دندې د اعلان نيمګړتياوی

د دندې اعلان عموماً لومړی شی وي چې د دندې لټوونکی يې د دندې په اړه ويني، د دندې اعلان سره لدې چې د نوماندانو او دندې لټوونکو لپاره اعلانيږي، خو ورسره د ادارې په اړه ډير څه وايي، د دندې منظم، څرګنده او ځوابده اعلان کولای شي ادارې په اړه يو ښه نظر قايم کړي.

two person writing on paper on brown wooden table

نن سبا په اکثره ادارو کې د دندې اعلانونه عموماً يو ټاکلي شکل سره پر مخ ځي، چې د بابا آدم له زمانې همداسې اعلانيږي، او څوک يې بدلولو لپاره ځان نه عذابوي، خو د دندو بدليدونکو بازار او مهارتونو په رڼا کې بهتره ده، د دندې اعلان بايد درې څرګنده برخې ولري:

څه به کړي او ولې

دا شخص چې د دې چاری لپاره استخداميږي، څه به کړي او کار به يې څه ډول ارزولی او تللی کيږي، لدې لارې راتلونکی شخص له وړاندې پوهيږي چې څه به کوي، څه تمی ترې اداره لري او ولې بايد د خپل ژوند مهمه برخه په اداره کې تيره کړي.

د ولې ځوابول له ادارې سره مرسته کوي چې کارکوونکي تر ډيره له ځان سره وساتي، د هغوی کار ته ارزښت ورکړي، او کارکوونکي پوه شي چې دوی د ادارې له اوږدمهاله اهدافو سره مرسته کوي، او کار يې ادارې ته مهم دی.

څه مهارتونو ته اداره اړتيا لري، او شخص باید کوم مهارتونه ولري

د دندې په چوکاټ کې مهارتونه دوه اړخه لري، لومړی هغه مهارتونه چې اداره ورته اړتيا لري، هغه څه چې اداره يې لټوي، دوهم هغه مهارتونه چې شخص يې لري، هیڅکله اداره داسې څوک نشي پيدا کولای چې د ادارې په خوښې پوره او ټول مهارتونه ولري، بهتره ده اداره تر يو حده د داسې کانديدانو منلو ته تيار وي چې کولای شي دندې لپاره يې وروزي، او د دوی د مهارتونو او ادارې ته د منلو وړ مهارتونو تر منځ ورته د فرق منلو اندازه معلومه وي.

آن که چيرې کانديد په تيره اداره کې همدا دنده سر ته رسوله بيا هم د ادارو توپير شته، آن که اداره له داخله يو شخص ته وده ورکوي، بيا هم توپير شته، دې توپير له منځه وړلو يا شخص نوې دندې ته عيارولو لپاره اداره بايد له مخکې آماده وي، عموماً هره دنده په پيل کې امتحاني دوره لري، بهتره ده چې په منظمه توګه شخص دندې ته عيارولو لپاره پدې امتحاني دوره کې اړونده ميکانيزمونه واوسي.

اداره بايد پوه شي چې له کومو مهارتونو سره استخدام کړي، او د شخص بيا له ادارې سره عيارولو لپاره به څه کړي. او شخص بايد پوه شي چې آیا دې بدلونونو ته تيار دی، په ځانګړي ډول په لومړيو درې مياشتو کې دا بدلونونه زغملی شي.

black smartphone near person

شخص ته څه ګټه لري

ځينې اعلانونه لدې څه د مالي ګټې هدف اخلي، ماليات مهم دي، ځکه په پای کې هر څوک د خپل کار حق الزحمه اخلي، خو دا تر ټولو مهم اړخ نه دي، خو دا پدې معنا نه ده چې په دنده کې يو تر ټولو مهم اړخ شته، دنده کوچني خو مهم توکي لري، چې هر اړخ يې خپل ارزښت لري.

مهموالی او ارزښت سليقوي اړخ لري، يعنې ښايي هغوی چې لومړئ دنده يې وي، ممکن زده کړې ته ډير خوښ وي، نسبت لوړ معاش ته، يا هغوی چې خپله پخوانئ دنده يې د زرو افغانيو لپاره پريښي وي، د دې امکان لري چې ستاسې دنده هم بل چا لپاره چې زر افغانئ يې پر معاش ورډيرې کړې وي، پريږدي.

شخص ته د ګټې اړخ باید د ادارې او شخص راتلونکي ته پام وکړي، که چيرې يو شخص پر دې موقف استخدام شي، نو هغه به دا دا مهارتونه زده کړي، يا په شخصيت کې به يې دا ګټی راشي، او که چيرې يې هر څه سم اجرا کړل نو امکان يې شته چې بل موقف ته به پرمختګ وکړي.

ګټې اړخ بايد جامع وي، له مالي اړخ سره، مسلکي وده، شخصي بهتري او راتلونکي پرمختګ څخه وغږيږي، په هره ساحه د ودې او پرمختګ اړخونه روښانه کړي، يا لږ تر لږه يې دندې لټوونکي ته ووايي چې دې امکاناتو ته کولای شی، لاسرسی ولری.

د دندې اعلانونه بايد د دندې لپاره عيار شي، نه دا چې پدې فکر مخکې ولاړ شئ چې هر څومره ډير خلک عارض شي بهتره ده، بيا به يې چڼوو، دا هم د ادارې وخت ضايع کوي، هم د نوماند وخت ضايع کوي او د دې امکان هم وي چې بيرون دا فرضيه او فکر عام شي چې استخدام پر واسطو کيږي، بل ځل ښايي ډير خلک عريضه ورنه کړي.

دندې لټوونکي لپاره ځينې وړانديزونه:

»» که لومړئ دنده مو وي، هڅه وکړئ پوه شئ آمر مو څوک دی، ټوله اداره بايد آمره نه وي، په لومړئ دنده کې د شخص په وده کې د مستقيم آمر ونډه ډيره مهمه وي، اکثره هغوی چې ښه مسلکي راتلونکی يې لرلی وي، تل له خپل لومړي آمر څخه ښه وايي.

»» وګورئ چې اداره له اوسني مامورينو سره څه کړي، پدې فکر مه ځئ چې دا مامور يې بيکاره دی، له ما سره به ښه وي، که مامور بيکاره وي يا ادارې ترې خپه وي، ځواب دې کړي، د مامورينو اکثره سلوک د ادارې قبول شوی سلوک دی، که له اوسنيو ناراضه دي يا اوسنيو سره ښه سلوک نه کړي، نو يوه موده وروسته تاسې هم په پخوانيو کې حسابيږئ.

»» وګورئ چې ستاسې نوې دنده يا اړونده مهارتونه راتلونکی ولري، وخت چا ته نه دريږي، تاسې چې کله په يوه اداره کې کار کوئ، نو بيروني چاپيريال بدليږي، نوی مهارتونه، ټکنالوژئ او پوهې بازار ته راوځي، په ځانګړي ډول شخص بايد دې ټکي ته پام وکړي چې آیا په يوه اداره کې پنځه کاله کار خو به ما په بازار کې لس کاله وروسته ونه غورځوي يا به مې له نورو لس کاله وړاندې کړي.
لکه يو څوک د فاکس ماشين مستري استخداموي، ښايی دا مستري په اداره کې پنځه کاله ښه خوښ وي، ښه امتيازات ولري، او په دې موده کې هیڅ وده ونه کړي، او نه څه زده کړي، خو کله چې پنځه کاله وروسته له ادارې راووځي، نو پوه شي چې هغه ماشين يوازې همدې ادارې کاروه او بيخي په بازار کې نشته، که پوهيږئ ليټئ څنګه پخيږي، خو که هیڅوک ليټئ وانخلي نو غلطه ټکنالوژي او مهارتونه مو ټاکلي دي.

MacBook Pro on brown wooden table near pen organizer

اداره بايد د دندې اعلان پر اندازه کيدونکو واحدونو وويشي، چې موږ ولې دا شخص استخداموو، څه به کوي، د دې کار به څرنګه ارزيابي کيږي، کوم مهارتونو ته اړتيا ده، ولې ورته اړتيا ده، او که دا مهارتونه ونه لري څه يې بديل کيدای شي، او په دنده کې به د شخص راتلونکی څه وي.

اکثره پدې فکر د دندې اعلان عمومي او مبهم پريږدي چې د دندې په مرکه کې به يې چڼ کړو، خو د دندې مرکه د شخص سلوکي اړخونو ارزولو لپاره ښايي ښه وسيله واوسي، د کانديدانو ټاکلو لپاره خپلې نيمګړتياوې لري، تاسې د يو چا پنځلس کاله درس يوازې په نيم ساعت کې نشئ معلومولی، او که چيرې تجربه ولري نو بيا نوره هم ستونزمنه ده.

آن که پدې فکر چې موږ يو تکړه او تجربه لروونکی شخص استخداموو، نو که تاسې يو انجينر چې پنځلس کاله کاري تجربه ولري استخداموئ، او په مرکه کې ناست اشخاص مو يو هم دا تجربه ونه لري، يا په دې مسلک يې دومره سر خلاص نه شي، نو بیا ورسره څه کوئ.

د دندې مرکه د پوهې، تجربی او شخصيت ارزولو تله نه ده، يو څوک په يو ساعت کې نشي تلل کيدای، دلته يوازې پيژندنه ده او آیا شخص مو د اعلان شوي موقف په چوکاټ کې خوښ شو، که چيرې د دندې مرکه د دندې له اعلان، د شخص د ټاکلو له نورو ميکانيزمونو، تجاربو او اړيکو تضمينولو او نورو وسيلو سره يوځای وکارول شي ښه ګټه ورکوي.

بدبختي داده چې استخداموونکی اداره ځان د سم نوماند ټاکلو لپاره د بهتره وسيلو او ميکانيزمونو جوړولو لپاره نه په عذابوي، استخدام او پروسه يې له سره تيره کړي وي، بیا وايي چې موږ د بهترينې سي وي، تعليمي سند، او تجربی سره شخص استخدام کړ، خو هسې کدو راوخوت.

ورته ليکنی: د دندې مهمه مرکه، ضرور نه ده چې د وظيفې د اعلان هر شرط پوره کړئ،  اته (۸) عادته چې مسلکي ژوند مو خرابوي، آیا په ريزومی يا خلص سوانح کې عکس وي يا نه، وظيفه اخلئ، له معاش پرته دا لس امتيازات هم وغواړئ، د پوهنتون فارغین ولې د کار لپاره آماده نه دی



ټولي:Management

ټگونه:, , , , ,

1 reply

Trackbacks

  1. ولې د سمې دندې خوښول ستونزمن دي – مشري || ټکنالوژي || مديريت

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: