د افغانستان مخابراتو او ټکنالوژئ سکتور د دولت د بې کفايتئ ښکار که د شرکتونو يرغمل – دوهمه برخه

دا زموږ د هېواد پر مخابراتي سکتور د ليکنو لړۍ دوهمه برخه ده، په لومړئ برخه کې موږ پر دوامداره وده او د ټکنالوژئ پر بدليدونکي حالت غږيدلي يو، (دلته يې ولولئ)، پدې برخه کې کيفی خدمتونو، ضعيفه بشري ځواک، ضعيفه قانونی چوکاټ، او په صنعت کې د تنوع پر نشتوالي غږيږو.

– کيفي خدمتونه: 

تر اوسه تمرکز پر شمېرو دی، نوي خدمتونه که هم رامنځ ته کيږي، هڅه يې دا وي چې ډير مشتريان لاسته راوړي، آن په کابل کې د مخابراتو سکتور له جدي کيفي ننګونو سره مخ دی، په عمومي توګه ډير ګران دی. دلته ټول دخيلو ادارو لپاره د دې اړتيا ده چې له شمېرو اخوا فکر وکړي، د افغانستان ولس د اخيستنې توان او ولس شميره محدوده ده، موږ په دوامداره توګه يوازې د شمېرو پر حساب د سکتور پرمختګ نشو ارزولای.

همداسې د ټکنالوژئ ګړندی بدليدونکی شکل د دې سکتور ګټه ننګوي، که چيرې يې دا ګټه مستقيمه راکمه نه کړي، خو نوي لوبغاړي ميدان ته راځي او د شتو شرکتونو له ګټه غواړي خپل سهم بيل کړي، نو ځکه له هر څه وړاندې د دې اړتيا ده چې پر کيفيت او د مشتری پر وفادارئ او خوښئ تمرکز وشي. دا بحث يوازې د شخصي سکتور لپاره نه دی، ځکه چې څومره د خدمت وړاندې کوونکي خدمتونو کيفيت خرابيږي، همدومره د دولتي څارنيزه اداری ناهلي رابرڅيره کيږي.

ښه باکيفيت مخابراتي خدمتونه د نورو کاروبارونو او د هېواد عمومي ودی لپاره يو ښه اساس برابرولی شي، همداسې د ډيرو هېوادونو تجارب ښيي چې د نن پانګه اچوونکی د پانګې لپاره د هېوادونو ټاکلو په شرايطو کې هلته د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژئ زيربناوو، خدمتونو او کاري ځواک ته هم ګوري، چې وکولای شي د دې کاروبار ملاتړ کړي.

black towers during sunset

ضعيفه بشري ځواک: 

بشري ځواک هدف يوازې په سندونو وارد شوي قاريان نه دي، چې له کتاب او ګوګل اخوا يې ماغزه کار نه کړي، او نه هدف هغه درې څلور مامورين دي چې که د پاليسئ بحث وي، يا د شبکې روزنه وي، يا غونډه وي، يا که له هېواده بهر هره چاره وي دوی له ټولو وړاندې ورروان وي، په عمومي توګه د هېواد وده د هغې د پوه ولس له برکته وي.

مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژئ سکتور پر پوهه متمرکز سکتور بلل کيږي، ټرامپ له دومره سرزورئ سره هم د ماهر کاري ځواک پر قدر پوهيږي، غواړي له نورې نړۍ څخه د ماهره او پوه خلکو مهاجرت آسانه کړي، بشري ځواک په يوه ورځ نه رامنځ‌ ته کيږي او نه د هغوی ساتل يوازې معاشات او مقامات غواړي، د آی سي ټي سکتور وروسته پاتيدو يو تر ټولو لوی دليل په تيره لسيزه کې دولت ونه شو کړای داسې کاري ځواک رامنځ ته کړي چې سکتور تنوع په لور رهبري کړي.

دلته ټول له بيکارئ سر ټکوي، خو دې اړخ ته نه ګوري چې د فارمي چرګوړو په شان ښايي د محدودو مشخصو مسلکونو دومره ماهرين لرو چې ټولو ته کار نه پيدا کيږي، يا دولت ونشو کړای اقتصاد پراخه کړي تر څو هر ډول ماهرين جذب کړي، همداسې داسې ډير مهارتونه شته چې اوس هم ماهرين يې له بهره راورديږي، داسې ډيرې وظیفې شته چې خلک يې په ګوته په نښه کيږي.

د آی سي ټي ودې لپاره دولت مجبور دی کاري ځواک وروزي، پوهنتونونه، روزنکی ادارې، مخابراتي شرکتونه، ټکنالوژئ ادارې او نور بايد پر دې پوه شي چې د دوی تجارت او دوامداره ګټه د ماهره کاري ځواک دوامداره او ارزانه شتون ته اړتيا لري، اسرائيل يا سويډن له خپل محدود نفوس سره بیا په نړۍ کې د آی سي ټي په سکتور کې تر ټولو خلاقه او مبتکر ولسونه ګڼل کيږي، او دا هېوادونه د امريکا په څير پر مهاجرت متکي نه دي او نه د چين په څير بې شمېره ولس لري، دوی داسې ایکو سيسټم يا چاپيريال رامنځ ته کړی چېرې چې پوهنتونه پوهيږي شرکتونه کوم مهارتونو ته اړتيا لري، ادارې پوهيږي له چیرې دا ماهر کاري ځواک ترلاسه کړي او دولت پوهيږي چې څه کولای شي د داسې چاپيريال د يوه تقويه کوونکي او کتلست په توګه کار وکړي.

man repairing Android smartphone

ضعيفه قانوني چوکاټ: 

په نړيواله توګه د ټکنالوژئ له سريعې ودې سره اړونده قوانين په همدې سرعت نه جوړيږي، اکثراً دولتونه دې ته ګوري چې آیا ټکنالوژي پراخه قبليږي او بيا له هغې وروسته قوانينو په لور درومي، خو نوې ټکنالوژئ له وړاندې قوانينو او عام المنفعه اصولو په رڼا کې وده کوي تر څو چې مشخصو کړنلارو ته اړتيا شي.

افغانستان هم له دې اصله مستثنا نه دی، خو دلته تر اوسه داسې ټکنالوژئ يا موارد چې آن لس اته کاله وړاندې ورته نورو هېوادونو قوانين جوړ کړي زموږ اړونده چارواکي ورته همداسې لاس په زنه ناست دي، څه موده وړاندې د معلوماتو ملي مرکز له وسايلو پر نورو هېوادونو سايبري بريدونه کيدل، غيرقانوني کاپي سوفټويرو/پرګرامونو څخه ټول بازار ډک دی، هره اداره چې هر ډول وسايل يې زړه وي رانيسي، نږدې هره دولتي اداره په يوه يا بله نامه له خلکو معلومات راغونډوي، اوس خو د ګوتو نښانونو بازار ګرام دی، هر يو لاس د فنګرپرنټ په ماشين ايښې وي او عکاس يې د فيسبوک لپاره عکسونه اخلي، شخصي بريښناليکونه کاريږي، د مقاماتو ټولنيزې رسنيو پاڼې مالي تمويليږي (تر څو ډير مقتديان ولري)، او داسې نور ډير موارد چې کولای شي د ساده کړنلارو او اصولو له لارې رهنمايي شي.

د ټکنالوژئ په صنعت کې تر ټولو آسانه کار د نوو موادو رانيول دي، دې صنعت د نوي پيداوار او موډل معرفي موده له کلونو مياشتو او آن په ځينې مواردو کې اونيو ته راټيټه کړه، خو تر ټولو مهمه پوښتنه داده چې آیا دا وسايل به له پخوانيو سره کار وکړي، آیا دولت داسې اصول، قانون، کړنلارې او چوکاټ‌ لري چې د هغې په رڼا کې دا وسايل رانيول کيږي يا راتلونکي کې به ترې ګټه واخيستل شي.

داسې بې شمېره بيلګې شته چې د ښوونځيو لپاره له محلي بازاره ناوړه کمپيوټرونه رانيول شوي وي، ځکه چې په پلورونکي شرکت کې تصميم نيوونکي وزارت لوړپوړې چارواکی شريک وو، دا کمپيوټرونه د کار په لومړۍ اونۍ کې خراب وو.

قانون يوازې محاکمو لپاره نه وي، له ډيرو بنسټيزه کړنلارو تر پرمختلليو قوانينو پورې ټول بايد يو مشخص چوکاټ‌ ولري، بدبختانه په کوم سرعت چې په ټولنې کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژئ وسايل قبليږي په ورته سرعت ورته اصول نه ټاکل کيږي. 

تنوع نشتوالی:

سره لدې پنځلس کاله تعليمي او ټکنالوژئ ودې سره اوس هم داسې ډير مهارتونه او مسلکونه شته چې په دې هېواد کې هیڅ ماهر نه لري، او دا ستونزه زموږ تر کاري ځواک محدوده نه ده، د ټکنالوژئ داسې ډير وسايل شته چې په دې هېواد کې هیڅ نه موندل کيږي، دلته هغې ټکنالوژئ او وسایلو وده کړې ده چې شاته يې غښتلي بهرني شرکتونه ولاړ وو يا دلته د هغې ټکنالوژئ راوړوونکو په دولت کې له چا سره شراکت کړی وو، بدبختانه زموږ د ټکنالوژئ او مخابراتو سکتور له څو محدود وسيلو او ټکنالوژيو راتاوو دی او د تنوع له جدي ستونزې سره مخ دي.

تنوع يعنې څه، دلته له تنوع څخه هدف دادی چې لومړی بايد دا ومنل شي چې ټکنالوژي کولای شي د هېواد په زده کړه، اقتصاد، وده، کرنه، مالدارئ، بانکدارئ، کاروبار، دولت جوړونې، روزنه او نږدې هر سکتور کې مثبته ونډه ولري، دوهم د همدې سکتورونو په رڼا کې د لومړيتوبونو ټاکل او درېيم له ټکنالوژئ څخه د دې سکتورونو ودې لپاره کار اخيستل دي.

هر کله چې دا پريکړې وشي، ورپسې د هغې ودې لپاره د ایکو سيسټم يا داسې چاپيريال رامنځ ته کول وي چې داسې ټکنالوژئ پکې جوړې شي چې وکولای شي هر سکتور ملاتړ کړي، په عموم د دولت پاليسيو جوړولو تر ټولو لويه بدبختي داده چې دوی اوس هم بهرنيانو او تمويلوونکو ته ګوري، او هغوی ته اوس هم دا هېواد په خيرات چليدونکی جنګ ځپلی هېواد دی، چې له برکته يې ټکنالوژي د جنګ ځپلي هېواد لپاره نه ده، دولتي پاليسي جوړوونکي تر اوسه پدې نه قانع کيږي چې له مخابراتي او ټکنالوژئ هدف د ډيټابيسو، ویبپاڼو، آنلاين فورمو اچولو او فيسبوک کارولو نه دی، دا سکتور پراخه فکر غواړي او پراخه فکر کپرئ غواړي، او موږ د کپريو له قحط سره مخ يو.

orange light bulb

تنوع د يوې ورځې معامله نه ده، چاپيريال به ارزيابي کوئ، موږ په ګاونډ کې د پاکستان، هند، آذربايجان، او ازبکستان په څير هېوادونه لرو، زيربناوې مو ضعيفه دي، مالي ملاتړ ادارې نه شته، بهرنيان له دې حالت سره دلته پانګونه نه کوي، کاري ځواک مو يوازې په محدودو ساحو کې مهارتونه لري، تنوع دا ایجابوي چې ځان لپاره دا وټاکو دا هېواد پنځه کاله وروسته به چيرې وي، او دا هم دومره سخته نه ده، که پخپله يې نه شئ کولای د ټکنالوژئ د ستراتيژئ يو څو کتابه راواخلئ درته معلوميږي چې د کومو مهارتونو اړتياوې پيدا کيږي، نړۍ په کوم لور روانه ده، متنوع فکر کولای شئ له نقلولو يې پيل کړئ، زموږ ستونزې داسې نه دي چې نور ورسره نه وي مخ شوي.

له استونيا سره خو د مخابراتو هر چارواکی بلد دی، نن يې مه مطالعه کوئ، له ۱۹۹۰ څخه يې تر ۲۰۰۰ مطالعه کړئ، وګورئ چې ولې استونيا ځان له بدبختيو وويست او په ګاونډ کې يې مالدوا له ورته کلتور، تاريخ او وسايلو سره وروسته پاتې شو.

دا درې برخو ليکنو دوهمه برخه ده، په لومړئ برخه کې موږ د مخابراتي سکتور پر پس منظر او دوامدارې ودې غږيدلي يو، په درېيمه برخه کې پر ډيټا او تشبث غږيږو))

  د افغانستان د معلوماتي ټکنالوژئ لومړيتوبونه، ځينې وړانديزونه  ، د ټکنالوژئ قانون او عيارونه   ، د آنلاين محتوياتو ننګونه ،د مخابراتو پرمختګ د چا له برکته



ټولي:Technology ټکنالوژي

ټگونه:, , ,

1 reply

Trackbacks

  1. د افغانستان مخابراتو او ټکنالوژئ سکتور د دولت د بې کفايتئ ښکار که د شرکتونو يرغمل – اخيري برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: