آنلاين نړۍ، د ميرمنو پر وړاندې تريخوالی او آزار – لومړئ برخه

آنلاين نړۍ پر ګړنديوالي سره زموږ د ژوند مهمه برخه ګرځي، له شخصي اړيکو نيولي تر مسلکي اړيکو، دندې لټولو، مالي او نورو ټولو چارو لپاره آنلاين زیرمې کاروو، زموږ هدف دلته له آنلاين نړئ څخه د هر هغه خدمت يا وسيلې کارول دي چې د انټرنېټ يا مخابراتي شبکې په مرسته ورته لاسرسی حاصليږي.

television showing man using binoculars

انټرنېټ پراخه نړۍ ده، او هر څوک ورته له جنسي، تعليم، سيمه ييزو او نورو ملحوظاتو پرته پراخه لاسرسی لري، سره لدی چې دا نړۍ ډېرې ګټې له ځان سره راوړي، خو ځينې وختونه ځيني کاروونکي په ځانګړي ډول ميرمنې او ماشومان له تريخوالي او کړاوو سره مخ کيږي، پدې تريخوالي کې سپکاوی، ښکنځل او نور ناوړه سلوکونه ټول شامل دي، چې د دې ټکنالوژئ د بل کاروونکي لخوا دوی ته راجع کيږي.

موږ دلته پر هغه مواردو غږيږو، چې کولای شي ميرمنو پر وړاندې د تريخوالي او د دوی د آزار سبب شي، ورسره دا هم څيړو چې څرنګه کولای شو د دې مخنيوې وکړو، او که چيرې له داسې يوې پيښې سره مخ شو نو ځينې ممکنه ګامونه به څه وي چې قرباني يې اخيستلای شي.

ملګري ملتونه د ميرمنو پر وړاندې تريخوالی د جنسيت پر اساس هر هغه عمل ګڼي چې د فزيکي، جنسي يا رواني زيان يا کړاوو سبب شي، چې په هغې کې کړه وړه، تهدید يا بندي کول يا د آزادئ سلبول ټول شامل دي، چې که په شخصي یا عامه ژوند کې صورت نيسي، له آنلاين آزارولو سره ټول مخ کيږي خو د دې آزارولو قربانيانو لویه فيصدي ميرمنې جوړوي.

پر آنلاين نړۍ کې د ميرمنو پر وړاندی تريخوالی او آزار عموماً پر شپږو پراخو کتګوريو ويشل کيږي:

۱. Hacking يا له اجازې پرته لاسرسی: دلته د شخص اړونده سيسټمونو يا زيرمو ته بې اجازې يا ځينې وخت غير قانوني لاسرسی حاصليږي، تر څو عامل د شخص شخصي معلومات حاصل کړي، دا معلومات بيا بدلول کيږي يا د شخص بدنامئ لپاره ترې کار اخيستل کيږي، ځينې وخت ممکن پر بدلولو يې شخص له خپلو زيرمو لکه بريښناليکونو، فيسبوک او نورو هم بې برخې شي.

۲. څارنه: د ټکنالوژئ پر کارولو قرباني په فزيکي ډول، آنلاين يا د ګرځنده ټليفون د جي پي ایس (نړيوال ځای ښودنې) سيسټم پر مرسته څارل کيږي، يا په کمپيوټر کې يې ځانګړي تخريبي/څارنيزه پروګرامونه ځای په ځای کيږي، تر څو يې هره ليکنه او د کيبورډ کلي وهل وڅاري، بيا د دې څارنی په مرسته يې شخصي يا پټ معلومات راسپړل کيږي.

۳. ويرول Harassment: د ټکنالوژئ پر کارولو قرباني ته دوامداره زنګونه وهل، تنګول يا ويرول دي. دا دوامداره سلوک وي او يو ځل نه وي، لکه دوامداره زنګونه وهل، بريښناليکونه استول، موبايل پيغامونه استول، يا غږيزه پيغامونه ورپريښول کيږي، ځينې وخت خو دومره غږيزه پيغامونه وراستول کيږي تر څو د قرباني د غږيزه پیغام ساحه ډکيږي، او بل څوک ورته هيڅ پيغام نشي استولای.

۴. استخدام: د ټکنالوژئ پر کارولو ناوړه يا غير قانوني کارونو لپاره د قرباني استخدامول دي، پداسې صورتونو کې اکثراً قرباني نه وي خبر چې چاره يې غير قانوني ده، لکه د نورو تيرويستلو او غولولو لپاره له قرباني يا د هغې له معلوماتو کار اخيستل کيږي.

۵. بدنامئ ويشل: د ټکنالوژئ پر کارولو د قرباني اړونده بدل، بدنامه او غیر قانوني معلومات ويشل دي، لکه کورني يا محرمو عکسونو/ فلمونو خپرول، ورسره د ټکنالوژئ پر کارولو د ميرمنو پر وړاندی د تريخوالي تشويقول دي، لکه د يوې عکس پر نامه حساب جوړيږي او بيا يې د بدنامئ لپاره له هغه حساب څخه کار اخيستل کيږي.

۶. پيژندنی خپلول – Impersonation: د ټکنالوژئ پر کارولو د قرباني يا بل چا پيژندنه خپليږي تر څو شخصي معلوماتو ته يې لاسرسی حاصل کړي، بدنامه يا يې وشرموي، ځينې وخت داسې هم کيږي چې بيرته قرباني سره اړيکه نيول کيږي او د شخصی معلوماتو سپارلو لپاره ترې پيسې غوښتل کيږي.

colse-up photo of brown wooden doll

د ميرمنو پر وړاندې آنلاين تاوتريخوالي پرته، اوس يو بل ډول ټرمينالوژي هم ډېره کاريږي، چې revenge porn يا د انتقام پورن بلل کيږي، چې د بل شخص محرم، مينې او نژديوالي عکسونه يا فلمونه د بل شخص شرمولو او سپکاوي لپاره آنلاين خپريږي، او آن په ځينې صورتونو کې ورته ريښتوني تاوانونه هم رسول کيږي لکه له دندې شړل کيږي، ژوند يې خرابيږي، ځينې وختونه خو آن د طلاق او ځانوژنې سبب هم ګرځي.

ورسره په پيغلو او ځوانانو کې د پیغامونو نوی استعمال هم عام دی، چې sexting يا جنسي پیغامونو استول دي، د جنسونو په ويش کې عموماً له جينکو تمه ساتل کيږي چې مقابل لوری ته د مينې يا محرم عکسونه واستوي، چې په ځينو ټولنو کې د دواړو لورو تر منځ منلی رواج دی، ورسره څرنګه چې نر په داسې اړيکو کې ځان لوړ ګڼي او عموماً د خاوند يا مالک په ځای کې ځان ويني نو ځکه داسې تمی ورته ناشوني نه ښکاري، او له خپلې معشوقی يا آن ميرمنې دا ډول عکسونه غوښتل د مينې ثبوت په توګه غواړي، هر کله چې موږ د شخصي عکسونو يا داسې محرماتو بحث کوو، نو دا يوازې د هلکانو/جينکو ستونزه نه ده، بلکې داسې ډېرې پيښې شته چې د ښځې او خاوند محرمې مکالمې يا عکسونه خپاره شوي دي.

په عمومي توګه د جينکو عکسونه نسبت نرانو ته له اصل اخيستونکي اخوا ډېر خپريږي، يعنې اخيستونکی يې په يوه يا بله نامه له نورو سره د عکس ليږونکي له اجازې يا اجازې پرته نورو سره شريکوي، او داسې هم کيږي چې که چيرې دوه لوري سره وران شي نو بيا همدا عکسونه او نورې مکالمی د ويرولو او تهدیدولو لپاره پکاريږي.

هر کله چې د دا ډول پيښو په وړاندې د ټولنې عکس العمل ته وګورو، نو ځينو څيړنو ښودلې چې آن په هرو دريو اشخاصو کې يو خپله قرباني يعنې ميرمنې ملامتوي، چې دا د دوی د اعمالو او کړو وړو نتيجه ده چې داسې ورسره کيږي. ځينې ميرمنې وايي چې خلک موږ ملامتوي وايي چې همداسې بايد درسره وشي يا ټولنې نور غړي پرې سترګې پټوي، ځينو ته دا هم ويل کيږي چې آنلاين پاتې کيدل يا آنلاين کيدل خپل خطرونه لري او که تاسې تهدیديږئ نو خپله ګناه مو ده.

لدې هر څه سره، ځينې وخت دا تهدیدونه يوازې آنلاين نه پاتې کيږي بلکې حقيقي شکل هم نيسي، د يوې څيړنې له مخې يوازې په ۲۰۱۴ کې په چين کې څلور ويبپاڼې، آنلاين فورمونه او ۳۰ داسې پيغامونو ګروپونو وو چې انساني قاچاقبران يې له ممکنه پلورونکو سره نښلول، او هر کال نږدې دوه لکه هلکان او جينکئ په چين کې تښتولې او آنلاين پلورل کيږي.

په دوهمه برخه کې موږ پر څه بايد وشي، او د شخص لپاره پر ځينو مشورو غږيدلي يو، دلته يې دوهمه برخه ولولئ.

(ورته ليکنی: آنلاین د کمکيانو او ځوانانو ساتنه – د وليانو لارښود – دوهمه برخه، د ماشومانو/ځوانانو آنلاين ساتنه: ماشومانو/ځوانانو لارښود – اخيري برخه، مشري او جنسیت)



ټولي:Technology ټکنالوژي

ټگونه:, , , ,

1 reply

Trackbacks

  1. آنلاين نړۍ، د ميرمنو پر وړاندې تريخوالی او آزار – دوهمه برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: