دا زموږ د کمکيانو، ځوانانو او پيغلو آنلاين ساتلو ليکنو دوهمې لړۍ اخيري برخه ده، په لومړئ کې موږ ماشومانو/ځوانانو لپاره پر لارښوونو غږيدلي وو، دلته دا لړۍ د دې نجونو/ځوانانو والدينو او وليانو لپاره ده. پدې بحث کې ماشومان/ ځوانان بيلابيل ځايونه کارول شوي دي، لدې څخه هدف دواړه هلکان او نجونی دي، او چيرې چې مشخص د جنس بحث وي، هلته جنس اړونده ټکي (لکه هلکان/ نجوني) کارول شوي دي، همداسې هدف له والدينو د ماشومانو وليان، مشران (ورونه، خويندی، مور، پلار) او نور چې د ماشومانو مشري او کفالت ورپه غاړه وي، دی.
پدې برخه کې موږ د ماشومانو پر آنلاين حضور او د هغوی آنلاين حضور او انټرنېټ څخه ګټورې ګټې اخيستنې لپاره د والدينو/وليانو پر ونډه غږيدلی يو. دا د دې لړۍ اخيري ليکنه ده، راتلونکي کې د خدمت برابروونکو او اړونده پاليسي جوړوونکو لپاره ليکنې ولرو.
د ليکنې لومړئ برخه دلته او دوهمه برخه دلته ولولئ.
هغه څه چې والدين، وليان او پوهوونکي پرې نه پوهيږي
د مککافي يوه څيړنه ښيي چې په اکثره مواردو کې والدين او وليان پدې نه پوهيږي چې ماشومان يې آنلاين څه تجربه کوي او ډير امکان لري چې د آنلاین نړۍ او فعاليتونو له تهدیداتو او ننګونو ناخبره وي.
ماشومان آنلاین نړۍ ته د ډيسکټاپ او ګرځنده کمپيوټرونو، ګرځنده ټليفونونو، ځيرک ټليفونونو، ټبليټو او نورو لاسي وسيلو لکه بريښنايي کتاب لوستونکو يا لوبو کنسولونو له لارې لاسرسی موندلی شي. د لاسرسئ وسيلې تنوع او امکاناتو په رڼا کې د هر شخص تجربه به ځانګړی وي. لکه هلکان او انجونی بیلابیلو دلایلو له کبله آنلاين کيږي:
– ملګرو سره د انسټانټ مسیجونو له لارې غږيدل
– نوو ملګرو موندل
– د شخصي ويبپاڼو او بلاګونو جوړول، چې د ځانګړو انځورونو، رنګونو، ټنګ ټکور او نورو کارولو لارې د کاروونکي ځانګړی ذوق ښيي
– ملګري له ویبپاڼو سره نښلول
– خپل، د کورنۍ او ملګرو عکسونه شريکول
– د ويډيو، سندرو، او محتوياتو شريکول
– آنلاين لوبی
– خپلو شريک شوو موادو په اړه د دوستانو او نورو نظرونه اخيستل
مهمه نه ده چې انټرنېټ له کومې لارې او څه لپاره وکارول شي، خو ځوانانو او انجونو ته متوجه خطرونه په خپل ځای موجود وي. والدين او وليان عموماً پدې غلط فکر وي چې ښه ده ماشومان يې په کور دي، د دوی سترګو په وړاندې دي او کمپيوټر کاروي نه دا چې په کوڅه کې ګرځي، خو انټرنېټ ماشومان له نړۍ سره نښلوي او هر چيرې يې بيايي.
آنلاين خطرونه او تهدیدونه چې انټرنېټ يې ماشومانو او ځوانانو/پيغلو ته متوجه کوي
– غير قانوني او زيانمن محتوياتو لکه قمار، جنسي محتويات، ځان ته زيان رسولو ویبپاڼو او نورو محتوياتو سره مخاميدل، چې ماشومانو لپاره نامناسب وي. په اکثره حالاتو کې دا محتويات ماشومانو لپاره نه وي، خو د دې ویبپاڼو چلوونکي د ماشومانو ساتلو لپاره مناسبی لارې چارې نه خپلوي.
– د غير قانوني او زيانمن محتوياتو جوړول او ويشل
– ځان بل څوک ښودل، د بل ماشومام ته زیان رسونی، ويرونی یا تهدیدولو په مقصد قصداً ځان د بل ماشوم په نامه ښودل
– ناوړه او غير ضروري اړيکې، په ځانګړي پرديو مشرانو سره چې ځان د ماشومانو په توګه معرفي کوي
– شخصي معلوماتو شريکول چې د فزيکي زیان امکان لوړوي
– په ځانګړي ډول د مالي ګټو لپاره د بل چا پيژندنه خپلول. په ځينې مواردو کې ښايي د پيژندنی غلا هم پکې شامله وي، خو دا ډول جنجالونو سره عموماً مشران مخ کيږي.
– آنلاين ملګرو سره په ريښتوني نړۍ کې ليدل او د فزيکي زيانمنيدو او جنسي ناوړه ګټې امکان لوړيدل
– ناوړه آنلاين اعلانونو سره مخ کيدل
– د انټرنېټ او/يا آنلاين لوبو بې اختياره او ډير کارول چې د روغتيا لپاره مهمو بيروني روغتيايي او پر ځان د باور فعاليتونو ځای نيسي، او د ټولنيزې ودې او بهترئ مخنیوی کوي.
– تهدید او آزار
– ځان ته زیان رسول، تهدیدوونکی او له آزاره ډک سلوک لکه “د خوښئ څپيړه”، چيرې چې ماشومان/ځوانان ځان د غښتلي او کلک ښودلو لپاره ځان ته زيان رسوي، يا له نورو غواړي فزيکي زیان ورورسوي.
– د تعصب، کرکی او شر محتوا سره مخ کيدل
– د شهرت زيان او بدنامي
– خپلو يا نورو خلاقي او فکري حقوقو څخه سر غړونه او د هغوز له اجازې پرته د نورو محتوياتو (په ځانګړي ډول انځورونو) نشرول، په ځانګړي ډول زيان رسوونکي انځورونه چې له اجازې پرته نشريږي.
– پر بې باور او نيمګړو معلوماتو اتکا چې تر پوښتنې لاندې زيرمو څخه حاصل شوي وي.
– د کريډټ کارتونو بې اجازې کارول، ښايي د والدينو يا وليانو کارتونه د هغوی له اجازې پرته آنلاين خريدارئ لپاره وکارول شي.
– خپل عمر په اړه درواغ ويل، ښايی ماشوم خپل عمر ډير وښيي تر څو د دې له عمر لوړو ویبپاڼو ته لاس رسی ولري، يا ډير عمر خاوند ورته دلايلو لپاره خپل ټيټ وښيي
– له اجازې پرته د والدينو بريښنالیک کارول، ځينې آنلاین نړۍ سايټونه د فعاليدو لپاره بريښنالیک ته اړتيا لري، چې ښايی ماشومان د والدينو د بريښناليک له حسابه ناوړه ګټه واخلي. د ځينې خدمتونو حسابونه له فعاليدو وروسته په مشکل سره حذفيږي.
د بروکنګز انسټيټوټ يوه څيړنه ښيي، چې کله له ځوانانو څخه د آنلاين خوندتيا د مفهوم په اړه وپوښتل شو، چې دوی لپاره آنلاین خوندتيا څه معنا لري، ۲۵٪ يې وويل له محرميت يادونه وکړه له دې باور سره چې هیڅوک د دوی محرمو يا پيژندونکو معلوماتو ته لاسرسی ونه لري، ۱۷٪ يې ويل چې خوندتيا څخه د دوی مفهوم د زیان يا تهدید څخه ساتنه او ژغورنه ده. د والدينو/وليانو او مشرانو لپاره د آنلاين خوندتيا تر ټولو لوی تشويش د ناپيژاندو اشخاصو لخوا متوجه تهدیدونو مخنيوی او د ځوانانو/پيغلو/ماشومانو محرميت او شخصي معلوماتو ساتنه وه.
سره لده چې ماشومان مني چې له ځانه خطري سلوکونه ښيي، خو ورته وارخطا نه وي او هڅه کوي چې دا ستونزې پخپله يا د ملګرو په مرسته حل کړي. دا پدې معنا چې دوی يوازې هغه وخت خپلو والدينو يا نورو مشرانو ته مراجعه کوي چې کله چې مشکل ورته له لاسه وتلی يا لوی ښکاره شي. دا ستونزه ښايي له مشرو هلکانو سره نوره هم څرګنده وي، چيرې چې دوی دريمګړي يا خدمت برابروونکي ته په آسانه شکايت کوي، نسبت دې ته چې خپلو والدينو/وليانو ته مراجعه وکړي.
خو دا سلوک ټولو ماشومانو لپاره صدق نه کوي، هغه ماشومان/ ځوانان چې له آنلاین تهدیداتو بهتره خبر وي، خپل سلوک څاري، او د نوو ټکنالوژيو لدې مفکورې سره هم مخالف وي چې مشران بايد د ماشومانو د آنلاين سلوک څارونکي واوسي. موږ بايد پدې هم پوه شو چې نن سبا د آفلاين (فزیکي نړۍ) او آنلاین (ټکنالوژي نړۍ) فرق ډير ورک شوی دی او په آسانه له يو بل نه بيلیږي.
دا د فرق ورکيدل ډيرو ماشومانو لپاره پدې معنا دي چې دوی بايد د ټکنالوژئ له فرصتونو څخه داسې ګټه واخلي چې اړونده تهدیدونو سره مخ نه شي، او اړونده زيانمنو محتوياتو، سلوکونو او د محرميت له ستونزو يې ځان ساتلی وي.
آیا ټول يوه دنده لري؟
مهمه ده چې پوه شو د ماشومانو زده کړې ملاتړ اصل مسؤليت پر والدينو او روزونکو/ښوونکو دی. په انګلستان کې پوهنيز سيسټم اصلاح يو راپور وايي چې ماشومانو لپاره بايد د خبرولو کمپاين واوسي چې په هغې کې مشران (والدين، ښوونکي/روزونکي، وليان) هم خبر شي، چې له ټکنالوژئ ناخبره وي، او نه پوهيږي څرنګه ماشومان خوندتيا ته وهڅوي او اړونده تهدیدونه يې راکم کړي.
د والدينو دنده
د دې لپاره چې ماشومان له انټرنېټ څخه خوندي ګټه واخلي، والدین او وليان بايد:
۱. له ماشومانو سره وغږيږئ چې د کمپيوټر يا شخصي وسيلې لکه موبايل یا لوبو کونسول کارولو پر مهال پوه شي چې له چا سره اړيکې نيسي. له هغوی سره دوامداره غږيدل او د غږيدنې دا لار پرانيستی ساتل د ماشومانو آنلاین خوندتيا لپاره ډير مهم دي.
۲. مخکې لدې چې ماشوم مو کومې ویبپاڼې ته داخليږي، د استعمال لارښود/ شرايط يې يوځای ولولئ، خوندتيا اصول وټاکئ او دوامداره څارنه وکړئ چې دا اصول مراعتيږي.
۳. ځوان کاروونکي د ټکنالوژئ پر بهتره استعمال پوه کړئ، ويې هڅوئ چې خپلو حواسو او فکر کار واخلي.
۴. وګورئ چې آیا ویبپاڼې/ ویب ځاويونه تخنيکي حلونه لکه فلټر او د والدينو کنټرول اختيارات، کاروونکي تاريخچه، مباحثې/تخنيکي مرستې فورمونه، شکايت/ خبر ورکولو ميکانيزمونه، درجه بندي، ماشومانو عمر معلومولو ميکانيزم او نور اړونده آسانتياوې کاروي.
۵. د ځوانو کاروونکو آنلاين فعالیت څخه ځان باخبره وساتئ. مهمه ده چې والدين او وليان پوه شي چې د ماشومانو په آنلاين ژوند کې بايد دخيل وي، ځکه دا تر ډيره د دوی آنلاين تجربه، زده کړه ټاکي او مثبت سلوکونه هڅوي.
۶. آرامه اوسئ او بيځايه قضاوتونه مه کوئ، که چيرې د خپل ماشوم يا هغې آنلاين ملګري څخه داسې څه ووينئ چې ستاسې په فکر مناسب نه دي. که چيرې ماشومان مو پدې ويريږي چې تاسې به د هغوی ټولنيز (آنلاين او/یا فزيکي) ژوند په يو آمر قطع کړئ، نو ډير امکان لري چې هغوی به تاسې د زړه خبرې په ويلو کې ويره ولري او ښايي ستونزې درسره شريکې نه کړي.
۷. پام مو وي چې ښايي ستاسې د ماشوم آنلاين او آفلاین (فزیکي نړۍ) سلوک سره فرق ولري. دا د امکان څخه ليرې نه ده چې خلک آنلاين ډير تيز او په قهر وي، چيرې چې دوی فکر کوي څوک يې نشي موندلای او ځان خوندي احساسوي. د ناوړه سلوک خبر څخه خپلو ماشومانو سره د غږيدنی يو فرصت په توګه کار واخلئ، او پوه يې کړئ آنلاين اړيکو او مفاهمې لپاره څه سلوکونه مناسب دي.
۸. آنلاين سلوک زده کړئ، تر څو د ماشومانو پر عامو بهانو او ځان خلاصونو پوه شئ.
۹. ماشومان پوه کړئ چې خپل پټ نوم او محرم معلومات چا ته ورنه کړي. د ملګرو يا خویندو/ورونو لخوا د پټ نوم کارول او د ورور/خور يا ملګري آنلاين حضور غلا کول يا په لوبو کې د هغوی پر ځای شاملیدل عامه خبره ده.
۱۰. که له ویبپاڼې شکايت لرئ، د هغوی د اړيکو نيولو له پاڼې کار واخلئ. دا د دوی دنده ده چې ستاسې ماشوم ته آرامه او راحته ځای برابر کړي.
۱۱. داسې مه ګڼئ چې آنلاين هر څوک ستاسې د ماشوم دښمن دی، شميرې ښيي چې آفلاين (فزيکي) نړۍ ماشوم ته ډيره تهدیدوونکي ده، نسبت آنلاين نړۍ ته.
په عمومي توګه، ماشومانو لپاره طراحي شوې ویبپاڼې ماشومانو لپاره ښې دي، ابتکار، تخليق، ټولنيز او تعليمي سلوکونه هڅوي، هڅه وکړئ دخيل او فعاله واوسئ تر څو مو ترې د خپلو ماشومانو لپاره اعظمي ګټه اخيستې وي.
همداسې، هغه ښوونځي چې ماشومانو ته د انټرنېټ څخه د ګټې اخيستنې آسانتيا برابروي، بايد دا باوري چې ماشومان آنلاين خوندي دي، انټرنېټ کولای شي د ماشومانو او ځوانانو په زده کړې کې کليدي ونډه او رول ولري، خو که چيرې موږ ونشو کړای چې دوی آنلاين وساتو، نو ښايي ناکام کړي به مو وي. والدين، وليان او روزنکي/ښوونکي په شريکه کولای شي، ماشومانو او ځوانانو لپاره خوندي، باوري او ګټور آنلاين چاپيريال برابر کړي.
لدې سره موږ د ماشومانو، کمکيانو او ځوانانو آنلاين ساتنې د والدينو لارښود برخه ختموو، په راتلونکي برخو کې به د خدمت برابروونکو، پاليسي جوړوونکو او نورو لپاره لیکنې او بحثونه ولري.
ورته ليکنی: آنلاين نړۍ، د ميرمنو پر وړاندې تريخوالی او آزار – دوهمه برخه، د ماشومانو/ځوانانو آنلاين ساتنه: ماشومانو/ځوانانو لارښود – اخيري برخه، پر ذهن د ټولنيزه رسنیو (سوشل ميډيا) استعمال اغیزې – څيړنی څه وايي
ځواب دلته پرېږدئ