ژباړه: عبدالواحد سهاک
موږ د پروژي د مدیریت د ټولنی له غړو څخه پوښتنه وکړه: کله چی تاسو نوی دنده پیل کړئ یا د یو نوی ټیم سره یو ځای شی، څرنګه ځان ژر پوهوئ او درناوی ترلاسه کوئ؟
پرانستی ذهن وساتئ
متوقع او لاسته راوړل کیدونکو نتایجو پر اړه پوهیدل مهم دي، ځکه موږ د خپل کار د معیارونو په رڼا کې ځواب ورکوونکی ګڼل کيږو. د بیلګی په توګه، کله چی زه په دی وروستیو کی د پروژی د یو ټیم سره یو ځای شوم، ما د خپل د تیر ټیم په شان د ورته معیارونو او بڼو سره سم د لګښت راپورونه وړاندی کول. خو کله چی ما ته یادونه وشوه چی زه اوس بايد نوو معیارونو ته ژمن شم، ما په چټکۍ سره موافقه وکړه که څه هم زه له ځینو پروسو سره موافق نه وم. ما د وخت له تيريدو سره کوچني کوچني بدلونونه، پر ټيم له ناوړې اغېزې پرته، وړانديز کړل. دې د کاري پروسو په همغږئ او کاري نتايجو په بهترئ کې ګټه وکړه. کله چی د یو نوی ټیم سره یو ځای شو بايد پرانيستی ذهن ولرو، او نورو غړو ته دمرستی وړانديز وکړو.
په سمه توګه یی واورئ
زه فکر کوم چی ښکیل کیدل او اوریدل د چټکی پوهی او درناوي د ترلاسه کولو لپاره یوه اغیزمنه لار ده. دا کیدای شی چی په منظمه توګه د روانو پروژو غونډو ته ورتګه او د پروژې ډلې د غړو تر منځ د بریښنالیک تبادلو تعقيبولو له لارې وشي. په غونډو کی په سمه توګه اوریدل او د لیکنو (بريښناليک او نور اسنادونو) څخه ښه پوهاوی کولی شی چی د پروژی یا پروګرام له اړتیاوو او لاسته راوړنو څخه په ښه خبريدو کې درسره مرسته وکړی. دې دوه کړنلارو ما سره په منظمه توګه مرسته کړی چی تر څو پوهې پوښتنې وکړم، د پروژی تاریخچې او د اوسنیو مسلو په اړه ژر پوه شم، او په بهتره توګه د ټیم د دوامداره بریالیتوب او اغېزمنتيا لپاره پوه شم چې چيرې مرسته کولای شم.
ټول دخيل شئ
تاسې کولای شی چی سختو کارونو ته پر لاس اچولو، پر لومړي ځل د کارونو پر سمه اجرا، په ډله کې تر ټولو زحمتکشه کيدلو، پر خپله وينا عمل کولو، او ډير ژر قضاوتونو ته له رسيدو پر ډډه کولو، چټک درناوی حاصل کړئ. خو، تر څه مهم، مهرباني مه هيروئ، مهربانه اوسئ، دا به د ډلې له نورو غړو سره ښه همغږي رامنځ ته کړي.
باور رامنځ ته کړئ
په حقیقت کی هیڅ چټک درناوی نشته: تاسې يې باید جوړ کړئ. د ټیم له غړو سره د پاتې کيدلو مرکو ترسره کول د پیل لپاره ښه ټکی کيدای شي. په بنسټيزه توګه، تاسو باید له ټولو وپوښتئ چی څه ددی باعث کیږی چی هغوی سهار کار ته چمتو کوی او څه ددی باعث کیږی چی له کاره يې زړه تور شي. دا به وښايي چې تاسې پروا کوئ او په اوږده کې به د باور رامنځ ته کيدو سبب شي.
له ذيدخلو څخه زده کړه وکړی
څومره معلومات چې لوستلای او زده کولای شئ ولولئ او زده کړئ، او هر څومره ډيرو ذيدخلو اړخونو سره چې لیدلای شئ ووينئ. دا به له تاسو سره مرسته وکړي تر څو پوه شئ چی دوی د پروژی په اړه څه فکر کوي، د هغې ګټې او ننګونی څه دي او پروژه څرنګه روانه ده. زیاتره یاداښتونه واخلئ او د هغوی څارنی وليکئ – په تیره بیا هغه شیان چی دوی د پروژی او هغې لاسته راوړنو په اړه ښه ګڼي. پوه شئ چې د پروژې اتلان څوک دي، او له هغوی يې زده کړئ. ساده وغږيږئ او له اصطلاحاتو ډډه وکړئ. که چیری صادق یاست او تمې مو روښانه وي، تاسو به درناوی تر لاسه کړی او د بریالی کیدو لپاره به اړونده اعتماد ته ورسيږئ.
څلور پوښتنې وکړئ
له پیل څخه د ډیری اغیزی لپاره، حياتي ده چې د شرکت پر لید، کاروباري پروسو، کاري جریان او، تر ټولو مهم، د هر کاری ګام تر مینځ پر نیمګړتیاوو او ځنډ وختونو پوه شئ. زه پدې توانيږم چې نوي شرکت يا ډلې سره د يوځای کیدو په لومړئ يوه يا دوو مياشتو کې دا چاره اجرا کړم. کله چی زه د یو نوی ټیم سره یو ځای شوم نو څلور پوښتنې پوښتم:
۱. کارونه څرنګه تر سره کیږی؟
۲. د یوې چارې اجرا لپاره څه ته اړتيا وي؟
۳. خنډونه او محدوديتونه څه دي؟
۴. موږ د څه لاسته راوړلو لپاره پلانونه جوړوو؟
ما تير کال د خپلې نوې دندې له پيل سره دا پوښتنې د خپلې څانګې له مشر سره مطرح کړې، دې وکولای شي له ما سره مرسته وکړي تر څو د پروژو ۱۵۳ د پالنې او نوي کولو پاتې چارو ته د پلان او هغې ته رسيدو لپاره له ما سره مرسته وکړي.
(د PMNetwork د جون ۲۰۱۸ ګڼې د Sudden Impact مضمون څخه ژباړل شوی دی)
ورته ليکنی: خپل د قوت/واک پر نقطه پوه شئ، په قضاوت کې عجله مه کوئ، سمې تګلارې ټاکل، خیریه ريسکونه (Charitable Risks)
ټولي:Management
ځواب دلته پرېږدئ