ضرور نه ده چې د وظيفې د اعلان هر شرط پوره کړئ

د پوهنتونه نوي فارغين تل له ځان سره دا پوښتنه لري چې هره دنده تجربه غواړي او موږ تجربه نه لرو، څه بايد وکړو، ځينې يې بیا د لومړئ دندې موندلو لپاره روزنې هم اخلي يا د پوهنتونونو لخوا ورته روزنی برابريږي. خو بدبختانه اکثره وختونه د دندې موندلو لپاره داسې مهارتونو ته اړتيا وي چې په ټولګيو او پوهنتونونو کې نه تدريسيږي، چې د دندې موندلو پروسه پيچلې کوي.

کله چې خپلې لومړئ دندې پسې ګرځئ يا ټيټې سويې دخولي دندو اعلانونه وينئ، ښايي داسې ډیر څه په اعلانونه کې ووينئ چې هيڅ ورسره مخ شوي نه ياست. آن که چيرې دا نوې دنده داسې تخنيکي مهارتونو څخه یادونه کوي چې تاسې لوستي وي، خو ښايي ستاسې راتلونکی استخداموونکی به د هغې مهارتونو اجرا لپاره له داسې وسيلو کار اخلي چې تاسې به ورسره هیڅ بلد نه ياست.

خو د دې ټول بحث په رڼا کې دا مهمه ده چې پوه شئ، سره لدې چې د دندې اړونده ټول مهارتونه به ونه لرئ، خو دا پدې معنا نه ده چې وظيفې ته بايد عارض نه شئ يا دندې اخيستلو لپاره عریضه ورنه کړئ، په مسلکي ژوند کې تل يو اصل ياد ساتئ: که چيرې تاسې داسې يوې وظيفې ته عارض کيږئ چې په ټولو شرايطو يې پوره ياست، نو پر ځان د پرمختګ لارې بندوئ او هدف مو ټيټ ټاکلی دی نوې وظيفې بايد تل داسې موارد ولري چې ستاسې د زده کړې او ودی سبب ګرځي، که دا پکې نه وي نو ښايي پر ځای ودريږئ.

gray steel drawing compass near brown leather case

ادارې له نوو استخدام شوو او په ځانګړي ډول هغوی چې ادارې ته نوي راغلي وي، څخه تمه لري چې نوي موقف او مقام ته وده وکړي، يعنې پخپله داسې څه زده کړي، پرمختګ وکړي او وده وکړي، چې د نوي اشغال شوي موقف او مقام سره سمون خوري او ښايي. ادارې له نوو استخدام شوو دا تمه هم لري چې ډيرې پوښتنې وکړي، مربي ولټوي، غلطئ وکړئ او دا هڅه او کوښښ وکړي چې په پای کې به ځان د موقف او مقام وړ ثابتوي.

دا پدې معنا شو، چې داسې دندې ولټوئ چې ستاسې د ودی سبب شي، نه داسې څه چې پر هر شرط يې پوره ياست. بدبختانه اکثره خلک، په ځانګړي ډول ميرمنې، پر داسې مقاماتو تمرکز کوي چې له پیله ورته لوړ اهليت لري، دا کار يوه ګټه لري: څرنګه چې وظيفه واخلي نو سملاسي کولای شي چارو ته ځان ورسوي او کار پيلوي، چې عموماً د استخداموونکي د خوښۍ سبب ګرځي او د شخص پر ځان باور لوړوي.

خو، پدې چاره کې بيا د دې امکان کم وي، چې يو څوک دې په دې دنده کې ډيره وده وکړي او بل موقف ته انتقال شي. په ځانګړي ډول، په کاري چاپيريال کې عمودي پرمختګ عموماً په دوامداره توګه د نوو مهارتونو او کمالاتو پر زده کړه متکي وي. د دې مهارتونو زده کړه پر داسې يوه موقف کې چې تاسې ورته له پيله لوړ اهليت لرئ، نو هلته په ورځنئ چارو کې نوي څه نه زده کوئ يا پر دنده روزنې ته اړتيا نه وينئ، او ښايي بعد له وخته يا اضافي وخت کې يو څه زده کړئ، چې يو څوک ورته ښايي ډير هڅانده او په لټه کې نه وي.

ځينې خلک له ځان سره دا ويره هم لري، چې زه آن اوسنۍ دندې لپاره وړ نه يم يا له کومو مهارتونو چې يادونه کوم دا مې هم پوره نه دي زده، نو که چيرې بلې دندې ته عارض شم او هلته خلک پوه شي چې زه څومره ناپوهه يم ښايي د رسوايي سبب شي، نو ځکه لوړې يا نوې دندې ته عارض کیدو کې زړه نا زړه وي.

خو، دا ويره يوازې له تاسې سره ده، هیڅوک د بل په فکر نه پوهيږي، او ښايي تاسې له ځان دا فکر هم وکړئ چې نور هم همدا ستونزه لري، خو پر ځان لوړ باور ښيي، او پر دې هم ښايي فکر ونه کړئ چې نورو دې موقف او مقام ته رسيدو لپاره څومره نوي مهارتونه زده کړي او اوس هم پر دنده د زده کړې په لټه کې دي.

بهتره ده، نوې وظيفې ته د يوې ننګونی په توګه وګورئ. يوه څيړنه ښيی چې شخص بايد د ودې فکر ولري، د ودې له فکر څخه هدف دا دی چې سختو او پيچلو دندو او چارو ته بايد د مهارتونو نيمګړتیا يا نشتون په سترګه وکتل شي (یعنې مهارتونه لاسته راوړل کیدای شي، او سخته چاره آسانولی شي)، نه دا چې د استعداد نشتوالي په توګه ورته وګورئ (استعدادونه فرق کوي او عموماً لاسته نه راوړل کيږي). همداسې د ودې فکر خاوندان له کاره ډير خوند اخلي او نورو سره ښه کار کوي.

په عملي توګه بهتره ده، د دندې په اعلان کې ذکر شوو اړتياوو ته د دندې اړونده چارو لارښود په توګه وګوئ، نه داسې څه چې پر کاڼي ليکل شوي وي او بدلون امکان ونه لري. خو، ياده مو وي چې په ذکر شوو مهارتونو کې بايد يو څه ولرئ نه داسې چې په ړندو سترګو هر څه ته عارض شئ، هر څوک بايد ودې او پرمختګ امکان ولري او هیڅکله داسې دندې يې مخه ونه نيسي چې دا يې د اجرا لپاره له پيله لوړ اهلیت ولري يا د نوې دندې له اخيستلو وويريږي او د خپلې ودې فرصت له لاسه ورکړي.

ورته ليکنی: تعليمي نظام – دوهمه برخه، اته (۸) عادته چې مسلکي ژوند مو خرابوي، آیا په ريزومی يا خلص سوانح کې عکس وي يا نه، وظيفه اخلئ، له معاش پرته دا لس امتيازات هم وغواړئ، د پوهنتون فارغین ولې د کار لپاره آماده نه دی



ټولي:Management

ټگونه:, , , , ,

2 replies

Trackbacks

  1. د دندې مهمه مرکه | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  2. دندې د اعلان نيمګړتياوی | مشري || ټکنالوژي || مديريت

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: