آیا يو څوک له کاره وشړم – دې اتو نښانو ته وګورئ

زموږ اکثره ليک او لوست په مثبت فکر راڅرخي، هڅه کوو مخکې لدې چې نهایی ګام واخلو او د يو بل چا په اړه منفي پريکړه وکړو، مثبت اړخونه يې څيړو، خو ځينې وخت د دې اړتيا وي چې د ادارې د مشر يا د خپلې څانګې آمر په منفي عمل هم وکړئ، چې په دې کې د ځينې خلکو له کاره شړل هم راځي، د خلکو له کاره شړل د مسلکي ژوند يوه نه بيليدونکي برخه ده، خو څرنګه چې ښايي د مقابل لوري پر ژوند منفی اغېزه وکړي نو ځکه تر ډيره ترې ډډه کيږي.

سره لدې چې په افغانستان کې د دندو پريکنده برخه پر پروژو ولاړه ده، او عموماً د کال يا پروژو په پای او پيل کې د استخدام او شړلو پریکړې کيږي، خو کله کله د کار په جريان کې هم د دې اړتيا پريوځي چې د ادارې د مشر، د بشري منابعو د مسؤل يا د خپلې څانګې آمر په توګه څرنګه پوه شم چې څه وخت يو څوک له کاره وزګار کړم.

لومړی خو بايد پر دې پوه شو چې د يو چا له کاره شړل د شخص د مسلکي ژوند يو تر ټولو ستونزمنه او دردوونکی پريکړه وي، او په ځانګړي ډول که دا فکر درسره وي چې همدا اداره د دې شخص روزي رسوونکی ده او ښايي بل څوک کار ورنه کړي، نو له هر څه وړاندې لدې فکر ځان خلاص کړئ، هیڅوک د هیڅ چا روزي رسان نه دي، روزي رسان د الله (ج) لوی ذات دی، دا د انسان حرص او خودخواهي ده چې ځان ورته له ضرورته ډير مهم ښکاري، او دوهم د يو چا له کار څخه په شړلو کې هماغه شخص همدومره مسؤل دی لکه څومره چې اداره ځان ته مسؤليت راجع کوي.

ورسره دا بحث هم دی، چې د خلکو له کاره شړل عموماً د ادارې اوږدمهاله ژوند او نورو کارکوونکو ته د ښه کار او محيط برابرولو په رڼا کې وي، ښايي ځينې دا بحث وکړي چې په ناانصافئ له کاره شړل شوی يم، يا بل واسطه دار راغئ زما کار يې واخيست، يا د تعصب ښکار شوم، او همداسې نور ډير دلايل، ښايي يو څه صداقت ولري، خو ورسره دې ته هم وګورئ چې په نړۍ کې هیڅوک پوره نه دي او نه داسې دي چې بديل ونه لري، دوهم که اداره پوه شي چې له يو چا پرته يې ګوزاره نه کيږي نو په هر دليل او امکان چې وي هغه له ځان سره ساتي.

او اکثره وخت له کاره شړل له مسلکي اړخه زيات د شخص خپل ارزښت او کبر پوښتنه راپورته کوي، چې زه به څرنګه دوستانو او خپلوانو ته وايم چې له کاره يې وشړلم، خلک به ما ته ټيټ ګوري، يا که ټوله پيژندنه مو وظيفه او کار وي نو له کاره شړل د پيژندنی ورکيدو په معنا شي چې وظيفه ونه لرم نو زه څه يم، دا بحث به نورو ليکنو ته پریږدو، خو په اکثره حالاتو کې له کاره وزګار شوو خلکو ښې دندې او ښه مصروفيتونه پيدا کړی وي، يا لږ تر لږه يو څه وخت وروسته ترې دا هر څه هير يا دومره آزاروونکي نه وي.

زموږ د دې لیکنې هدف په اداره کې د داسې اشخاصو يا هغه نښو نښانو پيژندل دي چې کولای شي اداره ترې د يو چا د وزګارولو لپاره ګټه واخلي، يا د دې نښو په لیدو پوه شي چې آیا دا شخص په اداره کې وساتي او که نه د بديل په لټه کې يې شي. له کاره شړل تر ډيره په چاپيريال او اړونده موضوعاتو پورې اړه لري، په ځينې صورتونو کې يې د وزګارولو دلايل ډير څرګنده او روښانه وي او بيا په ځينو صورتونو کې ښايي هر څه روښانه نه شي.

دلته موږ له داسې اتو نښو نښانو يادونه کوو چې کولای شي ادارې سره د نامناسب کارکوونکي په پيژندلو کې مرسته وکړي، اکثره وخت موږ د خپلې پيژندنی خلکو بدو سلوکونو او نيمګړتياوو ته ډيره حوصله کوو چې له کبله يې ښايي خپله يا اداره مو تاوان وويني، خو وايي تجربه تر ټولو ښه ښوونکی دی، که چيرې په خپلو همکارانو کې داسې سلوکونه وينئ، ښايي د وزګارولو په فکر کې يې شئ يا لږ تر لږه ورسره وغږيږئ.

۱. غيبتونه يې خوښيږي

که له اسلامي او ټولنيز اړخه د غيبت پر زيان هیڅ ونه غږيږو، د ادارې په چوکاټ کې غيبت د بې باورئ سبب ګرځي، هر څوک پدې ويره کې وي چې بل به ورپسې څه وايي، يا ښايي يو شخص په يوه وخت کې د دوو څيرو سره مخ وي يو دا چې ځان باره کې څه فکر کوي او بله دا چې خلک د هغې په اړه د افواهاتو او غيبتونو په رڼا کې څه فکر کوي.

د ادارې د مسؤل په حيث هڅه وکړئ په لوړه سطحه د غيبت مخه ونيسئ، هڅه وکړئ هغوی چې نورو پسې بد وايي پوه يې کړئ، او آن دا اختيار هم ورته کيږدئ چې ښايي بل پسې بد ويل ممکن د هغې له کار څخه د شړلو سبب شي، دلته بايد داسې نه وي چې مشر يا رئيس پسې چا بد وويل چې رئيس ته د ځان لنډولو لپاره هر څه ورورسوئ، او بيا ورسره سينه هم وډبوئ، چې صيب ستاسې په شان کې يې بد ويل ما هم وشاړه.

هر څوک د احترام وړ دي، او هر چا پسې غیبت بايد په يوه تله وتلل شي.

۲. له غونډو او ميټنګونو پرته بل کار نه لري

غونډې د ګډ کار وسيله ده، خپله کار نه دی، بیلابيلې څيړنې ښيي چې هر څومره په يوه اداره کې غونډې ډيريږي مصارف يې لوړيږي او پریکړې کول يې ځنډيږي، د نن په زمانه کې چې موږ په دوامداره توګه د ټکنالوژئ له وسيلو کار اخلو، د نن غونډې يوازې فزيکي شکل نه لري، بلکه د سکايپ، واټس آپ، ګوګل او نورو له لارې هم غونډې کيږي او د ادارې لوړ شمېر کارکوونکي له کاره باسي.

په داسې کاري چاپيريال کې چيرې چې کارکوونکي نشي کولای د ورځې په پای کې خپل کار يا ارزښت اندازه کړي، نو عموماً د غونډو يا بريښناليکونو له لارې خپلې ورځې ته قدر ورکوي، چې نن مې دومره بريښناليکونه واستول يا دومره غونډو ته ولاړم، ځينې دندې ښايي خپله ورځ اندازه کړای شي لکه لس کيلو شيدې مې خرڅې کړې، يا پنځه ميزه مې جوړ کړل، خو دفتري کارکوونکي ته بيا دا اندازه سخته ده، نو ځکه له پخوانيو دوو (غونډو يا بريښنالیکونو) او يا نورو لارو چارو کار اخلي.

له غونډو چارو نشته خو بايد هڅه وشي مخکې لدې چې غونډې دايرې شي د هغې د بيې په اړه فکر وکړي، دا وپوښتي چې آیا د هر چا حضور پکې حتمي دی، او آیا د پخوانۍ غونډې چارې اجرا شوي دي، او تر ټولو مهمه اداره بايد خپل کلتور باره کې فکر وکړي ځينې وخت ډيرې غونډې د دې ښکارندوی وي چې اداره کې اشخاص له انفرادي پريکړو ويريږي، د باور کچه ټیټه وي او کارکوونکي فکر کوي چې که چيرې انفرادي پريکړې يې خرابې شي ښايي له جنجال سره مخ شي، راځئ غونډې به ونيسو مسؤليت به وويشو، که ښه شو که بد مسؤليت يې د ټول دی.

ووينئ چې ولې غونډې کيږي آیا يا د کارکوونکو په توګه داسې خلک شته چې چې غونډو ته له تګ پرته بل څه کار نه لري، ښايي د دوی د بديل په فکر کې شئ.

black rolling chairs beside brown table

۳. فکر کوي خپل مسؤليتونه يې ادا کړي دي

مسؤلیتونه ټولنيز او مسلکي اړخ لري، دلته زموږ هدف له مسلکي يا د ادارې پر وړاندې مسؤليت دی. ځينې کارکوونکي خپلې نااهلئ او تنبلئ ته دلايل لټوي، کبر اخيستي وي، لکه له ځينو به واوری زه له ډيرو کلونو راهيسې دلته يم په ډيرو سختو کې مې هم دا اداره نه ده پريښي زه له پلانکي هېواده دا سند لرم، ته نه پوهيږي زه څومره هوښيار يم هغه وخت چې په اداره سخته وه ما پرينښوده ته له ما دا پوښتنه کوی چې دومره تجربه او دا سندونه لرم.

که له چا مو دا برکتي خبرې واوريدی يا سندونه يا پخوانئ تجربه يې مخې مخې ته کړه، پوه شئ چې د زده کړې فيصدي يې پوره شوې ده، بهتره ده د بديل په لټه کې يې شئ.

۴. له ادارې مشتريانو يا مراجعينو ته شکايت کوي

څومره ادارو ته به تللي ياست چې د هغې کارکوونکی درته ووايي څه وکړو زموږ هم له ادارې زړه شين دی، په دې وطن کې داسې بانک هم شته چې کله مشتري ورته ووايي چې ولې دومره اسناد غواړئ يا خدمت مو خراب دی، کارکوونکی يې په ځواب کې وايي چې زموږ هم له بانک زړه تور دی. يا نږدې هرې دولتي ادارې ته چې ولاړ شئ د هغوی کارکوونکي له خپلې ادارې تاسې ته شکايتونه کوي.

کارکوونکی به له ادارې شکايتونه ولري، او پدې کې څه بد هم نشته، شکايت د بهترئ په لور لومړی ګام دی، خو دا شکايتونه بايد بيروني مرجع يا مشتري ته ونشي، که شخصي شرکتونه وي نو ښايي مشتريان له لاسه ورکړي، که دولتي وي ښايي د مراجعينو د شکايت او د چارواکو د بدلون سبب شي، که تاسې له داسې کارکوونکو سره مخ کيږئ چې هر چا ته له ادارې شکايت کوي، ورته واياست چې بل چيرې کار ولټوي.

همداسې د کارکوونکي لپاره ښايي دا ډير د بدنامئ او بې اعتبارئ سبب شي، هیڅوک يې ښايي پدې دليل ونه نيسي چې دلته شکايت کوي، ښايي له خپلې هرې راتلونکې ادارې ګيله من وي.

۵. خپلې برياوې له ضرورته ډيرې لوړې ښيي

يره چې په دې غونډه کې ناست وم، رئيس صيب ما ته مخ راواړوه چې تاسې څه نظر لرئ دا خبره ما پنځه کاله مخکې کړې وه چې داسې کيږي وګوره هماغسې وشو کله چې زه د ادارې مشر وم نو هیڅ دا ستونزې نه وی زما په قدر اداره نه پوهيږي له دومره ادارو د کار غوښتنی لرم آن هغه پلانکی هېواد غواړي ما ته دنده راکړي

د نورو پر لاسته راوړنو خيټه اچول يا هغه کارونه چې ډلې يا ادارې په اجتماعي توګه اجرا او بریالي کړي وي هغه يوازې پر خپل نامه ثبتول يا خپلې شخصي برياوې له ضرورته او اړتيا ډيرې پړسول هم مسلکي او شخصي تاوانونه لري، او ښايي ادارې لپاره هم دا يوه مناسبه بهانه وي تر څو له داسې خلکو ځان خلاص کړي چې د ډله ييز کار پر وړاندې خنډ کيږي.

۶. قصداً د نورو مخه نيسي

له نورو سره مهم معلومات يا امکانات نه شريکوي يا په غونډه کې رئيس يا آمر ډډې ته کوي او د نورو بد ورته وايي، يا د مشتري/مراجع پر وړاندې له خپل آمر شکايت کوي يا نور هڅوي چې د همکار يا آمر څخه ادارې ته شکايت وکړي. يا هغوی چې په خپل لياقت يې پرمختګ او وده کړې وي تل ټولو ته وايي چې واسطه يې لرله يا زما لاس لاندې يې کار کاوه نن وګوره هلته مې ورساوه.

gray cyclone wire

۷. بې احترامه او کبرجن وي

آیا په غونډه کې مو داسې څوک لیدلي وي چې له اجازې پرته ټليفون ځوابوي يا ورسره مصروف وي؟ کله چې غږيږي غواړي ټول ورته غوږ وي، خو کله چې نور غږيږي ځان له نور څه سره بوخت کړي؟ يا خپل آمر ته مستقيم يا غيرمستقيمه توګه وايي چې دا کار بل چا ته وسپاره؟

داسې خلک عموماً ځان ته ډير لوړ ګوري او د بل نظر ته هم اکثراً غوږ نه نيسي، خپلو ناکاميو لپاره نور يا اداره يا يو نيم ځوان خو وايي چې دا وطن مې په قدر نه پوهيږي، له ځان پرته ټول پړ ګڼي.

بهتره ده له داسې خلکو ځان خلاص کړئ، دا نه ستاسې او نه د ادارې پکاريږي او عموماً مسلکي ژوند يې هم ډير بريالی او اوږد نه وي.

۸. نور تهدیدوي

دلته هدف فزيکي تهدید نه دی، بلکه تل نورو ته احساس ورکول دي چې زه هر کله کولای شم کار پريږدم، د بلې وظيفې وړانديز لرم يا که تاسې پريږدم نو سمدستي بله وظيفه موندلی شم. دا ډول سلوک ادارې لپاره ډير بد دی. ادارې سره تل دا ويره وي چې که پر دې شخص سخته راغله يا داسې چاره مو وروسپارله چې په خوښه يې نه وه ښايي کار پريږدي يا که موږ پر دې شخص مصرف وکړو او سبا راته کار پريږدي؟

همداسې هغه کارکوونکي چې آمر ته دروغ وايي يا نورو ته دا ښيي چې ما ته هیڅوک امر نشي کولای، زه د ټولو مشر يم يا په مستقيم يا غير مستقيم ډول ځان له ادارې او خپل آمر څخه لوړ ګڼي، پر اداره ناوړه اغېز لري.

د بد سلوک ډير لوی نقص د هغې خپریدل دي، اکثراً کارکوونکي د نورو د سلوکونو پر ليدو خپل کړه وړه عياروي، که چيرې داسې څوک واوسي چې اداره فکر کوي سلوک يې نامناسب او د خپريدو امکان يې لوړ دی نو بايد ورسره وغږيږي او که هیڅ لار ونه لري ځواب يې کړي.

له کاره شړل بايد د اخيري حل په توګه وکاريږي، او هڅه وشي چې له نورې لارې وکاريږي، همداسې ښايي ځينې دا سلوکونه د خپلې ناپوهئ او کمې تجربې له کبله وښيي، خو په عمومي توګه دلته ياد شوي او ورته سلوکونه هم فردي او هم مسلکي تاوانونه لري، او بهتره ده چې اداره او شخص دواړه ترې ډډه وکړي.

ورته ليکنی: غوره آمرين دا لس (۱۰) خواص لري – د ګوګل څيړنه، د ځان اداره او پيژندل – اخيري برخه، په کاري چاپيريال کې، د دې ۱۱ عادتونو له کبله بې قدره کيږئ، د زهري کارځای/ دفتري چاپیريال – لس نښی



ټولي:Leadership

ټگونه:, , , ,

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: