د نن ټکنالوژئ لس ننګونی

د نن ټکنالوژي له کيبله او ټليفون اخوا ډير څه رانغاړي، او د شخصي او مسلکي ژوند يوه نه بيليدونکي برخه ده. سره لدې چې دې ټکنالوژئ موږ ته ډيرې آسانتياوې راوړې، خو د هرې نوې پديدې په څير خپلې ننګونی هم لري، موږ دلته له هغه لسو مهمو ننګونو يادونه کوو، چې کولای شو د ۲۰۱۹ کال د پای له کبله ترې يادونه وکړو.

ورسره پدې هيله هم دا لیکنه شريکوو چې زموږ اړونده ادارې او قانون جوړوونکي له ځان سره فکر وکړي چې مخابرات او ټکنالوژي يوازې مخابراتي شرکتونه، فيسبوک لپاره غونډې، پوستې دفترونو پرانيستل او ديوالونو ليرې کول نه دي، بلکه يو پيچلې او توان بښوونکی سکتور دی چې کولای شي د هېواد په وده او د ولس په هوساينه کې رغنده ونډه ولري.

دا ليکنه د معلوماتو له محرميت، غلطو معلوماتو، ټکنالوژئ بدليدونکي ملکيت، ډيجيټال ډيپلوماسئ، مصنوعي هوښيارتيا اخلاقي ننګونی، مصنوعي هوښيارتيا او اقتصاد، ټکنالوژئ بشري اړخ، استقلال بشري حقوق او کلاوډ، ټکنالوژئ وده او ولسونه او معلومات ملکيت څخه بحث کوي.

۱. د معلوماتو محرميت

تير کال اروپايي اتحاديې د GDPR (General Data Protection Regulation) يا عمومي معلوماتو ساتنی قانون پياده کړ چې له مخې يې هر شرکت مجبور شو د کاروونکو معلوماتو ته جدي وګوری او هم ووايي چې له خلکو څه معلومات راټولوي.

يو څو مياشتی وړاندې د امريکا کليفورنيا ایالت هم ورته قانون توشیح کړ، ښايی دواړه سره توپير ولري، خو زموږ بحث د هغوی پر قوانينو نه دی بلکه په افغانستان کې اکثره کاريدونکی ټکنالوژي له همدې دوو سيمو دلته راځي.

زموږ پوښتنه داده چې زموږ د معلوماتو له محرميت سره څه کيږي، او دا هر دوهمه اداره چې د خدمت وړاندې کولو پر نامه د ګوتو له نښانونو نيولې د سترګو تر عکسونو له ځان سره ساتي، آیا دا معلومات محرم دي؟ او که چيرې سبا رسوا شي، مسؤل يې څوک دی؟

(ورته ليکنه: د اساسي قانون ۳۷ مه ماده او د مخابراتي اړيکو محرميت)

two women facing security camera above mounted on structure

۲. غلط معلومات

له غلطو معلوماتو هدف د درواغو، ناوړه معلوماتو، نيمه رښتياوو، افواهاتو او نورو خپريدل دي، ښې بيلګې يې زموږ تيرې ټاکنې وی چې د فيسبوک په پاچاهئ کې هر يو متفکر او نابغه وو. ورسره مخ په ډيريدونکي ډول دا تشويش ځای نيسي چې د پيسو په وړاندې هر څوک کولای شي ځانګړي ډول مواد خوښ، شريک او نورو ته واستوي، او ښايي دا کار د استوونکي په ناپوهئ کې وشي، خبر به نه وی بل چا له به تبليغات کوی.

(ورته ليکنه: آنلاين دروغ خبرونه او د معلومولو يې ۹ لارې چارې)

۳. ټکنالوژئ بدليدونکی ملکيت

تر اوسه اکثره ټکنالوژی او اړونده توکي چې موږ کاروو هغه غربي اصل لري، يعنې په غرب يا د غربي هېوادونو په مرسته جوړ دي، خو اوس دا جريان ختيځې آسيا په لور روان دی، په ځانګړي ډول د چين ګړندئ ودې نوو ټکنالوژيو او اختراعاتو ته لاره پرانيسته. نن سبا دا مخ په ډيريدونکي ډول منل کيدونکی اصل دی چې چينايان په مصنوعي هوښيارتيا او ورته ټکنالوژيو کې مخکښه دي، همداسې مخابراتي سکتور کې د ۵جي وسايل او مصنوعات يې د لوړ کيفیت درلودونکي دي.

ځينې ښايی دا فکر وکړي چې زموږ په څير وارداتي هېواد لپاره دا څه ارزښت لري، تر اوسه مو د غرب ببولالی ويلی، يو نيم بهادر خو به د وزارت په چوکۍ د فیسبوک په دفترونو ګرځيدو، دلته يې يوازې دوه دليله د اهميت لپاره بيانوو، لومړی دا بدلون ښايي د دې هېوادونو سیاسي ګټو لپاره وکاريږي، لکه يو څه موده وړاندې د افغانستان معلوماتو له ملي مرکز څخه پر يوه هېواد سايبري بريدونه کيدل، او دلته ترې څوک خبر نه وو تر څو چې د هغه هېواد چارواکو دوی ته وويل چې خانانو ستاسې د وسيلو پر کارولو درېيمګړی هېواد پر موږ بريدونه کوي، يا سره لدې چې انګلستان د ۵جي خدمتونو لپاره د يوه چينايي شرکت وسايل کاروي، خو امريکا تر اخيره هڅه وکړه چې انګلستان لدې کار د ملي ګټو او امنيت په نامه راوګرځوي. دوهمه، ټکنالوژئ ارزښت ته پر کتلو دا بدلون ښايی د هېوادونو له اقتصاد تر خدمتونو پر وړاندې کولو هر څه اغېزه وکړي، او هر څومره چې هېوادونه ټکنالوژي پياده کوي له ځان سره به دا پوښتي چې له کوم سيسټم يا وسايلو کار واخلي تر څو آرزانه او آسانه اوي، او په راتلونکي کې هم شته وي.

(ورته ليکنه: د معلوماتي ټکنالوژۍ پر مټ د وزارتونو ستراتیژیک اهداف په مؤثره او مثمره توګه ترلاسه کول)

۴. ډيجيټال ديپلوماسي

ټکنالوژئ فزيکي سرحدونه له منځه وړي، د کاروبارونو، سياستونو او معلوماتو لپاره ملتونه خپلې زيربناوې سره شريکوي، د انټرنېټ او ټکنالوژئ اصل هم پر همدې شريک کار او يو بل ته له خپلو زيربناوو پر ګټه اخيستنه بنا دی، سره لدې چې دا شريکول په عمومي توګه ښه دي، خو ورسره دا امکان هم ډيروي چې پر همدې زيربناوو بريدونه وشي.

نن سبا سايبر خوندتيا مخ په ډيريدونکي ډول مهمه ګڼل کيږي، له سايبر هدف کمپيوټر، د هغوی شبکه او انټرنېټ ټول راتللای شي، پخوا د کمپيوټرونو خوندتيا تر ډيره پر فزيکي مواردو متمرکزه وه، خو اوس له دې سره دا اهميت د سايبر نړۍ ته رادرومي او خدمتونه په ډيريدونکي ډول آنلاين شکل خپلوي، چې له کبله يې د آنلاين خوندتيا ارزښت ورسره ډيريږي.

داسې ګڼل کيږي چې د آنلاين نړۍ خوندتيا ټوله لړۍ او ځنځير د نښتو وسايلو تر ټولو ضعيفه وسيلې پر خوندتيا ولاړه وي، هره شبکه همدومره خوندي ده څومره چې يې تر ټولو ضعيفه وسيله او اړيکه خوندي وي، چې د همدې اصل په رڼا کې اوس شرکتونه او آن هېوادونه هڅه کوي ټول په يو ډول يا لږ تر لږه په اعتباري ډول خوندي وي.

سيمنز د شرکتونو تر منځ د اعتبار رامنځ ته کولو لپاره پر اصولو د کار مشري وکړه، او د باور چارټر يې جوړ کړ، چې د وسيلو انټرنېټ (Internet of Things) کې د وسيلو پر خوندتیا راڅرخي. همداسې مايکروسوفټ د Tech Accord مشري کړي، چې د کال تر پايه نږدې ۷۰ شرکتونه به پر سايبرسيکوريټي سره جوړ راشي.

همداسې د فرانسې ولسمشر تر نظر لاندې د سايبر خوندتیا پر موضوع بحث کيږي، چې بيانيه يې د بيځايه سايبر بريدونو او ټاکنو کې د مداخلې پر مخنيوي تمرکز کوي، دا بيانيه تر اوسه په نړیواله توګه ۵۰ حکومتونو او ۴۰۰ شرکتونو او مدني ټولنو لاسليک کړی ده.

(ورته ليکنی: د افغانستان د معلوماتي ټکنالوژئ لومړيتوبونه، ځينې وړانديزونه)

۵. مصنوعي هوښيارتيا (Articificial Intelligence) لپاره اخلاقي ننګونی

د نن ماشين په دوامداره توګه هوښياريږي، نن د ټکنالوژئ کارکوونکي بې شمیره او بې خرته معلومات د ټکنالوژئ وسيلو ته سپاري، چې دا معلومات د ماشينونو مخ په ډيريدونکي ډول د غښتلتيا او هوښيارئ سبب ګرځي.

د دې هوښيارتيا يو تر ټولو عام استعمال د څيرې پيژندنی لپاره دی، چې ښايي د تعصب او حقوقو مخنيوي لپاره وکاريږي، لکه داسې ګڼل کيږي چې په چين کې د مسلمانانو ځورولو او پيژندلو لپاره په پراخه توګه له داسې ټکنالوژيو کار اخيستل شوی دی، او اوس هم کاريږي. سره لدې چې په نړيواله توګه د دې ټکنالوژئ استعمال مخ په ډيریدو دی، خو قانوني چوکاټ يې تر اوسه په لومړيو پړاوونو کې دی.

(ورته ليکنه: هوښياريدونکی ماشين – اخلاقي او سلوکي اړخ)

robot playing piano

۶. مصنوعي هوښيارتيا او اقتصاد

د ټکنالوژئ لويو شرکتونو لخوا د پيسه پر راټولولو له پيله انتقادونه وو، اوس د دوی له غښتلي کیدونکي او هوښياريدونکي ماشينونو سره دا انتقادات نور هم غښتلي کيږي، داسې ګڼل کيږي چې هر څومره دا شرکتونه د خلکو معلومات راټولوي همدومره به وکولای شي بهتره خدمتونه وړاندې کړي، نورو لپاره به سیالي سخته او په پای کې به داسې حالت راشي چې يوازې همدا پنځه شپږ شرکتونه به د لويو پريکړو او پانګونو توان ولري.

لدې سره بل بحث، د ماشينونو له لارې د کارونو اجرا ده، په امریکا او اروپا کې دا فکر عام دی چې ماشينونه کولای شي له خلکو ښه کار وکړي، او هر څومره چې ماشین هوښياريږي کولای شي ځينې دندې له خلکو واخلي، همداسې شرکتونو ته هم ماشينونه اقتصادي پريوځي او له بشري کارکوونکو سره اړونده حقوقي او صحي جنجالونه هم نه لري، خو د دې په مقابل کې په نورو هېوادونو لکه جاپان او جنوبي کوريا کې چيرې چې نفوس مخ په کميدو دی هلته د ماشینونو لخوا د کارونو اجرا ښه ګڼل کيږي.

د هېوادونو ودې لپاره د ټکنالوژئ خپلول کلیدي دي، نن د سختو او پيچلو کارونو لپاره د ماشينونو کارول عام دي، د هېوادونو راتلونکي وده به تر ډيره پر دې ولاړه وي چې څرنګه شخصي او عامه سکتورونه ټکنالوژي خپلوي، او ولس د دې ټکنالوژيو کارولو اړونده مهارتونه او سلوکونه ولري.

(ورته ليکنه: مصنوعي هوښیارتيا)

۷. د ټکنالوژئ بشري اړخ

تر ډيره داسې ګڼل کيږي چې ټکنالوژي د ښاري ځوانانو وسيله ده، هغوی چې د نفوس له مراکزو ليرې اوسیږي يا عمرونه يې ډير وي، عموماً له ټکنالوژئ ليرې پاتې وي، همداسې د نن ځوان نسل چې کومه ټکنالوژي کاروي ښايي همدا يو وخت وروسته له موده او کاره وغورځيږي.

د پراخې ودې لپاره، د انټرنېټ غښتلی او بااعتباره اړیکه همدومره مهمه ده، لکه پنځوس کاله وړاندې چې بريښنا وه، دا بيل بحث دی چې موږ ته اوس هم بريښنا هم د سل کاله پخوا په حساب په څاڅکو رسيږي، له بااعتباره انټرنېټ پرته نوو تجارتونو پر پښو درول او پراخه دندې نږدې ناشونی دي.

د مناسبې او متوازنی ودې لپاره مهمه ده چې چارواکي د هېواد ټولو اتباعو ته ټکنالوژئ په ځانګړي ډول انټرنېټ ته بااعتباره او متوازن لاسرسی برابر کړي، مهمه نه ده څوک چيرې اوسيږي بايد دا امکان ولري چې که وغواړي ارزانه، ثابت او ګړندی انټرنېټ حاصلولی شي، او دا بحث ۳جي لپاره نه دی.

(ورته ليکنی: پر مخابراتي خدمتونو نوی ماليه)

۸. استقلال، بشري حقوق او کلاوډ

د نړۍ د معلوماتو راغونډولو یا ډيټاسنټرو پریکنده فيصدی د امريکا په متحده آیالاتو کې ده، اوس چې د کلاوډ (معلوماتو د انټرنېټ له لارې بل چيرې ساتلو) بازار مخ په ډيريدو دی، حکومتونه په ډيریدونکي ډول غواړي خپل معلومات په خپلو جغرافيوي حدودو کې وساتي.

سره لدې چې په سياسي او حقوقي توګه دا بحث به د قناعت وړ وي، خو اکثره هېوادونه اړونده ټکنالوژيو زيربناوی نه لري، چې وکولای شي دا اړتيا پوره کړي او همداسې له نړيوالو شبکو سره کار وکړي. لدې سره دوهمه پوښتنه دا هم ده چې دولتونه خو به د ولس دومره معلومات راغونډ کړي، خو که چيرې کوم يو د خان په طبعه غلط راغی نو د معلوماتو له کبله به له دولت/خان سره ګرو پاتې وي.

(ورته ليکنی: پوهه، ټکنالوژي او فکري آزادي)

۹. ټکنالوژئ وده او ولسونه

ټکنالوژئ ودې په محلي ټولنو او ولسونو اغېزې کړي، هر څومره چې يو هېواد وروسته پاتې او غريب وي، همدومره يې امکان ډير دی چې د ټکنالوژئ دا بحر به يې له ځان سره يوسي، سره لدې چې ټکنالوژي کولای شي دندې وزيږوي، اقتصادي ودې سبب شي او زيربناوی غني کړي.

خو ورسره ښايي تکړه او کاريګر ځوانان وهڅوي دې ادارو لپاره کار وکړي، مهاجر شي، که چيرې په محلي ځايونو کې د ټکنالوژي شرکتونه راشي، ښايي د ګرانۍ سبب شي، کورونه، وسايل او نور ګران کړي، تر اوسه هغوی چې له اوله تکړه کاريګر، بهترې زيربناوی او غښتلي حکومتونه لري، تر اوسه د ټکنالوژئ له ابتکاراتو او عايداتو بهتره ګټه اخلي، نسبت هغه هېوادونو ته چې دا هر څه ونه لري، او داسې بريښي چې د دې شرکتونو نورو هېوادونو ته جذبول او راښکل به ډير ستونزمن وي، خو که چيرې له دې دورانه بهر هېوادونه د ټکنالوژئ خپل لوی او غښتلي شرکتونه وزيږوي، او ويې هڅوي چې له دوی سره پاتې شي.

white DJI phantom-series quadcopter flying during daytime

(ورته ليکنه: پر ټکنالوژئ پانګونه)

۱۰. معلوماتو ملکيت

زموږ په هېواد کې د هر څه حل د خلکو ګوتو او سترګو نښانونه راټولول دي، له تذکرې تر ټاکنو، له کانکوره د پوهنتون تر داخلې او نورو چارو لپاره د وګړو شخصي معلومات راغونډيږي، آن ځينې کنسرټونه هم له خلکو د تذکرې نقلونه اخلي، خو د شخصي معلوماتو مديریت اړونده قوانينو نشتوالي په صورت کې دا معلومات هر ډول کاريدلی شي، او که چيرې څوک دا وايي چې دولت اعتباري دی او حق لري چې دا معلومات راټول کړي، نو د دولت حقوق د قوانينو په رڼا کې وي، چيرې چې اړونده قوانين نه وي نو هیڅوک حق نه لري دا ډول معلومات راټول او وساتي، لومړی ولې بايد دا معلومات راټول شي. دوهم، د کوم قانون په رڼا کې، درېيم: که څوک ونه غواړي دا معلومات ورکړي څه بايد وکړي او څلورم پدې معلوماتو څه کيږي.

يوازې دلته نه، بلکې په نړيواله توګه د ټکنالوژئ کاروونکی ټکنالوژئ شرکتونو ته بې حسابه معلومات سپاري، دلته پوښتنه دا ده چې د دې معلوماتو مالک څوک دی، سره لدې چې دا معلومات د شخص احوال وي، خو له بل چا سره به ثبت او هلته به ساتل شوي وي، او ساتونکی کولای شي چې هر ډول يې وغواړي وکاروي.

(ورته ليکنه: آنلاين د ځان او معلوماتو ساتنی نهه عملي لارې چاری)

د دې ټولو ټکو په رڼا کې دا بحث د افغانستان چاپيريال ته عيار کړو، نو ډير اوږد مزل راپاتې دی، د محرميت خو دا حال دی چې يو څه موده وړاندې په يوه اروپايي هېواد کې زموږ د سفارت يو هوښيار چارواکي د ټولو هغوی محرم معلومات پر فيسبوک شريکول چې له دوی سره د يې د معاملې اشتباه کړې وه، همداسې په يوه ولايت کې هم د هغوی پاسپورټ معلومات شريک شوي وو چې د دوی پوستې ته پاسپورټونه راغلي وو او بايد عارضين يې اخيستلو لپاره راغلي وای.

په کوم حساب چې رايې حسابيږي، داسې معلوميږي چې دا حساب به نه وي خلاص او موږ به نوو ټاکنو ته روان يو، په ټاکنو کې مو د غلطو معلوماتو آثار او اغېزې ولیدی، چې پر يو بل د جاسوسئ له تورونو نيولي تر بيسوادئ ابهاماتو ټول پکې ښکته پورته کيدل، له هغې پرته درواغ، تورونه، نيمګړي رښتيا او نور غلط معلومات څه نوی خبره نه ده.

د کلاوډ خدمتونو لپاره يوازې همدومره وايو چې د اکثره دولتي ادارو معلومات بهر ته د خوندتيا او نقل ساتلو په نامه ليږدول کيږي، پريکنده اداری او دولتي چارواکي له جي ميل او بريښنالیک نورو وړيا خدمتونو څخه ګټه اخلي، داسې ښکاري چې دا خلک پر يو بل او د يو بل پر اداره له باور پرته نور پر هر چا اعتماد لري، معلومات بهر ته ليږدول ورته ستونزه نه ښکاري، خو د يوه باثباته او منظم معلوماتي مرکز جوړول او پالل ورته ناشوني بريښي.

تر اوسه موږ مصرفوونکی هېواد يو، او دې نااهله چارواکو ته په کتو په دې نږدې راتلونکي کې بدبختانه همداسې مصرفوونکي به پاتې يو، زموږ له دې ليکنې هدف يوازې دا بحث رامنځ ته کول دي، چې د معلوماتو او مخابراتو سکتور له کيبلو، مخابراتي اړيکو او سيم کارډونو اخوا ډير څه رانغاړي، موږ بايد پر دې پوه شو چې راتلونکو لسو کلونو کې دا سکتور بايد چيرې وي، د هېواد په وده او پرمختګ کې څه ونډه ولري او څرنګه کولای شو غښتلی، بااستعداده او ماهره کاري ځواک وروزو چې وکولای شي دې هېواد ته اقتصادي ګټه او نيکنامي راوړي.

دې ټول بحث کې بل ټکی د دې ټکنالوژيو خدمتي او قانوني اړخ دی، د نن نړۍ نږدې پدې توانيدلی ده چې ټول هېوادونه يو نه يو ډول فزیکي اړيکې لري، او هڅه کوي چې د خدمت وړاندې کولو او قانوني ملاتړ اړخونه غښتلي کړي، بنګلاديش نن په نړۍ کې د آنلاين خدمتونو برابرولو يو تر ټولو ښه بيلګه بلل کيږي، سنګاپور پدې فکر تعليمي خدمتونه وړاندې کول چې که هره هغه پوهه یا سند چې اخيستونکي ته يې وظيفه پيدا نه کړای شي له هغې بايد ډډه وشي، يا بايد لومړی کار وي بيا ورپسې کارکوونکي وروزي، ټکنالوژي کولای شي د دندو او روزګار پيدا کولو يوه ښه وسيله واوسي.

موږ کولای شو د ټکنالوژئ او مخابراتي خدمتونو پر بهترولو، قانوني کولو، خدمتونو تنظيمولو او د يو مناسب ليري ليد پر لرلو داسې يوه حالت ته ورسيږو چې پخپله د دې هېواد د نيکبختئ او ودې او همداسې نورو ته د کار او خدمت سبب شي.



ټولي:Management, Social, Technology ټکنالوژي

ټگونه:, , , , , ,

6 replies

Trackbacks

  1. ټکنالوژي او د وخت ارزښت – مشري || ټکنالوژي || مديريت
  2. واټس اپ نوی پاليسي او آنلاين محرميت – مشري || ټکنالوژي || مديريت
  3. آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ – مشري || ټکنالوژي || مديريت
  4. څرنګه په نړيواله توګه ساعتيري د انټرنېټ استعمال د ډيريدو لامل ګرځي – مشري || ټکنالوژي || مديريت
  5. له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي – مشري || ټکنالوژي || مديريت
  6. له انساني بيالوژي اخوا – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: