ليکوال: الهام الله بابر
یو شرکت تل هڅه کوي چې غوره کسان استخدام، مرکه او په دنده وګماري. مګر که چیرې آمر یا رئیس تریخ یا پڅ ژبې وي نو هر څوک دې فرصت ته زړه نه ښه کوي او هغه ځای کې کار کولو څخه ډډه کوي. په مقابل کې، که تاسو ښه مدیران او ټیمونه ولرئ، نه یوازې تاسو به د خپلو خلکو څخه غوره ګټه واخلئ، مګر دوی به هم ستاسې سره د کار کولو دپاره تر ډیرې مودې پاتې شي.
Google له لسو ډيرو کلونو لپاره، د اکسیجن په نامه څیړنې ترسره کړه؛ موخه یې څه وه؟ تر څو معلوم کړي چې کوم څیزونه د ښه آمر یا مدیر ځانګړتیاوې تشکیلوي. او دوې خپلو رئیسانو او مدیرانو ته هغه ځانګړنې وروښيي؛ له همدې کبله نن ګوګل نړۍ لپاره د ښه کاري چاپیریال بیلګه ده.
په زړه پورې ده، چې دې څيړنی تخنيکي مهارتونو ته د پام وړ لږ ارزښت ورکړی دی. د مدیرانو لپاره يې تر ټولو مهم د احساساتو ځيرکتيا مهارتونه يا Emotional Intelligence Skills پيژندلي دي، یعنې داسې مهارتونه چې څرنګه آمر خپل او د نورو پر احساساتو پوه او درک يې کړي.
هغه ۱۰ خواص یا کارونه په دا ډول دي:
۱. رئیس یا مالک ښه روزنکې وي
د هرې ستونزې ژر حل کولو پرځای، غوره آمرين/مدیران، دغه حالت ته د تدریس يو فرصت په توګه ګوري او کاري ډلې ته د حل لارې چاری ښیي ترڅو هغوی ته آمر خپله تجربه او مهارت په دغه حالت کې انتقال او هغوی (کاري ډله) پرې وروزي چې څرنګه دا او د راتلونکي ورته ستونزې حل کړي.
۲. کاري ډله غښتلې کوي او بې ځايه ګوتنيونه نه کوي
هیڅ کارمند نه دې ويلي: “زه خوښ یم چې له نقطه چینئ/ګوتنيونی یا مایکروانیزم سره مخ شم“.
غوره مالکین/مدیران خپل کاري ډلې ته تل خپلواکي ورکوي چې خپل نظریات، نوښتونه، خطر اخیستلو هنر زده او اشتباهات وکړي. ورته ټول کاري فزیکي امکانات برابروي ان تر دی چې کاري وختونو کې ورسره نرمښت ښیي Time Flexibility تر څو دوې یو ورځ ښه مالک/مدیر په توګه ټولنې ته څرګند شي.
۳. ذهني آرامه چاپیریال
د ګوګل د بلې څیړنې پر اساس وایي: ذهني ارام چاپیریال د کاري ډلې پایلې لا لوړوي. ځکه دوی په ارامو مغزو نوښتونو لپاره کار کوي، ویره نه وي چې نوې نظریې په صورت کې به مو څوک تمسخر یا ورټي. یا په بل عبارت کاري ډله هڅه کوي چې باور ته وده ورکړي، غوره مدیران کوښښ کوي چې هغه باور لا پوخ او جوړ کړي تر څو په رښتینې حالت بدل شي.
۴. غوره آمر/مالک ګټور او پایله لرونکې وي
غوره مدیران/رئیسان ځان ستورو په څیر بولي، خو د خپل ټیم له غړو څخه هم ستوري جوړوي. خپلې تجربې د ښو بیلګو په توګه هغوې ته وړاندې کوي او د اړتیا په وخت کې خپل لستوڼي د کار دپاره رابډ وهي، کار کوي تر څو خپل ټیم وهڅوي او کار ورسره وکړي.
۵. ښه مرکچي، اوریدونکې او معلومات شریکونکې وي
غوره مدیران/رئیسان ښه اوریدونکي دي. دا کار هغوی سره مرسته کوي تر څو خپل ټیمونه په ښه توګه وپیژني او خواخوږۍ ورسره څرګنده کړي. برسیره پردې، ښه مدیران پوهیږي چې پوهه ځواک دی. له همدې کبله دوی شفاف دي او غواړي چې د خپلو ټیمونو سره معلومات شریک کړي، “ولې” او د دې “شاته“ څه دي. یعنې یو کار چې کوي خپل ټیم ته د خبرو اترو له لارې هر څه څرګندوي وي. ولې دا کار کوي؟ د دې کار تر شا څه موخه پرته ده؟
۶. د مسلک پرمختګ ملاتړ او فعالیت په اړه بحث کوي
لوی مدیران پر خپلو خوږو کلیماتو خپل ټیم ستایي او هڅوي. مګر دوی مهمو نظریاتو او فیصلو شریکولو لپاره ډارېږي، هم – مګر په خورا تاکتیکي ډول یې خپل ټیم ته پوهوي. چې دا کار مو پدې شکل کړی وی ښه وه، او دغه مهارتونو باندې کار وکړه ترڅو لا د کار جوګه شې او مسلکي پرمختګ وکړی.
همدارنګه، دوی کاري ډلې سره د هغوی شخصي مسلکي موخو ته رسیدو په برخه کې مرسته او پرې پانګونه کوي . د دې کار کولو سره، دوی په طبیعي توګه خپل ټیمونه بیرته ځان سره فکر او فزیکي توګه ساتي او یو متقابل احساس فضاء رامنځته کیږي.
۷. ټیم لپاره روښانه لید / ستراتیژي لري
لوی مدیران په ریښتیا پوهیږي چې دا ټیم اوس مهال چیرته دی، چیرته باید ورسیږي /یا څه ته اړتیا لري چې ټاکلی موخې ته ورسیږي. د ښو خبرو اترو له لارې کولې شو چی ټیم ته ستراتیژی او خپل انفرادي ونډی ارزښت ور په ګوته ترڅو ستراتیژی ترسره او لرلیدي فکر خاوندان شي.
۸. مالک/رئیس: تخنیکي مهارت باید ولري ترڅو ښه مشوره ورکړي
لویمدیراندخپلټیمپردندواوورځنیوکارونواوننګونوپوهیږياوښهمشورهورکولېشيپدېشرطچېاړوندهتخنیکيمهارتولري. حتی که چیرې نوې ځای ته لاړ هم شي تر هغې پورې چې معلومات حاصل نه کړي چاته مشوره نه ورکوي. لومړې ځان پوره خبروي بیا مشوره او خپل لید نورو ته وړاندې کوي.
۹. په اغیزمنه توګه مرسته کول
ناکاره مدیران خپل ټیم سره د میرې مور چال او چلند کوي او حتی نورو ټیمونو کسان سبوتاژ کوي. برعکس، لوی مدیران پراخه لید د شرکت لپاره لري او تل ځان غوندې فکر نورو کسانو دپاره کوي او خپل ټیم هڅوي تر څو مسلکي او کاري پرمختګ وکړي.
۱۰. غښتلی پریکړه کوونکي وي
لوی مدیران ټینګار کوونکې نه وي بلکې پریکړه کوي. حتی وروسته له واقعیت پیژندلو او ټیم نظرونو په پام کې نیولو سره، دوی خپله پریکړه کوي او ټیم دیته هڅوي چې هغه پریکړه تعقیب کړي. او دغه عمل د لوست په توګه هغوې ته ورښيي.
ورته ليکنی: خپل د قوت/واک پر نقطه پوه شئ، اته (۸) عادته چې مسلکي ژوند مو خرابوي، مشر له څه جوړ وي؟ اخيري برخه، وظيفه اخلئ، له معاش پرته دا لس امتيازات هم وغواړئ
ټولي:Management
ځواب دلته پرېږدئ