په کاري چاپيريال کې، د دې ۱۱ عادتونو له کبله بې قدره کيږئ

طبعاً چې د کلونو په موده کې د دفتر نورمونه له ډيرو بدلونونو تير شوي دي، خو ځينې اصول تلپاتې دي، پدې ليکنه کې موږ له هغه عادتونو يادونه کوو چې کولای شي په رسمي او کاري چاپيريال کې ستاسې ارزښت راکم او مسلکيوالی مو د پوښتنې لاندې راشي.

په دفتر کې له غيبت او بې ځايه شريکولو ډډه وکړئ، دا مو بې اعتباره يا پر ځان ميين ښيي. له دفتره کوچني شيان اخيستل ښايي نور ستاسې پر ريښتينولي او صداقت شکمن کړي. د دفتري سلوکونو ځيني ښايي نسلي شکل ولري، ځينې يې بيا تلپاتې دي، سره لدې چې ځينو لپاره ښايي ملګرتوبونه فرق ونه کړي، خو د رسمي او ټولنيز ملګري تر منځ توپير وي، او ښايي د ټولنيز ملګري سلوکونه پر دفتري ملګري بد ولګيږي.

ستونزه دا ده چې اکثره خلک ښايي پر دې موضوعاتو ونه غږيږي، يا که تاسې يې نارامه کړئ ښايي هیڅ ونه وايي، خو له ځان سره يې ثبتوي او په ياد يې پاتيږي. چې وروسته ښايي له شخص سره دا پوښتنه پيدا شي چې ولې خلک ما پسې نه دريږي، يا زما ملاتړ نه کړي. موږ دلته له ځينو هغه عامو عادتونو او سلوکونو يادونه کوو چې ښايي ځينې يې عادي واخلي او ځيني نورو ته له وړاندې بد ښکاره شوی وي.

۱. بې ضرورته شريکول

ښايي ستاسې د رخصت يا شخصی محافلو عکسونه او معلومات تاسې ته زړه راښکونکي وي، خو خلکو ته دا احساس ورکوي چې تاسې پر ځان ميين، نارسيسټ شخص ياست چې تل له نورو ځان ته پاملرنه غواړي.

لدې هم ناوړه، نامناسبې کيسې ستاسې خاموالی او بې پروايي ښيي. تل لږ معلومات ښه وي، که څوک نور پوهيدل غواړي، پوښتنه به وکړي.

two women operating smartphone

۲. ګيلی

داسې دفتري چاپيريال چې تاسې ته د خپل نظر او ناخوښيو ښودلو واک درکوي، ښه وي، خو ځينې خلک له هر څه ګيله من وي، له ځان هيڅ مناسب قضاوت نه ښيي. هیڅ بد سلوک يا بده ورځ بايد ستاسې د پرمختګ او خوښئ مخه ونه نيسي. خپلې ګيلې او جګړې په حساب وټاکئ يا انتقاد لپاره مناسب ځای او لاره پيدا کړئ.

۳. درواغ يا غلا

ځینی خلک فکر کوي چې ځینې درواغ د منلو وړ دي. هر څوک په خپله ریزومې مبالغه کوي؟ که څنګه؟، نه غلطه ده! ډيرو خلکو ته آن اندکه روغ هم د منلو وړ نه دي. همداسې دا هغه څه لپاره هم صدق کوي چې ستاسې نه وي، که هغه پردي مال وي يا دفتري منابع وي چې تاسې له ځان سره ځغلوئ.

ځينې غيراخلاقي سلوکونه چې هر څومره توجيه شي بیا هم بد وي، که چيرې خلک يو څوک وويني چې په وړو غلاوو او کارونو نيغ ور روان دی، نو له ځان سره به همدا فکر کوي چې ښايي له قانون څخه په لويو سرغړونو کې هم همدومره بې پروا وي.

۴. په کار کې لټي

کاري ورځې هم سختې وي، پرته لدې چې د نورو د لټئ له کبله پاتې کار وکړئ، په کاري ډله کې خلک پوهيږي چې څوک خپل کار په ښه طريقه نه کړي. بې ځايه رخصتئ او کار کې لټي ښايي نور هم زړه ماتې کړي. خپل کار وکړئ يا داسې دنده ولټوئ چې ستاسې له طبعې او شوق سره برابره وي.

۵. ناوخته راتګ

که دفتر وي، غونډه وي يا ضرب الاجلونو ته ناوخته رسيدل وي، د هیڅ چا بل ته ځنډ نه خوښيږي. ناوخته راتګ شخص ځانغوښتی، بې نظمه، بې لحاظه او نورو وخت ته سپک کتونکی ښيي. د نن په زمانه کې بې شميره وسيلې او طريقې شته چې وخت مو تنظيم کړي، ځان په عذاب کړئ که نه هیڅوک به درباندې باور نه کړي.

man holding handbag

۶. بې ځايه دلايل

د هیڅ چا بې ځايه دلایل او بهانې نه خوښيږي. د هر چا ژوند له ننګونو ډک دی. کله نا کله ستونزې لرل يا نسبي احساساتي کيدل ښايي ګټور وي، که چيرې د ماشوم په څير مو هرې خبرې ته خوله ورانه کړې وي، نو ښايي ډير هم درته د ماشوم او بې اعتباره شخص په توګه وګوري.

۷. غيبت

ښايي خلک دې غيبت ته غوږ وي، خو ورسره دا هم وايي چې بل پسې بد وايي زما به څه حال وي يا دا قضاوت وکړي چې د حساسو معلوماتو ساتلو توان نه لرئ.

۸. ښکنځل

ښايي زموږ ادبيات او کوڅې له ښکنځلو او نامناسبې ژبې ډک وي، خو تر اوسه زموږ په ذهن کې بدنامه دي. په عامه غونډو کې ښکنځل يا نامناسبو کيسو/ ټوکو بيانول مو بې قدره کوي. چپه خوله، له وينا سره احتياط او بې ځايه خبرو څخه ځان ساتل ستاسې له درناوي ډک اوږدمهاله انځور کې مهمه ونډه لري.

۹. نامناسبه جامه

نن سبا د رسمي جامې شکل په بدليدو دی، اکثره دفترونه نيکټايانې او دريشئ نه غواړي، خو دا په دې معنا نه دی چې په برزو يا په اوږده نيکر کې دفتر ته راخوشی وی. بهتره ده چې تل مناسبه جامه ولرئ، بهتره وي له اړتيا يوه سطحه بهتره جامې ولرئ، يا دا هم ياد ساتئ چې ستاسې په اړه د قضاوت لومړی پړاوو جامه ده، که په جامه نبوغت نه غواړئ نو د مسلکي انځور خرابولو لپاره يې هم مه کاروئ.

۱۰. دوه مخي/ منافقت

انسان پر اعمالو تلل کيږي، خبرې خو د شيطان هم زده وی، د عمل او وينا تر منځ تضاد د انسان د سپکيدو يو تر ټولو ګړندئ لار ده. هڅه وکړئ پر وينا ودريږئ، دوامداره رښتيا او صداقت د باور او اعتماد تر ټولو ښه وسيله ده.

۱۱. نورو ملامتول

خلک د هغوی قدر او احترام کوي چې د خپلو اعمالو او تجاربو مسؤليت اخلي. د نورو ملامتول تاسې بې مسؤليته او کوچنی ښيي. د مشرئ فرصتونه هغوی ته ورکول کيږي چې ځواب ورکوونکي او مسؤل وي، هغوی چې نورو ته وده ورکوي نه چې د پښو لاندې يې ځمکه راکاږي.

ورته ليکنی: په کاري ډله کې مسؤليت رواجول، غوره آمرين دا لس (۱۰) خواص لري – د ګوګل څيړنه، د کارځای ملګرتوب: ښه که بد؟، د زهري کارځای/ دفتري چاپیريال – لس نښی



ټولي:Leadership

ټگونه:, , , ,

14 replies

Trackbacks

  1. ولې د سمې دندې خوښول ستونزمن دي – مشري || ټکنالوژي || مديريت
  2. آیا يو څوک له کاره وشړم – دې اتو نښانو ته وګورئ – مشري || ټکنالوژي || مديريت
  3. د قناعت ورکولو له نسلونو راپاتې اصل – مشري || ټکنالوژي || مديريت
  4. د ښې مشرۍ لپاره دا ۱۱ عادتونه خپل کړئ – مشري || ټکنالوژي || مديريت
  5. ډير کار که لږ خو ځيرکه کار – مشري || ټکنالوژي || مديريت
  6. له بحران وروسته په خوندي او آرامه ډول د کارځايونو پرانيستل – مشري || ټکنالوژي || مديريت
  7. ستراتيژي مو ولې کار نه کړي – دې ۷ خنډونو او لاملونو ته وګورئ – لومړئ برخه – مشري || ټکنالوژي || مديريت
  8. له مدیريته تر مشرۍ، توپير او ورتګ – مشري || ټکنالوژي || مديريت
  9. هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه – مشري || ټکنالوژي || مديريت
  10. پريکړه او پايلې – مشري || ټکنالوژي || مديريت
  11. سمه پريکړه بايد څرنګه وي؟ په مشرۍ کې د ستونزمنو پريکړو مرستندويه اصول – مشري || ټکنالوژي || مديريت
  12. منطق او پريکړې – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون
  13. د فکر خپلواکي – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون
  14. د عامه مشرانو پريکړو اغيزه  – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: