د افغانستان مخابراتو او ټکنالوژئ سکتور د دولت د بې کفايتئ ښکار که د شرکتونو يرغمل – اخيري برخه

دا زموږ د هېواد پر مخابراتي سکتور د ليکنو لړۍ دوهمه برخه ده، په لومړئ برخه کې موږ پر دوامداره وده او د ټکنالوژئ پر بدليدونکي حالت غږيدلي يو، (دلته يې ولولئ)، په دوهمه برخه کې پر کيفي خدمتونو، ضعيفه بشري ځواک، ضعيفه قانوني چوکاټ او تنوع پر نشتوالي غږيدلي يو (دلته يې ولولئ). پدې برخه کې د ډيټا مديريت پر نشتوالي يا محدوديت او پر تشبث غږيږو. 

د ډيټا مديریت نشتوالی يا محدوديت:

د غږ زمانه تللې ده يوازې ټليفونونه يې پاتې دي، هغه هم چې په کوم سرعت خلک ځيرک ټليفونونه قبلوي، آن پنځه کاله مخکې ماهرين دې نتيجې ته رسيدلي وو چې د ټليفون اصل دنده اوس غږيزه زنګ نه دی، بلکه د ډيټا/ معلوماتو شريکول دي، نو ځکه د اوس زیربنا، شبکې او قوانين بايد پر معلوماتو او ډيټا متمرکز وي.

د بليک بيري مسنجر له لومړي ليکلي پيغامه تر نن د ټليفون ليکلي ډيټا اوږد مزل وکړ، ځينې څيړنې خو آن دا وايي چې دا ځوان نسل د مسنجرو نسل دی، پخوانی د ټليفون نسل وو، يو نيم ته خو چې زنګ ووهی فکر کوي کومه جدي خبره شوی، يا څوک مړ دی، نن د ډيټا بادشاهي ده، او ډيټا ځانګړي قوانین، فکر، کړنلارې او زيربناوې غواړي.

هند دوه کاله وړاندې مخابراتي شرکتونو لپاره د ډيټا مديريت اصول جوړ کړل، اړتیا ده چې دولت ډيټا ته لومړيتوب ورکړي، آنلاين خدمتونو، اړيکو، راکړې ورکړې او نورو لپاره دې اصولو ته اړتيا وي، د معلوماتو خوندتيا، تبادلې اصول، شرکتونو تر منځ د معلوماتو تبادله او نور داسې موارد دي چې بايد پاملرنه ورته وشي.

اروپايي ټولنې له نړيوالو شرکتونو د خپلو مشتريانو د معلوماتو او ډيټا خوندتيا تضمين غواړي، فيسبوک مجبوريږي خپل اصول اصلاح کړي، سره لدې نن جغرافيوي حدود تر ډيره له منځه تللي دي، خو بيا هم قوانين د جغرافیوې محدودې په چوکاټ کې جوړيږي، همداسې د دې وسايلو داسې ډيرې ناخوالې شته چې موږ هم ورسره مخ کيږي، دلته له ډيټا مديريت څخه هدف هره هغه چاره ده چې له غږيز پيغام اخوا مديريت ته اړتيا لري، موږ د معلوماتو خوندتيا، تبادلې، ساتلو، راسپړلو، له منځه وړلو، ساتلو ميکانيزمونو، ساتلو ځايونو، لاسرسئ، ملکيت او نورو داسې ډيرو ستونزو سره مخ يو چې تر اوسه جامع چوکاټ، اصولو او قوانينو ته اړتيا لري.

نن خو ټول دې ته خوشحاله دي چې هره دولتي اداره د ګوتو نښانونه او شخصي معلومات راغونډوي، خو که چيرې له اوسه دې لپاره عمومي اصول ونه ټاکل شي، نو ښايي سبا له بل جنجال سره مخ يو، چې ولسي معلومات به مو په تور ویب (ډارک ویب) کې پر کيلو خرڅیږي.

gray metal tower with accessories

تشبث

دا د ځوانانو مسلک دی، اکثريت يې له پوهنتونه نوي فارغ دي، هغوی دي چې مفکوره لري خو وسايل نه لري، هغوی دي چې غواړي له نوي څه سره کار وکړي، پدې ټولو کې دوی د زيرمو او مالی امکاناتو له محدوديت سره مخ وي، پداسې حال کې غښتلي چاپیريال ته اړتيا وي تر څو دوی وکولای شي چې پر خپله مفکوره کار وکړي.

د تشبث په ضعيفه چاپيريال کې هر څه د متشبث پر غاړه وي، خو په یوه مناسب او متوازن چاپيريال کې بيلابیلې ادارې، اشخاص، څانګې او نور پر دې باور سره يوځای کيږي چې دولت او اړونده قوانين کولای شي د ټولو حقوق خوندي کړي، د نن نړۍ په پرانيستي مالي نظام کې داسې ډير پانګوال شته چې غواړي په نوو مفکورو او چارو کې پانګونه وکړي، خو دا باور عموماً دولت او قوانين ورکوي چې د هغوی پانګونه به نه ضايع کيږي.

د دې ښه بيلګه پاکستان ده، سره له امنيتي او باور ستونزو سره، په نړيواله توګه د آنلاين پانګونې جذبولو يو تر ټولو ښې نومونې په توګه ياديږي، او هغوی چې آنلاين مهار کاري ځواک استخداموي، په هغوی کې هم پاکستانيان تر ټولو مخکښو په کتار کې راځي.

له تشبث څخه هدف يوازې دا نه دی چې هر څوک دې په فزيکي توګه دلته راشي، له دې څخه هدف داسې آسانتياوې برابرول هم دي چې زموږ ځوانان دلته ناست د نړۍ هر څنډې اړتياوو او مهارتونو ته عارض شي، وکولای شي خپل مهارتونه په ګړنديوالي ډيجيټل کيدونکي نړۍ ته وړاندې کړي.

Write Ideas book on brown wooden board

ضرور نه ده چې په لومړي ګام دې څوک له بريښنايي دولتدارئ او بانکدارئ پيل کړي، زموږ دولت له دومره لاپو پټاقو سره تر اوسه باوري بانکي نظام رامنځ ته نه کړ چې وکولای شي نور ورته په آسانه آنلاين پيسې راواستوي، داسې ډير آنلاين خدمتونه دي چې د افغانستان پر بانکونو د خپلې پانګې او پيسو ليږد لپاره باور نه کوي.

د معلوماتو او مخابراتو سکتور ډير پراخه او هر څه رانغښتوونکی مسلک او ټکنالوژي ده، که پنځه سوه کاله وړاندې د چاپ ماشين په وړاندې مقاومت وو، د بريښنا په وړاندې د مذهب په نامه مخالفت وو، صنعتي ماشين په وړاندې د کارونو له منځه وړلو په نامه مخالفت وو، د نن ټکنالوژئ د يوې نوې پديدې په نامه هم لدې امره مستثنا نه ده، سره لدې چې موږ تر اوسه له جدي مخالفتونو سره مخ نه يو، خو مخالفت يوازې د مخنيوي په معنا نه دی، بلکې د خپلې نااهلئ او ناپوهئ له کبله له يو څه څخه اعظمي ګټه نه اخيستل هم خپل لاسونه او د نورو توانونه محدودول دي.

ټکنالوژي کولای شي د دې هېواد په پرمختګ او وده کې کليدي رول ولوبوي، خو پدې شرط چې د ودې لپاره يې عمومي اصول او چوکاټ برابر شي، د نورو هېوادونو تجاربو په رڼا کې بازار او شخصي سکتور پدې پرمختګ کې کلیدي ونډه لرلی ده، خو دولت ورته عمومي رهبري او اوږدمهاله ليد برابر کړی دی، او زموږ په مثال کې ښايي ډيرو لپاره ناشوني وي چې د دولت له ونډې پرته لويې زيربناوي پروژې هم پياده کړي، خو پدې ټولو کې کلیدي ټکی د اوږدمهاله ليد، کړنلارې او زيربناوو برابرول دي.

همداسې هغه هېوادونه چې د ټکنالوژئ مخکښو هېوادونو په نامه ياديږي، د دولت او شخصي سکتور د همکارئ او همغږئ نومونوي جوړښتونه هم لري، او پدې هېوادونو کې د مخابراتو او معلوماتو وزارتونو هم عام نه دي، ډير خو يې آن داسې وزارتونه هم نه لري.

د افغانستان د معلوماتي ټکنالوژئ لومړيتوبونه، ځينې وړانديزونه  ، د ټکنالوژئ قانون او عيارونه   ، د آنلاين محتوياتو ننګونه ،د مخابراتو پرمختګ د چا له برکته



ټولي:Technology ټکنالوژي

ټگونه:, , ,

2 replies

Trackbacks

  1. مخابراتو وده، ادارې بايد څه وکړي؟ لومړئ برخه – مشري || ټکنالوژي || مديريت
  2. الکترونيکي تذکره او بې ځايه معلومات – مشري || ټکنالوژي || مديريت

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: