اهليت او بهترول يې

له اهليت څخه هدف د يوې چارې او کار لپاره مناسب کيدل دي، په بهترين حالت کې وظيفې او مسؤلیتونه بايد د اهليت پر اساس وويشل شي، يا څوک بايد د يوه کار لپاره مناسب وي، موږ پدې لیکنه کې پردې غږيږو چې دا اهليت بايد څرنګه اندازه شي، پراخه ډولونه يې ښايي څه وي او څرنګه يې بهترولی شو.

هر څوک د یوه کار اجرا لپاره عموماً دريو مشخصاتو ته اړتيا لري، يا که داسې ووايو چې که غواړئ يو چا ته کار وسپارئ نو عموماً د هغه توانونه او اهليت له دريو نقطو ارزول کيږي: سلوک، پوهه او مهارت

Messy hands sculpting on a pottery wheel in motion

له سلوک څخه هدف کړه وړه او عادتونه دي، آیا د يوه چا کړه وړه له دې چارې سره سم دي. کړه وړه د ټولنې او رواجونو په منل شوي چوکاټ کې تعريفيږي، يو سلوک چې په يوه ټولنه يا آن کورنۍ کې د منلو وړ وي، ښايي په بله سيمه کې د پوښتنې لاندې راشي، دا کړه وړه د عمر، موقف، ځای او نورو په رڼا کې بيل ډول بيانيږي. نو هر کله چې د اهليت بحث راځي، لومړی پوښتنه يې د کړو وړو ده، چې آیا سلوکونه او عادتونو يې له موقف سره جوړيږي يا آیا سلوکي اهل دی؟

دوهم بحث د پوهې دی، پوهه کولای شو د زده کړې او تجربې په رڼا کې تعريف کړو، هر څومره چې يو څوک ډير څه لولي ښايی د پوهې د ډيروالي سبب شي، ښايي ځکه وايو چې پوهه چوکاټ لري، هر څوک د هر څه پوه نشي کیدای، نو ځکه لوستل کيدونکي مواد بايد د مسلک يا د شخص اړونده کاري چوکاټ سره مناسب وي، بايد پوه شي چې د څه لپاره يې لولي.

هر کله چې موږ پوهه حاصلوو، هغه بايد عملي شي، شخص بايد په ځان کې بدلون وويني، نو عملي شوې پوهه د ذکاوت پر معنا تعريفوو، يعنې پوهه چې عملي شي، شخص ذکي او هوښياريږي، او په راتلونکي کې د عملي شوې پوهې تجاربو په رڼا کې پخوانۍ غلطۍ نه تکراروي، يا دومره ذکي شوی وي چې هغه څه چې کار کړی وي هغه راتلونکي کې عملي کړي او څه چې کار نه وي کړی له هغې ډډه وکړي.

نو پوهه د اهليت د بحث دا پوښتنه ځوابوي، چې آیا شخص د يوې دندې لپاره اړونده پوهه لري، چې عموماً د اړونده سندونو يا زده کړو له لارې ځوابيږي.

درېيم د مهارت بحث دی، له مهارت څخه هدف د شتو وسيلو ښه کارول دي، لکه د لوی اختر قصابي، هر څوک چاړه او تبر راواخلي او ځان د قصاب په نامه تيروي، خو د چړې پر اخيستلو څوک قصاب کيږي نه يا ښايي يو شخص په فکري لحاظ پوه شي چې قصابي څرنګه کار کوي، ليدل به يې ډير کړي وي يا يو ټيوب ويډيو به ليدلي وي، کتابونه به يې هم ډير لوستي وي، خو چې دې غويي يو ځل وروکتل بیا يې هر څه پريښې وي او له غوايي ډير ويريدلی وي، له ډيرو خو غوايې هم تښتيدلی وي.

د پوهې او مهارت توپير اړه دا ليکنه (پوهه که مهارت) ولولئ.

person holding and testing test tube

له مهارت هدف د شتو وسايلو پر بهتره او مناسب استعمال پوهيدل هم دي، لکه زموږ د ښوونکو په څير چې پر تباشير ويشتل هم کوي، تباشير د ويشتلو لپاره کاريدلی شي خو اصل کار يې ليکل دي، نو د اهليت درېيمه نقطه دا پوښتنه ځوابوي، چې يو څوک يوه موقف ته رسيږي، آیا د موقف شتو وسايلو څخه مناسبه او بهتره ګټه اخيستلی شي يا دا توان لري چې د کار بهتره اجرا لپاره مناسب وسايل وپيژني او ويې کاروي.

اوس که بيرته د اهليت پوښتنې ته راشو، نو اهليت د يوه موقف لپاره د سلوک، پوهې او مهارتونو لرل دي، همدا وجه ده چې ځينې دندې آن د عمر قيد هم لري، چې له ټاکلي عمر ټيټ يا لوړ شخص نشي کولای دا دنده اجرا کړي، چې دا عموماً د سلوک اړخ ځوابوي، يا له عمر سره ښايي پوخوالی او دروندوالی راشي، او هغه موقف او دنده به دا پوخوالی غواړي، يا به فزيکي چابکوالی غواړي چې د پاخه عمر شخص به يې نه لري.

څرنګه اهليت بهترولی شو

د هرې ستونزې حل د هغې له مشخصولو پيليږي، لومړی بايد ستونزه وپيژنو چې اصل مشکل څه دی، اوس که څوک وايي چې شخص اهل نه دی، نو بايد وپوښتل شي چې له کوم اړخه (سلوک، پوهه او مهارت) يې سم نه دی. استثناً داسې کيږي چې يو څوک دې له دريواړو اړخونو بيکاره وي.

د سلوک بهترول وخت غواړي، کړه وړه په ټولنه او اداره کې تعريفيږي، هره اداره او ټولنه خپل سلوکونه لري، آن هر موقف خاص سلوک ته اړتيا لري، که يو څوک فکر کوي چې له سلوکي اړخه نااهله دی، نو بايد پوه شي چې سلوک څرنګه بهتره کړي، سلوک دواړه شخصي او مسلکي ارزول کيږي، يو څوک چې په خپل کار کې ډير ماهر او کافي پوهه هم ولري، خو چې بې اعتباره وي، له خولې بې واکه وي، تعصب ولري، فاسد وي، نور همداسې سلوکي نيمګړتياوې ولري، ښايي ډير خلک يې استخدام ته زړه ښه نه کړي.

ادارې خاص ډول سلوکونه هم هڅوي، ځينې وخت هغه سلوک چې په اداره کې رواج وي او هغه سلوک چې مراجعين او مشتريان يې غواړي فرق کوي، چې دلته ښايی داسې شخص چې ادارې په نظر ښه سلوک لري هغه به ادارې ته اهل وي، خو چې مراجعين فکر کوي مناسب سلوک نه لري، نو مراجعين او مشتريانو ته به نااهله وي، پوه شئ چې چيرې کوم سلوک کار کوي.

پوهه کتابي اړخ لري، په نړۍ کې داسې هیڅ څه نشته چې هغه پخوا بل چا نه وي تجربه کړي، زموږ هره ستونزه له موږ وړاندې يو بل چا تيره کړې او ښايی حل کړې يې هم وي؛ وايي هوښيار يې د بل له تجاربو بل زده کوي او کم عقل يې پر ځان تجربه کوي، اړونده پوهه ولټوئ، وګورئ دا ستونزې چې تاسې ورسره مخ ياست نورو څرنګه حل کړي دي، پوهه پر معلوماتو ولاړه وي، او نن نږدې د نړۍ هرې چارې لپاره کولای شئ آنلاين يا کتابونو له لارې پوهه حاصله کړئ. که فکر کوئ چې نورې پوهې ته اړتيا نه لرئ يا د پوهې کمال ته رسيدلي ياست، بيا فکر وکړئ، ښايي همدا فکر مو د پرمختګ مخه نيولي وي.

مهارت دوامداره تجاربو سره ښه کيږي، ځکه د مهارت وسيلې دوامداره بدليږي، که يو چا څه موده وړاندې پر قلم ښه ليکل کول، او نن کمپيوټر نشي کارولی او بيا هم قلم کاروي نو بايد زده يې کړي، د هغې د ښه ليکوالئ مهارت له منځه نه دی تللی يوازې وسيله بدله شوې ده، که د معلوماتو لپاره اوس هم چاپي کتابونه او اخبارونه لټوئ، نو کمپيوټري لوست او کتابونو سره ځان بلد کړئ. مهارت د شتو وسيلو ښه استعمال دی، لنډ مهاله روزنې او زده کړې د مهارت بهترولو ښې وسيلې دي، وګورئ چې چيرې خپل مهارت بهترولو ته اړتيا لرئ، او عمل وکړئ.

low light photography of woman in gray knit sweatshirt writing on desk

دا دريواړه (سلوک، پوهه، مهارت) پر يو بل متکي دي، آن د سلوک بدلول مهارت غواړي، يا داسې ګڼل کيږي چې لومړی بايد پوه شئ چې څه ستونزه ده، بيا د هغې ستونزې حل لپاره اړونده سلوک ولرئ او د حل مهارت يې حاصل کړئ.

د اهليت سره دا بحث هم کيږي چې هیڅوک سل په سلو کې نااهله او بيکاره نه وي، يوازې مزاج او پوهه يې له ځينو کارونو سره جوړ او ځينو سره نه وي، يا په بله وينا که تاسې ډير تکړه پروفيسور رواخلئ او عامه دولتي چوکۍ ورکړئ، ښايي په کتابي لحاظه به ډير هوښيار او پوه وي خو له خلکو سره د راکړې ورکړې، نورو ته د برابرۍ په سترګه کتلو يا د هر چا له امتحانولو او ورته د نومرې ورکولو څخه به ځان نشي ساتلی، ځکه پروفيسور په خپل چوکاټ کې حاکم وي، هلته دا پر پوهه رسيدلی وي او د پوهې يې خلک قدر کوي، خو عامه چوکئ د خدمت وي، دلته د آسانتياوو او خدمت لپاره ګمارل کيږي نه د دې لپاره چې خپله پوهه په خلکو خرڅه کړي.

دا ټول بحث پر دې راټولوو، چې هر څوک ښايي وکولای شي هره دنده پر مخ يوسي خو آیا د هغې دندې بيې پرې کولو لپاره تيار دی، سلوک بدلول وخت او حوصله غواړي، دوامداره بايد د هغې په لور کار وکړئ، پوهه مطالعه غواړي او دا د فيسبوک عالمانه ويناوی نه وي، بلکه دقيقه مسلکي مطالعه غواړي چې شخص له څو مياشتو دوامداره زده کړې وروسته ښايي اړونده پوهه تر لاسه کړي، او مهارت تجربه غواړي هر څومره چې په يوه موقف کې وخت تيروئ، له ځانه ابتکار ښايست او پوهيږئ چې راڅخه اشتباهات کيږي، خو دا اشتباهات د کار بهترولو لپاره دي، نو ښايي له يو څه مودې وروسته ماهر کاريګر شئ، خو دا دريواړه اړخونه دوامداره کار دی، دا هر څه بايد دوامداره ښه شي، پنځه کاله پخوانی سلوک، پوهه او مهارت ښايي نن هماغه جذابيت او بازار ونه لري.

دوامداره بهتري د دوامداره پرمختګ او ودې سبب ګرځي.

ورته لیکنی: کار غواړئ، لدې ۱۲ عادتونو تير شئ، لس مهارته چې ټول يې بايد ولري!، روزنه/ ټريننګ د څه لپاره، د مشر په توګه دا لس مهارتونه خپل کړئ، چې نور درپسې ودريږي



ټولي:HR, Leadership, Management, مديريت Management

ټگونه:, , , , , , ,

3 replies

Trackbacks

  1. د قناعت ورکولو له نسلونو راپاتې اصل – مشري || ټکنالوژي || مديريت
  2. ډير کار که لږ خو ځيرکه کار – مشري || ټکنالوژي || مديريت
  3. له پوهې ويره – مشري || ټکنالوژي || مديريت

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: