اداره خلک د پوهې او مهارت لپاره استخداموي او هر څوک په هر څه نه پوهيږي، دلته زموږ هدف له قوت څخه د ادارې او کار په چوکاټ کې د اغېزې او پر نورو د نفوذ توان دی، همداسې دا هم څيړو چې په همدې چوکاټ کې څه کيدای شي ستاسې د ودې او پرمختګ سبب شي.قوت عموماً له پنځو سرچينو بنا کيږي:
د چوکۍ قوت: چوکۍ هغه شخص ته واک او قوت ورکوي، دلته بايد هغه چوکۍ د ادارې په اصولو يا عمومي قوانينو کې واکداره وي، دلته شخص په خپله واکداره نه وي خو د چوکۍ د اشغال له کبله واکداره کيږي. دلته دا پدې معنا نه ده چې چوکۍ دې له واک سره شخص هوښيار هم کړي، واکداره به وي خو هوښياري او اهليت بيا بیل بحث دی.
د پوهې قوت: پوهه انسان ته قوت ورکوي، هر څومره چې دا پوهه د هماغې مسلک او چوکاټ سره برابره وي، همدومره مو واک ډيريږي، هره پوهه ښه نه ده او نه ضرور ده چې انسان دې پر هر څه پوه شي، موږ په تيره ليکنه کې پر دې هم بحث کړی وو چې د پوهې تبادله له وخت سره وي، نو بايد پوه شئ چې کومه پوهه ستاسې پر وخت ارزي.
د ګټې/امتيازاتو قوت: هر هغه څوک چې تاسې ته ګټه رسولای شي پر تاسې اغېزه لري، تاسې په وړاندې واکداره دی، لکه کله چې مو چا ته کار بند وي، نو ډيره حوصله ورسره کوئ، هر څومره د ګټې دا قوت انحصاري کيږي د مقابل لوری قوت ډيريږي، يا هر څومره چې ستاسې پر دې ګټه د اغېزې توان کميږي همدومره مقابل لوری غښتلی کيږي.
د رټلو/تاوان قوت: د ګټې په وړاندې تاوان دی، هر هغه څوک چې تاسې ته تاوان دررسولای شي پر تاسې قوت لري، يا ستاسې پر پریکړو اغېزه لري، دلته د ګټې او تاوان په بحث کې دا دواړه (ګټه او تاوان) فزيکي او منطقي شکل لرلای شي، يعنې کې يو څه ستاسې شهرت ښه يا خرابولای شي تاسې ورسره اړونده عمل کوئ، شهرت فزيکي څه نه دي، خو منطقي شکل لري، لکه د ټولنيزې شبکو پر کارولو کې به تاسې څومره خلک ليدلي وي چې خپلې نيمګړتياوې اعلانې کړي، او څومره وينئ چې خپلې لاسته راوړنې مشهوروي.
د ورته والي قوت: د فلمونو نجونې یا هلکان به مو ليدلي وي چې د فلم له اتل یا اتلې پرته به بل هيڅوک ښايسته پيدا نه کړي، ځکه همدا دوه يا لوبغاړی د فلم د قوت ټکي وي، دوی د همدوی د اغېزې له برکته وړاندې ځي، همدا دواړه د ورته والي قوت لري، همدا دواړه پر نقلولو ارزي، خلک غواړي چې د همدې دواړو په شان شي.
تشهيري او تصويري ميډيا پر ښايست خرڅول کوي، او ښايست د ورته والي اصل دی، هر څوک غواړي ښايسته وي يا ښايسته ته ورته وي، هر څوک چې تاسې ته ښايسته ښکاري تاسې غواړئ د هغې په شان شئ.
سره لدې چې نورې سرچينې هم کولای شي د شخص د قوت سبب شي، خو په عمومي توګه همدې پنځو کتګوريو کې راڅرخي، بل دلته مو هم د بحث ساده والي لپاره ساده کړې ده، کله چې تاسې په يوه اداره کې کار کوئ، يا غواړئ د يوه مسلکي په توګه ځان مطرح کړئ نو د دې ټولو له مجموعې ځان ته يو تصوير جوړوئ، د نن په زمانه کې هیڅوک پر يوه سرچينه نه پاتې کيږي، آن تر ټولو واکداره او غښتلی چوکۍ څښتن هم غواړي چې د يوه هوښيار، اهل او پوه شخص په نامه ياد شي، يا ښايي يو ډير پوه شخص هم وغواړي داسې واک ولري چې يو څوک يې خبره واوري.
له ځانه وپوښتئ چې اداره مو ولې وساتي، او قوت نقطه مو څه ده، او دا تل ياد ساتئ چې هر څوک بديل لري، نړۍ کې هیڅوک بې بديله نه دی، يوازې دومره ده چې هر څوک خپلې غښتلتياوې او نيمګړتياوې لري، ځينې خلک يوازې د خپلو غښتلتياوو او اوسنيو ملګرو او خواخوږو په رڼا کې فکر کوي چې دا يو د پيغمبر اولاد دی چې له هغې پرته به هر څوک سیند يوسي، خو اداره په اشخاصو نه چليږي، اداره د اجتماعي هڅې مرهونه ده، د ټولنيزې هڅې او پوهې نتیجه ده، نو ځکه ځان پوه کړئ چې زما د قوت نقطه څه ده او څرنګه کولای شم بهتره يې کړم.
انسان هر فن مولا نه دی، په هر څه څوک نه پوهيږي، او نه ضرور ده چې پر هر څه پوه شئ، يو څوک دوه يا درې غښتلې نقطې لري، لدې سره بيا نورې لومړئ درجې، دوهمې درجې او دريېمې درجې توانونه راځي، د ځان پيژندنې لپاره مهمه ده پوه شئ چې څه ستاسې لومړي دوه درې توانونه دي او څه د لومړئ او دوهمې درجې قوي نقطې دي، او څه په راتلونکي کې بازار لري، او آیا د دې اړتيا شته چې تاسې ځانګړي مهارتونه بهتره کړئ.
هیڅوک له نيمګړتياوو خالي نه دی، که څوک فکر کوي چې زه هیڅ نيمګړتيا نه لرم، دا پخپله نیمګړتيا ده، چې ځان نه پيژني نو له هغې دا تمه مه کوئ چې بل به وپيژني، پوه شئ چې څه تر کوم حده ښه کړئ، او کوم ځای کې بس کړئ، کوم ځای کې خپل توانونه او تمرکز بل چيرې مصرف کړئ، بهتره عمل د اوسط عمل دی، لکه په يوه ټولنه کې چې څه ډول سينګار د ښځې لپاره د قبول وړ وي، ښايي نارينه لپاره هغه سينګار نه وي، يو څوک ځان په يوه څه ښايسته کوي، بل ته ځان پر بل څه ښه ښکاري.
نن سبا هر څه د بازاري کیدو په لور روان دي، ميډيا (ټلويزون، فيسبوک او نور) يوازې خلکو ته ښه ښيي، د عادي خلکو لپاره يې د پرتلې او مقايسې معيار په مصنوعي او دروغجن ډول ډير لوړ کړی دی، د هر مسلک اتل د نمونې په توګه وړاندې کيږي، که د فزيکي غښتلتيا شخص وګورئ چې جاذبه اندام لري نو هغه به لوبغاړی وي همدا به يې مسلک وي، په دفتر کې ناست يو شخص لپاره مهمه نه ده چې ځان دې د اندام جوړونې له اتل سره پرتله کړي، ځکه د دې په وخت او امکاناتو کې دا امکان نه لري چې د اندام جوړونې لپاره لس ساعته په کلب او سپورت ځای کې تير کړي، مهمه داده چې ښه صحت ولري.
يا هر چا لپاره ضرور نه ده چې ځان دې د هېواد يا سيمې تر ټولو واکداره شخص سره پرتله کړي، ځکه هغه شخص دغې چوکۍ لپاره ډيرې قربانۍ ورکړي دي، ښايې ډيرې لوړې ژورې به يې ليدلي وي، او د ټولنيزې شبکو په دې پير کې به ډير بدې ردې هم اوري، ښايي دا هر څه د چا د توان نه وي، هیڅکله بايد مسلک يا د بل کار د هغې د راښکونکو ټکو او ابعادو په رڼا کې انتخاب نه شي، که غواړئ په يو څه کې وده وکړئ، ځان پوه کړئ چې د هغې کسب نيمګړتياوې او منفي اړخونه يې څه دي، او آیا د هغې منفي اړخونو د زغملو او ګاللو توان لرئ.
د يو څه لاسته راوړلو لپاره يو څه له لاسه ورکوئ، يوازې دومره بايد پوه شئ چې په دې راکړه ورکړه کې څه پر ورکولو ارزي او څه نه ارزي، او هغه څه چې لاسته راوړئ څرنګه يې کولای شم بهتره کړم، او هغوی چې تاسې ته دا څه درکوي يا دا مقام/دنده/ او نور څه درسپاري، ولې يې تاسې ته درکړي؟
ورته ليکنی اته (۸) عادته چې مسلکي ژوند مو خرابوي، د برياليتوب تعريف که معیار، د ځان اداره او پيژندل – اخيري برخه، د پوهې مديريت
ټولي:Leadership
ځواب دلته پرېږدئ