ژباړه: عبدالواحد سهاک
خپلې لومړئ مرکې کې څرنګه بریالي شئ، همداراز: څه وکړو که چيرې ستاسې د موقف ستاسې له دندې او چارو سره سمون نه خوري.
ما له ډيرې مودی څخه د دندې لپاره مرکه نه ده ورکړی، آیا زما لپاره داسې مشورې لرئ چې د بهتره مرکې په ورکولو کې راسره مرسته وکړي.
د مرکی لپاره چمتوالی د دندی د اعلان له مطالعی پیلیږی. دندی اعلانونه په اصل کی د دندی لپاره بهترين نوماند/ کاندید بيانوي. یوازی پدې دليل چې تاسې بهترين نوماند نه یاست، په دی معنا نده چې باید دندې ته عارض نه شئ، بلکه، د مرکی پر کارولو ووایاست چې څرنګه د دندې ډيرې اړتياوې پوره کوئ.
لومړی، د دندې د اعلان هر عنصر بیل کړئ: فعالیتونه، تجربې، مهارتونه، چلندونه او انفرادي ځانګړتیاوې چې استخداموونکی يې لټوي. بیا هڅه وکړئ ځان پوه کړئ چې ښايی له څه ډول او کومو پوښتنو سره به مخ شئ.
هڅه کړئ پوه شئ چې څه په اعلان کې نشته، خو فکر کوئ چې اړتيا ورته لري. لکه وواياست چی دا د پروګرام مدیر موقف ده مګر دوی د پروګرام مدیریت د میتودونو او تخنیکونو تجربی په اړه کې څه نه دي ويل شوي. په دی فکر وکړئ چی د پروګرام د مدیریت څه ډول احتمالی پوښتنو سره ښايي مخ شئ.
څرنګه چی تاسو کار موندنی پوسټونه مطالعه کوئ، له ځان سره دا هم ياد کړئ څرنګه به د غوښتل کيدونکو مهارتونو او ځانګړتیاوو ښودنه کوئ. تاسې بايد بیلګې او سناریوګانی را یاد کړئ چې په مرکه کی ورڅخه ګټه واخلئ. تاسې کولای شئ د تجربی او برياليتوب په څرګنده مثالونو ورکولو له نورو مخکې شئ. د وړاندی کولو لپاره د ځانګړو پایلو او حقایقو په اړه فکر وکړی، لکه څرنګه مو پروژه آرزانه يا له وخته وړاندې خلاصه کړه يا څومره د مشتري د خوښئ سبب شوه.
یوه بله ګټوره چاره چې باید د کارموندنی د مرکې له پيل وړاندې يې اجرا کولای شئ هغه د ځان ارزونه ده. لومړی، دا ارزونه له تاسې سره مرسته کوي تر څو پوه شئ چې په اوسني موقف کې کومو وړتياوو ته ضرورت دی او څرنګه يې په مرکه کې وښاياست. همدارنګه ارزونه تاسو ته ستاسې ضعفونه ښه روښانوي يا آیا تاسې د دې وړتياوو ښه والي ته اړتیا لرئ، او وبه کولای شئ چی مرکه کوونکي له وړاندې خبر کړئ چې چیری کمزوري یاست او د دې کمزورتياوو ليرې کولو لپاره څه کوئ. دا ښیی چی تاسو یو جدی نوماند یاست، له ځانه خبر او پر ځان باوري، او اداره پوهيږي چې تاسې څه ارزښت راوړئ.
د اخيري دندې عنوان/موقف له ما سره د نوې دندې په موندلو کې مرسته نه کوي، آیا په خپل خلص سوانح/ ريزومي کې يې بدل کړم؟
په رښتيا هم د پروژو د پياده کولو پر مهال خلک عجب او بیلابیل ډول د دندو عنوانونه لري. سازمانونه دندو ته د ځانګړو نومونو ورکولو لپاره خپل دلايل لري. مګر تاسو صحیح یاست چې د ګمارنی/استخدام په پروسه کې دندې عنوان ډير مهم دی. که څوک د یوی پروژی مدیر په لټه کی وي، نو هغه په څرګند ډول غواړی چې د هغې شواهد ستاسې په مسلک کې وګوري –اود دندې عنوان يې د پيل ځای دی.
ستونزه داده، چی ستاسو ریزومی باید رښتيا وي. برسیره پر دی که چیری تاسو له پخواني استخداموونکي د مرجع ليک/ ريفرنس په لټه کی یاست، نو وبه نه غواړئ چی د خپلی دندی عنوان بدلولو رابدلولو په جنجال کې ښکيل شئ. د حل لاره یی داده چې د خپلې دندې اصل عنوان ذکر کړئ، خو د بازار له واقعيتونو سره يې هم عيار کړئ، لکه تجاري حل مدير (د پروژې مشر مدير). بیا تاسې کولای شی چی خپله تجربه د بازار د اړتياوو په رڼا او اصطلاحاتو کې بيان کړئ، نه دا چې د پخواني استخداموونکي ژبه وکاروئ.
زه غواړم چی سږ کال د پروژی د مدیریت ځینو روزنو کی برخه واخلم، زه څرنګه کولای شم خپل رییس ته د پیسو ورکولو په اړه ووایم؟
لومړی باید تاسو خپله کورنۍ دنده ترسره کړی. دلته دوه ښکاره ټکي دي چې ستاسې آمر/رئيس غواړي پرې پوه شي: څومره لګښت لري؟ او ادارې ته څه ګټه راوړي؟ تاسو باید لوژيستيکي پوښتنو ځوابولو ته هم تيار اوسئ. ( چيرې دايريږي، څوک يې دايروي، او نور)
د قانع کوونکي مکتوب لپاره چټک لټون وکړئ او تاسې د همدې هدف لپاره بې شميره ټیمپلیټونه يا نمونوي مکتوبونه ومومئ. لومړی هر څه مکتوبي کړئ، ښايي د بریښنالیک له لارې خپل رئيس خبر کړئ، او بيا ځان تعقيبي بحث ته تيار کړئ. همدارنګه تاسو باید دې پوښتنو لپاره ځوابونو ته چمتو واوسی لکه: ستاسې کار به څوک کړي؟ او ایا تاسو به د روزنی د بشپړولو نه وروسته د معاشاتو لوړولو یا پرمختګ تمه ولرئ؟ دا طبیعی ده چی ممکن ستاسې غوښتنه له مقاومت سره مخ شي (لکه د روزنی په بودجه کې دوامداره کمی راغلی دی)، مګر که تاسو کولای شی چی خپله قضیه په څرګنده توګه بيان کړئ، کولای شئ قانع کوونکی سوداګريز اړخ ورکړئ. که چیری ستاسې غوښتنه رد شی، داسې لارې چارې ولټوئ چې دواړو اړخونو ته د منلو وړ وي یا وړانديز وکړئ چې په څو راتلونکو مياشتو کې به دې بحث ته بيا راستانه شئ.
(د PMNetwork د جون ۲۰۱۸ ګڼې پر استناد ليکلې او عيار شوی دی)
ورته ليکنی: ضرور نه ده چې د وظيفې د اعلان هر شرط پوره کړئ، تعليمي نظام – دوهمه برخه، اته (۸) عادته چې مسلکي ژوند مو خرابوي، آیا په ريزومی يا خلص سوانح کې عکس وي يا نه، وظيفه اخلئ، له معاش پرته دا لس امتيازات هم وغواړئ، د پوهنتون فارغین ولې د کار لپاره آماده نه دی
ټولي:Management
ځواب دلته پرېږدئ