د خلکو پر وړاندې دريدل او وينا د ډيرو نه خوښيږي، او هغوی چې ترې خوند اخلي هم له ډيره زحمته او غلطيو وروسته دغې مقام ته رسيدلي دي، ځينې څيړنې وايي چې د انسان په دريو لويو ويرو او تشويشونو کې د خلکو پر وړاندې د وينا ويره هم شامله ده، ځينې خو دا هم وايي چې له مرګه ترې ډير ډاريږي.
د خلکو پر وړاندې دريدل خلک د تاثير لاندې راولي، ويناوال فکر کوي چې ټول د دې ناکامئ او پکې د غلطيو لټولو په هڅه کې دي، ځان ورته تر بريد لاندې او ضعيفه ښکاري، چې کيدای شی د ده تر ټولو ضعيفه او پټې نقطې راښکاره کړي.
خو، بیلابيلې څيړنې ښيي چې د شخص برياليتوب تر ډيره له نورو سره پر معامله ولاړ وي، او هغوی چې غواړي يوه عامه موقف ته ورسيږي يا بريالی کاروبار پر مخ يوسي بايد د نورو په وړاندې ودريږي او ښه ويناوال واوسي، تاريخ له داسې ډير نامتو اشخاصو ډک دی چې د وینا کمال يې نن هم ستايل کيږي.
پدې ليکنه کې موږ پر دې غږيږو چې څرنګه کولای شئ د وينا پر مهال له ځان څخه باور وښاياست، او پراعتماده اوسئ، څيړنې ښيي چې اوریدونکي د ويناوال او مشر په اړه په لومړئ څو ثانيو کې خپل نظر ټاکي، يعنې په دې څو ثانيو کې دا ټاکي چې آیا د باور وړ ياست يا نه، او دا ټاکنه تر ډيره ستاسې پر ښود او ظاهري بڼه ده. څه چې واياست او څرنګه يې واياست دواړه يو تر بله مهم دي.
يو څه ته مو پام وي چې هر څوک تر تاثير لاندې راځي، هر څوک ضعف لري، هر څوک پوهيږي چې تر څارنی لاندې دی او حالت يې بدليږي، مهمه دا ده چې ښه ويناوال د خپل ظاهر او باطن تر منځ پر توپير راوستلو پوهيږي، او دا يې زده کړې وي چې څرنګه د خلکو پر وړاندې له ځان باور او اهليت وښيي.
څرنګه له ځان باور وښاياست
دلته موږ له ځينو ټکو يادونه کوو، ښايي ډيرو ته ساده ښکاره شي، خو پر ساده والي يې مه تير وځئ، لدې لارو کولای شئ، ځان ښه پراعتماده او باوري وښاياست، او وينا مو اوږدمهاله اغېزه ولري.
سترګو په سترګو شئ
سترګې د انسان په وجود کې يو تر ټولو مهم غړی دی، اکثره وخت خلک اعتماد له سترګو سره تړي، او داسې ګڼل کيږي چې درواغجن سړی مخامخ سترګو ته کتلو څخه ډډه کوي. د يوې څيړنې له مخې سترګې په سترګو کيدل د اعتماد رامنځ ته کولو تر ټولو لومړئ او ښايي آسانه لار وي.
هر کله چې موږ له يو چا سره وينو، نو تر ټولو وړاندې د هغوی سترګې د معلوماتو لپاره لټوو، د خپلو ويناوو پر مهال دې ته پام وکړئ چې تاسې څومره ځل اوريدونکو سترګو ته ګورئ، له څومره سره سترګې په سترګو کيږئ، که چيرې پريزنټشن لرئ نو دې ته پام وکړئ چې څومره ځل سلايډونو يا پاڼو ته ګورئ او څومره اوريدونکو ته پام کوئ.
هر کله چې تاسې له ويناوالو سترګی واړولی، هغوی هم له تاسې سترګې اړوي، او له سترګو سره د هغوی پام هم بل چيرې ځي، ښايي په پيل کې دا چاره ستونزمنه وي، خو تمرین وکړئ، د خپلو ملګرو په منځ کې وغږيږئ، ځان ته متوجه اوسئ، او هر څومره چې پر ځان حاکم کيږئ، همدومره مو باور لوړيږي.
څرګنده اوسئ
له څرګنده زموږ هدف دادی چې د خپل ځان او اوریدونکو تر منځ خنډونه ليرې کړئ، هغوی چې د پوډيم/دريځ له شا څخه غږيږي، نسبت هغوی ته چې مستقيماً خپل اوريدونکي مخاطبوي او تر منځ يې هیڅ خنډ نه وي، پر اوريدونکو ښه اغېزه لري.
ځينې وخت دا خنډونه د انسان ظاهري بڼې ته هم راجع کيږي، لکه پر سينه لاسونه قاتول، کله چې يو څوک تر تاثیر لاندې راځي په غير شعوري توګه خپل لاسونه مخامخ قاتوي، د ځان ساتنی حالت ته ځي، چې له کبله يې ښايي پر يو ځای جامد پاتې شي.
پر ځان باوري ويناوال لاسونه خلاص ساتي، او ورغوي يې هم پرانيستي او د خلکو په لور وي، لدې پرته دريځ بل خنډ دی، که ليپ ټاپ کاروئ هغه هم خنډ دی، ډډې ته يې کيږدئ، که لاسونه مو په جيبونو کې ږدئ راويې باسئ، وګرځئ په يوه ځای مه دريږئ، نيغ ودريږئ هر څومره چې ځان باوري وښاياست همدومره مو پر ځان باور لوړيږي.
اشارې وکړئ
له اشارو هدف چا ته ګوته نيول نه دي، بلکې د وينا پر مهال د وينا او د وجود غړو همغږي ده، د کلیدي ټکو او مهمو نقطو لپاره خپله ظاهري بڼه وکاروئ. يوه څيړنه وايي چې بريالي ويناوال د خپلې وينا مهمو ټکو لپاره له کنايو (کيسو، متلونو، مشهورو ويناوو او نورو) او همداسې د وجود له غړو کار اخلي.
لومړی پدې پوه شئ چې ستاسې د وينا مهم ټکي کوم دي، بيا ورسره وګورئ چې څرنګه کولای شئ د اشارو له لارې دا ټکي نور هم څرګنده کړئ، لکه که چيرې کلیدي ټکي يا فکر بيانوئ پر ګوتو يې حساب کړئ، که اندازه بيانوئ پر لاسونو يې لويوالی يا کوچنيوالی وښاياست.
يا ځينې ويناوال کله چې غواړي شخصي کيسه وکړي يا زړه ته رانږدې څه ووايي پر زړه لاس ږدي، که غواړي نور فکر ته وهڅوي سر ته اشاره کوي يا ډير خلک آسمان ته کتل د دعا پر معنا اخلي.
څرنګه باوري وغږيږئ
له بې ځايه ټکو ځان وساتئ
له بې ځايه ټکو څخه هدف داسې ټکي/ويې دي چې په وینا کې هیڅ ونډه نه لري، لکه همم، مثلاً، فکر کوم، تاسې پوهيږئ، څرنګه چې تاسې ته معلومه ده او نور، د دې لغتونو کارول پر اوريدونکو ګران تماميږي، او ويناوال شکمن ښيي، چې پر ځان باور نه لري يا نه پوهيږي چې څه وايي.
څرنګه ترې ځان وساتئ، لومړی نور بريالي ويناوال مطالعه کړئ. هغوی چې د خپل مسلک په لوړه کې دي عموماً له داسې لغتونو ځان ساتي. مخکې لدې چې دوی څه ووايي، فکر کوي چې څرنګه نور پوه کړي، له دوامداره تمرين وروسته تاسې هم کولای شئ چې خپل پيغام او وينا له دې ټکو پرته انتقال کړئ.
لکه څرنګه چې مخکې مو يادونه وکړه، خپلې ويناوی ثبت کړئ يا خپلې ويناوې واورئ، او پام وکړئ چې چيرې دا ټکي کاروئ، که چيرې د وينا پر مهال احساسوئ چې بايد دا ټکي وکاروئ، نو چپ پاتې شئ يا په وينا کې د ټکو تر منځ دمه وکړئ.
چوپتیا غوره کړئ
اکثره خلک دا بې ځايه ټکي د چوپتيا لپاره کاروي، فکر کوي د وينا پر مهال چوپ پاتې کیدل ښه نه دي يا ترې ويريږي. چوپتيا پر ځان اعتماد ښيي، چوپتيا ته په لیکنه کې د نقطې په توګه فکر وکړئ. دا ستاسې اوريدونکو ته د فکر فرصت ورکوي.
په موزيک او عامه وينا کې، چوپتيا يا دمی د وينا کمال ښيي. د چوپتيا قوت معلومولو لپاره خپل راتلونکي پريزنټشن يا وينا کې دوه يا درې کليدي ټکي وټاکئ چې اوریدونکي يې بايد له ځان سره يوسي، او دې جملو يا پيغامونو له بيانولو وړاندې چوپ شئ/ دمه وکړئ. لکه “تر ټولو مهم ټکی چې غواړم ستاسې په ياد پاتې شي، هغه”، دوه درې ثانيې چپ پاتې شئ مخکې لدې چې جمله پوره کړئ. هر هغه څه چې له دې وروسته وواياست، به تر ډيره د اوريدونکو په ياد وي.
وينا سرعت مو بدل رابدل کړئ
پر ځان باوري ويناوال د خپلې وينا سرعت بدلوي، په مهمو ځايونو کې سرعت ډيروي يا يې کموي.
غږيز/صوتي کتابونه په دقيقه کې د ۱۵۰ تر ۱۶۰ لغتونه په سرعت سره ثبتيږي، دا د وينا لپاره مناسب سرعت دی او اوريدونکی کولای شي په آسانئ سره پرې پوه شي، اکثره بريالي ويناوال تقريباً همدې سرعت ته په ورته سرعت غږيږي.
خو، لدې سره باوري ويناوال ځينې وخت د يوه مهم ټکي يا کیسې پر مهال خپل سرعت آن تر ۲۲۰ لغته په دقيقه کې ته ډيروي، او د مهمو ټکو له بيانولو وړاندې غلي کيږي او اصل پيغام په کم سرعت په کراره بيانوي.
څرنګه يې زده کولای شئ، د خپل پريزنټشن يا وينا مهم ټکي بيان کړئ، داسې کيسه لرئ چې بايد ګړندئ بيان شي نو سرعت تيز کړئ، کله چې اصل نقطې ته ورسيږئ سرعت کم او له مهمو ټکو وړاندې غلي شئ.
سره لدې چې دا شپږ ټکي کولای شي له تاسې سره په بهتره وينا کې مرسته وکړي، خو استنثاً به داسې ويناوال ووينئ چې دا ټول مهارتونه يې زده کړی وي، خو په ټولو تکړه ويناوالو کې يو ټکی عام دی، او هغه دوامداره تمرين دی، تمرين وکړئ، له خپلو نيمګړتياوو او غلطيو يې زده کړئ، او ځان د وينا پر مهال وارزوئ او د امکان په صورت کې خپلې ویناوی ثبت کړئ.
ځينې مهارتونه به يې آسان وي، ځينې به وخت ونيسي، خو خپل تمرين ته دوام ورکړئ، زړه مه بايلئ، يوه ورځ به له خيره تکړه ويناوال ياست.
ورته ليکنی: انفرادي تعصب، خپل د قوت/واک پر نقطه پوه شئ، مشر له څه جوړ وي؟ اخيري برخه، د برياليتوب تعريف که معیار
ټولي:Leadership, Management
ځواب دلته پرېږدئ