د افغانستان مخابراتو او ټکنالوژئ سکتور د دولت د بې کفايتئ ښکار که د شرکتونو يرغمل – لومړئ برخه

د مخابراتي ټکنالوژئ لنډو څو لسيزو پرمختګونو مخابرات زموږ د ژوند يو نه بيليدونکی توکی کړ، زموږ ورځنی ژوند له مخابراتي وسيلې پرته نيمګړی او محدود دی، چې زموږ همدا ډيريدونکې اتکا دې سکتور شرکتونو ته ډيريدونکی واک او امکانات ورکړي دي. نن ټکنالوژي يوه وړتيا بښونکی وسيله ده، د ژوند هره چاره پرې آسانيږي، چې له همدې کبله که چيرې داسې چارې غښتلی قانوني چوکاټ او روښانه عملي لارښودونه ونه لري، نو تجاربو ښودلی چې لدې خدمت برابروونکو څخه ښاماران جوړيږي.

نږدې دوه سوه کاله وړاندې د اورګاړي پټلئ نړۍ ته اقتصادي ځواک راووست، له هغې سل يا ورته کلونو وروسته همدا پرمختګ بريښنا راووړ، نن د دې اقتصادي پرمختګونو مشري لدې دواړو سره د مخابراتو په غاړه ده، پدې مخابراتو کې بااعتباره ټليفوني اړيکه، ارزانه انټرنېټ، اړونده آنلاين خدمتونه، مناسب قانوني چوکاټ، غښتلی کاري ځواک او نور شامل دي، او د ټکنالوژئ له پرمختګ سره موږ وينو چې په ګړندي توګه دا ټول مخابراتي خدمتونه يوې وسيلې ته راغونډيږي، او دا يوځایوالې نه دا چې يوازې د خدمت وړاندې کولو وسيلې لکه د ټليفون مزي پورې محدود نه دي، بلکې خدمت استعمال يا لاسرسئ وسيلې هم پکې شاملې دي، د نن ټليفون يا کمپيوټر ډير غښتلی دی چې کولای شي د مکالمې، ټلويزون، لیک او هر خدمت وسيلې په توګه کار وکړي، او همداسې په ډيريدونکي ډول کور ته راغلې د مخابراتو يو مزی کولای شي له ټليفون سره د ګړندي انټرنېټ، ښه ټلويزوني خپرونو، کاروبارونو او نورو لپاره کار ورکړي.

د وسيلو دا راغونډيدل که يو لور ته د خدمتونو برابرول او څارل آسانوي ورسره په ډيريدونکي ډول خدمت برابروونکو ته بې سارې اختيار او واک ورکوي تر څو وټاکي چې تاسې څه وګورئ، پر انټرنېټ څه وکړئ او څه ډول د ناخوښې چارې يا “د دوی په اصطلاح” بې ادبئ په صورت کې له هر څه محروم شئ، ورسره دولت په غښتلي ډول کولې شي ستاسې هر فعاليت وڅاري، او په خپل فکر درته “ښه” او “بد” تعريف کړي.

black corded telephone

اوس که د همدې په رڼا کې د افغانستان د مخابراتي سکتور قانوني او څارنيزه ميکانيزم وګورئ، نو په پريکنده توګه د مخابراتي شرکتونو او خدمت برابروونکو په ګټه دی، دلته د آزاد مارکيټ خبرې ډېرې رواج دي چې بازار به ځان پخپله عيار او په چوکاټ کې راولي، او مناسبه سيالي به ټول په قالب کې وساتي، خو لکه چې د آزاد مارکيټ تجاربو په نورو هېوادونو کې ښودلی که چيرې دا شرکتونه خپل واک ته پريښودل شي نو تل به پيسه دارو پسې ګرځي، بيې به لوړې ساتي او غریب به بيا هم خوار و زار وي او دوی به تل خپله ګټه مقدمه ګڼي. لدې سره په نورو هېوادونو کې قوانين او طرزالعملونه ډير روښانه وي زموږ د هېواد بدبختي ضعيفه قانوني پوښښ دی چې تر ډېره بريده کاروونکي او تر يوې اندازې مخابراتي شرکتونه هم په تاوان کې دي.

دلته د ارګ په پيښې کولو او نقل، د اردو ژبو په اصطلاح د “چاپو” يا ناڅاپي نظارتونو بازار ګرم دی، هر يو چې لږ د واک خاوند شي، ناڅاپه د خپل دفتر په دوه سوه متريو کې له ادارو ناڅاپي ليدنی کوي، فيسبوک ته کيني او هر يو سره سياسي بحثونه کوي او تر ټولو زيات به هغه څه متمرکز وي چې د شهرت سبب شي، خو دا نه کتل کيږي چې د خلکو په شړلو او د خپل وزارت په دوه سوه مترئ کې پر چاپو څه نه کيږي، سکتور تر اوسه په تياره کې د ړوندو په څېر روان دی، تر څو چې مامورين پوه نه شي موږ څه کوو تر هغې به ټول همداسې لار ورکي روان وي.

لدې سترګې نه پټيږي چې په تيره لسيزه کې د لاسرسئ په برخه کې د مخابراتو سکتور ډیره وده وکړه، سره لدې چې د دې لاسرسئ لپاره موږ د سيم لرونکی اړيکې بيه پرې کړه، او د هغه وخت چارواکو د لنډ فکر او لوړو شمېرو لپاره بې سيمه شبکه بې ضرورته وهڅوله، خو نن د افغانستان پراخه فزيکي برخه بې سيمه مخابراتي شبکو ته لاسرسی لري، د هغې وخت لنډ فکر او د اوسنيو ناهلو بيه په کراره راڅرګنديږي، د مخابراتي سکتور پاليسي پرمختګ مسؤلين پدې نه پوهيږي چې له شمېرو اخوا نوره وده څرنګه وکړي.

اوس د دې اړتيا ده، چې فکر له شمیرو اخوا د سکتور دوامداره ودی، کيفي خدمتونو، تنوع، ډيټا او تشبث په لور ولاړ شي.

 دوامداره وده 

دوامداره وده ثبات ته اړتيا لري، له ثبات هدف مخابراتو سکتور اړونده دخيلو ادارو ته دا باور ورکول دي چې د دې ساحې وده د افغانستان د عمومي پرمختګ د يوه مهم عنصر په توګه هڅول کيږي، نه داسې يو څه چې هر راتلونکې حکومت ترې د لنګې غوا کار واخلي، کله پرې ماليې تپي او کله يو شرکت پر بل خرڅوي، بهتره به وي چې د دوامداره ودې دا هڅه د يوه اوږدمهاله ليد په رڼا کې وشي، په ارګ کې خو هسې هم د چارچوبونو او ستراتيژيو بازار ګرم دی، خو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژئ په څير حياتي سکتور ودې لپاره مهمه ده چې ابهام کم وي، او د نورو هېوادونو تجاربو په رڼا کې مهمه ده چې له سياسي مداريتوب له دايرې راووځي او اوږدمهاله ودې کړنلاره معلومه وي. هند نويمې لسيږې په پيل کې د خپل اقتصاد پرانيستنې په دور او پاکستان د نويمې لسيزې په پای که خپلو سکتورونو لپاره همداسې ليدلورې برابر کړل، کينيا يې اوسنۍ بيلګه ده، د دې ټولو تجاربو په رڼا کې دوی له يوې ملي مطالعې پيل او د هغې په رڼا کې ځان لپاره ليدلورې وټاکه، او بهترين حالت به دا وي چې دا مطالعه د نړيوال بانک يا نورو ډونرانو څخه د پيسو راشلولو پر ځای دولت پر خپلو وسايلو د اړونده ادارو او ملت په مرسته وکړي، 

low angle photo of builing

فارغيدونکي زده کوونکي، د سکتور نوي مسلکیان، او نور اړونده دخيل خلک تر اوسه نه پوهيږي چې دا سکتور په کومه ولاړ شي، زموږ په ګاونډ کې د چين، هند او پاکستان په څير هیوادونو شتون ممکن موږ د ټکنالوژئ د ساحې لومړيتوبونه هم روښانه او ستونزمن کړي دي، ډير داسې څه شته چې د افغانانو په ګټه دي، لکه ځوان نسل، نسبي ملاتړې حکومت، ټکنالوژئ قبلولو په وړاندې ملاتړ، د رواجي سيسټمونو ضعيفه شتون، همداسې داسې څه شته چې بهترئ ته اړتيا لري لکه ضعيفه زيربناوی، لږ تخنيکي بشري منابع او نور.

بنسټيزه مشخصه مطالعه کولای شي هم دولت او هم له دولته بهر سکتور مسلکيانو ته څرګنده کړي چې له تعليمي نظامه نيولې تر لس کاله راتلونکو پروګرامونه پورې، چيرې بايد زيرمی متمرکزې کړو او څرنګه وکړای شو، داسې سکتور رامنځ ته کړو چې دولت ته د لايسنسونو، فريکونسيو خرڅولو او ړندو ماليو تپلو پرته هم ګټې او نورو ته د کار زمينې برابرې کړي.

(دا درې برخو ليکنې لومړئ برخه ده، په دوهمه برخه کې پر کيفي خدمتونو، قانوني پوښښ، ډيټا مديريت او ورته موضوعاتو غږيږو)

 فرصتونه او نتیجه – تذکره که د نفوسو احوال، پر الکترونيکي تذکرې مقايسوي او تحليلي کتنه – اخيري برخه، په افغانستان ، کې د ، بریښنایی یا الکترونیکی حکومتداری پیاده کول: ننګونی او فرصتونه- اخيري برخه، مخابراتو مزي لرونکي اړيکې پر ارزښت سترګی پټول، افغان سيټ سپوږمکئ استعمال



ټولي:Technology ټکنالوژي

ټگونه:, , ,

2 replies

Trackbacks

  1. د افغانستان مخابراتو او ټکنالوژئ سکتور د دولت د بې کفايتئ ښکار که د شرکتونو يرغمل – دوهمه برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  2. د افغانستان مخابراتو او ټکنالوژئ سکتور د دولت د بې کفايتئ ښکار که د شرکتونو يرغمل – اخيري برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: