پلان کې لري چی د هغو په تکمیلیدو سره به تر یوه حده ذکر شوی ننګونی ځواب شی، که څه هم حکومت د قانون، پالیسی او تګلارو اصلاحاتو په جدي توګه تعقیبوي خو بیا هم مشکلات شته.

د پرمختللو او مخ پر ودی هیوادو تجاربو او دی څیړنیزه مطالعی ته په کتو زما په اند د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت ته پکار ده چې د خپلو ټولو پروژو او پروګرامو سره همزمانه لاندی لارښونی په نظر کې ونیسی نو تر دیره حده به د الکترونیکی حکومتداری بریالی پلی کیدو کې د  مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت سره مرسته  وکړی.  

۱: نړیوالو تجاربو ته په کتو د الکترونیکی حکومتداری پروژی ددی پرځای چې په ټولو ادارو کې شروع شې، باید امتحانی وی او په یوه یا دوه وزاراتو یا ادارو کې پیل شی په دی سره به د پروژو مصارفو شفافیت یقینی شی او له بلی خوا به د پروژو لپاره اړینه بودجه معلومه شی. د پروژو امتحانی شروع په یوه یا دوه ادارو کې به دوه ګټی ولری

الف: له یوی خوا به امتحانی دور پروژو شروع کولو کې موږ د بیځایه او زیاته لګښتو مخه نیولي وي، که چيرې پروژه مو ناکاميږي، لکه چې نړیوالو تجاربو جوته کړی او یولیکوال هیک وایی ( د الکترونیکی حکومتداری پروژی په مخ پرودی هیوادونو کې ۳۵٪ مطلقا ناکامی دی یا خو الکترونیکی حکومتداری له سره پلی شوی نده او یا پلی شوی خو دیر ژر بیرته سقوط شوی، او د الکترونیکی حکومتداری پروژی ۵۰٪ فیصده نیمه ناکامی دی یعنی یا خو عمده اهداف ندی تر لاسه شوی او یا اهداف درست او د غوښتنی سره سم ندی ترلاسه شوی)، ویلی شو چې مخ پر ودی هیوادو کې د الکترونیکی حکومتداری پروژی یوازی ۱۵٪ فیصد ه بریالی دی.

ب: که چیری امتحانی دوره پروژو پیل په یوه یا دوه وزارتو کې په بریالی توګه پلی شي نو دا به موږ  سره د الکترونیکی حکومتداری په عامه ذهنیت جوړونه، عامه پوهاوی، اعتبار جوړونه وی، او نتیجه به یی د ادارتو اعتماد او تیاری وی د الکترونیکی حکومتداری لپاره تر څو ادارات او خلک ټکنالوژۍ خپله کړي.

۲. د پروسو ساده سازی یا بی پی ار (BPR) په دوه وزارتو کی امتحانی  شروع کول او دی نورو لپاره یو ښه مثال جوړول. که موجوده پروسو ته وګورو ډیری پیچلی پخوانی، ډیر  وخت نیونکی او که چیری تکنالوژۍ څخه استفاده هم وشی بیا هم د نننی عصر ځواب ویونکی ندی یعنی کارونه باید په نن عصرکې دیر په سرعت، موثریت، شفاف، هر چیری او له هرځایه ورته لاس رسی ولری د خلکواساسی غوښتنه ده نو ددی موخی تر لاسه کیدو لپاره اړینه ده چي پروسی تر حده ساده او اسانه او بیا  دتکنالوژۍ په مرسته خلکو ته خدمات  برابر او وړاندی شی. په نتیجه کې ویلی شو چی بغیر د پروسو ساده او اسانه کولو د تکنالوژۍ څخه ګټه اخیستنه موثره نده او باید دی ته توجو وشی.

۳. د الکترونیکی حکومتداری کامیابه پلی کیدولپاره د قوی، متعهد او ملی رهبریت شتون دیر اړین ده، لکه جنوبی کوریا چې الکترونیکی حکومتداری پروژی راسا ریس جمهور څارلی او جنوبی کوریا په نړیواله سطحه په الکترونیکی حکومتداری کې اول ځای خپل کړی (( eGD، فعلا جنوبی کوریا د یو ه ښه اقتصاد لرونکی او زیاتره خلک وظیفی لری او له ژوند خوند اخلی. د قوی او متحد رهبریت شتون په لوړه سطحه ځکه اړین ده چې الکترونیکی حکومتداری ځینی وخت د سیاسی کشمکشونو ښکار کیږی او یوه اداره بلی اداری ته نشی ویلی چې خپل خدمات مو انلاین کړی اوستندردونه عملی کړه ترڅو ټول خدمات د یوه چتر لاندی حضور ولری، الکترونیکی حکومتداری باید په لوړه سطحه یو ضرورت او لمړیتوب وګڼل شي نه مجبوریت او دا یوازی د یوه قوی متحد سیاسی رهبریت لاندی امکان لری.  

۴. د الکترونیکی حکومتداری پروژو د بریا لپاره اړینه ده چی ښکیل اړخونه یا ستیکهولدر دخیل وی او خاصتا دا الکترونیکی حکومتداری په پروژو کې پوهنتونونه، بانکونه، انجوګانی ونډه ډیره اړینه ده، د خصوصی او دولتی سکتور ګډ کار (PPP Mode) ته خاصه توجه پکار ده او په دی سره د الکترونیکی حکومتداری پراختیا چټکه کیږی او هم د پروژو مالی پایداری یقینی کیدای شی او دولت به یوه قوی نظارت له پروژو کوی.

۵. تر یوه حده د معلوماتی ټکنالوژۍ وسایط چې عامه خلکوته اړین دی له مالیه یا ټيکس څخه معاف کول یعنی مالیه تری نه اخیستل، په دی سره به د معلوماتو ټکنالوژۍ وسایط لکه کمپیوترونه او دی سره ورته وسایطو نرخونه په بازار کې ولویږی او هر وګړی به وکولای شي چې خپلو اولادونو ته کمپیوترونه او ورته وسایط واخلی، له یوی خوا به د معلوماتی ټکنالوجۍ زدکړه عامه او له بلی خوا به د الکترونیکې حکومتداری پلی کولوته لیاره هواره شي.  

۵. محلی یا داخلی معلوماتی ټکنالوژۍ کمپنیو سره نږدی روابط، انکشاف او ګډ کار کول ترڅو زموږ داخلی کمپنی پخپلو پښو ودریږی، د داخلی کمپنیو تشویق او هغوی ته ځینی مالی کومکی پروګرامونه برابرول (Subsidies\Incentives) چی په دی سره معلوماتی ټکنالوجۍ کلتور تقویت، معلوماتی ټکنالوجۍ ظرفیت جوړونه، عامه پوهاوی او د معلوماتی ټکنالوژۍ سیالی او پرمختګ ته لاره هواریږی.

۶. د معلوماتی ټکنالوژۍ زیربناوی له شروع څخه د نړیوالو معیارونو یا ستندردونو سره سم د تول دولت لپاره جوړول ډیر اړین دی، کله چی الکترونیکی حکومتداری پلی شی او خپل وروستی مراحیلو یا مچوریتی ( Maturity level) لیول ته رسیږی نو زیربناوی د زیات فشار لاندی راځی او که زیربنا معیاری اونړیوالو ستندردونو سره برابر نه وی نو کله چی وغواړو د دولت خدمات له یوه چتر لاندی راولو موجوده زیربنا هغه نشی حمایه کولای او دولت مکلف ده چی موجوده زیربنا له مینځه یوسی چې نتیجه به یی دیره ګرانه، پیسو، وخت، منابیعو ضایع کیدل او له سره دوباره کار کول دی، د دی لپاره چی اینده کې موږ له کوم مشکل سره مخ نشو بهتره او اړینه ده چې په معیار او نړیوالو ستندردونو برابری زیربناو څخه ګټه پورته کړو.

۷. د معلوماتی ټکنالوجۍ تریننګونه ته د پوهنی وزارت په کریکولم یا تعلیمی نصاب کې ځانګړی ځای ورکول او لږ تر لږه د ۶ صنف څخه باید شروع شي ځکه ګران هیواد افغانستان جنګونو ځپلی او موږ د نورو هیوادونو دیر وروسته پاتی یو او موږ باید کوشش وکړو چی داسی کدرونه وروزو چی په نړیوال معلوماتی ټکنالوژۍ سکتور کې ولوبیږی اود افغانستان اقتصادی او اجتماعی پرمختګ کې رغنده رول ولری.  د ا ثابته ده چې معلوماتی ټکنالوجۍ د یوه هیواد په اقتصادی پرمختګ کې خاص ځای لری. همدارنګه اړینه ده چې معلوماتی ټکنالوجۍ عامه روزنیز پروګرامونه په نظر کې ونیول شی چی دلته یی په دری برخو ویشو ۱) مسلکی تریننګونه  ۲) اداري تریننګونه او ۳) دمعلوماتی ټکنالوژۍ استعمالونکی تریننګونه.

۸. افغانستان کي د ننه د سافتویرونو او افلیکشنو جوړونی  صنعت ملاتړ، پراختیا او پرمختګ ته زمینه برابرول، د الکترونیکی حکومتداری پرمختګ سره د سافتویرونو بازار هم ګرمیږی او مختلف اقسام د سافتویرونو ته ضرورت پیداکیږی چی عامه وارداتی سافتویرونه د بازار ضرورت نشی پوره کولای نو بهتره ده چی کور دننه دیته کار وشی او معیاری سافتویرونه او اپلیکشنونه جوړ شي. اړینه ده چې دولت کور دننه کمپنیو سره ګډ کار وکړی او  د بازار غوښتنی سره سم معیاری سافتویرونه او افلیکشنونه د خلکو دخدمت لپاره جوړ او مارکیت ته عرضه کړی. 

۹. د الکترونیکی حکومتداری پرمختګ لپاره عامه ښاریانو، دولتی او خصوصی سکتور ته په مختلفه کچه دوامداره معلوماتی ټکنالوژۍ روزنیز پروګرامونه برابرول چی دلته دغه روزنیز پروګرامونه په دریو کتګوریو ویشل کیږی

۱) مسلکی تریننګونه (Professional trainings ) ۲) اداري تریننګونه ) (Administrative level training او ۳) د معلوماتی ټکنالوژۍ استعمالونکی تریننګونه (Operative Level Training).

پورته ذکر شوی سپارښتنی د ادبی څیړنی (Literature review)، د نورو دولتونو د حالاتو مطالعه (Case  studies) او زما خپله شخصی نظر دی د الکترونیکی حکومتداری د پرمختک لپاره په افغانستان کې. د ذکر شوی سپارښتنو په نظر کې نیول او د نړیوالو تجاربو څخه زدکړه افغانستان کې د الکترونیکی حکومتداری په پلی کولو کې ښه مرسته کولای شي.

((عبدالمتين سمسور د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت کې د څیړنی ،نوښت او صنعت پراختیا امر او په بريښنايي حکومتدارئ کې له جنوبي کوريا څخه ماسټري لري، دا ليکنه یې د ماسټرئ سند د تيزس لنډيز لومړئ برخه ده، موږ به نوری برخی په دوامداره توګه دلته خپروو، ليکوال سره کولای شئ لدې لارې اړيکی ونيسئ: mateen.samsor@gmail.com)



ټولي:Technology ټکنالوژي

ټگونه:, , ,

3 replies

Trackbacks

  1. د افغانستان مخابراتو او ټکنالوژئ سکتور د دولت د بې کفايتئ ښکار که د شرکتونو يرغمل – لومړئ برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  2. مخابراتو وده، ادارې بايد څه وکړي؟ لومړئ برخه – مشري || ټکنالوژي || مديريت
  3. الکترونيکي تذکره او بې ځايه معلومات – مشري || ټکنالوژي || مديريت

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: