دا ماشومانو د وليانو لپاره د لړۍ دوهمه ليکنه ده، په لومړۍ برخه کې موږ د کمپيوټر استعمال پر پس منظر وغږيدو، او دا مو وڅيړله چې دا ماشومان آنلاين څه کړي، پدې برخه کې موږ پر وليانو غږيږو، او دا څیړو چې د ليکنې هدف له وليانو څخه څه دی، دا ليکنې د فهم او لوستنې آسانتيا لپاره په کوچنيو برخو کې نشريږي.
پس منظر
عموماً موږ پوهيږو چې ماشومان مو چيرې دي، له چا سره دي او څه کړي. خو په ډيجيټلي نړۍ کې چيرې چې آن تر ټولو کوچني هم اوس وصل دي، موږ اکثره يوازې لیدونکي يو او ځينې وخت آن نه پوهيږو چې څه کړي.
ماشومان آن ډير کوچني هم ښايي له خپلو والدينو يا ښوونکو پر ټکنالوژئ ښه پوه شي. د نن ماشومان يوازې پر ټکنالوژئ وړ نړۍ سره بلد دي، چيرې چې ټکنالوژي د ژوند هر اړخ برخه ده. دا د هغوی پر ملګرتوبونو، اړيکو، تعليم، د نړۍ پر پوهه او شاوخوا خلکو ټولو اغېزه کړي، د مشرانو په توګه موږ يوازې د ټکنالوژئ د ښه استعمال اصولو پيژندلو او د هغوی پياده کولو په لټه کې يو.
ټکنالوژي په خپل ذات کې ابتکار او نوي څه دي، هغه د پخوالي خپله پروسه لري، او د پخوالي د دې مزل يوه کلیدي برخه د خلکو لخوا د هغې استعمال او قبليدل دي، د همدې پوخوالي په پروسه کې ځينې ټکنالوژئ پر ډير ګړنديوالی د خلکو لخوا قبليږي، چې په نتيجه کې اکثراً والدين او قانون جوړونکي نه پوهيږي څه وکړي، نو دا د تعجب خبره نه ده چې داسې ټکنالوژئ دې واوسي چې تر اوسه قوانين ونه لري او يا ټولنې د هغې د بهتره استعمال لپاره معيارونه نه وي ټاکلي.
ټولنې ښايي د ودونو لپاره عمر وټاکي يا څه وخت اولاد ته د سپرلۍ وسيله واخلي، خو تر اوسه دې لپاره ټاکلی عمر نشته چې ماشومان څه وخت خپل ملګرو ته ټليفوني پيغام استولی يا ټليفون لرلی شي يا والدين څومره بايد د ماشومان آنلاين فعالیتونو په څارلو کې دخيل وي.
نړيوالې څيړنې ښيي چې په اوسط توګه ماشومان د خپلو والدينو له فکر نږدې دوه چنده ډير وخت آنلاين تيروي، يعنې والدين فکر کوي چې اولاد يې يوازې د ورځې درې ساعته آنلاین وي، پداسې حال کې ماشومان پنځه ساعته تيروي، همداسې نږدې لس فيصده ځوانان خو آن له لس ساعتو ډير آنلاين وي. په دريو کې دوه ځوانان وايي چې ضرور نه ده والدين يې پوه شي چې دوی آنلاين څه کړي، او يوازې په دريو کې يو کور پر خپل کمپيوټر يا ګرځنده وسيلې د ماشومانو آنلاين خوندتيا، محتوياتو چڼولو او کنټرول لپاره ځانګړی وسيلې کاروي.
په اسټراليا کې يوه نوې څیړنه ښيي چې ۷۵٪ والدين نه پوهيږي، د دوی اولاد آنلاین څه کړي، سره لدې چې د همدې هېواد ۹ او ۱۰ کالو ۳۰٪ ماشومان وايي چې آنلاين يو څه ځورولي دي، خو ښايي د دوی والدين له دې څه ناخبره وي، يوازې ۱۶٪ والدينو خپل اولاد آنلاين څاره، او همداسې والدينو دا هم منله چې “هو يو څه زما اولاد آنلاین ځورولی دی”
په کوريا (جنوبي) کې، ۹۷٪ کورنۍ انټرنېټ ته لاسرسی لري، او د ۱۰ او ۱۹ کالو عمر په منځ کې له هرو لسو څخه يو ماشوم پر انټرنېټ روږدی دی. په انګلستان کې، نږدې پنځ نيم میليونه ماشومان آنلاين ځورول شوي دي چې پداسې حال کې له يو ميليون ډير هره ورځ ځورول کيږي.
د ماشومانو او ځوانانو آنلاين حضور
انټرنېټ زموږ د ژوند بیلابيلې برخې اغېزمنوي او پدې نږدې کلونو کې يې اغېزې ډيرې پراخې وي. ټولنيزې شبکې (لکه فيسبوک)، مایکرو بلاګنګ (لکه ټويټر)، بلاګ (لکه ورډپريس)، تصوير/ويډيو شريکول (لکه يوټيوب، انسټاګرام، فليکر، سنيپ چيټ) او ورته نوې پاڼې مو له نورو سره نښولوي او تاسې ته د محتوياتو شريکولو اختيار درکوي. داسې ګڼل کيږي چې نږدې درې ميليارده وګړي ټولنيزې شبکو وسيلې کاروي.
په ۲۰۱۴ کې د يوې اروپايي څيړنې له مخې، د ۱۱ او ۱۶ کلونو تر منځ ماشومان او ځوانان انټرنېټ عموماً د ټولنيزې شبکو، فوري پيغامونو، آنلاين ويډيو ليدلو، معلوماتو راغونډولو (ويکيپيډيا)، پاډکاسټنګ، ټولنيزو ټاکنو، آنلاين لوبو او تخيلي (Virtual) نړۍ لپاره کاروي.
انټرنېټ د معلوماتو ويشلو طبعي وسيله ده، چې بهتره او ناوړه ګټه ترې اخيستل کیدای شي. يو لورې ته د هر عمر او کسب خلکو لپاره د پوهې ښه وسيله کيدای شي، خو بلې لورې ته انټرنېټ کيدای شي د آنلاين جرمونو لپاره وکاريږي، او بدبختانه ماشومان دا ډول جرمونو کې تر ټولو ډير زيان ليدونکي وي.
دا بايد په ياد ولرو چې انټرنېټ يواې د مفاهمې وسيله نه ده، بلکه پدې نږدې کلونو کې په ماشومانو کې د ځيرک ټليفونونو پراخه ودې هغوی ته د دې وسيلې غير محدود او هرچیرې استعمال ممکن کړ. ځيرک ټليفونه د ويډيو پيغامونو، ساعتيرئ (لکه لوبو، سندرو او فلمونو) او همداسې انټرنېټ او ځای موندنې خدمتونو لپاره کاريدلی شي. چې له کبله يې د مشرانو له څارنې پرته د انټرنېټ استعمال امکان ډيریږي، يوه نوې څيړنه ښيي چې په جنوبي کوريا کې د ۱۱ يا ۱۲ کالو ۷۲٪ ماشومان په ورځ کې په اوسط ډول ۵.۴ ساعتونه پر انټرنېټ تيروي.
ماشومانو او تنکیو ځوانانو په وړاندې انټرنېټ تهديدات لري، خو په شخصي ځيرک ټليفون له لارې د مشر له څارنی پرته دا تهدیدات څو چنده لوړيږي، په کور کې د کمپيوټر له لارې د انټرنېټ کارول دا تهديدات تر يو حده محدودوي، خو بيا هم د دې اړتيا وي چې وليان او مشران پوه شي خپل ماشومان د انټرنېټ بهتره استعمال ته رهنمايي کړي.
د ماشومانو وليان څوک دي؟
ولي خپل تعريف لرلای شي، خو پدې لیکنه کې زموږ هدف له ولي څخه د هغې مور او/يا پلار يا هر هغه شخص دی چې د ماشوم مشري/ کفالت ورتر غاړې وي. په ننۍ نړۍ کې بیلابیل اشخاص شته چې په ټاکلي وخت کې د ماشومانو کفالت ورپه غاړه وي، مهمه ده چې دوی په خپل وخت کې د ماشومانو/ ځوانانو آنلاين خوندتيا په اړه پوه شي.
پوهوونکی عموماً داسې يو شخص وي چې پر ځانګړې موضوع غواړي بل څوک پوه کړي. پوهوونکی ښايي رسمي دنده لکه ښوونکی وي يا غير رسمي لکه د ټولنيزو شبکو يا ويډيو له لارې د نورو پوهولو مسؤل شخص وي، يا داسې يو څوک وي چې مسلکي ټولنه، ښوونځی يا نور څه اداره کوي. د پوهوونکي دنده او موقف د ماشومانو يا ځوانانو د عمر له نقطې نظره ښايي فرق وکړي.
هر هغه څوک چې له ماشومانو او ځوانانو سره مخ کيږي يا يې کفالت ور تر غاړه وي لکه والدين، ښوونکي، ټولنيز خدمتونو وړاندې کوونکي، کتابتون مسؤلين، کورنۍ غړي، ځوان مشران، نيا/نيکه، او د ټولنې نور غړي بايد پدې پوه شي چې ماشومان ډيرې پاملرنې ته اړتيا او له زيان سره د مخ کیدو لوړ خطر سره مخ دي.
ورته ليکنی آنلاین د کمکيانو او ځوانانو ساتنه – د وليانو لارښود – لومړئ برخه، د ماشومانو/ځوانانو آنلاين ساتنه: ماشومانو/ځوانانو لارښود – شپږمه برخه، پر ذهن د ټولنيزه رسنیو (سوشل ميډيا) استعمال اغیزې – څيړنی څه وايي، پر خپل ځيرک ټليفون روږدي ياست – راځئ چې معلومه يې کړو
ځواب دلته پرېږدئ