ولې د سمې دندې خوښول ستونزمن دي

بهترينه دنده يا وظيفه کومه يوه ده، هر څوک ورته خپل تعريف لري او په خپل فکر يې تلو، سره لدې چې ښايي موږ  ته دا معلومه هم وي چې څه غواړو، خو کله چې موږ بيا نوې دنده انتخابوو نو دا تعريفونه مو يا هير وي يا دا تمه لرو چې راځه دا دنده واخله بيا به ورسره ګوزاره وکړم يا ښايي دنده به دومره خرابه نه وي لکه چې له پيله ښکاري يا به زه ورسره وروسته عادت شم يا د بل کار پيدا کول سخت دي.

که دې پوښتنې ته راشو، چې موږ له دندې څه غواړو، نو کولای شو دا پوښتنه د دې درې مشخصو توقعاتو/تمو په رڼا کې ځواب کړو:

د زده کړې تمه، د اهليت او توان احساس — چې وکولای شو دنده له توقعاتو لوړه اجرا کړو، يو څه پکې زده کړو او د نوو زده کړو او مهارتونو په مرسته لوړ مقام ته ورسيږو، او راتلونکي کې د همدې زده کړو او تجربو په رڼا کې ښه مسلک او روښانه راتلونکی ولرم.

د اړيکو او ټولنې احساس — چې وکولای شو خپلو همکارانو سره ښې اړيکې ولرو او د کار په ځای کې زموږ قدر وشي. دلته اداري کلتور مهميږي چې اداره له خپلو کارکوونکو سره څرنګه سلوک کوي، او اکثره همدا کلتور د کارکوونکو د قناعت يا نه قناعت سبب ګرځي.

د خدمت يا لوړ هدف احساس — چې موږ د يوه باارزښته لوی څه برخه يو، ملت او ټولنې ته خدمت کوو، خپلو راتلونکو نسلونو ته ښه راتلونکی جوړوو، او زموږ کار زموږ له ارزښتونو او اهدافو سره په تضاد کې نه دی يا داسې اهدافو لپاره کار کوم چې هر چا ته يې پرته له شرمه ويلای شم.

two men in white crew-cab pickup truck on shore

اوس آیا په هره دنده کې دا هر څه وي، هغه به ډير نیکبخته انسان وي چې دنده يې پر دې دريواړو شرايطو پوره وي. خو، هر چيرې هره اداره له کارکوونکو دا تمه لري چې دې درېواړو ټکو ته ورسيږي، او پدې تمه کې دا مهمه نه ده چې د دندې اقتصادي حالت (معاش)، رتبه او يا د کارکوونکي ظرفيت څه دی خو بايد دا دريواړه احساسات په پام کې ونيسي.

او لکه چې مو ياده کړه استثناً يوه نيمه دنده دا دريواړه احساسات پوره کولای شي، چې له کبله يې د دندې اجرا کوونکی د خپلې دندې نيمګړتيا پوره کولو لپاره د خپلې خوښې يا بهترينې دندې پسې ګرځي يا هڅه کوي اوسنئ دنده پر هغې معيار برابره کړي، چې دا هڅه په کتابي ډول د دندې عيارولو په نامه ياديږي.

د دندې عيارول په خپل ذات کې بد کار نه دی. د دندې له خپلو توانونو او شوقونو سره برابرول ښايي شخص ته ښه احساس ورکړي او همداسې د کار د بهتری اجرا سبب شي. ورسره څيړنې ښيي چې د دندې عيارول د کارکوونکي د هڅيدنې سبب هم ګرځي او د کار موندنی توان يې ښه کيږي، يعنې په آسانه هدف لرونکی او اړونده دنده موندلی شي. نورې څیړنې دا هم وايي چې دندې عيارول د کارکوونکو د خوشحالئ سبب ګرځي.

ښه نو اوس که دې پوښتنې ته بيرته راوګرځو، چې که موږ پوهيږو له دندې څه غواړو، نو ولې غلطې دندې انتخابوو، او په بله ځو. راځئ وګورو چې څيړنې څه وايي، څيړنې لاندې دلايلو ته ګوته نيسي:

پيسه/معاشات

څيړنې ښيي، سره لدې چې معاش له دندې څخه پر قناعت نږدې هیڅ اغېزه نه لري، خو موږ هره ورځ داسې بې شميره پريکړې کوو چې ماليات/پيسه يې مهم اړخ وي، چې پدې کې د دندې انتخاب هم شامل دی. سره لدې چې ډير خلک وايي دوی به خوشحاله وي چې که چيرې د کم معاش دنده واخلي چې کاری ساعتونه يې مناسب وي، کور ته لنډه وي، دنده يې خوندوره وي، زده کړه پکې وي، زما له اهدافو/شوقونو سره برابره وي او نورې غير مالي ګټی ولري، خو ډير خلک سره لدې چې دا ارمانونه لري، خو اکثره لوړ معاش پسې ځي.

utility man standing in scissor platform cleaning glass window

خلک د بې خونده/خرابو دندو زغملو لوړه حوصله لري

انسان د بد تعلق او اړيکې په نسبت بې خونده او خرابو دندو زغملو ته ډيره حوصله کوي. سره لدې چې عموماً فکر کيږي خلک لنډه ګټه غواړي، او د خپل راتلونکي باره کې ډير فکر نه کوي، خو څیړنې ښيي چې نه هر څوک په يوه نه يو ډول د خپل راتلونکي باره کې فکر کوي. اکثره خلک بدې دندې ته پدې تمه حوصله کوي چې دلته به يم تر څو بل کار پيدا کړم؛ دا کار خو هسې نه هم تلپاتې نه دی، تر څو چې شته کوم به يې؛ بدې وظيفې ته د حوصلې يو ښه مثال هغه کارکوونکي دي چې يوازې دفتر ته حاضري ورکوي، او اداره چې هر څومره هڅه وکړي په نورو چارو کې يې دخيل کړي، ځان ترې ساتي، او دا ډول کارکوونکي په هره اداره او هر هېواد کې شته.

د ځان نه پيژندل او خرابې پريکړې

خلک عموماً د ځان په پيژندلو کې ډير ضعيفه وي، خپل توانونه او مهارتونه ډير لوړ ګڼي او پر خپلو نيمګړتياوو اکثراً سترګې پټوي. نو چې کله له ځان سره دا پريکړه هم وکړي چې د خپلې خوښې دندې پسې به ځي يا هغه څه به کړي چې خوښه يې وي، نو دا تضمين نه وي چې خپلې خوښې ته به ورسيږي، او دا خبره خو بيا په ځای پاتې وي چې خپلې خوښې ته رسيدو سره به داسې يو څه جوړ کړي چې ګټور وي يا بازار ولري.

دا پدې معنا چې اکثره وخت د مسلک بدلولو يا ابهام قبلولو ګټې څرګنده نه وي. ښه مثال يې نن سبا د خپل کاروبار يا شرکت پیلولو ډنډوره ده، سره لدې چې خپله د خپل کار څښتن کيدل او چا لپاره د کار نه کول خپلې ګټې لري، خو بیلابيلې څيړنې ښيي چې د نوي کاروبار د برياليتوب فيصدي ډيره ټيټه ده. هو سمه ده چې پدې نوي پيليدونکي کاروبارونو کې يو نيم بریالی هم شي، خو د يوه بريالي لپاره زرګونه نور ناکامان هم شته.

په عمومي توګه، هغوی چې رواجي دنده يا بل چا ته کار کول پريږدي، اکثره وخت يې له پخوانۍ دندې کار ډير خو ګټه کمه وي او عمومي ټولنې ته يې لږه ګټه رسوي، ملي اقتصاد ته يې هم خير کم وي، او په اکثره حالاتو کې نورو ته د کار کولو (يعنې دندې) پر مهال خوښ او ډير بريالي وي.

توقعات/ تمی

اداری عموماً خپلې دندې او مسلکونه له افراطه ډک په ډير ښکلي حالت کې اعلانوي، د نن په کاروبار کې چيرې چې د مهارت کمبود او ماهره کاري ځواک موندل ډير ستونزمن او سخت دي، دا ډول ادارو او دندو ته تخيلي او رومانتيک حالت ورکول د کاري ځواک جذبولو لپاره ضرور دي. نږدې د هرې ادارې ويبپاڼه چې پرانيزئ، نو ټول به ځان مبتکر، بامسؤليته، خادمه او داسې نور ښيي، ورسره به وايي چې اداره يې د خپلو کارکوونکو قدر کوي، دوامداره زده کړه يې هڅوي او بيوروکراسي پکې کمه ده.

آن د ډيرې سويې دندو ته ډير ښکلي نومونه ورکوي، مهمه نه ده چې تاسې څومره تجربه او پوهه لرئ، د ادارې استخداموونکي لپاره دا مهمه ده چې ستاسې تجربه او پوهه بايد د ادارې له اړتيا وړ دندې سره برابره شي، چې هغې لپاره پر دنده پوهيدل يا له عريضې وړاندې د دندې لټوونکي لخوا دندې په اړه معلومات لرل مهم دي. که چيرې ستاسې توقعات/تمې له اعلان شوی دندې سره برابرې نه دي يا ترې ډيرې ليرې دي، نو دا به ډيره سخته وي چې د خپل مسلک لپاره له دغه تمو او فکر سره ښه قدم واخلئ.

closeup photo of astronaut repairing satellite

د دې لپاره چې وکولای شئ د خپلې خوښې دنده پيدا کړئ، لومړی بايد پدې پوه شئ چې رښتيا هم څه غواړئ او دوهم که چيرې ستاسې د خوښې دنده له اوسني مسؤليته کم مالي عايد لري، نو بايد معاش يا عايد کمولو ته تيار اوسئ. همداسې ښايي د فکر لدې بدلون سره مو بدې وظيفې يا بد آمر ته حوصله هم کمه شي، او دندې پريښودلو ته په آسانه تيار شئ. اکثره څيړنې ښيي چې ډير کم خلک د دندې له پريښودو وروسته پښيمانه کيږي.

بقراط به ويل چې مهارت زده کول او ماهره کیدل ډير وخت نيسي، ژوند لنډ دی، څه چې غواړئ هغې پسې وګرځئ، ښايي په کومه وظيفه کې چې تاسې نارامه ياست، ممکن يو بل څوک وي چې همدا وظيفه غواړي او د هغې د خوښې او آرامئ سبب ګرځي.

ورته ليکنی: په کاري چاپيريال کې، د دې ۱۱ عادتونو له کبله بې قدره کيږئ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، د دندې مهمه مرکه، خپل د قوت/واک پر نقطه پوه شئ



ټولي:HR, Management

ټگونه:, , , , ,

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: